|
|
د تياتر او بازي ګرۍ هنر
استادعبدالله (صاحبزاده) کابل
دتيــاتــــر او بــــازي ګـــــري هنــر د پخوانــيــو هــنرونــو نــه دي
چي انســانـانودلـمړي ځـــل دپـــاره په دي هنــرپيــل وکـــړي ، ددي
هنـرپيـــل ډيرپخــواته ځي اوهـغــه زمان تــه رسيـــږي چه
انسانـــانوخبــري نشـوي کــولاي خــــوبازي ګــــــري يـــــا تـمثــــيـل
بــــه يــې پــــه خپـــــلو مــنـځـــــونوکـــــــــي کاوه .
معني دا چي دغه د بازي ګري هنر د دوي تر منځ د افهام او مفهوم يوه ښه وسيله
وه چي دې ته لومړي بازي ګري هم ويلي شو.
هغه وخـــت چي انسانـــانو خــبــــري نــشــواي کـــولاي دوي به هـغــه
حيـــوان چه ښـــکار کـړي وو او د اور شـــاوخـــوا به ورتــــه راټـــول
وه او دغــه ښــکار بــــه يې کبــــاب کړ د دغــــه حيـــوان پوستــــکــي
بــه يــې پـه تـن کړل اوهغــه ماسکـــونه چي دوي خــپله جــوړول په صــورت
يا مــخ به يې کــيـښودل ځينــي د ښکار شوي حيـــوان پــر ځاي او ځيـــني
چي د ښکار پرځاي په لوبو او بــازي ګــري به ئـــې پيل وکـــړ او دغه
کارنــامـه به يې ننـــدارې ته کېــــښـــوده چــــي دوي پـــه څــــــه
ډول دغه ښکـــار لاســـته راوړي دي .
دغه ننداره نه يواځي دا چه يوه مفاهمه ده بلکه سر ګرمي او خوند اخيستل هم
لري همدغو لوبو او بازي ګريو ته د تمثيل دهنر پيل ويلاي شو.
د هــــر انسان ژونــــد ډک د مخـتـلـفو حوادثو او خوښـــيو څخه جـــوړ
شــــويــدي يــــوازينــــي لاره چي موږ کــولاي شو دغـه د ژوند
ناخـــوالي او خـــوښــي په ښه ډول ســره خلــکو او مقامـــاتو ته ورپـــه
ګــوته کړو يعني بـــد، بد وښــــودل شي او ښــــه، ښـــه وښودل شي
تــــرڅــــوهيـــــڅ انســـان د بديـــو په فـکـــر کـــي ونــــه اوســي
د تــل لـــپاره د ښــــو يا ښه کارونــــو په لــټه کي و اوســــي او
هـــمدا ډول داســـي خپـــروني په راډيــو او تلـــويــزيون کــي جوړي او
وښـــودل شـي چـي هم خلک وخندوي او هم پټکس يې انتقادولري .
زمـــــوږ په وطــــن کي خلـــک د تمــــثـيــل هنر ســـره ډېـــره
ميـــــنه لـــــري خوځيـــــــنــي بيــــا دي هـــنـر تــه د مســـــخـره
بــازي په ستــــرګــه ګــــوري خــــو زموږ رسالـــت د يو هنــــرمنــد په
صــــفــت دادي چــــي دغــه هنر هغـــســي چي ښا يې خلـــکو ته يـــې ور
وپېـــژنــــو ترڅـــــو ټــــول خلـــک پـــوه شي او هـــنر او
هـــنـرمنـد ته پـــه درنــــه ستـــرګه وګـــــــــــــــــــوري .
|