کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

سرليكنه:
 

نوې كابينه او د افغانانو نوې هيلې


دا دى تر يو اوږده انتظار وروسته د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد كرزي خپله كابينه اعلان كړه. كه څه هم د ښاغلي كرزي د ژمنې پر خلاف په كابينه كې بيا هم يو شمېر ټوپكسالاران او داسې وزيران ځاى لري، چې د لوړو زده كړو تر څنګ كاري تجربه نه لري، خو كه د هېواد سياسي اوامنيتي حالات او په هېواد كې د نړيوالو فكټورونو اغېزمنتوب په پام كې ونيسو، نو اوسنۍ كابينه د پخوانۍ هغې په پرتله ښه ده، په تېره بيا د ښاغلي حامد كرزي د ملي مشاركت د شعار له مخې د ټولو قومونو ونډه په پام كې نيول سوې ده، خو دا د دې مانا نه لري، چې يو وزير په كومې سياسي ډلې، سيمې او قوم پورې اړه لري، نو دغه وزارت هم د نوموړي ډلې، سيمې او قوم شخصي ملكيت دى.
موږ وليدل چې د تېرې كابينې نژدې ټولو وزارتونو دغسې يو تركيب درلود. كله چې به سړى يو وزارت ته ورغى، نو له ورايه پوهېده چې له عسكر څخه نيولې، بيا تر مرستيالانو پورې ټول منسوبين يې په وزير پورې اړه لري؛ هرې خوا ته چې به سړي سترګې اړولې، نو داسې فكر به يې كاوه، چې د افغانستان يوې ځانګړې ولسوالۍ ته ورغلى دى او كله چې به سړي ځينې عكسونه، پوسټرونه او يو شمېر سياسي اشخاص وليدل، نو ځان به يې د يو سياسي ګوند په دفتر كې احساساوه، ان دا چې ځينو وزارتونو خو شخصي ملېشې او زندانونه هم درلودل.
دغه ډول يې پر خپل سر له بهرنيو هېوادونو سره اړيكې هم درلودې، چې دغه اړيكې نه يوازې د وزارت، بلكې د رياست او ډيپارټمنټ په كچه هم وې. د مثال په ډول كه سړى كابل پوهنتون ته سر ورايسته كړي، د فرنېچر او نورو اسانتياوو له مخې د پښتو او دري څانګې سره پرتله كړي او بيا په دې باب پوښتنه وكړي، نو هلته به يو لوړپوړى چارواكى په لكه غاړه ووايي چې: دا زموږ شخصي نوښت او ابتكار دى، چې بهرنۍ مرستې مو راجذب كړې دي، هر ډيپارټمنټ دا كار كولاى شي.
په هر صورت؛ هغه د پښتو يو متل دى چې وايي: تېر يې پر تېر او هېر يې پر هېر. زموږ هدف دا دى چې نوي وزارتونه بايد دغسې يو تركيب ونه لري. افغان ملت د ولسمشرۍ په انتخاباتو كې ښاغلي حامد كرزي ته د هغه د دې ژمنې پر بنسټ رايه وركړې، چې دى به يوه ناسياسي، متخصصه، له ټوپكسالارانو پاكه او د ملي مشاركت پر اصل ولاړه كابينه جوړوي، خو د ملت دا هيله يوازې د كابينې په جوړولو نه ترسره كېږي.
موږ له ښاغلي حامد كرزي څخه دا هيله لرو، چې خپله ژمنه يوازې د كابينې په جوړولو بشپړه ونه ګڼي، بلكې له ټولو وزيرانو او د حكومت له نورو لوړپوړو چارواكو څخه هم د دغه ډول تركيب غوښتنه وكړي او د همدې پرنسيپ له مخې ګام پر ګام د هغوى كارونه وڅاري


د ميوند اداره