کــــــور

لومړی مخ

ارشيف اړيـــکي   اقتصاد د ټولني بنسټ دی                          که اقتصاد کمزوری وي  ټولنه هم کرار کرار د نابودۍ کندي ته لويږي                                         که اقتصاد  هر څمره غښتلی وي ټولنه هم په هغه اساس  متحده او غښتلی وي          

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دپاکستان دبوديجې پرمـ
دپاکستان اعلام شوې بــ
دپاکستان دروان کال اقــ
دچودريانو سره ارګونيـ
بغداد څنګه ونيول شو
پاکستان يې ډيرارزانـ
وقتي همه درها بسته شـ
راهای مبارزه با فقر
په افغاني اقتصاد کي د

د پاكستان د 2003 _ 2004 مالي كال د بوديجې تقرير
د روان كال اقتصادي پلانونه او پروژې به څنګه وي؟؟

يادونه: دغه تقرير د پاكستان د ماليې(خزانې) وزير، شوكت عزيز لخوا د پاكستان د پارلمان په ماڼۍ كې وړاندې شو، چې په مستقيم ډول د پاكستان د راډيو تلويزيون له څپو څخه خپريدو. موږ د دې كلنې راپور او تقرير د اهميت له امله دلته دهغه بشپړ متن رااخلو.
اداره
د خزانې وزارت له رسمي مقاماتو څخه اخيستل شوى راپور:

ژباړه: سيد عبدالله پاچا

((د تقرير متن))
وياړم چې نن په دې له عزت څخه ډك ايوان كې د مركزي حكومت د 2003_2004 مالي كال بوديجه اعلانوم. دا بوديجه په دوو برخو كې ستاسو حضور ته وړاندې كوم، لومړۍ برخه چې د حكومت اقتصادي پاليسۍ، پرمختيايي پروګرامونه او د عوامو د ښيګڼې او ترقۍ لپاره موږ كوم پروګرامونه شروع كړي دي دهغې په اړه معلومات وړاندې كوم.
په دوهمه برخه كې به زه تاسې ته د ټكس او ګمركي عوايدو طرز او طريقې په هكله تفصيل اوهمداراز د راتلونكي كال لپاره د ټكس په اړه تجويزونه ستاسي په خدمت كې وړاندې كړم.
دپارلمان قدرمن رئيس صاحب!
سږنې بوديجه زموږ د جمهوري حكومت چې په 2002 كې جوړ شو لومړنۍ كلنۍ بوديجه ده. حكومت د ژوندانه د ښه والې په موخه يو رښتونى پروګرام په كار اچولى دى، د پاكستان ولس له هيچا كم نه دى، كه موږ په سمو پاليسيو عمل وكړو نو د هر ډول چيلنج مقابله كولاى شو، خپله راتلونكې پخپله ښه كولاى شو او راتلونكي نسل ته هم غوره مستقبل په ميراث پريښودلى شو، موږ ټول په ګډه سره به داسې كردار ترسره كوو تر څو پاكستان داسې يو پړاو ته ورسوو چې راتلونكى يي روښانه وي او هيڅوك ورته په خيرنو سترګو ونه كتلى شي، په سيمه او په ټوله نړۍ كې دپاكستان مقام او وقار اوچت وي.
حكومت پريكړه كړې هغه اقتصادي كړنلاره چې له تيرو دريو كلونو راهيسگې پلې شوې او ورو ورو يي ښې پايلې راڅرګنديږي، او پر بنسټ يي موږ لا وړاندې تللى شو، همدغه پاليسۍ به دوام لري. د دغې اقتصادي پاليسۍ په اساس موږ يو داسې پروګرام پيلوو چې له امله به يي عام ولس خوشحاله او د ژوند سطحه به يي لوړه شي.
جناب رئيس صاحب! پاكستان په داسې يو مهم دوه لارې كې قرار لري كه موږ ديوې سمې اقتصادي پاليسۍ په بنسټ مخكې ولاړ شو نو د هيواد اقتصاد به ډير ژر ترقۍ وكړي او كه خداى مكړه په سمه كړنلاره عمل ونه كړو نو د ښه ژوند او اقتصاد پايه به مو له سرك نه واوړي. موږ دا نه غواړو چې پاكستان بيا دسوال كچكول په لاس د نړۍ او نړيوالو اقتصادي ادارو په وړاندې د سوال لاسونه وغزوي، غواړو چې د تل لپاره د كچكول كلچر او Crisis Management ته د پاى ټكۍ كيږدو.
جناب رئيس صاحب! موږ يو نوى سفر ته ملا تړلې ده چې دا د پاكستان لپاره ډير يو مهم او اړين سفر دى، موږ به ان شاء الله په دغه سفر سره د پاكستان او پاكستاني ولس راتلونكى غوره او روښانه كړو، هغه سفر دا دى چې موږ ټول دهرې سياسي ډلې ټپلې او هرې طبقې سره چې تړلې يو پرته له كوم امتياز نه د پخلاينې او تفاهم له مخې يو بل ته سره لاسونه وركړو او د رښتوني پاكستانيانو په حيث مخ په وړاندې ګامونه واخلو. ولس پوښتنه كوي چې د 56 كلونو كړاوونو ګاللو په پام كې نيولو سره به موږ كله دستونزو له دغه ډنډ نه بهر كيږو؟ زه باور لرم كه موږ په يو اتفاق او په ګډه سره پرمخ لاړ شو نو د دنيا هيڅ طاقت پاكستان او پاكستاني ولس شاته نشي پريښودى.
جناب رئيس صاحب! څرنګه چې كلنې بوديجه د اقتصادي پاليسۍ يوه برخه ده نو ځكه ضروري بولم چې دبجټ د مهمو برخو د شمير شميرنې په هكله تاسو او دروند پارلمان ته معلومات وړاندې كړم:
1- دالله په فضل او كرم په سږني مالي كال كې د پاكستان مجموعي پيداوار 5،1% زيات شوى دى. د پيداوارو هدف 4،5% و او د تيركال د GDP د 3،4% نه ډير غوره دى. د غير خالص ملي توليداتو پروګرام په تيرو اتو كلونو كې تر ټولو ښه او غوره پروګرام دى.
موږ د تيرو كلونو له پيداواري بحران څخه راوتلي يو او په جنوبي اّسيا كې موږ په غيرخالص ملي توليداتو كې تر ټولو اول يو.
2- د پيداواري(غيرخالص ملي توليدات) زياتوالى د زراعت په څانګه كې 3،8 % په غټو صنايعو كې 8،7% او په Services Sector يا خدماتو په څانګه كې 5،2% ترسره شوې دي.
3- پولي ذخيره يا زياتوالى د 33% په حساب زياتوالى موندلى دى چې له خپل ټاكلى هدف څخه هم 4% غوره او بهتر دى، چې له امله يي نرخونو ثبات موندلى، د اقتصادي پاليسۍ په تسلسل او د راكړې وركړې په برخه كې غوره والى رامنځته شوې دى.
5- د پانګې اچونې اندازه د مجموعي پيداوارو په انډول 5،6% ته لوړه شوې ده او دا د دې خبرې زيرى دى چې شخصي پانګونې تحريك موندلى او Textile and Engineering Sector او د منځنۍ او كوچينيو صنايعو په برخه كې پانګوني كيږي.
6- سږكال په تيرو 9 مياشتو كې په خارجي پانګونه كې سل په سلو كې زياتوالى راغلى دى او دغه سرمايه كاري تر 700 ميليونو ډالرو پورې رسيدلى ده.
7- زر مبادله يا بانكي پشتوانه 10،5 اربه ډالرو ته رسيدلې ده چې دغه اندازه د يو ولسو مياشتو له صادراتو سره برابره ده.
8- زموږ Current Account يعنى جارى حسابونه چې د بهرنيو تادياتو بڼه لري په هغې كې موږ ته 3 ارب ډالره Surplus ګټه ترلاسه شوې ده. چې دا هم په اقتصاد كې د بهترۍ علامه ده. زموږ د دغو پاليسيو په اساس د ډالر په وړاندې د پاكستانۍ روپۍ ارزښت 11% زيات شوى دى، د سټيټ بينك لخوا د ښو طريقو غوره كولو له امله د ډالر قيمت په ځاى درول شوى دى او دا د دې خبري غمازي كوي چې د پاكستان په صادراتو به منفي اغيزه نه غورځول كيږي.
جناب رئيس صاحب!
له دغې شمير شميرنې دا په ډاګه كيږي چې معيشت ثبات موندلى او دهيواد اقتصادي خودمختارۍ برقراره شوې ده او دا تمه هم كيږي، موږ چې د IMFپه مرسته كوم پروګرامونه وړاندې بيايو، ان شاء الله چې هغې ته به هم د پاى ټكۍ كيښودل شي.
په اقتصادي برخه كې چې كومه ترقۍ شوې ده هغه د تيرو دريو كلونو د پاليسيو په بركت شوني شوي ده او دا د جنرال پرويز مشرف د پاليسيو دتسلسل بركت دى.
جناب رئيس صاحب!
كه څه هم زموږ د اقتصاد په شمير شميرنې كې ښه والى راغلى خو بياهم زموږ په وړاندې پنځه داسې چيلنجونه دي چې موږ ورسره د مقابلې كولو لپاره مخامخ يو:
لومړى چيلنج، د ملي توليداتو زياتوالى چې د حكومت او شخصي پانګونې په اساس ښه والى او زياتوالى موندلى دى
دوهم، د تعليم، روغتيا او انساني ترقۍ لپاره په لګښتونو كې زياتوالى.
دريم، په ملكي سكټور كې پراختيايي پروګرامونه او د ولس د سوكالۍ لپاره د فلاحي سكيمونو د اجرا كولو لګښتونه.
څلورم، داسې سيمې اوځايونه اوس هم چې د سړك، بريښنا، اوبو، ګيس او نورې اوليه اسانتياوي ورته مهيا نه دي، په دې برخه كې زيات فعاليت كولو ته اړتيا ده.
پنځم، د پانګوني زياتوالى او د صنعتكارو او سوداګرو د اقتصادي ستونزو هوارولو ته پاملرنه. اوس حكومت د دوهمې مرحلې د اصلاحاتو Second Generation Reforms له لارې په دغو برخو ګ ترقۍ او پرمختګ راوستل غواړي چې اوسنۍ بوديجه د دغې لړۍ يوه كړۍ ده.
جناب سپيكر صاحب! سږنۍ بوديجه د يو درې كلن اقتصادي پروګرام Macro Economic Fream Work يوه برخه ده. د دغه پروګرام طرز او طريقې مهم اهداف په لاندې ډول په ګوته كيږي:
لومړۍ هدف_ تر كال 2006 پورې به مجموعي پيداوار(غير خالص ملي توليدات) 6% زيات شي،
دوهم، د اسعارو زياتوالى به 4% وي.
دريم، د پانګوني او GDP تناسب به 18% ته ورسيږي.
څلورم، بوديجوي تاوان(كسر) به 3% ته راكم كړاى شي.
پنځم، د جاري حساب كسر به د مجموعي پيداوارو له 1،8% څخه نه زياتيږي.
شپژم، د پاكستان د زرمبادله(نقدي پښتوانه) ذخيرې به د 27 اونيو وارداتو برابرې وي.
اوم، له دغو حسابونو څخه دا څرګنديږي چې په ځينو برخو لا له مخكې بهتري راوستل شوې ده او ځينې برخې به په راتلونكو كلونو كې ښه والې ومومي.
جناب رئيس صاحب! اوس به په پرمختيايي پروګرامونو رڼا واچوم چې د بجټ مهمه برخه تشكيلوي.
ملي اقتصادي كميسيون چې مشرۍ يي صدراعظم ميرظفرالله جمالى په غاړه لرله او د څلورو واړو صوبو اعلى وزيران او وفاقي وزيران هم پكې شريك وو، د پرمختيايي پروژو لپاره 160 اربه روپۍ منظور كړې دي. د پرمختيايي پروژو لپاره د پاكستان په تاريخ كې كله هم دومره زياته بوديجه نه ده منظور شوې او دا ځكه چې موږ د پورونو د تاديه كولو لګښتونه را كم كړل او محصولات مو زيات كړل، د پرمختيايي پروګرامونو د پلې كولو او دهغې د څارنې لپاره اغيزمنې لارې چارې برابرولى شي ترڅو پخپل وخت بشپړې او د لګښتونو كچه يي هم لوړه نشي.
د پرمختيايي پروژو په پلې كولو كې درې مهم مقصدونه نغښتې دي:
اول دا چې د تعليم، روغتيا او د خانداني منصوبه بندى(د نسلي تراكم كنترول) د اغيزمن كولو او همداراز د غربت راكمولو لپاره لازيات وسايل برابر شي.
دوهم دا چې موږ د زراعت په برخه كې د اوبو خور نظام ښه كول غواړو چې په دې موخه د اوبو بندونه ا ونهرونه جوړولى شي او د اوبه خور موجوده سيستم به نور فعاله او بهتر كړاى شي.
دريم ، د بيا رغاونې او مرمت په چارو كې بهتري راوستل چې د هغې له مخې د سركونو، ريلوي، برق او ګيس دمهيا كولو لپاره د سيستم ښه كول ضروري دي.
جناب رئيس صاحب!
د غربت راكولو لپاره هم وسايلو ته اړتيا ده، سږكال په دې برخه كې 1،16 اربه روپۍ لګول شوې دي او د راتلونكي كال لپاره مو دغه اندازه 1،85 اربه روپو ته لوړه كړې ده چې 15% زياتوالى په كې راوستل شوې دى. د پرمختيايي كارونو په هكله غواړم چې ديو څو ټكو وضاحت وكړم.
د تعليم په برخه كې موږ 13،1 اربه روپۍ مختص كړې دي چې د تيركال په پرتله 80% زياتې دي، د لوړو زده كړو لپاره 4،5 اربه روپۍ بيلې كړاى شوې دي چې د تيركال نه 20% زياتې دي.
د روغتيا په برخه كې 4 اربه روپو ته اختصاص وركړ شوى دى چې دا هم د تيركال په پرتله 20% زياتې دي.
د تعمير پاكستان پروګرام لپاره چې پارلماني غړو ته به وركول كيږي 4 اربه روپۍ بيلې كړاى شوې دي، د دغه پروګرام په اساس به اوبه، بريښنا، ګيس او ځينې نورې وړې وړې پروژې بشپړې شي.
د خوراك پروګرام لاندې كارونو لپاره 2،4 اربه روپۍ اختصاص شوې دي.
موږ د مايكرو فنانس(جزئي مالياتي پروګرام) په څانګه ډير پرمختګ كړې دى، \"خوشحالي بانك\" په 35 اضلاعو كې خپلې څانګې پرانيستي دي چې 75 زرو غريبو كورنيو ته 1،3 اربه روپۍ پور وركړل شوې ده، له دې وروسته په ټولو اضلاعو كې دغه څانګي پرانيستل كيږي چې له همدې لارې او د NGO,s له لارې به زياتو كورنيو ته پورونه وركړل شي.
د زكات پروګرام لاندې د 10 لكو مستحقو كورنيو سره مرسته كيږي.
د زراعت او اوبه خور څانګې ته ډير اهميت وركړل شوې ده او په دې برخه كې 1،17 اربه روپۍ مختص شوې دي.
جناب سپيكر صاحب! د پورونو پيټى داسې يوه بلا ده چې زموږ په اقتصاد يي ډير بد اغيز كړې دى. په دې لړ كې موږ يوه جامع كړنلاره ټاكلې ده، په هغو پيسو كې چې موږ يي په بهرنيو پورونو كې وركوو په هغې كې مو 3 اربه ډالرو ته راكمه كړې ده. موږ پريكړه كړې چې په راتلونكو څو كلونو كې يواځي 4،5 اربه ګرانې قرضې تاديه كړو، چې په دې حساب به په كال كې يوه قرضه راكمه شي.
په راتلونكو دوو درې كلونو كې د بريښنا په نرخ كې د راكميدو امكان شته، په تيلو چليدو يونټونه به په ګاز بدل شي، د\"غازي بروتا\" پروژه د بشپړيدو په حال كې ده. د ډبرو له سكرو څخه به د بريښنا توليد پيل شي، د دغو پروژو په تكميل او E.S.C كې د بهترۍ رامنځته كيدو سره به تمه ده چې د بريښنا بيعه را ټگېټه شي. همداراز ميرظفرالله جمالي چې كومه دستګاه Alit amative Energy Board جوړه كړې ده له هغې سره به د لمر له روښنايي او له هوا څخه د بريښنا توليدولو پروژه تقويه شي. حكومت د روزګار د مواقعو موندلو لپاره ځانګړې هڅې رواني كړې دي چې د دې كار لپاره د سركاري او شخصي پانګه اچونو ته ډيره اړتيا ده.
سږكال موږ په پرمختيايي پروژو كې 30% يو تاريخي زياتوالى راوستى دى چې له امله به يي د روزګار ډيرې مواقع ميسرې شي. په روان كال كې له \" سمندر اخوا د روزګار كميسيون\" له لارې به 150000 پاكستانيانو ته روز ګار په لاس ورشي. او تمه لرو چگې پاكستاني سوداګر او صنعتكار زياته پانګونه وكړي ترڅو د روزګار موندلو چانسونه لا زيات شي.
د روزګار د پيداكولو لپاره د كوچينيو او منځنيو صنعتونو د پروژوSME ډيره اغيزه وي. د پيسو ډيروالى او په ګمركي محصول كې د كمې كولو له كبله په صنعتي پروژو كې زياتوالى او بهتري راتلاى شي، په دې برخه كې سټيټ بانك Prudential Regulations جوړوي او په دې لړ كې SME Bank به لا زيات فعال كړى شي.
په بهرنيوهيوادونو كې اوسيدونكي پاكستانيان زموږ په اقتصاد كې مهم رول لوبوي. دremittance (هيواد ته له خارج نه د ګټي پيسې رااستول) په سطحه به سږكال 4 اربه روپۍ زياتوالى راشي.
د Foreign Exchange Remittances Card سيستم\" له خارج څخه د نقدي مساهمت كارتونه\" به نور هم غوره او فعال كړى شي. د Silver Card\"نقره يي كارتونه\" محصول له 800 څخه 1000 ډالرو ته زيات شوى او Gold Card \" طلايي كارتونه\" محصول له 1500 څخه 2000 ته په كال كې پورته كړى شوى دى.
جناب رئيس صاحب!
په يوه مهذبه ټولنه كې دهرې كورنۍ لپاره خپل كور لرل لازمي دي، په پاكستان كې د 54 لكو كورونو كمي دى او دغه اړتيا به كال په كال زياتيږي، د كور جوړولو له صنعت سره نور ډير صنعتونه تړل شوي دي نوځكه د دې څانګې د پراختيا او پرمختګ لپاره د پور برابرول ډير ضروري دي، حكومت د سټيټ بانك په واسطه داسې ګامونه اخلي چې خلكو ته د كور جوړولو او يا پلورلو لپاره پور وركړى شي. موږ په اوسنۍ بوديجه كې داسې اقدامات كړې دي چې د حكومت هر مامور ته به دكور جوړولو لپاره قرضه وركړل شي او حكومت به HBFC ته د دغه ډول پور ضمانت وركوي.
جناب رئيس صاحب! اوس به د راتلونكي مالي كال په بوديجه كې تخمين شوي شمير شميرنې ستاسي حضور كې عرض كړم:
ټوله تخمين يا اټكل شوې بوديجه 805 اربه روپۍ ده. چې ځيني خصوصيات يي په لاندې ډول توضيح كيږي:
په پرمختيايي بوديجه كې 30% زياتوالى راغلى دى، Current Expenditure \"فعلي لګښت\" كې لږه غوندې اضافه. د پورونو په تاريه كې كمي، د اړتيا وړ دفاعي وسايلو برابرول، په Subsidies يعنى رعايت كې زياتوالى، په ځانګړې توګه د بريښنا په Subsidy كې اضافه شوې ده. CBR Reno يعنى په مجموعي ملي عايداتو كې زياتوالى چې دغه اندازه په نوې مالي كال كې 510 اربه روپو ته لتوړه كړاې شوې ده، د صوبو وسايل 11% زيات شوي دي، د بوديجې په خساره(كسر) كې كموالى راغلى چې له امله به يي په هيواد باندې د پور فشار كم شي.
جناب رئيس صاحب!
د ظفرالله جمالى حكومت ته دا څرګنده ده چې په هيواد كې ځيني خلك د مرستي محتاج دي نوځكه زه په دې لړ كې د ځينو كړنو يادونه كوم: اول دا چې د مامورينو په معاشونو كې اضافه شوې ده، د متقاعدينو مامورينو په تقاعد كې اضافه شوې ده، د قومي بسپنې په پروژو كې د كونډو لپاره د تقاعد په ډول سكيمونه\"لاټري\" شروع كولى شي چې سود به پرې د نورو پروژو په پرتله لږ څه زيات وي.
جناب رئيس!
اوس به د بوديجې په دوهمه برخه وغږيږم، په دې برخه كې ټكسونه او محصول شامل دي، د ټكسونو د انتظام لپاره چې موږ كوم ګامونه پورته كړې ده دا د اصلاحاتو مهمه برخه تشكيلوي، او په لاندې ډول ورنه يادونه كوو:
لومړى: ((انكم ټكس)) په دې اړه د 201 حكم نامه نافذه كړى شوې ده چې ټكس ټولوي او د هغه چا تر منځ چې ټكس اداكوي ستونزي كمې دي. او دټكس افسرانو لزوم ديد اختيارات به كم وي. د ټكس اداكولو د اسانۍ لپاره مو په كراچۍ كې د Large Tax Unit \" دمحصولاتو واحد\" يوه څانګه پرانستې ده او په نورو ښارونو كې د Medium Unit\" منځنۍ واحد\" څانګي هم پرانيستل كيږي، په دغو ټولو څانګو كې د ټكس د ادا كولو لپاره اسانتياوي برابريږي، د نوې قانون ترمخه به په اثاثو او جايداد باندې ټكس دتشخيص او اټكل له مخې لګول كيږي او دا طريقه به ډيره اسانه، ساده او شفافه وي.
دوهم: ((ګمركي محصول)) په ګمركي محصول كې زمو زمو د اصلاحاتو موخه Invoicing Miss Declaration\" تقلبي ګټي او استفاده جوي\" او قاچاق كې كمې راوستل دي، ځكه چې په دې برخه كې هيواد ته په اربونو روپۍ تاوان رسيږي. په هوايي ډګرونو او بحري بندرونو كې د تجارتي سامانونو او توكو لپاره به اوس د 8 ورځو په ځاى 48 ساعتونه مهلت وركول كيږي. د وارداتي تجارتي اموالو اسناد به په كمپپوټر كې فايل كيږي او د Risk Management Self Assement ګمركي طريقه به په كار اچول كيږي، په دې طريقې سره به د اربونو روپو سامانونه د كراچۍ له بندر نه ژر ليږدول كيږي او سوداګرو او صنعتكارانو ته به اسانتيا رامنځته شي. د Pilot نوې نظام به سږكال پيل شي او په راتلونكي كال كې به په ټول هيواد كې پلې شي. د سيلز ټكس\"تجارتي ټكس\" نظام Alternative Dispute Resolution System له مخكې نه نافذ شوې دى، د حكومت د اصلاحاتو له امله د ټكس په راټولولو كې اساني راغلې ده او Gold and Silver Category به په يو قسط كې تحويليږي. په دې سره حكومت كه څه هم د 4 اربه روپو له فشار سره مخامخ كيږي خو دا هر څه د دې لپاره تر سره كيږي چې سوداګرو ته د مالونو په صادرولو كې اسانتياوي او ډير مالونه بهرته صادرشي.
جناب رئيس!
اوس غواړم په روان مالي كال كې د ټكس د تجويزونو په اړه معلومات وړاندې كړم. ما وړاندې عرض وكړ چې دوسايلو او كور جوړولو سكټور ته به ترقي وركوو په دې برخه كې مو زيات ګامونه پورته كړې دي. اشخاص به له بانك نه پور اخلي يا به كورونه جوړوي او يا به يي پيري. په دې برخه كې به 5 لكه روپۍ او يا په ګټه كې 40 % كمۍ راشي، په دغه پور به محصول يا د ټكس په ادا كولو كې رعايت وركول كيږي. په دې برخه كې پخوا د بانك په ګټه كې 25% كمښت رامنځته كيده خو دا ځل 40% ته اوچت شوې دى. په پراپرټي انكم ټكس كې دكمي منځته راتلو له امله به هم دزياتو كورونو جوړولو زمينه برابره شي.
د ټكس دنوې قانون يو خصوصيت دا دى چې دهغې له مخې به د Exemption \"مفت مراعت\" سلسله پاى ته ورسيږي او د ټكس په كچه كې به تدريجي كمى رامنځته شي ترڅو يو Level Plying Field \"مناسب او سپك ټكسي سيستم\" مهيا شي.
داسې سوداګرو ته چې د خپل استعمال لپاره خام مال او مواد واردوي هغوى ته د دوه هولډنګ ټكسونو\"غيرمترقبه ټكسونه\" څخه د معافيت سند وركول كيږي، څرنګه چې په دې برخه كې واردوونكو ته ستونزې پيداكيږي نو پريكړه شوې ده چې دوى ته به ديو كال لپاره معافي خطونه وركول كيږي چې د صنعتكارانو لپاره به يوه ښه اسانتيا وي. څو كلونه وړاندې د دولت د ټكس په نوم قانون نافذ شوى ، دغه قانون تر اوسه لا موجود دى خو اوس يي د منسوخولو پريكړه شوې ده او دغه قانون منسوخ بلل كيږي. سږكال د شخصي كمپنيو په ټكس كې 3% او د بانكي كمپنيو په ټكس كې هم 3% كمي راغلې ده.
دريم: ((مركزي ټكس)) په دې برخه كې نيول شوي تجاويز په لاندې ډول وړاندي كيږي:
د كتابونو او قرطاسيو د بيعي د راټېټولو لپاره دا پريكړه شوې چې پر كاغذ او كتاب باندې موجوده 5% ټكس ختم شي په دې سره به د قرطاسيه بابو په نرخونو كې كمي راشي.
بل دا چې د د كورونو او ښارونو د ودې لپاره موږ يو بل قدم اوچت كړې دى په سيمانو او كيبلونو مو ټكس ختم كړى دى.
په سمنټو باندې چې په في ټن 1000 روپۍ ټكس و هغه 25% راكم شوى دى. چې په دې سره به د كورونو جوړولو سكټور ته يوه بله فايده هم ورسيږي.
څلورم: (( ګمركي محصول)) د خوراك د تيلو په واردولو ډيرې پيسې مصرفيږي. دا ضروري ده چې په هيواد كې دننه د تيلو د پيداوارو لپاره زراعت ته پاملرنه وشي په دې لړ كې مو دا تجويز كړې ده چې د تيلو په تخمونو چې كوم 10% ګمركي محصول لګولى و هغه ختم شي او دهغې پرځاى 20% دخرڅلاو ټكس ولګول شي. د دې ښه والى دا دى چې دتيلو پيداوار به زيات شي او دغوړو په بيعه به هم كومه اغيزه ونشي.
د زراعت په څانګه كې د اړوندو شيانو په ځانګړې توګه سبزيجات، ميوې، وريجي، كبان، غوښه او د وچوو ميوو لپاره د خرڅلاو بازارونو موندل ډير ضروري دي. په دې لړ كې ددغو څيزونو د انتقالاتو، خرڅولو، راټولولو او زيرمه كولو لپاره چې د كومو ماشين الاّتو ضرورت دى په هغې باندې سيلز ټكس معاف دى چې په دې سره به زميندارانو ته د پيداوارو ښه بيعه په لاس ورشي او هم به د هيواد صادرات زيات شي.
دا مهال چې دخرڅلاو(سيلز) ټكس كومه طريقه روانه ده ترمخه يي كوم څيزونه چې له بهرنه وارديږي اسانتياوي يي له هغو څيزونو څخه زياتې دي چې په ملك كې د ننه چمتو كيږي، پريكړه شوې ده چې د دغه توپير د ليرې كولو لپاره په دواړو كې د انډول پيدا كولو په غرض دغه دواړه ډولونه مساوي شي.
د موټرو صنعت پخپلو پښو د دريدو مقام ته رسيدلى دى اوس دا تجويز شوې ده چې د Consumers \"مشتريانو\" لپاره يي د اخيستو په صورت كې كمې راوستل شي. په دې لړ كې 1800 سى سى او له هغې نه د زيات سى سى لرونكي انجن لرونكو موټرونو باندې ټكس له 200% څخه 150% ته راكم كړى شي. قاچاق زموږ په صنعت يوه كلكه ضربه ده. د قاچاق د له منځه وړلو لپاره دا تجويز وړاندې شوې دى چې هغه شيان چې په قاچاق راوړل كيږي په هغې باندې ګمركي محصول نور هم كم شي ترڅو د قاچاق بهير كم شي. په دې شيانو كې چاى، مصالحه جات، بال بيرنګ او نور شيان شامل دي.
پنځم: ((سيلز يا د خرڅلاو ټكس)) غواړم د سيلز ټكس په اړه تجويزونه وړاندې كړم:
موږ په دې اړه د شكايتونو ختمولو لپاره يو غوره سيستم DTRE جوړ كړې دى چې اساس يي No Duty No Tax No Draw back تشكيلوي. دغه سيستم ټولو واردوونكو سوداګرو په كار نه اچولو، حكومت د FPCCI په مشوره هغه ټولې ستونزې لرې كړې چې ددغه نوې نظام په پلې كولو كې موجودې وي، او حكومت د DTRE په خپرولو سره دغه سيستم اوس نافذ كړې دى، په دې سره سوداګر كولاى شي چې پرته له ټكس ادا كولو خام مواد په لاس راوړي.
جناب رئيس!
دا كلنۍ بوديجه داسې بوديجه ده چې نوى ټكس په كې نه دى لګول شوى بلكې ډير داسې ګامونه مو پورته كړى دى چې عامو وكړو ته به يي ګټه ورسيږي، زموږ په دغو اقداماتو كې د حكومت دمامورينو په معاشاتو كې زياتوالى په تقاعد كې زياتوالى، د كورونو جوړولو لپاره د پورونو اسانتيا څانګوته وده وركړل شي او شخصي پانګه اچونه به زياتوالى ومومي، د روزګار مواقع به پيدا شي او د عام وګړې عوايد به ډير شي. نوځكه ويلاى شم چې دا بجټ به د اقتصادي فعاليتونو لپاره يو ښه شګون او تهداب ثابت شي.دا اوس په موږ پورې تړلى ده چې هيواد د پرمختګ كوم پړاو ته رسوو.
دمير ظفرالله جمالى تر مشرتابه لاندې حكومت د هيواد د غوره راتلونكي ليدل غواړي. داسې يوه راتلونكې چې د دې سيمې هر هيواد يې اقتصادي قوت ته غاړه كيږدي، داسې يو پاكستان چې په اسلامي نړۍ كې يو مهم رول ولوبولى شي، د هيواد ترقي او د ولس خوشحالي په خبرو نه بلكې د ويني او خولو په يوځاى كولو سره شونى كيږي، كه موږ په دې سفر كې دښه نيت، نظم، اتحاد او نسق څرګندونه وكړو نو لرې نه ده چې الله تعالى به موږ په خپلو مقاصدو كې كامياب كړي.