|
|
حكمتيار
افغانستان (1382/3/12) :
پاكستان يې ډېر ارزانه
خرڅ كړ؛
د ممپليو په بيه!!
ياددښت: د بيان د اّزادۍ په پاس، نه په دې خاطر چې دا د
كوم مطرح او مهم سياسي رهبر مضمون دى، او نه هم په دې خاطر چې د مضمون له
ليكوال سره فكري يا ګوندي تعهد لرو. نه خو رسماً له دغه ليكوال رهبر سره څه
داسې پيوند لرو چې ديته اړ شو چې حتماً دې د دوى ليكنه خپره شي، او نه هم
ورسره فكري او ګوندي وابستګۍ لرو. فقط او فقط، په دې خاطر چې له مطبوعاتو
څخه مو شخصي دسترخوان نه وي جوړ كړۍ او هرچا ته مو پكې د پوره بيان حق
وركړى وي، موږ پرته له كوم سانسور او پرته له كوم خوف د دغه \"دوست\"
راليږلي مطالب(( چې سلسله به يې كيداى شي جاري وي، ان شاء الله)) نشر ته
سپارو، او دا ځكه چې كيداى شي ډيرو مطبوعاتو د دې جرائت نه وي كړى چې په
داسې شرايطو كې، داسې مضامين او د داسې "چا"، او په داسې "ځاى" كې نشر ته
وسپاري. اما موږ د اّزاد ژورناليزم په پاس، دا د هر انسان حق ګڼو چې د هغوى
خبره او پيام په خپل وخت نشر ته وسپارو. خو دا په دې معنا نه ده چې د ليكنو
مسووليت په نيغه په غاړه واخلو. كه څه هم په"اقتصاد افغانستان" كې خپاره
شوي مطالب د يو لړ ترجيحاتو په بناء وي؛ اما مطالقاً داسې نه ده.
كه څه هم موږ د دې ليكني له ځينو برخو سره موافق نه يو، په خپله د ليكوال
رهبر له ځينو سياسي پاليسيو سره هم چندان موافق نه يو. اما د مطالبو د ښه
والي او يا بد والي قضاوت زموږ نه؛ بلكې د لوستونكو حق دى. نو چې داسې ده،
قضاوت به "نورو" ته پريږدو او خپرول به يي"موږ" خپل رسالت وبولو.
اداره
پاكستان له امريكا سره د افغانانو په ضد جګړي كې ملګرى شو، امريكائيانو ته
يي په خپله خاوره كې نظامي اډي وركړې، له دغو اډو څخه امريكايي طيارو په
افغانستان او افغانانو د بمباريو له پاره 58000 الوتني وكړي. هرې طيارې خپل
بمونه او راكټونه پر افغانانو وورول. د پاكستان له فضا نه په استفادې سره
په سلهاوو كروز ميزايل د افغانستان په لورې وتوغولې شوو، د امريكا د
كماندويي ځواكونو په سلهاوو ټولګي له پاكستان نه د عملياتو لپاره افغانستان
ته ننوتل، د افغاني شخصيتونو د وژلو له پاره يي په كليو او ښارونو كې
كماندويي عمليات ترسره كړل. د امريكائيانو د بريدونو په ترڅ كې تر 52000 نه
زيات افغانان ژوبل او وژل شوي. امريكايي ځواكونو د طالبانو هغه حكومت چې
پاكستان قانوني حكومت ګڼلو او هغه يي په رسميت پيژندلو، نسكور كړ او په ځاى
يي داسې حكومت جوړ كړ چې روسانو او ملګرو يي غوښت او په تيرو كلونو كې د
زياتو مصارفو په كولو د هغه په راوستو نه وو موفق شوى، امريكائيانو د كابل
واګۍ هغو ډلو ته وسپارلې چې د پاكستان په رقيبانو( روسيې، هند او ايران)
پورې تړلې دي.
پاكستان نه يواځي په افغانستان باندې د امريكايانو د وحشيانه او ناجايز
بريد ملاتړ وكړ او په دې راضي شو چې د ده يو مسلمان ګاونډى هيواد د كفري
ځواكونو په لاس اشغال شي؛ بلكې د طالبانو د حكومت په نسكورولو او د دوى په
ژولو، نيولو او تړلو لاسونو دښمن ته په سپارلو كې يي داسې له شرم او پيغور
نه ډك خدمت كړى چې په انساني تاريخ كې د هغه مثال نشو موندلى!! په تاريخ كې
داسې خو ډير ځلې ليدل شوي چې بې همته واكدارانو د ګواښونو په وجه خپل خارجي
سياست بدل كړى، دخپلو موْقتي ګټو او مصالحو لپاره يي له خپلو زړو دوستانو
نه لاس اخيستى، د يوې ډلې پر ځاى يي بله ډله غوره كړې، له مخكنې ډلې سره يي
خپلې كړي ژمني هيرې كړې او له خپلو تعهداتو په شا شوي، خو د داسې شرمناك
عمل مثال نشو موندلى چې يو حكومت دې د پرديو دګټو په خاطر خپلې ملي ګټي
قربانۍ كړي او هم دې خپل ملګري د نورو په پښو كې ذبح كړي او ديته دې تيار
شي چې د خپلو ملګرو په وژلو، نيولو، سپكولو او له هيواد نه په شړلو كې د
دوى د دښمن ملګرتيا وكړي.
او هغوى دې لاس تړلي دښمن ته وسپاري!! او حتى ديته دې تيار شي چې په خپل
هيواد كې د دغه اشغالګر ځواك استخباراتي شبكو ته دا اختيار وركړي چې هر\"
څوك\" په هر \"وخت\" او هر \"ځاى\" كې ونيسي او خپلو محبسونو ته يې وليږدوي.
او د مخالفينو په نيولو كې په هومره خلاص لاس عمل كولو ته پريښودل شي چې په
خپل هيواد كې يي هم دومره په خلاص لاس نشي كولى. هلته د قانون په مراعات
مكلف وي خو دلته هيڅ قانون او هيڅ اداره نه د هغوى مخه ډپ كولى شي او نه هم
له هغوى نه د تپوس جرائت كولى شي. CIA او FBI د شپې په تياره كې په كورونو
بريد وكړي، خپل مخالفين ونيسي، د خپلې خوښې پټو ځايونو ته يي انتقال كړي،
خو نه وزير داخله خبر وي، نه وزير اعلى او نه د سيمې نورې اړوند ادارې!!
پاكستاني چارواكي وايي چې موږ د افغانستان په خلاف جګړې كې له امريكا سره د
ملګرتيا په نتيجه كې 8 اته سوه ميليون ډالره تر لاسه كړل!! د دې معنا خو دا
ده چې ګويا پاكستاني چارواكو پاكستان او افغانستان په اته سوه ميليون ډالره
خرڅ كړ!! او دا خو په حقيقت كې د ممپليو په بيه د دوو هيوادونو د خپلواكۍ،
استقلال، عزت او تاريخ خرڅول دي!!
په داسې شرمناكې خبرې خو هر باعزته انسان د شرم احساس كوي، هيڅ با ضميره
انسان به د دې جرائت ونكړي چې په داسې كركجنې خبرې خپله خوله ناولې كړي، د
څو ډالرو لپاره د ګاونډي دوست هيواد په ضد په ناروا جګړې كې داخليدل او د
بې ګناه افغانانو په بې رحمانه وژنو كې شركت، او دښمن ته د خپلو پرونيو
دوستانو لاس تړلې سپارل، د يوه خپلواك حكومت د چارواكو له شان نه خو پريږده
حتى چې د اجرتي قاتلانو نه هم بعيده بريښي!! تركيې چې له كلونو كلونو د
امريكا پوځي اډه وه، د شپږ مليارد ډالرو په مقابل كې هم له داسې كار نه ډډه
وكړه.
امريكايي اړوند ادارې وايي چې پاكستان ته له امريكا سره په دې جګړې كې د
ملګرتيا په وجه لس مليارده دالر خساره رسيدلې. پاكستاني چارواكي دا خبره
مني او وايي چې لس مليارده نه، فقط يو مليارد ډالر تاوان ورسيدلى دى.
لومړۍ خو د دوى خبره د منلو نده، دوى په دې جګړې كې د پاكستان د برخې
اخيستو د ډيرو برخو په اړوند خپل ولس ته نه يواځي حقايق نه دې ويلې بكلې په
ډيرو مواردو كې يي هغوى ته دورغ ويلي!! د 58000 نظامي الوتنو په هكله هم
هغوى خپل ولس ته هيڅ نه وو ويلې، په پاكستان كې د FBI او CIA د هر يرغل نه
وروسته امريكايان په مسلسل ډول وايي چې موږ د پاكستاني ادارو په ملګرتيا دا
عمليات ترسره كړل. او فلانى فلانى شخصيتونه مو ونيول . خو پاكستاني چارواكي
د خپل ولس په سترګو كې خاوري اچوي او په دروغو دعوا كوي چې په دې نيونو كې
د هيڅ بهرني ملك كومې ادارې برخه نه درلوده!! كه له دوى سره دا خبره ومنو
چې پاكستان ته يو مليارد خساره رسيدلې نو د دې معنى خو دا شوه چې تاسو د
امريكايانو د خدايي خدمتګارانو په څير په جنګ كې برخه واخيسته!!.
په افغانستان باندې د روسي ځواكونو له تيري نه وروسته د امريكا د هغه وخت
جمهور رئيس جيمى كارتر غوښتل پاكستان ملګرتيا ته چمتو او د شوروي اتحاد د
پوځي ګواښ د مخنيوي په كار كې د امريكا په څنګ كې ودريدو ته تيار كړي، د دې
لپاره يي مرحوم جنرال ضياء الحق ته د 600 ميليون ډالرو بلاعوض مرستي
وړانديز وكړ. ضياء الحق نه يواځي دا مرسته قبوله نكړه؛ بلكې د امريكايانو
په ځواب كې يي وويل: \" دا خو نو په ممپليو زموږ خوشحاله كول دي...!! دا په
داسې حال كې چې د هغه وخت شپږ سوه ميليون ډالرو د اوس وخت شپږ ميليارد
ډالرو ارزښت درلود. او په داسې حال كې چې هغه وخت پاكستان په خپله د شوروي
ځواكونو له مخامخ او مستقيم ګواښ سره مخامخ او د امريكا ملګرتيا ته اړ وو،
خو اوس پاكستان د يوه ګاونډي هيواد په نيولو كې د امريكا په جګړې كې شريك
شوى!!.
پاكستاني چارواكي د مظلومو افغانانو د نيولو او امريكا ته د سپارلو په
اړوند وايي چې موږ پاكستان ته په غير قانوني توګه راغلي كسان نيولي دي...!!
دوى ته بايد څو خبري ور په ياد كړو:
په غير قانوني توګه له راغلو كسانو سره خو بايد د پاكستان د مروجه
قوانينو مطابق عمل شوى واى، نه دا چې FBI ته تسليم او له پاكستان نه
ګوانتنامو ته انتقال شي.
اّيا تاسو امريكايانو ته هم ويلى چې افغانستان ته د تلو لپاره هم د
پاكستان ويزې ته ضرورت لرئ او هم د افغانستان ؟!. تر اوسه مو څومره
امريكايي كماندويانو او پيلوټانو ته په افغانستان د بمبارۍ او په دې هيواد
كې د كماندويي عملياتو لپاره ويزې وركړي؟؟
په پاكستان كې ميشت افغان مهاجرين نه پاسپورټ لري او نه په ويزه راغلي،
اّيا د ويزې د نه درلودو په وجه د دوى هر يو نيولى شئ او له هغوى سره د هرې
ناروا معاملې حق لرئ؟؟
موږ د پاكستاني چارواكو دې وينا ته حيران يو چې وايي :\" كه څوك د كفر او
اسلام جګړه كوي په خپل ملك كې دې وكړي، دلته دې د كفر او اسلام ترمنځ د
جګړې خبره نه كوي... دلته د كفر او اسلام نه بلكې د ايماندارۍ او بې ايمانۍ
او ... خبره ده...
موږ نا چار دوى ته يو څو خبرې وكړو:
افغانان خو پاكستان ته د كفر او اسلام ترمنځ د جګړې لپاره نه دې راغلي،
دلته خو هغوى د داسې كومې جګړې بيرغ نه دى اوچت كړى او داسې كومه جګړه يي
دلته نده كړې او ستاسو د دې خبرې په مقصد هم نه پوهيږي.
دا خو تاسو ياست چې په افغانستان كې د كفر او اسلام ترمنځ جګړې كې شريك
شوي يئ، او د مسلمانو افغانانو په خلاف مو د اسلام دښمنه امريكايانو مرسته
او ملګرتيا وكړه.
افغانان په خپله خوښه او د ميلې لپاره پاكستان ته نه دې راغلې، بكلې د
مجبوريت او د هغې جګړې په وجه راغلي چې ستاسو امريكايي ملګرو ورباندې تحميل
كړه.
د كفر او اسلام تر منځ جګړه خو په هر وخت او هر ځاى كې روانه ده، اوس خو
د نړۍ اكثر جګړې د اسلام په ضد د كفري ځواكونو جګړې دي. كه دا د كشمير جګړه
ده يا د فلسطين، چيچين، عراق، افغانستان او... جكړه. دا جګړه د پاكستان له
جوړيدو نه رانيولې تر نن پورې په پاكستان كې هم روانه ده. د ايماندارۍ او
بې ايمانۍ ترمنځ جګړه هم د اسلام او كفر تر منځ جګړه ده. د مظلومو
كشميريانو په ضد د هندوانو او دچيچينيانو په خلاف د روسانو ملګرتيا... په
داسې ملګرتيا سره انسان د اسلام له دائرې وځي، الله تعالى د هغه د ايمان
دعوې دروغجنه او بې بنسټه ګڼي. داسې ګومان مكوئ چې د مسلمان په ضد له كافر
سره د ملګرتيا باوجود څوك مسلمان پاتي كيدى شي. تاسو خپل سياست وكړئ، په
سياست كې دروغ، دوكه، عوام فريبي، وعده خلافي او... هم خريداران لري. د كفر
او اسلام خبره علماوو ته پريږدئ، له علماوو نه تپوس وكړئ چې اّيا له كافر
سره د مسلمان په ضد جګړې كې د ملګرتيا باوجود څوك مسلمان پاتې كيداى شي؟
اّيا اسلام د دې اجازت وركوي چې څوك د ځان ژغورني لپاره د يوه قاتل په وينا
بل ووژني يا د يوه مظلوم انسان په وژلو كې د ظالم ملګرى شي؟؟؟
امريكا نه افغانستان يواځگي د خپلو مټو په زور نيولى او نه عراق، كه له
افغانانو او عراقيانو سره خيانت نه وى شوى او د اسلامي هيوادونو واكدارانو
امريكايانو ته دا اجازه نه وى وركړې چې خپل ټوپك د دوى په اوږه كيږدي او د
افغانانو او عراقيانو سينې په نښه كړي، نه يي افغانستان نيولى شو او نه يي
عراق. دا هم بايد هيره نكړو چې كه څه هم امريكايي ځواكونو په افغانستان او
عراق كې موْقته نظامي بريا تر لاسه كړې خو په اخلاقي او سياسي لحاظ يي داسې
ماتې خوړلې چې په هيڅ څه ي نشي جبران كولى. د دې وحشيانه يرغلونو په نتيجه
كې چې د امريكا په ضد په ټولې نړۍ كې كومه ژوره كركه او نفرت راولاړ شوى د
انساني تاريخ په اوږدو كې دهيڅ استعماري ځواك په ضد د هغه مثال نشو موندلى،
نه د چا په ضد دومره مظاهرې شوې او نه يي دومره بيرغونه او د مشرانو عكسونه
سوزول شوي. دا د زړونو ژوره كركه به په مدار مدار مقاومتونه زيږوي او په
عكس العملونو او انقلابونو به بدليږي. د استعماري ځواكونو زوال هغه وخت پيل
شي چې په اخلاقي او سياسي لحاظ ماتې وخوري. امريكايانو په افغانستان او
عراق خپل بربنډ تيري ته د تروريزم په خلاف د جګړې نوم وركړ خو په دې
يرغلونو سره يي نه يواځې هغه څه ختم نكړى شو چې دوى يي تروريزم ګڼي، بلكې
هغه مزيد تشديد شو، مزيد تروريستان راپيدا شول او مزيد تروريستي عمليات
ترسره شول. دا تروريزم په حقيقت كې د امريكايي تروريزم زيږنده ده. چاره يي
دا ده چې امريكا په خپلو استعماري سياستونو كې تجديد نظر وكړي، په نورو
ملكونو كې خپلې نظامې اډې ختمې او خپل پوځونه وباسي، كه امريكايانو خپل
ځواكونه له 11 سپتمبر نه د مخه له سعودي نه ايستلې واى شايد د نيويارك او
واشنګتن خونړۍ پيښې نه واى ترسره شوي. كه له سعودي نه وتلو ته اړ كيږي نو
له عراق او افغانستان نه خو به خامخا وځي، دوى په عراق او افغانستان كې فقط
دوه رژيمونه نكسور كړي، نه د امنيت په تامينولو موفق شوي او نه د يوې قوي
مركزي ادارې په جوړولو، نه يي جګړه ختمه كړې شوه او نه يي په دې هيوادونو
كې خپله سلطه قايمه كړې شوه، ټول افغانستان او عراق خو پريږده يواځې په
كابل او بغداد كې هم د امنيت په راوستلو او د دې ښارونو په اوضاع مسلط كيدو
موفق نشوو. دا دى ګورو چې د مجاهدو عراقيانو او افغانانو مقاومت او په
يرغلګرو ځواكونو د دوى پر له پسگې بريدونه روان دي او ورځ په ورځ تشديد
كيږي، د امريكايي ځواكونو تلفات د جګړې په دوران كې هومره نه وو لكه له
جګړې نه وروسته. د امريكايانو پر ضد اصلي جګړه اوس پيل شوې.
پاكستاني چارواكو دا هم ويل چې د افغانستان په جګړه كې له امريكاسره د
ملګرتيا په نتيجه كې به امريكا د كشمير په مسئله كې د پاكستان مرسته وكړي،
د دوى له وينا نه داسې معلوميده چې ګويا امريكايانو په دې اړه له دوى سره
خاصه ژمنه كړې ده؛ خو دا دى اوس د دې خبرې حقيقت هم ټولو ته څرګند شو،
امريكا د اّزادۍ غوښتونكو كشميريانو جهادي ډلې د تروريستي ډلو په لست كې
ونيولې او له اسلام اّباد نه يي مكرر وغوښتل چې د دغو تروريستي ډلو له
حمايت نه لاس واخلي، په پاكستان كې د دوى مركزونه بند كړي، او له سرحد نه د
دوى د اوښتلو مخه ونيسي، او متاسفانه پاكستاني چارواكو هم دوى ته لاس په
سينه كيښود او وې ويل چې داسې مركزونه نشته، كه وي نو سر له سبا به بند وي!!
له دې نه معلوميږي چې امريكا د كشمير په اړه هماغه سياست لري چې د فلسطين
په اړه يي لري، هلته د ابوموْذن په لاس د مجاهدو فلسطينيانو ځپل غواړي او
دلته د پاكستاني جنرالانو په لاس د اّزادي غوښتونكو كشميريانو ځپل!!
ګومان نه كوو چې امريكايانو دې له پاكستاني چارواكو سره د كشمير په اړه د
مرستي ژمنه كړې وي، كه بالفرض محال داسې كومه اشاره شوې وي نو نه پوهيږو چې
پاكستاني چارواكو څنګه د هغو امريكايانو په درواغجنو وعدو باور كاوه ې تل
يي ملګري د خپلو ګټو لپاره قرباني كړي او په سخت حالت كې يي يواځي پريښي،
څوك چې خپل ولس غولوي، له پرديو سره به څنګه صادقانه چلند وكړي؟؟ دوى خو
خپل ولس ته په عراق د حملې په څېر د لويي پيښې په اړه دروغ وويل!! بوش او
بلير په عراق د بريد لپاره ويل چې عراق ګڼ ژونې وسلې جوړوي او كولې شي په
پنځه څلويښت دقيقو كې دا وسلې د استعمال لپاره تيارې كړي، خو دا وسلې نه د
جګړې د دريو اونيو په حساسو شيبو كې استعمال شوې او نه د ټول عراق له نيولو
نه وروسته پيدا كړې شوې، او اوس د امريكا او بريتانيا استخباراتي ادارې
وايي چې په عراق له بريد نه مخكې يې خپلو حكومتونو ته هيڅ داسې كوم راپور
نه وو وركړې چې په عراق كې د دغو وسلو شته والې ثابت كړي.
دا د امريكايي يرغلګرو خدايي خدمتګاران بايد په دې پوه شي چې نه به دوى تل
د واك په ګدۍ ناست وي، نه به دا مظلومان چې دوى يي نيسي او خپلو امريكايي
بادرانو ته يي لاس تړلي سپاري تل بې وسه، مظلوم او په زندانونو كې وي، نه
به پوليس، پوځ، FBI او CIA د تل لپاره د دوى حفاظت او ساتنه كوي، او د
ځورول شويو له غچ او انتقام نه به يي ساتي. د هغو ورځو په فكر كې هم بايد
واوسي چې د قدرت له ګدۍ نه راكوز شوي، نه يي پردي ځواكونه حفاظت كوي او نه
يي پوځ او پوليس په خدمت كې وي او د عادي خلكو په څير داسې ژوند كوي چې هر
څوك له دوى سره محاسبه كولى شي، له ګريوانه يي نيولى شي او خپل غچ ورنه
اخيستى شي!! او مخصوصاً هغه ساعت بايد نه هيروي چې د ذوالانتقام حسيب خداى
په وړاندې به ودريږي، نه به د مرستي لپاره څوك لري او نه د شفاعت لپاره. |