کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

يوازي بګړۍ ده
چې د هلمندي فرهنګپالو مړاوو هيلو ته نوى ژوند وركوي

جواد ملاخېل، چمن
د لومړي ځل لپاره مي په يوه کتاب پلورنځۍ کي يوه نوې مجله وليده چي يو ساده شانته رنگين مخ يې وو په سر کي يې ليکل سوي وو ( بگړۍ ) چي دا دمجلې نوم وو، لاندي په ډير کمال سره ( سره ، زرغونه او توره ) د يوه سانتي متر په اندازه پنډه ليکه وه چي په مينځ کي يې څه ليکل سوي وه خو څرنگه چي مجله له مانه څه نا څه ليري په ديوال را ځوړنده وه نو ونه توانېدم چي وه يې لولم. ښي څنگ ته دوه ، درې سر ليکونه ليکل سوي وه او کيڼ څنگ ته لمړي تصوير ښودل چي يو نفر کارگر په يوه ماشين کوم کار ترسره کوي، لاندي دستر ليکوال او څېړونکي ښاغلي استاد حبيب الله رفيع يو عکس او ورپسې د يوه کوچني ماشوم هلک عکس په داسي حال کي چي څنگ ته يې يوه کوچنۍ نجلۍ چي زړې جامې يې اغوستي وې ، خټيني کوټې ته نژدې ولاړ دي.
دکتاب پلورنځۍ له څښتن څخه مي وغوښتل چي : که لطفاً دا مجله يو ځل راکړي، هغه هم سمدلاسه راته راکړه، مجله مي را واخيسته سره وامي ړوله، ومي کتله، ډېره په زړه پوري وه، داسي مطالب په کي راته بيخي تر سترگو نه سول چي څوک دې ونه لولي او مجله هم لکه څنگه چي ميرويس افغان په کي د خپلي ليکني سرليک ټاکلي وو د بگړيو له ښاره څخه خپرېده، چي همدا زما په لاس کي يې لمړۍ گڼه وه، خداي سته چي هم ډير خوشحاله سوم او هم ډير خفه.
خوشحاله خو په دې سوم چي د لومړي ځل لپاره زموږ په دومره شاته پاته ، له مرکز نه لري ولايت او د پښتنو په دومره پراخه سيمه کي داسي خپلواکه، ناپييلې، ادبي او کلتوري خپرونه خپريږي داسي خپرونه چي نوم يې بگړۍ ده، د بگړيو له ښاره خپريږي ، داسي بگړۍ چي د هلمنديانو بگړيو ته يوه نوې ښکلا ور بښي، داسي بگړۍ چي د بگړيو ددې پراخي سيمي د بگړيو د لوړېدو او د بگړيو د شملو سترو کېدو هيله له ځانه سره راوړي. او با لاخره دا هغه بگړۍ ده چي ددې خوار غريب او ځورېدلي ملت د فرهنگ لپاره يې يو نوئ زيرئ بللاي سو.
خو خفه ځکه سوم چي ولي زموږ په دې پراخه پښتنه سيمه کي په داسي حال کي چي له مرکز (( کابل)) څخه د ځينو نورو ولاياتو په گډون په سلگونو مجلې، اوونيزي او ورځپاڼي له چاپه را وزي ، تردې مهاله هيڅ يوې ټولنيزي دولتي يا غير دولتي خپرونو وجود نه درلود هغه څه چي د يادوني وړ دي د هلمند محلي راډيو تلويزيون، هلمند جريده، پويا مجله او سباوون راډيو چي په لاندي ډول ورته اشاره کولاي سو.
هلمند راډيو تلويزيون: د هلمند راډيوتلويزيون په دولتي کچه په ډير ټيټ معيار خپروني کوي، هغه هم په داسي حال کي چي د هلمند ولايت نيژدې ټول وگړي په پښتو ژبه خبري کوي او د هيواد په سطحه درى (فارسي) ژبه د افغانستان ديرش سلنه ( ٣٠%) ده بياهم د راډيو په سلوکي پنځوس خپروني په درى ژبه دي چي کله لا تر دې هم زياتئ وکړي ، او بله داچي د خپرونو زياته برخه يې موسيقي جوړوي چي زما په فکر دومره تر اندازي زياته موسيقي د ځوان نسل د اخلاقو د فاسدولو نه سوانوره هيڅ گټه نه لري او که بيا هم ځيني مطالب خپروي نو هغه هــــــم يا د ائتلافي ځواکونو (امريکايانو) خبرتياوي، وي چي سړئ به فکر کوي چي دا دامريکائي قواو ځانگړې راډيو ده، او يا هم داسي مطالب خپروي چي د کابل او هرات له راډيوگانو څخه را اخيستل سوي وي، دکابل له راډيو نه خو خير څه نا څه مشروعيت به هم شايد چي ولري ځکه چي د ټول هيواد راډيو ده. اما کله چي د هرات له راډيو نه را اخيستل سوي مطالب خپريږي نو په هغه کي خطاب خاص او خاص د هرات خلکو ته وي لکه : وطنداران عزيز ولايت هرات، همشهريان محترم هرات، شنوندگان معزز هرات او ..... چي بالکل به څوک فکر کوي چي دا د هرات راډيو ده نه د هلمند.
هلمند جريده: هلمند جريده چه په مياشت کي يو ځل په څلورو مخونو کي خپريږي ( البته د دولت له خوا) هغه خو هسي هم دومره څه نه لري چي سړئ پرې څه وليکي او يا خپل انرژي پرې مصرف کړي.
پويا- صداي هيرمند: پويا مجله چي د مسئولينو په وينا يې نا پېيلې ده هم په ډير کم معيار خپريږي او هغه هم په درى (فارسي) ژبه او په داسي حال کي چي د پښتو برخي مسئول يې دهلمند راډيو تلويزيون محترم رئيس ښاغلي سيدامان الله سادات دي، بيا هم نه پوهيږم چي ليک يې د کمپيوټر په درى (فارسي) ليک دود دي او که څه؟ ځکه چي د پښتو توري سم نه وي ليکل سوي ياني د ( ټ، ډ، ړ او....) پر ځاي (ت، د ، ر او ....) ليکل سوي وي. چي زموږ زياتره وروڼه يې دليکني په هيڅ مفهوم نه پوهيږي له همدې امله خو يې لوستونکي ډير کم دي چي زياتره گڼي يې په کتابتونونو کي تر دوړو لاندي زړې سي او د لوست لپاره يې څوک يوه پاڼه هم وا نه ړوي.
سباوون راډيو: د سباوون راډيو چي د هلمند په ولايت کي لمړنۍ آزاده راډيو ده چي په فعاليت يې پيل کړي دي او د (F. M.) په څپو خپروني کوي او زياتره موسيقي خپروي چي خبري، معلوماتي، کلتوري، ادبي او ټولنيزي خپروني پکي بيخي په نشت حساب دي خو بيا مو هم ترې نه هيله نه ده ختلې ځکه چي هغوي اوس تازه په خپرونو پيل کړي دي او له همدې امله خو کېداي سي په راتلونکي کي ډيري پرمختياوي ولري.
دا ټــول په داســـي حال کي منـــځ ته راځــــي چي هلـــمــند په خپــــل تير تاريــــخ کي د علم او پوهي ستــــر مرکـــز پاتي ســــوي دي. د مستـــنـدو تواريـخو له مخـــي د غزنويــــانو دوره چي د عــــلم، عرفان او تـمدن يوه داســي دوره تېره ســـوې ده چي ســاري يـــې په تيرو زمانـــو کي نه دئ ليــدل سوي او د غزنـــويانو پاچـــاهي چي له ماورالنـــــهر څخه تر هنـــده رسېـــــدلي وه بُــست (اوسنى هلـــمند) د دوي دوهـــم ستر مرکــز (ژمنۍپلازمېنه) وه لـــه همـــدې امله خو لــه سومناتـــه تر ماورالنـهر پوري له غزنـــي نه وروسته بُـــست د علم، ادب او فــرهـنگ تر ټولـــو ستر مرکــز بلـــلاي سـو، چي له دې جمــلې څخه دعربـــي ژبي يو پـوه او شاعر ابوالفـــتح علي محـمدبســتي او ستــر محدث امام خطــابي د يادونــي وړ دي. چــي د پوهاند اکاډميسن علامه رشاد په وينـــا امام خطابي په حديثو کي معــــالم السنن، غريب الـــحديث او پنــــځه، شـپږ نور داســـي مهم کتـــــابونه ليـــکلي دي.
همـــدارنگــــه هلمـــــنـــد د پښــتـو ادب هغه ستـــــره سيـــــمـــه ده چــــي د پښــــتــو غـزل لمړنى بنــــســټ ايښـــــودونـــکـــــي هــــم هلمـــندى شاعر (اکبــــــرزميـــنداورى) وو، او له بهرنـــيو ژبــــو څخه پښتو ژبــــي تـــه لمـــــړنى ژبـــاړونکــــي هم هلمــندى عالم او شــــــاعــر (ابومحــــمدهـــاشم بن زيدســرواني بستي) وو چــي له عربـــي ژبي څــــخه يې زيـــات اشـعار په پښتو شــــعر اړولي دي. خو لـــــه دې ټولــــو سره ســـره بيــا هم لـــه څو تيــــرو پيړيـــو راهيسي هلمـــند په فـــرهنگي ډگــر کي دومـــره پر شا تلــــلي وو په تـېـــره بيـــا په تيرو درو لـــســـيزو کي (کلــه چي شــــوروي اتحـــــاد پـــر ـ افــغــانســتان يرغــل وکړ او همــــدارنــگه کــــورنـــي ـ ناوريـــن چـــي په نتيـــجه کي يـــې يو نــيم ميــلــيون ـ افـــغانـــان پـــه شهـــادت ورســـېدل او نـــږدې څـــو ـ ميليـــــونه نــور يې کـــډوالۍ تـــه اړســـول) چـي هيـڅ ســاري يې نـــه ليــــدل کيــــږي خــــو اوس هـــم پـــه دولتــي کـــچه او هــــم په شــخـــصــي تــوگه د هلمند ولايــت ته د نــورو اړخــــونو ترڅــــنگ په فـــرهنـــگي چــارو کي هيـــڅ کومه پامـــــلرنــــه نه ده سوې، يوازينۍ څـــه چـــي پـه کلـــتـوري او ادبـــي ډگـــر کــــي ترې نـــه زيـــاته تــمه لــــرلاي ســـو هغه بُـست فرهنگي ټولنه او بگـــــړۍ مجــــلــه ده. او هـــمـــدا بُـــسـت فرهنگي ټولـــــنــه ده چـــي د يـــو ځــل بيـــــا لــــپــاره يــې د هلــــمــنـد پــه لـــرغــــوني ولايــــت کـي فرهنــگي هــڅــو ته لســــتوڼــي را بـــډوهـــلي او پـښتـــو ژبـــي تــه يــې په بــېــــساري تـــــوگـــه خـــدمـــت پــيـــل کــــړئ دي چـــي دهغـــوي دا نـــه ستـــړي کېـدونکي هـــڅــي بــه د ولايــت او هيـــواد پــه سطــــحــه څوک هيـــري نکـــړي چــــي د بُســــت فرهنـــگي ټــــولنـي ټولــــو غـــړو او د بگــــړۍ مجـــلــې چلونکـــو تــه لــه لـــوي څښـــتـــن څـــخه د لازيـــاتـــو بـريـــاوو هـــيله کـــوم. او پــه پـــاي کــي بايـــد ووايــــم چــي کــــه چيـــري پـــه خپـــله دې ليــکنه کــي کـــوم زياتــئ رانه شــوي وي نو لـــکه څنـــگه چــي زه لـــه چا ســـره کومه شخصــــي ستــــونـــزه نه لـــرم نو لـــه همـــدې کبـــله خــو لــه ټولـــو پوهـــانـو، ليـــکوالانــو او فرهنــگپــالانو څــخه بخـښـــنه غــواړم لوي څښتــــن دي ټولــو مؤمـنانو ته بخښـــنــه وکــــــړي. (آمين)