کــــــــــــور

لومړی مـــخ

ارشـــــــيف اړيـــــکــــي دهوسۍ په اړه   د هوسۍ شــــوخ نظر و د فــــولاد زړه ئې اوبـــه کړ                      درقـــيب  سر ئې  واهــــــــه دجـــــلاد زړه ئې اوبـــــــه کړ  
خـــــپلواکه ، ناپـــــــېيلې، کلـــــــتوري او ټولنـــــيزه خــــــپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
درشاد بابا لنډ ژوند ليک
افغان دولت ته وړانديز
يوه لويه هستي اوسترز

ژوندهغه دی چي دنورو
 
ددسمبر26مه نېټه دزلـ
دمطبوعاتو په ډګرکي د
د اروپا نيا
اټوم څه دی ؟
اواز نوښت دی او که ؟
عمان اوکنټرول شوي ګر
د فلسفې نړۍ ته اتم سفر
ژورناليستي ژبه
دښاغلي کرزي په وړاند

دشمالي ولاياتو تاريخي
کاغذ يوه نه تماميدونکې
کابل د تورو شپوميلمه د
ددوستۍ ارواپوهنه
دجانان دليک په تمه

سرليكنه:

د ليندۍ يوولسمه، د ملي ماتم توره ورځ


د نړۍ او طبيعت قوانين كه د بدلېدو او له سره د بيا نوي كېدو وړ دي، الهي قوانين او حكمونه بيا هغه ثابتې قاعدې او افادې دي، چې بدلون او په كې لاسوهنه د انسان تر وس وتلې خبره ده.
انسان كولاى شي د خپل برخليك ډېرې ليكلې برخې بدلې كړي، خو له هغو حكمونو څخه سرغړاوى نه شي كولاى، چې موږ ته په اسلام كې خوندي دي. انسانان به خامخا د مرګ خوند څكي او په دې برخه كې بله لار نه شته.
څوك توانېدلى چې د مرګ مخه ونيسي؟ هېڅوك!! خو كله- كله بيا دې مرګ داسې سترې سټې او سترې هيلې له موږ اخلي، چې بديل نه ورته لرو، څوك به دا اټكل وكړي، چې په روانه پېړۍ كې به بل علامه رشاد بابا ولرو؟ زموږ لپاره خو د ليندۍ يوولسمه نېټه د ملي ماتم توره ورځ ده چې ټول افغان ولس يې دردولى دى.
ارواښاد علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد بابا زموږ د اوسنۍ زمانې هغه ستره او بېسارې هستي وه، چې راپاتې كارونه او هڅې به يې د نسلونو پر ژوند او فكرونو واكمني كوي.
ده د خپل ژوند اويا كاله د دې خوار، كړېدلي او ځورېدلي افغان ملت چوپړ ته ځانګړي كړل. پنډ- پنډ كتابونه يې وليكل، خو له چا يې د يوې افغانۍ تمه هم ونه كړه. په زرګونو شاګردان يې وروزل، خو له يوه يې هم مادي غوښتنه نه درلوده، ښه په نره يې په سياست كې ونډه واخيستله، خو يوه ذره درغلي يې هم ونه كړه. نو دا ډول يوه ستره هستي، د نفس د غرور خاوند او عظيم شخصيت به په اوسنۍ زمانه كې بل ولرو؟ له شك پرته چې په اوس مهال كې يې بديل نه شته.
د استاد لارښوونې راپاتې دي، چې موږ به يې عملي كوو، موږ ټول به د استاد لاره تعقيبوو، لارښوونو ته به يې عملي بڼه وركړو، هر ملي او افغاني ارمان به يې ورپوره كړو، ځكه چې استاد بابا يوازې د ځان لپاره ژوند ونه كړ، هغه د ټول ملت لپاره ژوند وكړ او د دې هېواد او سيمې هر اوسېدونكى به يې درناوى كوي.
استاد د ولسمشرانو او نورو جګپوړو چارواكو پروا هم نه لرله، په نره يې د خپل ملي سياست لار غوره كوله، تل يې د حقايقو پلوي كړې او هېڅكله يې هم د ملي ګټو خلاف يوه ذره هڅه هم نه ده كړې، همدا وجه ده چې په ټوله نړۍ كې افغان فرهنګيان او قلموال د استاد پر مړينه سخت خواشيني دي او د وير اوښكې تويوي.
نو ځكه به استاد يوازې د همدې ولس په زړونو كې ژوند كوي، هغه څوك چې د ملت په زړه كې د تلپاتي ژوند له نعمت څخه برخمن شي، هغه هېڅكله هم نه دى مړ. موږ له دولت څخه په ټينګه غوښتنه كوو، چې د استاد راپاتې اثار دې چاپ كړي، د هغه په نامه دې يوه اكاډمي ونوموي او د هغه په ياد دې شاندارې غونډې جوړې كړي.
د هوسۍ مجلې اداره د استاد له درنې كورنۍ سره بشپړه خواخوږي څرګندوي، عقيدتمندانو، مينه والو، شاګردانو او خپل خپلوانو ته يې د صبر غوښتونكې ده.

د استاد د ملي سياست پر لار به ګامونه اخلو

الله دې دى جنتي كړي
امين يا رب العالمين