کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي     دغه خړي بګړۍ وينې دغه تاج د غېرتو دی            ترې واري سم په سل ځله دا کلتور د پښتنو دی  

 په هلمند کي د بست د کلتوري ټولني درې مياشتنۍ ناپېيلې ، کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
پښتانه او ددوی اصلي . .
د پوهنتون يونيفارم
شيطان
استعداد څه ته وايي
هلمند د تاريخ په اوږدو . .
پسله مرګه مي بيا مه ..
د اوس مهالي پښتو مو . .
ما لاګل بوي کړي نه ..
جديد پښتانه
يوازي بګړی ده چي . .
شخصيت
ابوهاشم بن زيد سيواني
د تياتراوبازيګری. .
دپسرلي شاعرانه موسم
وچ ټوخی
طلوع ټلويژون څه خپروي
خانده مه
د فوټبال د نړي ځلانـ...
ميــــــــنه
د لونګو اميل

شريف الله دوست

ما لا ګل بوى كړى نه و، بهار تېر سو

داچــي مو ولاړه ددستـــارســـرونه
خـدايه پيداکړې نور بـي شمارسرونه
چي يې په زړوکښي انساني مينه وي
داسي هســتي داسي شهــکارسرونه

داچي نن دافغانانويوه نابغه هستي په يوه نابغه نېستۍ واوښته د زيان درمان يې راته ناممکن ښکاري اونه ليدونکى يې راته ليدونکي ښکارې داچي نن دژونديوله کاروانه مرحوم فاضل اکاډيميسن پوهاندعلامه استادعبدالشکوررشادبابادابدي نړۍ په لــــورکــــــډه وکــــړه عــــلامه استــــاددروان کال (١٣٨٣ ) هـ ل کال دلېندۍ دمياشتي په ١١نيټه بې رحمه مرګ ته لبيــــک ووايه اوسترگـــي يې د همېــشه لپاره د ظاهري نړۍ د ليدو نه پــټي کړې داچــــي علامه استـــــادخــپل ژونـــددڅه لپاره وقــف کـــړي وو اودخپــــــل عمرپه اوږدوکښې يې ددي پتمني خاوري اوپښتوژبي لپاره کوم خدمتونه کړي دي دهغه يادوني اوښيګڼي خودنني عصرپه ورځپاڼو،مجلو،جريدو،اونيـــــــزوڅه چـــــي ټولــــه نړيوال مطبوعات هم پري ونيول شـــي نودده له کـــــــړنو او خـــــدمتـــونو څخه به لاپوره يادونه نه وي سوې که څه هم دفاضل استادله نامه اوځاي سره هرڅوک بلد اوخبردي خوبيابه يې هم يوه لنډه يادونه وکړوڅه وخت چي زماليدنه دعلامه استاد سره لومړنى اواخرنى ديدن وو زه ډيرخوشحاله وم ځکه چي زمالومړي ديدن وو چي زه دداسي نابغه شخصيت دازمالپاره په ژوندکښې ډېرد خوشحالۍ ځاى ووکوم وخــــــت چـــــي زه ورغــلم اوداستاد د دروازې زنګ مي وروشرنګـــــــاوه نومــــــــاته دده له کـــــورنۍ څــخه ديوځوان له خوادروازه خلاصه شوه او مايې ته ښه راغلاست ووايه کله چي مادعلامه استادپوښتنه ورڅخه وکړه نوده په پراخ ټټرراته وويل چي استادمحتر م خپل په کتابتون کښي ناست وو کله چي ورغلم نويونابغه هستي مي ترسترگوشوه اوورسره په خبرواترومي پيل وکړد استاد مجلس ډېرخوږاوله رحمه ډک وو استاد داسي گڼل لکه زه چي ئې څوځله ليدلي يم اوداسي شناخته راته وبرېښيدي چاي ئې دستي په دستي راته له کوره راوغوښتي خوماورته وويل چي نه استاده تکليف دي محترم استاد دومره ټينګار وکړچي هرڅه مي ورته وويل چي چاي مي خوړلي دي خواستاد وويل چي نه خامخابه چاي خورې خوپوښتني ډېري وي چي هره پوښتنه به مي له استاده وکړه ده به د يوه ځواب پر ځاي لس ځوابه راکړه .

يوه پوښتنه مي له استاد مرحوم څخه د هغه د ژوند ليک په اړه وکړه چي راوړل يې دلته ضروري بولم مرحوم استاد په پوره ايمانداري سره راته په خواږه اندازدځان معرفت شروع کړ نوم مي عبدالشکوراوقلمي نوم مي رشاددعبدالغفورزوي دحاجي محمدايازخان لمسي دمحمدجان خان کړوسى د محمدخان کوسى دلکي صاحب خان کودى په خټه بابړ چي له نن څخه ٨٣ کاله وړاندي (١٣٠٠) هـ ل کال کښې د کندهار ښاردبابړوپه کوڅه کښې زيږېدلي يم لومړي تحصيل مي په افغانستان کښي کړى دغازي امان الله خان په وخت کښي په شپږکلنۍ کښي په مکتب کي داخل شوم ترهغومي مکتب جاري وو چي دريم ټولګى ته لاړم بيامي هغه زده کړي پاته شوي اودسقاويانودوره شروع شوه چي ورسره معارف سقوط وکړدمحمدنادرشاه خان په وخت کښي بيامکتب شروع شواوپه کندهارکښي مي رسماً مکتب ولوست اووروسته هندوستان ته ولاړم چي هلته مي (٩) کاله تيرکړه چي عملي څيړني اوکورسونه مي تعقيب کړل دهغوپه کتارکښي يوه هم دسانکړيټ ژبه شامله ده چي په دي ژبه کښې اوس خبري نه کيږي اومړه ده .
علامه استاددخپلوزحمتونوپه لاره کښي ځان داسي دنبوغ اوفضيلت درجي ته ورساوه چي ساري يې راته نړۍ کښي کم ښکاري دده دژوندله محصولونو څخه (٩٣) چاپ اوناچاپ اثارراپاته دي چي دده لومړى ليکل شوي کتاب دلودي پښتانه په نوم په ١٣٣٦ هـ ل کال کښي چاپ شويدي اوله برکته پرافغان اولس دپوهي رڼابله ساتلي ده .
فاضل استاددډېريوپراخ اوځلاندفکرڅښتن وواوزيات دقيق اوتحقيق کونکي شخص وو .
ده په يوه موضوع کښې هراړخيزه معلومات حاصلول اووروسته يې ليکـــــنه ورباندي کول تـــــرڅو مطالعين له خطاؤ او اشتبهاتو څخه وژغوري دده مطالعي څيړني ،اوليکني دوخت اوضرورت پربناء وې اوشعرونه اواثارچي به يې خپريدل اکثره به پرظلم انتقاددحق اوريښتينولۍ په گاڼه پوښلي وه داچي فاضل استادپه خپل ژوندکښي د سپيڅلي خدمتونوخاوندووداټول دده دبااحساسه، باتقوا اوهوډمني کورنۍ دلاس حاصل وو که څه هم دي په ١٣ کلنۍ کښې يتيم پاته سوي وو خوبيايې هم له مرحوم پلار په مړيني نا اميدي له ځانه سره مل نه کړه او خپل تعليمي اوتربيتي ډگريې تودوساته علامه استادپه خپل مورنۍ ژبي پښتوعلاوه په نوروژبوکښي هم پوره برلاسي درلوده چي دهغونه عربي ، انګليسي ،هندې اوروسي ژبي وې .
پښتوژبي ته يې نورهم دپت اوعزت جامي ورپه تن کړي اودهيواد دتاريخي ، جغرافياوي ،اوفلکلوري څيړني يې دژوندتراخيرني سلگۍ پوري پرمخ بوتلې مرحوم فاضل استادعلامه دخپل ژوندټولي خوږې اوترخې شيبې په همدې خپل هيوادکي په کابل خيرخانه مېنه کښي تيرکړه دبــمونــــوراکيــــټــونواومرميو لـــه بــارانونـــو څــــخه يـې زړه پـــــه وطـــــن پرېـښــــودولو مجــــبـــورنــــه کــــړ او دهـــمدې باروتــــو دودونــــه يـــې پـر ځان قبــــول او تيـــــرکـــړه خو بيــاهــــم زه او نـــــورافغـــــــــــانــان لـــه هغــــو فــــرهنـــگـــپالو د علــــم او ادب لــه ميـــــــنـــوالو څــــخــه د زړه لـــه تـله ژوره منــــنه کـــوو چي يې فاضـــــل استــــاد پــــه ژونـــــــدکښي دعلامـــه پـــه لـــقب ونـازاوه چــــي دا دهـــغه خپـــــل حـــــق وو چي تيـــــرکـــال (١٣٨٢ ) هـ ل کـــال د مــــرغـــومي دمياشتــــــي پـــه (٢٩) نيــټه دننـــګرهـار پـــه ولايت کښي د ســــرحدونـــــو چــــارو د ريـــاست د غـــونــــډو پــــه تـــــالارکښي يـــــو ورځـنـــى سمــــينـار آزادو ژورنـــالســــــتـانو ليــــکوالانـــو او شاعـــــرانـــو د يـــــووالـــي پــــه نــــوښــــت جوړه شوې وه په سمينار کښي چي زيـــــاتــو ليکــــــوالانـــو شاعـــــرانــو او ژورنـــــالـــستانــــوخپـــــل نــــظـــرونـــه علامه استادپـــه کړنــو وځــلول دسميــــــنــار په جــــريـــان کــــښي فـــاضل استــادتـه د سمـــيــــنار د گــــډون کونکــــولــــه خـــوا بـــګــــړۍ پــه سوغـــات کي ورکــــړه چــي عبـــدالله بخـــتاني او د ننـــګـرهار والـــي حاجـــي ديــن مـحـــمــديې په داســــــي حال کـــښي د استـــاد پـــر ســـر ولــونه ولــــونه تاوول چـــــي بخــــتاني صاحب ورسره جوخت دخوشـــحال بابــــــــالاندي بيــــت زمـــزمه کاوه .
چـي دستـارتـړي هزاردي
ددستارسړي په شماردي
داواقعي ډېردخوشحالي اووياړځاي دي چي استادپه خپل حق ونازيده که څه هم داکارلابايدتردي نه مخکي کښي شوي واي .له دي وروسته علامه استادپه خپله يوه لنډه دقدروړويناکښي گډون والوته وويل :
چي نن تاسي دنړيوالوهغه ويناته دپاى ټکى کښېښودکم چي تل به يې ويل :افغانان په ژوندوکښي ښه اوپه مړوکښي بدنه لري نوپه دي کارسره پښتنوخپل يوناوړه دودمات کړچي پخوابه يوعالم شخص په مړيني ستايه کيده اواوس هغه په ژوندستايل کېږي داچي مرحوم استادله موږڅخه دابدي نړۍ پرلــــــوري وکوچېــــــد نـــو زماټولـــوهغوهېوادوالوته چي په دې پاکه خاوره يې خاپــــــوړي کړي اولوى شـــوي دي دا غوښتنه ده چي نورلــه ټـــــوپک اوکــــــوتک څــــخه ډډه وکړې اوپرځــــاى يې قـــــلــــم اوکاغــــــذته فنــــاه يوسي اودعـــــلامه استاد پوهاند عبدالشکور رشادباباتګ لاره اوخدمتونه دوطن اوژبي لپاره په ځان کښي عملي اوگړندي کړي ترڅودازوريدلى اوسوزيدلى وطن په مېړني مټواولوټوله سره ودان اوامان اودهغومينه پالودقدروړشخصيتونوکړني اوخدمتونه هيراوترايرولاندي نه کړواودهيوادمادي ځواکمن دي هم خپل ځان دعلامه استــــادناچــــاپــه اثاروپه چاپـــــــولوکښي برخمن وساتي تــرڅـــــود هــغـــوڅــخه نوي نسل گټه پورته کړي اوترخپل فکري بټۍ يې ورسوي اوپه خپل نوبت دهيوادپه خدمتونوکي پټي سترگي تيرنه شـــواو په وروستۍ برخه کښي به له دې وينـــــاڅخه هميشه ډډه وکړو چــــــــي وطــن مــــوږته څه کړي بلکه دا ووايو چي موږ وطــــن ته څه کړي .زه دعلامه عبدالشکوررشاد بابا وکورنۍ او دده وشاگــــردانو او ټول افغان ولس ته دلوي خداي (ج) له درباره څخه د ښکلي صبر غوښتونکى يم.