|
|
محمد ابراهيم سپېڅلى
پسله مرګه مي بيامه ژاړه
پرقبر
دپوهانو په اندويښ اوڅيرک اولسونه تل دعلم ، پوهي
اوهيوادسره دميني ترڅنګ دخپلو پوهانو روڼ اندو ، اديبانو اوفيلسوفانودرناوي
هم لري هغوي تل دنه هيريدونکو په ډول له خپل زړه اوذهن څخه نه باسي اوپه
يادئي سره راغونډيږي اولمانڅنه کوي .
دلوي څښتن (ج)په دربارکي ډير دشکر ځاي دي چي دپوهانو ياده ســوي وينا
اوشــــي زمــــونــــــږ د فـــرهنــــگيـــانو په ژونــــد بانــــدي
صــــدق کوي ، ځکـــه اوسمــــهال مونږ فرهنگيان دخپـــل خداي بخښلو پوهانو
، اديبــــانو روڼ انــدو او د علم او هنر د پياوړي ډگر د اتـــلانو يادونه
دخپل زړه او ذهن څخه نه ليري کوي په يادئې غونډي ،مشاعرې اوناستې جوړوي چي
دانه يوازي دخپــــــــلو اسلافــو لمانځل دي بلکي دپوهي ، ادب هنر او
پرمخــتــــگ لمانـــځل دي .
که لوي څښتن (ج) کول ځوان اوراتلونکي ادبپال به لاډير پردغو لمانځلو باندي
زياتونه وکړي اودغه ډګر به لکه څنګه چي ښائـــي همغـــــسي تود وساتي
خوديادولو وړده چي کاشکي زمونږ فرهنـــــگــــپالان د خپـــلو مړو ترڅنگ
دژوند يو لمانځـــــــلو ته هم لستوڼي راپور ته او پر اثاروئــې څېـړنغونډي
، مجلسونه او دسالمي کره کتني ناستي جوړي کړي ، چي پدي ډول به نونه يوازي
دعلم ، پوهي اوادب يواړخ بلکي ددواړو اړخونوبه ئي لمانځنه اودرناوي سوي وي
او ځـــــانــونه به مو دريښيتنو ، ژونديو اوځيرکو فرهنگپالو په ليکه کي
درولي وي ځکه ژوندي اولس خپل مړوتر څنگ ژونديو ته هم ددرناوي په سترگه گوري
اوپه يادئې سره راغونډيږي.
رښتيا هم ترڅو چي ژوندي ونه لمانځل شي نو تر خاورو لاندي پـــــوهانو
لمانځـــــل به هسي ديــــــوه دود پـــــه بڼه له يونســـــــل څـــــــخه
بل اود بـــــــــل څخه بل تــــــــه پاتيــــږي چي ګـــــومــــان
نـــــــه کـــــوم دالــــــړي دي تر پــايــــه دوام پــيــــداکړي
ځکــــــه همـــــــدا ژونـــدي کــــسـان دي چـــــي خپـــــــل مــــړه
او تـير بــــرم راتـــــــازه کــــوي.کـــــه پـــــر مـــــوږ پـــــه
رښتـــيــــا هـــم خپـــل ژونــــدي پــــوهــــان گـــران وي نـــوپــه
مرگ ئـــې هــم درنــــاوي کوو او چـــي ژونـــدي وي ټـــوکي وربانــــدي
کـــــوو پرلــيــکـــنـويې کـــږې کتـــنـــي ليــــکو او چي مړشي بيــايې
و قبــــرتــــه ژاړو دانوپه اصطلاح هغه ځان ښکاره کونه ده اوبس پدغسي
حالاتو کي نوهغه دشاعر خبره دچاسترګوته دريږي چي:
((په ژوندون چي دي زماونکړوقدر
پسله مړګه مي بيامه ژاړه په قبر))
ارواپــــوهـــان هـــم پـــه دغســـي حــــالاتــــوکـــــــي ژړا او
اوښــــــکــــي تويـــول د خلګواوځان غولــونـــه بـولـــي او وائي چي دا
کــله د منــــلو وړده چـــي په ژونـــد کـــي دي څــوک دچاقدرنلري خودقبر
سرته دي بغاري وهي .
همدارنګه منطق اوټولنيز اداب هم دغه کارته دشک په سترګه ګوري اوپوښتنه کوي
چي :
څنګه امکان لري چي په ژوندکي له يوچاڅخه موښه نه راځي اوپرجنازه ئې دغم
اوښکي تويوو اوکه توي هم شي دابه دخلګو په نظر دځان ښه اوزړه سواندي ايسول
وي ؟
نومــــوږ فــرهنــګي او روڼ اندي وروڼه دا خـــو ښـــــه کار کـــوي چـــي
خپـــل مړه لمانــځي خــو زه وايـــم د مــړو سره په څنــــګ بــــايد
خپــل ژونـــدي فرهنــــګـــيــان هم ولـــمــانځو تــر څو پــدي ډول دوي
اوهــم نور وهــڅـيـــږي اولا دادب ، هنــــر اوفرهنګ په بـــــډايـــه
کولوکي نورهم خپل کوښښونه ګړندي کړي اوکېداي شي داسي نوښتونه رامنځ ته کړي
چي ان په نړيواله سطحه ئې کمه بيلګه وموندل شي ځکه که موږ دنړيوال ادبي ،
کلتوري ، علمي او..... تاريخي پاڼي راواړو نوهلته به دلمر په څېر راته
روښانه شي چي د هغوي د ټولو فنونو د کچي د لوړوالي او معياريتوب موازينې
ددي سره چي له ياده ئې ندي ايستلي اوپه يادئې لمانځن غونډي جوړي کړي بلکي
په ډيرو ډګرونوکي ئې دهغو مشورو اولارښوونوته غوږ نيولي اوهغه ئې عملي
کړيدي نوځکه په هر ډګر کي هم ژوندي اوهم مړه اتلان لري اوپه هرډګر کي ئې
دبرياليتوب وياړپه برخه دي.
پدي هيله چي موږ روڼ اندي اودفرهنګي کهول دغه دود په ريښتينولي سره عملي
کړي بيابه نوزموږ خداي بخښلي دحال په ژبه پېغورنه راکوي چي:
((په ژوندون چي دي زماونکړوقدر
پسله مرګه مي بيامه ژاړه په قبر))
|