کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   د تيارو د هر ماښامه ستوري څاڅي          د وردګو دهر قامه ستوري  څاڅي  
جغتو : له وردګو نه خپرېدونكې مهالنۍ جريده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
جغتو ، پوهنه اوستونزي
كرزى دغازيانوترمنځ هم
لوهيله (ايډيال)
سباوون
دوخت ارزښت اوزمونږ
غازي محمد جانخان وردګ
شعرونه
ګو تشمېر خلك

سرليكنه

جغتو

ښكاره خبره ده چې خبري رسنۍ د يوې ټولنې د وګړو د عامه پوهاوي، پوهنيزې، كلتوري او هراړخيزې ودې په لاره كې جوت رول لوبوي. همدارنګه د ټولنې وګړو ته د هراړخيزې بيدارۍ او روښانه ژوند پيغامونه له ځان سره ليږدوي، علمي بنسټونه پياوړي كوي او د ژوند په هسكو ټيټو كې له انسانانو سره ګام په ګام مخكې درومي. په همدې توګه د انسانانو د هيلو د منعكس كولو دنده په غاړه اخلي.
د ياد شوو او ځينو نورو داسې اړينو موخو د سر ته رسولو لپاره دا دى د جغتو مهالنۍ خپرونه هم د مطبوعاتو ګلبڼ ته د يوه نوي راټوكيدلي ګل په څېر سرراښكاره كوي، څو د افغانستان دمدني،ادبي، پوهنيزو او كلتوري ګلونو له سمسورو ښكلاوو سره يو ځاى د خپل ګلزار د فضا په خوشبويۍ كې اوږه په اوږه ونډه واخلي.
جغتو مهالنۍ د وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د ځوان مدني او كلتوري بهير خپرونه ده، چې له ځانه سره افغان كړيدلي ولس ته د خپلو سپيڅلو اسلامي ارزښتونو سره يو ځاى په ټولنه كې د مدنيت او كلتور د ودې، پوهنيزو بنسټونو د پياوړتيا، د ادبي اساساتو د غښتلي كولو او ځوان فرهنګپال كهول ته د فرهنګي خدمتونو د سر ته رسولو او هر اړخيز پوهاوي په موخه د هېواد د مطبوعاتو په ډګر كې ګام ږدي چې، د لوى خداى (ج) په ستر فضل او د خپلو خلكو په هر اړخيزه مرسته به وړاندې درومي. په دې توګه نوموړى بهير خپله لومړۍ ګڼه ستاسو ښاغليو په مخ كې ږدي.
د جغتو مدني او كلتوري بهير په پام كې لري، چې د دې خپرونې له لارې له خپلو هېوادوالو سره د زړه خواله شريك او ټول په ګډه د يوه روښانه، سوله ييز، هوسا، ښېرازه، پرمختللي او سمسور افغانستان په لوري د پرمختګ ګامونه پورته او پدې لاره كې خپلې هڅې ګړندۍ كړي. راځئ چې د خپل هېواد په مدني اوكلتوري بڼ كې د جغتو د مهالنۍ خپرونې را ټوكيدنه يو نيك فال و بولو او د يوه نوي غوړيدلي ګل په څېريې د ساتنې او سمبالښت چارو ته مټې را ونغاړو. په ټول هېواد كې د دې بختور يون د هراړخيزې سمسورتيا په هيله
 

په درناوي
اداره