کـــــور

لومــړی مـــخ

ارشــيف اړيــــــکي   د کونډيانو يتيمانو هره اوښکه به درياب شي              يوه ورځ به زموږ کرږي زموږ ساندي انقلاب شي  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
اوښکه که سېلۍ
ورانه به يي کړی خو
توپک سالار څوک دي
ازاد خبريال او ژورنالـ
د حکومت بېځواکي او
دهشت ګرڅوک دي

په خط کي راته مه ليکه
يو وړانديز  

سرليکنه :

د شهيد عبدالحق بڼ که د بسوګۍ واده

وخت هم لكه د هندي فلمونو د نڅاګرې جينۍ په شان دى څرنګه چې هندي نڅاګره جنۍ د هرې سندرې لپاره خپل رنګ او لباس بدلوي همداسې وخت هم وخت پر وخت په خپل ځان او حالاتو كې بدلون راولي. دا چې خبره رانه اوږده نشي خپل هدف ته راګرځم.

يو وخت داسې هم و چې افغانستان د نړۍ د دومره هېوادونو په موجوديت بيا هم بې كسه، بې كوره و كلي و، نه ورسره چا راشه درشه كولـه، نه راكړه وركړه. ټولې نړۍ ورته په كركه كتل چې دا يې ولې ورته په كركه كتل؟ د دې ځواب ټولو ته ښه معلوم دى. خو د منځمهالې ادارې په رامنځ ته كېدو سره د نړيوالو غوا لنګه شوه لـه هرې لوري نړيوالو افغانستان ته د دوستۍ لاسونه راوږده كړل د هر هېواد ولسمشر په بريتو ګوتې وهلې چې زه به د افغانستان سره دومره مرسته وكړم زه به دا او دا او... وكړم لـه همدې املـه هر هېواد د خپل دولت په استاځيتوب په افغانستان كې يوه يوه ټولنه جوړه كړه تر څو د جنګ ځپلي افغانستان په څيري شوي ټټر د ملـهم پټۍ كېدي.

د نړۍ د هېوادونو څخه يو هم هالنډ و چې د ننګرهار په ولايت كې يې د شهيد عبدالحق د ټولنيزو خدمتونو د ادارې په نوم يوه خيريه ټولنه پرانستلـه. دغې ټولنې پخپل درې كلن ژوند كې يو څه پام وړ كارونه هم كړي لكه ښوونځي جوړول په كليو او ولسونو كې د مشورتي شوراګانو جوړول هم همدارنګه د جلال اّباد د ښار د بهسودو پلـه ته نږدې چې څو ځلـه مخكې هم د بهرنيو موسسو لـه خوا سروې شوې وه د عبدالحق د بڼ په نوم ونومولـه ګوندې د دې بڼ د جوړېدو لـه املـه به د ښار ښكلا نوره هم زياته شي. پوره درې كالـه وشول چې د دې بڼ د اساس ډبره اېښودل شوې خو په دې درېيو كلونو كې يوازې د دې بڼ احاطه معلومه شوې او يو څو تېږي يې سره ايښي. اّيا تاسگي پوهېږئ چې دا احاطه يې د څه لپاره معلومه كړى؟ د دې لپاره چې د دې ټولنې د مسولينو خولـه خارجي موسسو ته جوړه وي. او هغه په بنډلونو بنډلونو ډالر چې دغې ټولنې د نوموړي بڼ په نامه لـه بهرنيو موسسو او د هايلنډ د حكومت څخه تر ګوتو كړي دي خو متاسفانه د ټولنې د مسوولينو لـه لوكسو موټرو او غوړو مېلمستياوو نه وي زيات شوي هضم كړي.

دلته پوښتنه دا پيدا كېږي چې كه د يو بڼ په جوړونه درې كالـه تېر شي نو د ټول افغانستان په بيا رغاونه به څومره وخت ولګېږي؟ موږ يو ځل بيا د اميد لـه اوښكو ډګې سترګې د دې ټولنې مسولينو او دولتي چارواكو ته ور اړوو چې په ډېر نږدې راتلونكي كې د دغه بڼ د جوړونې كار بشپړ كړي تر څو د خلكو دا ادعا رد شي چې وايي د عبدالحق بڼ نه د بسوګۍ واده جوړ شو. او كه داسگي و نه شول نو زموږ په قلمونو كې رنګ ښه ډېر دى لـه ټولو هغه مخونو به پردې پورته كړو او دې ولس ته به يې وښيو چې نه غواړي زموږ دا وران او ويجاړ افغانستان جوړ شي او يوازې او يوازې د خپلو جېبونو د ډكولو په هڅه كې دي او بس.

 اداره