کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دبګړۍ په ياد دهلمندولا.. 
هلمنددتاريخ په اوږدوکي
بريښي
دوی وايي
په کومه خوله به دعوه کا..
په ملي هنداره کي
دتصوف تاريخچه
بيادي هلمندپه خروښېدو..
دويني فشار
کوم څيزونه د انسان په ..
ولي به نه ژاړم بابادکلي..
دماشومانولپاره
دپرون مشراحمدشاه بابا
دبسوګۍ واده
په ځمکه دښت
سپناوی
ځواني


بسم الله ارحمن الرحيم
سرليكنه
بګړۍ که پګړۍ

څرگنده ده چي پښتو ژبه يوه ملي، ناپييلي، لرغونې او خوږه ژبه ده، که له يوې خوا سرتيرو دپښتني سيمي دساتني لپاره خپل سرونه له بدنونو څخه بيل کړي دي نو له بلي خوا فرهڼپالو او روڼ آندو دپښتنو د ژبي دساتني لپاره په لويه پيمانه هر ډول ستونزو ته په ورين تندي ټټر ورکړي دي. دپښتني کلتور د ودي او شتمن توب لپاره يې خپل توان په کار اچولي دي د پردي کلتور د يرغلونو دمخنيوي په موخه يې د وخت دواکمنو او يا نورو هيڅ ډول فشار ته سر نه دي ټيټ کړي، آن تر دې چي نوي تنکي ځوانان يې دپښتني سيمي او ژبي دساتلو لپاره په ډول ډول سره تشويق او فرهڼي چوپړ ته رامات کړي دي. ترڅو دکړني ډگر ته راوداڼي. اوس هم دفرهڼي هڅو دغولي نغرى شکر تود پر تود او دسکروټو ډک دي په روان وخت کي د نورو فرهڼپالو وروڼو ترڅڼ د بُست فرهڼي ټولني، فرهڼي ځوانانو هوډ وکړ چي دپښتو دخپرنيزو ليکنو د بډايه کېدو په موخه ديوې درې مياشتنۍ مجلې دخپروني بهير پيل کړي دا خپرنيز بهير له نېکه مرغه د بگړۍ تر سپيڅلي نوم لاندي پيل سو، کېداي سي چي د بگړۍ دتوري په هکله به لکه څڼه چي موږ ته هم رارسېدلي دي خلکو ته پوښتني پيداوي چي دا توري (پړۍ) ده او که (بگړۍ)؟
په دې هکله موږ ډيري څيړني کړيدي، په دې خاطر چي ژبه اولسي لاسته راوړنه ده په هغه پښتني اولس کي چي موږ ژوند کوو دا توري په بگړۍ ويل کيږي موږ هم د پړۍ پر ځاي دبگړۍ توري غوره کړ.
دکندهار په ولايت کي دهيواد د ادبي ټولني محترم مشرتابه هم د بگړۍ له توري څخه خپله خوښي څرگنده کړې ده، همدا راز دپياوړي شاعر محترم عبدالباري جهاني سره مو د صلاح مشورې لپاره دغه موضوع شريکه کړه، محترم جهاني صاحب دسيمي او اولس دگړنو دمراعات په اختيارولو دبگړۍ توري ته دلومړيتوب حق ورکړ.
همدا راز مو د لوي استاذ اکاډميسن علامه عبدالشکور رشاد صاحب سره مشوره کړېده هغه د بُست فرهڼي ټولني ته يو ليک را لېږلي دي چي دليک سر ليک يې ( بگړۍ که پړۍ ) دي، دادي هغه ليک ستاسي درانه حضور ته کټ مټ وړاندي کوو.(البته دهمدې ورقي پربل مخ).
د پوهاند علامه رشاد صاحب ليک په کندهارۍ گړنو د (بگړۍ) توري تائيدوي او محترم جهاني صاحب، دهيواد د ادبي ټولني محترم مشرتابه هم دبگړۍ دتوري پر انتخاب ټيڼار کوي، نو بُست فرهڼي ټولنه هم د (بگړۍ) وياړ من نوم ته دانتخاب لپاره د لومړيتوب حق ورکوي.
په درنښت
(اداره)