کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
په افغانستان کي دانتخـ  
دپښتو ژبي کنډوکنډو
لومړۍ ځينه
د کندهار سفر
چهل زينې د کندهارڅـ
ډاکټر ؟
د نوښت پرلوريو ګام
ډيري کډوالي کورنـ
دوئ وايي :
د پير محمد کاروان سـ
د پګړيو ښار
د شيخ متی په اړه
هيوادوالو ته اړينه خـ
خوږې خبري
د پرن مشر ميرويس نـ
د بست تاريخي کلا


بسم الله ارحمن الرحيم
سرليكنه
بُست او فرهنګ يې

څرنګه چي په ګران هيواد افغانستان کي دپخوا زمانو راهيسي پښتو دملي ژبي په حيث پيژندل سوي ده خوپه دي وروستيو کي په هيواد کي دخپل منځي جګړو او بي امنيتيو له کبله دهيواد ګڼ شمير ليکلي آثار له منځه لاړل چي ورسره جوخت دهيواد مطبوعات هم تر پښو لاندي سول .خوکله چي دافغانستان اسلامي انتقالي دولت رامنځ ته سو او مطبوعاتو ته پوره آزادي ورکړه يو ځل بيا ملت ددې جوگه سو چي هريو تن خپل دزړه بړاس له همدي لاري وباسي موږ هم له همدي مهال نه په ګټه اخيستلو سره دبُست په سيمه کي چي اوسنۍ نوم ئي دهلمند ولايت مرکزاو شاوخوا ده ، داهوډ وکړ چي يوه داسي ټولنه جوړه کړو چي دملي ارزښتونو په پام کي نيولو سره يو داسي ګام اوچت کړي چي مخکي لدي نه ئي بيلګه موجوده نه وه ، هغه داچي دهلمنددولايت په مرکز يا دلښکرګاه په ښار کي ديو داسي ټولني موجوديت چي يوازي فرهنګ او ادب ته کار وکړي نوي خبره ده . ځـــکه نــــو مــوږ پـــه همــدي ســـــيمه کي (بُست فرهنګي ټولنه) جوړه کړه او په خپل فعاليت ئي پيل وکړ .
دبُست فرهنګي ټولني ادبي او فرهنګي ملګري موخه لري ترڅو دژبي او کلتور په ډګر کي دخپلو تيرو ميړنيو خلکو دسرتيري ادبي پوهي او نيکو هلو ځلو کارنامي او نتائج خلکو ته ور پياد کړي او خپلو خلکو ته دخدمت مصدر وګرځي . څرنګه چي دهلمند خلک پښتانه او دپخوانيو اتلانو ميړني بچي دعلم او ادب دارزښت سره آشنا خلک دي . اوله بلي خوا په هلمند کي فرهنګي او ادبي خپلواکو ټولنو وجود نه درلود ، ځکه نو خلک دادبي او فرهنګي خپرونو څخه نا اُميده او بي برخي پاتي وه ، خو بُست فرهنګي ټولني هوډ وکړ چي د(بګړۍ ) په نوم يو درې مياشتنۍ ادبي او فرهنګي خپرونه خپره کړي داخپرونه به دادب او فرهنګ دټولو مينه والو لپاره لويه سوبه وګڼل سي .
بُست فرهنګي ټولنه په هيواد کي دننه او دهيواد څخه دباندي له ټولو ادبي او فرهنګي ټولنوسره دورورۍ په فضاء کي نيکي اړيکي ساتل غواړي .
 

ستاسو دهمکارۍ په هيله ( اداره )