کـــــور

لومــړی مـــخ

ارشــيف اړيــــــکي   د کونډيانو يتيمانو هره اوښکه به درياب شي              يوه ورځ به زموږ کرږي زموږ ساندي انقلاب شي  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
اوښکه که سېلۍ
ورانه به يي کړی خو
توپک سالار څوک دي
ازاد خبريال او ژورنالـ
د حکومت بېځواکي او
دهشت ګرڅوک دي

په خط کي راته مه ليکه
يو وړانديز  

ورانه به يي کړې خو ودانه نه

د تقي اللـه تقي حصارشاهيوال ليكنه
هغه يو متل دى چې وايې "ورانه به يې كړې خو ودانه نه" ورانول اسان كار دى او د هر يو ورانكاري په وسه پوره كار دى. دا كه هر څوك وغواړي چې يو كار وران كړى نو ډېر زر او په لږ وخت كې به هر څه لـه منځه يوسي. او كه څوك چېرته د كوم كار د جوړېدو تكل وكړي نو دا به ډېر ستونزمن كا روي او ډېر وخت به پرې ولږي خو هغه هم چې په هغې كار وپوهېږي ځكه ورانول د هر چا كار دى او هر څوك پرگي پوهېږي ولې جوړونه د هر چا كار نه دى او داسې يو سړى غواړي چې پوهه او تجربه ولري موږ افغانان شاهدان يو او په دې خپلو سترګو مو د دې وطن ورانېدل، نړېدل او چور كېدل وليدل چې په ډېره لږه موده كې د هر ورانكاري په وسه پوره او په پوره ډاډ يې په لږ وخت كې د دې وطن هر څه وران او ويجاړ كړل. د بېلګې په توګه يو ښوونځي، روغتون او يا يو پل راوړو چې په كلونو كلونو وخت ورته په كار دى او ډېر انساني قوت ته اړتيا لري تر څو جوړ شي خو ورانول يې د يوه سړي او د يوه ورانكاري په وسه پوره ده چې د يو بمب په ايښودلو يې لـه تهدابه ونړوي. نو زموږ دا غريب او بې اسرې وطن هم د څو كسانو په لاسونو وران او ويجاړ شوى چې همدا اوس هم هغوى شته او كه څوك ورڅخه وغواړي چې اى وروره! دغه ښوونځى دې چې وسوزاوه راځه اوس يې يوه تېږه د تهداب لپاره كېږده نو وبه وايي چې دا زما كار نه دى او زه پرگي نه پوهېږم. دا وطن چې په هر لوري كې تباهۍ سره مخ او د نړۍ لـه كاروانه په لسګونو كالـه شاته پاتې دى زړه سوى او ترحم ته اړتيا لري چې د بيا اّبادۍ لپاره ورته پوهو او مجربو معمارانو او مسلكي كدرونو ته ضرورت دى. خو كه اوس هم څوك لږ زړه سوى او رحم ولري او په دې شهيد وطن يې لږ زړه وسوځوي او نور د باروتو او توپونو دا بدرنګ غږونه د تل لپاره بند او ورك كړي نو دا به يې هم توره وي او په تېرو ورانيو به يې لږ څه پرده اچولي وي او د پاك خداى Y په نزد به يې د ګناهونو پېټى يو څه سپك او د نورو ګوناوو مخه به يې نيول شوي وي. راځئ چې دا وران او ويجاړ وطن چې هر لوري كې لـه ورانيو او نابودۍ سره لاس او ګرېوان دي لـه دې بدمرغيو څخه وژغورو او پرېږدو چې د هرې دندې خاوند په خپلـه دنده كې پوره زده كړه وكړي او پوره پوره تجربې ترلاسه كړي دا وطن كه لـه هره اړخه تر څېړنې لاندې ونيسو نو وبه ګورو چې د كلونو كلونو لـه ورانېدو او سوزېدو لـه املـه زراعت، ښوونځيو، پلونو او روغتونونو پورې وران او ويجاړ شوي لنډه دا چې هغه د چا خبره د ګوتې د اېښودلو ځاى په كې روغ نه دى پاتې شوى. خو موږ افغانان داسې ليونى سپى داړلى يو چې د رغېدو نه يو او همدا اوس هم ورانول او سوزول كوو څو وروځگې دمخه به ټولو اورېدلي وي چې د كندهار ولايت د پنجوايي په ولسوالۍ كې د اته ويشت كيلومترو يو سړك جوړېدلو كار په ښه او اساسي توګه د كومې موسسې او پاكوم دوست ملك په مرسته پيل شوى دى چې هغه هم زموږ ورونو چې همدا يې دنده ده وران او كار كوونكى يې ونيول او ووژل ماشينونه او موټرې يې وسوزولې، دا چې موږ مسلمانان يو او بې ګونا د يوه مېږي وژل هم راته درنه خبره ده انسان خو لا څه كوې هغه كه هر څوك وي خو زموږ سره مرسته كوي او دا موږ په خپلو لاسونو وران كړى وطن را ته جوړوي. پرېږدئ چې مرسته كوونكي مرستې وكړي. د بي بي عايشې t څخه روايت چې مسلمانانو ته وايي "د ډېوې لـه رڼا څخه ګټه پورته كړئ او دې ته مه ګورئ چگې ډېوه د چا په لاس كې ده." خو موږ ځانونه مسلمانان بولو او يو كار مو هم د مسلمانۍ نه دى نه پخپلـه د جوړېدو وړتيا لرو نه بل هم پرېږدو نو دا د لېوني سپي داړل نه دي نو څه دي؟ كه دغه سړك جوړ شوى واى زموږ د هغې سيمې رنځوران به په خپل وخت روغتون ته رسېدلاى مسافرو به په راحت او ارام سره سفر كولى د ګردونو او دوړو څخه به خلاص واى. خو درېغه چې موږ هغه كار سر ته رسېدو ته پرې نه ښود. راځئ چې ټول افغانان دغه ورانكارو ته ځولۍ وغوړو او سوال ترې وكړو او ورڅخه وغواړو چې دا ټوك ټوك وطن نور د سوزېدو او ورانېدو وسه او زغم نه لري. كه پاچاهي ګانې او وزارتونه، رياستونه وه هغه خو هم ټول تاسو وكړل او دا غريب ملت مو د ډول ډول كړاونو او بد مرغيو سره سر كړه او په دې لنډ مهالـه پاچاهيو كې مو ټول افغانان څه ووژل، څه مو لـه وطنه پسې ورك كړل. اوس به راشو او زموږ په خواوشا كې به نړۍ ته يو لنډ نظر وكړو او د بېلګې په توګه به دايران هېواد ته وګورو چې زموږ سره سم هلته هم بدلون راغلى خو هغه خلك پوه او وطن ورانوونكي نه وو خپل وطن يې وساته او ان تر ننه هم ښه او ارام ژوند لري نه بل كوم ايراني پرې چپاو او يرغل وكړ او نه په كې وينې توى شوې. زما په ګومان دا ټولې بد مرغۍ يې زموږ د افغانانو په ټنډه ليكلي دي كه څه هم چې د لكونو لكونو ځوانانو، زړو او وړو په مرګي مو خوا نه ده يخه شوې او لا د وژنو او مرګونه كوو.

تر كومه به دا لړۍ روانه وي راځئ چې يو موټى او يو اواز شو او دا كنډر كنډر هېواد د خپلو مټو په زور اّباد او ودان كړو او په دې هم بايد پوره باور ولرو چې زموږ د زلمو په مټو كې د يوه ماشين په اندازه زور او طاقت شته خو چې دغه زور او طاقت د دې نړيدلي وطن په بيا ابادۍ ولګو نه په ورانۍ او بربادۍ. راځئ چې د روانو ټولټاكنو لـه بهيره سره يو ځاى شو او د خپلې خوښې يو ملي حكومت او خير رسوونكى مشر وټاكو تر څو په راتلونكي كې داسې يو افغانستان ولرو چې د خوښيو سپرلى پرې خور وي.

په همدې هيلـه