کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

مـحـــــمـــــدنـــعـــــيـــــــــــم ((مـــفـــــتـــــــون))

وچ ټـــوخـــى (Whooping Cough)

وچ ټــــــــــوخـــــــــى د تـــــنــــــفـــــــــسـي لاري يــوه آنـــــــــــي (حـــــــــــــــاده) نــــــــــاروغــــي ده چـــــــــي د (Bacillus Bordetella Pertusis) نـــــومــي مکروب پــــــــه واســـــطـــه ميـــــنــــځ تـــــه راځي.

نوموړې ناروغي د ژور ټوخي په واسطه په ځانگړي ډول پېژندل کېداي سي.

وچ ټـــــوخــــى يــوه نړيـــــواله (World Wide) نـــــــاروغـــــي ده چـي زيـــــاتره پيـــــښي يـــې پـه هغو کوچنــــــيانو کـي چي عمر يې تــر پنــځو کالو کم وي مينـــــــــــــــځ تـــه راځـــــــــي.

(Whooping Cough) پــــــه هغــو ماشومانو کي چـــي عــــمر يــې تر يــــوه کـــــال لـــږ وي د يـــــوې ډيـــــري جـــــــدي (Serious) نــــــاروغۍ په حيـــــث پـــــــــېــــژنـــــدل ســــــــــوې ده.
(Pertusis) د هغو انتانـــــــاتـــــو د انـــــــشـــاق (Inhalation) پــــه واسطه ميـــــنځ تـه راځــي چي د مبـــــتــــــــلا کــــس د ټــــــوخــــــي يــــا پـــــړنــــجـــي پـــر مهـــــال پـــــه هـــــوا کـــي پاشــــــــل کيـــــږي، نوموړي مکــــــروب و تــــنـــفــــسي لاري تـــه د داخلېــــدو نه وروستــــه يــــــــو ډول زهـــــــر (Toxins) جـــــــوړوي چـي (Poisonous Chemicals) نوميــــــــــږي.

نومــوړى مکـــــروب (Pertusis Bacteria) يــــــــو ډول کـيــــــــــميــــــــــــاوي مـــــواد (Chemicals) هـــــم جــــوړوي چي د تنــــــــفــــسي لارو د پـــــاړســـــوب سبـــــــب کيـــــــــږي.

(Whooping Cough) پـــــــــه پــزي بهېــدلو، ټــــــــوخــــي او يو څــــــــه تـبـــي ســـــره پيـــــل کيـــــږي، ټــــــوخـــى چــــــي اکــــــــثــــره وخــــــــت د شــــــــپـې لـــــه خــــــــوا څــــــخه وي او پـــــه استــــــفـــــراق (قي وهـــلو) ســــــره ختـــــــميـــــــــږي تــــر څــــــلـــــــورو اونـــــيـــــو او يـــــا هـــــــــم زيــــــات تــــــر دې دوام کـــــــــــــوي، د وچ ټــــــوخــــي اختـــلاطـــــــــــــات کــــــېــــــداي ســـــــي چــــي (Pneumonia) ( سيـــنه بغـل)، (Seizures) او نـــــــــــــــور دي.
درملنه (Treatment)

(Erythromycin) يــــــو داســـــــي مکـــــروب ضــــــــــد (Anti Biotic) دي چـــــــي نــــه يـــــوازي د وچ ټـــــــوخـــي لـــــــــــپاره کارول کيـــــــږي بلـــــکه ډيــــري زيــــــــاتـــــي نـــوري مکـــــــــروبــــي نـــــــــــاروغـــۍ هـــــم پـــــــــه درمـــــــــــل کيـــــــــــــږي.
کـــــلــــه چـــــــــــــي نـــــــومــــــــــــوړي درمـــــــــــل (Erythrosine) وخـــــــــــوړل ســـــــي نــــو د اړينــــــــو پـــــــــروتـيــــــــنـــــونـــــو (Essential Proteins) پـــــــه جـــــــــــوړولــــــــــــو ســـــــره دهــــغــــــه بـــکــــتـــــــريــــــا د وېـــــــــــــش او ودي مـــــــخـــه نـيـــــســي چــي وجـــود ته نـنـــوتــــــــلـــــــــي وي.
(Erythromycin) د کــــپـــــــسولــــــونـــــــــــو (Capsules)، گـــــــــــولــيـــــــــــــــو(Tablets)، ملـــــــهـم (Ointment)،(Gel) او مـــختــــــلـــــفو مايعاتو په شکـــــــــــل مـــوجــــــود دي چـــــي نـــــــظــــــــــر پـــــــه نـــــــاروغــــــــــي ســـــره يــــا دخولـــــې د لاري او يــــا هـــم مســـــــتــــقــــيـــمــــاً پــــر منــــتــــن ســـــــــوي ځـــــــاي بانـــــــــدي ورکــــــــول کيــــــــږي.
د نـــــــومــــــــوړي درمــــــــــــل ډوز ( مــــقــــــدار) د (٢٥٠) څـــــــــخه تــــــــــر (١٠٠٠) مـــلــــــــي گــــرامـــــه پــــــــوري دي چــــــــي نـــــظر و نــــــاروغــــۍ تــــــــــه هــــر (٦) ســــــاعــــــــتـــــه وروستـــــــه ورکــــــــول کـــــېـــــداي ســـــــــي.
مــــاشـــــــــومـــــــانــــــــو تــــــه نـــــومــوړي درمل دهـــغــــوي د بـــــــــدن پــــــــر وزن بــــــــانــــــدي ورکــــول کــــــــيــــــږي، (Erythromycin) پـــــــــــر خــــــــالـــــي مــــعــــــــده (په تــــــــــش نـــــس) يـــــا يــــــو ســـــاعـــت مخـــــــــکــــي تـــــــر ډوډۍ خــــــوړلــــــــــــو.
نومــــوړي درمـــــــل که څـــــــه هـــــــم د درې نـه تـــــر پنــــــځـــــو ورځــــــو پـــــوري خپـــــل اغيـــــزي ښـئي بيــــــا هـــــم بايـــــــد ټــــــول ورکـــــول ســــوئ کـــورس بشـــــــپـــــړه سي تر څــــــو د نــــاروغــــئ د بيــرته راگـــــــرځېــــدو مـــــخــه ونــــــيـــــــول ســــي.
هغــــــــه نـــــاروغـــــــــان چــــي د يــنــــــې په نـــــــاروغــــــــۍ مــــــــبــتــــــلا دي نـــــومــــــوړي درمـــــل نـــــــه ســــــــي کــــــــارولاي، هــــــمـــــدارنـــگـــه هـــغه نــــاروغــــــــان چي د حــــــسـاســـيت (Allergy)، د پـــښـــــــتــــــــورگــــــــي د دنـــــــدي دخـــــــرابــــــوالـــي او يــــا هـــــــــم د زړه د غـيـــــر منــــظــــــم حــــرکـــاتـــــو تـــاريخـــــــچه ولــــري بايـــــد نومــــــوړي درمــل پــه احتـــــــياط ســــــره و کـــــــاروي.
پـــــــه عــــــمـــــــومــــــي ډول ســـــــــره نـــــوموړي درمـــــــــل پـــــــه امـــــــيـــــــــــدوارۍ (Pregnancy) کـښې کارولاي سو بېله (Erythromycin Estolate) څـــــــــــــخه.
بــــــــايـــــــــد يــــــــــادونـــــه وســــــي چــــــي وچ ټــــــــوخــــــــــى ( Whooping Cough) واکــــــــسيـــــــن هـــــم لـــــــري چـــــي د وقــــــــــايـــــــــې پـــــــــــه مــــــــــوخـــــه کــــارول کــــيـــږي.