|
|
د فټبال دنړۍ ځلانده
ستورى
زيدان ځان راپېژني
ژباړه: محمد نعيم مفتون
زما بشپړه نوم زين الدين (زيدان) دي او دفټبال په نړۍ کي زيزو (Zizo) راته
وايي.
د فټبال دنړيوالي ټولني (Fifa) دخوا څخه د دريم ځل لپاره د کال اتل فټبالر
نومول ، زما دپاره يو داسي وياړ دي چي که هر څومره د خداي (ج) شکر ادا کړم
لږ دي. هسي هم که دکال اتل فټبالر نومول يوه معمولي خبره نه ده خو دا ځل
ځکه ډير خوشحاله يم چي خپل تر دوست رونالډو (Ronal do) چي تر ما څلور کاله
کشر دي مخکي سوم. ډير خلک زما په باره کي ځان خبرول غواړي چي زه څوک يم ،
دکومه ځايه راغلي او تر دې ځايه څنگه را ورسيدم؟
اصـــلاً زموږ کـــورني چـــي کله د الــــــجزائر څخه دلـــته فرانـــسې
ته هـــجرت راوکړ نو د مارســـــيلي په نـــامه په يوه غريبه سيـــــمه کي
مــــو واړول او پـــه شروع کي زمــوږ حالــت هـــم دومـره ښه نــــه ؤ.
زما پــــلار اسماعيــــل نوميـــږي او موږ پنځه وروڼه او خويندي يو چــي
زه تر ټولــــو کشر يـــم. پر مــــور او پـــلار باندي زه ډير گـــــران
وم هـــرڅه چي مــــي زړه غوښتـــــل کول به مي، دفټبال او جـــوډو د
لوبـــو سره مي ځانــــگړې ميـــنه وه، کله چـي بـه مي مشر ورور فټـــــبال
کوئ نو ما به هم هـــــڅه کول چي فټـبال ورسره وکړم که څــه هم هغه نه
غوښـــــتل خو بيا به هـــم مجبوريدي چي د ځان سره مي فټبال ته پريږدي.
په ابتـــــدائيه ښــــوونځۍ کي به مـي ډير وخت په فټبال او جــــوډو باندي
تېـــــريدي، د دواړو لوبــــو سره د لېــونـتـــوب تر حـــــده ميـــــنه
وه خو وروســـــته يو دفټــــــبـال ميــــن سوم، زمــا دفټـــــبال
لومړنـــۍ کلـــب د آمريکا ( سيـنــــټ هنري) کـلب وو چي دا يـــو ځايــــي
کلــــــب دي.
په ١٩٨٦ ميلادي کال مي دلومړي ځل لپاره په ابتدائي سياليو کي گډون وکړ او
دکال په آخر کي د سمييز سپــــورټ دمرکــــز له خوا وبلـــــل سوم، هلـــته
تر درو ورځو پوري وم چي د کې ايس کينز کلب (K. S. Cains Club) مي دلوبي
څــــــخه ډير متـــــــاءثــره ســــــو.
خپــــل کورته دراستــــنـېدو وروســـــــته مـــي بـــــاور راغــــي چي
يــــو نړيـــــوال لوبـغـــــاړي جـــــوړيداي ســـم ځکــه چي
دنـــړيــــوالــــو لوبغـــــاړو سره مي لوبــــه کـــوله. ما بــــاور
درلـودي چي يـــوه ورځ به خپــــــل موخـــي ته رسېـــــږم خـــو پــه دې
شرط کـه ډيــــره هـــڅــــه وکــــــړم. د (١٦) کالــــــو وم چـــــــي
دکيـنــــــز کــلــب (Cains Club) روزونکــــــي (Gen Fernan Dase) ماتــه
دنورو ډيــــرو نړيـــــوالــــو لوبغاړو ســــــره د لـــــوبـــي
موقــــــع راکــــړه. په دې وخــــت کـــي د (١٧) کــــــالــــو وم
چـــــي فټــــــــــــبــال مي بيخي ميــــــنــه او ژونــــــد
گـــرځېــــــــدلــــي وو.
په ١٩٩١ مـــيـــــلادي کــــال کي مـــــي خپل لـمړې گول (Goal) وکړ او نه
پوهيږم چي څومره خوشحاله به وم.
د (K. S. Cains) کلب مشر ايلين پيډريټي ژمنه راسره کړې وه چي له لمړي گول
سره به موټر درکوم، هماغه وو چي خپل ژمنه يې پوره کړه او ديو لړ ځانگړي
مراسمو په ترڅ کي يې د موټر کلياني راوسپارلې.
په ( ١٩٩١ ٩٢ ) ميلادي کال کي مي يو قدم وړاندي واخيستي او د ( بورډيکس )
نومي کلب سره سوم، هلته دڅلورو کالو لاسليک ورسره وسو او بيخي نوي ژوند مي
پيل کړ.
په لمړني کلنيو سياليو کي مي (١٠) گولونه ووهل او په پاته دري کلني سياليو
کي مي هر کال (٦) گولونه ووهل.
د (١٩٩٤) ميلادي کال د اپريل په (١٧) مه نېټه مي دفرانسې د ملي لوبډلي
لپاره لمړني لوبه وکړه چي دلوبي په (٦٣) دقيقه کي د ( کورنټين مارټينز) پر
ځالي لوبغالي ته وليږل سوم چي په همدې مهال کي زموږ لوبډله د ( ٢ صفر )
په مقابل کي دسيالي لوبډلي څخه شاته وه ، وروسته ما په نا ببره ډول سره دوه
گوله وکړل او سيالي مي برابره کړه. هماغه سيالي مي تر اوسه پوري ياد ده او
هيڅکله به مي نه سي هيره.
په (١٩٩٥ ٩٦) ميلادي کال کي مو د يوئيفا کپ دسياليو په پاي لوبه کي لوبه
د بائرن ميونخ لوبډلي څخه بايلوله او په دې وخت کي ( يو وينټس ) کلب ته
ولاړم هلته زما لپاره لمړنۍ پنځه کاله په ځانگړې توگه لمړني درې مياشتي
ډيري ستونزمني وې خو وروسته د ايټالوي ژوند سره عادي سوم او د دوي په شان
مي لوبه زده کړه. خپل لمړني ستر برياليتوبونه مي د (يو وينټس ) کلب سره
لاسته راوړه.
بيا مي يو وينټس کلب هم پريښووي او اوس د يو هسپانوي کلب ريال ماډريډ (Real
Madrid) سره دلته رونالډو (Ronal do) او ډيويډ بيکهم (David Beck hem) هم
راسره دي او پــــه ټـــولــــو ســـره هــــڅـــــه کـــــوو چــي (Real
Madrid) مخـــــــتــــه بــــــوزو.
خپل ددې ټولي کيسې د اوريدونه وروسته به څنگه ممکنه وي چي د (١٩٩٨) کال
دفټبال د نړيوالو سياليو يادونه ونه کړم، کله چي فرانسه خپل په هيواد کي
نړيواله اتله سوه ، دا يو داسي وياړ دي چي د نړۍ هره لوبډله يې هيله لري
خپل په لوبغالي کي د خپلو خلکو مخته د دې سترو سياليو ستر او ښکلي جام
پورته کول جلا خوند لري. همدغه زما دژوند نه هيرېدونکي يادونه دي چي خپل په
دوو گولونو سره مي دبرازيل غوندي ستري لوبډلي ته ماته ورکړه او خپل فرانسې
ته مي دفټبال د نړيوال وياړ تاج ور پر سرکړ يو لوبغاړي ددې نه نوره کومه
خوښي غوښتلاي سي؟
د (٢٠٠٢) ميلادي کال په نړيوالو سياليو کي مو دبده مرغه د خپل گــــټلي
وياړ ساتنه و نه کړاي سوه . زه پخپله ناروغه وم ، زړه مي غوښتي چي دبستر نه
پورته سم او لوبغالي ته ودانگم او گټلي وياړونه مو وساتم مگر ژوند ټوله هغه
هيلي نه درکوي چي ځني غواړي يې، کيداي سي چي د (٢٠٠٦) ميلادي کال په
نړيوالو سياليو کي برخه وانه خلم خو بيا هم د راتلونکي په هکله پريکړه
آسانه نه ده.
خپل کورنۍ ډيره راباندي گرانه ده او زه خپله درې زامن لرم چي ( انيزو،
ليوکا او تيو) نوميږي شايد پوهيږئ به چي نوموړي نومونه د فټبال داتلانو
نومونه دي. نړيوالو لوبغاړو په شان ما هم خپلي کورنۍ ته زيات وخت ورنه کړ
مگر د فټبال د پرېښودلو وروسته به خامخا وخت ورکوم او تردې مهاله خو د
فټبال يم.
اکثره خلک پوښتنه را څخه کوي چي بېله فټبال څخه دي کومي لوبي خوښي دي؟
ښاغلو : د جوډو لوبي نوم خو مي مخکي هم واخيستي او سربيره پردې مي ټينس (
Tennis) او د موټر ځغلولو سيالي خوښي دي ، کله نا کله په خپل فارغه وخت کي
د (Tennis) لوبه کوم او پر تلويزيون باندي هم د نوموړي لوبي دسيالي کتل نه
پريږدم.
فکر کوم چي دفټبال د پريښودلو وروسته به (Tennis) زما بدن روغ او چمتو ساتي.
د موټر ځغلولو د سياليو د کتلو لپاره مي هم په ساعتونو وخـــــت د
تلويـــزيون مخته تېر کړي دي د دوي تـــــــوپــــــاني منـــــډه ډېــــره
په زړه پـــــوري وي او د الــــمان ( مايـــــکل ســـو ماکر) مي بيخي
خــــوښ دي ، ســوماکــر خو ددې لوبــــي بي تـــــاجـه
پاچـــــــــــــــــا دي.
د مور څرگندوني يې:
د زين دفټبال سره د ليونتوب تر پولي مينه وه، د ده دامينه موږ ته ډيره
گرانه تمامه وه ځکه چي دلوبي د بايللو وروسته به مو د کړکيو دهندارو په
شمول دکور يوه هنداره روغه نه پاتي کېده.
ډير وختونه به ټوله ورځ په فټبال بوخت وو، د ښوونځۍ دراتلو نه وروسته به يې
خپل کتابونه يوې خواته غورځول او دملگرو سره به يې د باندي فټبال کاوه.
په درسونو کي دومره ښه نه وو او پر دماغ باندي يي يوازي فټبال او جوډو
وزرونه غوړولي وه.
زين يو ښه خوي لري او هغه داچي هيڅکله يې خپله کورنۍ نه ده هيره کړې. د
(١٩٩٨) کال په نړيوالو سياليو کي مي ويره درلوده چي گران زين مي زخمي نه سي،
خو وروسته عادي سوم او دده په برياليتوبونو د امکان ترکچي خوشحاله وم. د
(١٩٩٨) د سياليو د گټلو وروسته چي کله زموږ د ليدو لپاره مارســـــيلي
تــــه راتلــــي نو خلــــــکو به نيــــــوي تــــرې چاپـيـــره به سوه
او لاسليـــــکونه به يې ځنــــي اخيستــــل ماتــه دا ټــوله ډير ښه
ايســـــېـــده او ددې بريـــــاليـــتــــوبونــــــو وروستــــه يي يـــو
گـــړۍ هم وخــــت نه درلـــــودي.
اوس هم ډير مشغوله دي ، د دريم ځل لپاره د کال اتل لوبغاړي د نومولو نه
وروسته مي دا دعا ده چي تل همدغسي بريالۍ او گړندۍ اوسي.
د پلار څرگندوني يي:
کله چي راته څرگنده سوه چي زين تر درسونو د لوبي سره مينه لري نو وروسته مي
پرېښودي چي د خپلي ميني په مټ مخ ته ولاړ سي.
ده دواړي لـــــــوبـــي ( فټــــــبـــال او جــــوډو) کــــولـــــې او
مـــا فکـــــر کــــــاوه چـــــي دواړي لــــــوبـــي بــــه تر
ډيـــــــره وخـــتــه مــــخ تــــه بوزي ځــــکــــه چــــي د جــــــوډو
تر تمرين وروستـــــه بـــه ډيــر ستـــــومانه ښکــــاريدي او د
فټــــــبال د لوبـــي وروســـته به ډيــــر خـــوشـــــــحــاله وو.
څرنـــــگــــه چـــــي زيـــن زمــــا په ټــــولو اولادونـــــو کي
کشـــر وو نو ډيـــر را باندي گـــــران وو او د هـــنـــدارو او
لــــوښـــو دماتـــولـــو سر بيــــــره به هــم چـــــا ږغ نــــه
ورتـــــه کـــــوئ.
مــــوږ بــــه تــــل د فټـــــبـــال د نړيــــوالـــــو
اتــــــلانــــو خبـــــري کـــولـــې او ويـــل بــــه مـــــو چـــي
زيــــــن بـــه هــم داســـــي اتــــــــل جــــــوړيـــــــږي او اوس
چــــــي دى دهـــــمــــــدې اتــــــلانـــــو پـــه کتـــــار کــــــي
ويــنــــــو نــــــو خــــــپـــل دا خــــــوب پــــــه ستـــــرگــــو
ويـــــــنــــــــو او خــــوشــــحــــالـــــه يو.
زيـــــــــــــــــن ډيـــــــــــر زيـــــــــــــــــــــرک وو دا
ټــــــــــــــــــــول
بـــريـــــالــيـــــــتــــوبــــــــونــــــــه دده
دهــــــڅــــــولــــــو پــــــايــــــلــــه بـــــــــــــولــــم.
مــــــــــــا د ١٩٩٨ مـــــيــــلادي کـــــــال د نـــړيـــــوالو
سيـــــــــالــــيـــــو پايـــــلــــــوبـــــــــه ونــــه
لــــيـــــــده. يــــــــــاد مــــــــــي دي چـــــــــــي هــــــم
هـــغــــــه وخـــــــت خـــــــپـــــــل د کــــــــــــور پـــــه
بــــــاغــــــــچـــه کـــــي چــــــــي د زيـــــــن يــــــــــــــو
ميــــــاشــتـــــنــــــى زوي ( لــــيـــــــــــوکــــا) مــــــــي
پـــــــــه غـــيــــږ کـــــي وو نــــــاســــــــــت وم. زمــــــــا
بـــــــل زوي نــــــــــورالـــــــــــديـــــــــن بــــــــــــــه د
لـــــــوبـــــــي حـــــــــــال راکـــــــــــــوي چـــــــــــي
پــــــــــه يـــــــو ډيـــــــر کـــــــــم وخــــــت
کــــــــــــــــــي يـــــــــــې د زيـــــــــــــــــــــــــن د دوو
گـــــولــــــــونـــو زيــــري را بــــــانــــــــدي وکـــړ،
کـــــــــه رښتــــــــــيـــــــــا درتـــــــــــه ووايــــــــــــم ،
ډيــــــــــر خــــوشـــــحاله وم او دا دعـــــــا کــوم چـــــــــــــي
نــــــــور هـــــم پــــــــــر مــــــخ بانـــــدي ولاړ
ســـــــــــــــي.
|