|
|
سرمقاله :
د احمدشاه بابا دعلمي
اوکلتوري مرکزپه اړه معلومات
په 1373 هجري لمريز كال كي كله چي د تعليم او تربيې سيسټم
په كندهار كي غير فعاله و او په زرهاوو ځوانان بې سرنوشته په ايله ګښتۍ او
بيكارۍ بخت وه د يو څو تنو با احساسه او تكړه ځوانانو لخوا تصميم ونيول شو
چي د كندهار په ښار كي د احمد شاه با با د علمي مركز په نامه يو تعليمي بنا
رامنځ ته كړي . د هغه وخت د ځيني موجودو محترمو ښوونكو او استادانو په همت
، همكاري او زيار او د دوستانو او د اهل علم او ادب په تشويق او مرسته په
دې وتوانېدل چي د ( 1373 هجري لمريز كال د چنګاښ پر 26 مه ) دغه تعليمي
مركز په شخصي لګښت او مصرف را منځ ته كړي او خپل په ښوونيز سفر پيل وكړي .
په لومړي سر كي په نظر كي وه چي په دې مركز كي د ديني علومو ، رياضياتو ،
ساينس ، ادبيات ، خطاطي ، ټايپسټي او كمپيوټر او داسي نورو رشتو په برخه كي
تعليمات تر سره شي . خو كله چي اعلان وشو او مراجعين راغلل زموږ د سروې او
ارزيابي پر اساس او د هغه وخت د امكاناتو سره سم لازمه وګڼل شوه چي عجالتا
دي د انګليسي ژبـــــــــــــي
ورسره د پښتو او دري ژبي تايپسټي كورسونه داير شي، چي دا كار وشو ، مګر په
تاسف سره بايد ووايو چي د محدودو مالي امكاناتو او د اړوند ارګانونو د نه
همكاري په وجه موږ ونكړاى شول چي نوري رشتې هم فعاله كړو .
په 1378 هجري لمريز كال كي د احمد شاه با با علمي مركز د ډيرو سختو مشكلاتو
سره سره بيا هم د ځينو با احساسه محترمو ښوونكو په علمي مرسته وكولاى شول
چي د انګليسي ژبي او ټايپسټي برسېره په دې مركز كي د نورو رشتو لكه : عربي
ژبه ، خطاطي ، رياضيات ، او رسامي كورسونه هم فعاله كړي . خو په خواشيني
سره بايد وويل سي چي د ځوانانو د لېوالتيا او علاقې د لږوالي په سبب د عربي
ژبي ، خطاطي او رسامي رشتې وروسته تر دوو كلونو بيرته بندي سوي .
همدا راز د كندهار ښار د ډيرو خلګو په غوښتنه او خواهش سره په 1379 هجري
لمريز كال كي موږ د سهار لخوا د ( 8-12) بجو پوري يو بل پروګرام شروع كړ چي
په هغه كي د ماپښيني ابتدائيه ښوونځيو د زده كوونكو د ښه تيارى لپاره د
ښوونځۍ ټول مضامين تدريس كيږي .
اوس فعلا په دې تعليمي مركز كي په مجموعي ډول د (1700) تنو په شاو خوا كي
زده كوونكي په مختلفو رشتو كي شامل دي چي د (40) تنو تكړه ښوونكو او
معلمينو لخوا تدريس ورته كيږي . بايد وويل شي چي ددې مركز ټول مالي لكښتونه
او مصارف لكه : د تعمير كرايه ، تدريسي مواد، د ښوونكو معاشات ، د اداري
پرسونل معاشات او ورځني ټول مصارف د زده كوونكو څخه د مناسب فيس په اخستلو
سره تامينيږي.
سږ كال د احمد شاه با با د تعليمي مركز ادارې د ځينو تكړه استادانو او د
كندهار ښار د بعضي علماوو او پوهانو په همكاري سره تصميم ونيوى چي د خپلو
تعليمي خدمتونو تر څنګ ، پښتو ژبي ، تاريخ ، ادب او كلتور ته د خدمت په
لاره كي يو بل ګام واخلي او د (هوډ) دوې مياشتنۍ مجلې په چاپولو او خپرولو
سره ددې ټولني د ځانانو او تنكي زلميانو ذهنيتونه ، افكار او افعال د هيواد
سره د ميني ، پښتو ، تاريخ ، ادب او فرهنګ ته د خدمت كولو لوري ته راواړوي
. چي دا دى اوس همدا مجله اوس ستاسو محترمو لوستونكو په لاسونو كي ده .
موږ غواړو چي ددې مجلې په خپرولو سره د ټولو علماوو او قلم د څښتنانو ليكل
سوي تاريخي ، ادبي ، ديني، ساينسي او معلوماتي مقالو او مضامينو ته د چاپ
زمينه برابره كړو او خپاره يې كړو. له همدې كبله ددې مركز او مجلې اداره تل
ستاسو ښاغلو پوهانو ، علماوو ، استادانو او مسلكي كدرونو و څېړنيزو ،
تاريخي ، ساينسي ، ادبي ، ټولنيزو او معلوماتي مضامينو ، مقالو او ليكنو ته
تل سترګي په لاره ده . |