|
|
سرليكنه:
د تلي اتلسمه نېټه
په هيواد كښي د وروستيو ورانوونكو جګړو څخه د زېږنده بې
شمېره او هر اړخيزه ورانيو، غمونو، ګرومونو او سختو ستونزو او كړاوونو د
ګاللو وروسته د سولي او سوكالۍ په لمر څرك او د همدغه ورانيو د رغوني په
پيلامه كښي دا نېټه ښه او روښانه سبا لپاره يو وياړلى زېرى ګڼل كيږي.
د نېكه مرغه په هيواد كښي د وروستيو درو كلونو په موده كښي د ګڼ شمېر لويو
او وړو برياوو تر څنګ دا روځ هم د دې هيواد او اولس د سياسي ژوندانه د بسيا
كېدو لپاره يوه په زړه پوري بريا ده، چي د هيواد په ګوټ ګوټ كښي په همدې
روځ زيات شمېر هيوادوال پخپله خوښه د رايو وركولو منځكيو ته راووتل، پخپله
خوښه يې د خپلو كرښو سمون وساته او هم يې په ډېره لېوالتيا سره د خپل مشر
په ټاكنه كښي د خپلو ارادو څرګندونه ډېره ښه انځور كړه.
هو ! په دې روځ د لومړي ځل لپاره د اولسمشرۍ په لومړنيو ټولټاكنو كښي د
اولس نارينه وو او ښځو داسي پراخه برخه واخيسته چي د هيواد كړكېښ د دغسي
يوه پراخ سياسي او ټولنيز خوځښت سارى پخپله منځپانګه كښي نه لري.
د ورانيو وروسته سمدلاسه په دغسي يوه پراخ سياسي او ټولنيز بهير كښي د خلكو
پراخ ګډون په دننه او دباندي كښي د هر چا د تصور او سوچ څخه وتلې بريا او
سيمي او نړۍ ته د افغانانو د سياسي استعداد د يوه داسي بېسارې ننداره وه چي
پر تندي يې د همدي اوس څخه د اولس سالارۍ انځورونه وځلېده، او كه د لوى
خداى خوښه او د خلكو همداسي ځيركتيا وه هغه به لا وغوړېږي.
همدا وياړلې روځ د هيواد مېړنيو اوسېدونكو نر او ښځو پخپله د خپل ځان او
راتلونكو لپاره د ملي جشن او ملي اختر په نومونو ونومول. رښتيا هم د خپل
برخليك لپاره كه دغه ډول هيواد پالو ولولو او د هيواد د هر اړخيزه جوړ په
لاره كښي په ميني او علاقې سره پراخ ګډون ته دا ډول وياړلى نوم وركړه سي
ورسره وړ به وي.
كه دا بهيرونه همداسي خوځانده او ګړندي وو د پلرونو او نيكونو د تمدن
لرغوني شپې او روځي به هم د خپل سر څخه د خواشينيو اوريځي ليري كړي او د
ننني لمر په تودوخه كښي به بيا د پرمختګ پر لور راسره د ملاتړ لپاره اوږه
پر اوږه سي څو د هر اړخيزه جوړ په لاره كښي د برياوو د يون مزلونه يو په بل
پسې په چټكه توګه ووهل سي او بيا دا هيواد د تل غوندي د سيالانو سيال او د
بشپړي پرمختيا تر پولي يې د برخليك پلونه ورسيږي.
انشاء الله
په همدې هيله
اداره
|