کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

ژباړن: عبدالمالك همت
د كابل او ياغستان ليدني كتني


درنو لوستونكو!
د دې ليكني دوې برخي په مخكنيو ګڼو كي خپرې سوې، چي د ډېرو لوستونكو خوښي سوې. اوس دا دى د لوستونكو له غوښتني او خوښي سره سم د مولانا محمد علي قصوري د مشاهدات كابل و ياغستان د كتاب څو نوري پاڼي هم خپروو.
په دې ليكنه كي ډېر په زړه پوري ټكي سته، خو دا د دې مانا نه لري چي موږ له دې ليكني سره په بشپړه توګه موافق يو، د ځينو ټكو د صحت او سقم په هكله يې بېلي څېړني او خبرو ته اړتيا ده، چي كه خداى كول دا كار به په راتلونكې كي وكړو.

ملا بشير:
خداى بخښلى مولوي عبدالرحيم، چي ياغستان ته تللى و، هلته يې د مجاهدينو په ډله كي ډېر رسوخ پيدا كړى او د اميرالمجاهدين د وكيل په توګه كابل ته راغى. لومړى يې د نايب السلطنه (د امير حبيب الله خان ورور، سردار نصرالله خان) او بيا يې له امير حبيب الله خان سره ليدني كتني وكړې. دغه مهال چي جګړه په زور كي وه او انګرېزانو ګام پر ګام ماته خوړل، نو اعليحضرت هم غوښتل چي څه نوم وباسي:

كله يم لګيا چي د بُتانو زړه په لاس راوړم
كله مي زړه وغواړي چي خداى ته هم څه وكړمه

مولوي عبدالرحيم له انګرېزانو څخه د خپل شخصيت د پټولو لپاره خپل نوم اړولى و او په سفارتي كاغذونو كي په مولوي، يا ملا محمد بشير مشهور سوى و. هغه يو عجب وګړى و، كار ته په نظم او سمون وركولو او په سياسي چارو كي يې سارى نه درلود، هغه چي كابل ته راورسېد، پر امير صاحب يې دونه اغېزه وښندل، چي هغه يې د باغستان د چارو سمون ته وګوماره او د يوكلنو تنظيمي لګښتونو لپاره يې دوولس زره روپۍ وركړې. مولوي محمد بشير، چي په كابل كي په ما پسي ګرځېده، يوه شپه پر لس بجې زما كور ته راغى، زه يې نه سم بيانولاى چي دغه مهال څونه خوشاله سوم. زه باوري سوم چي اوس نو كه خداى كول په خپله موخه او مقصد كي بريالى كېږم. خو هغه مهال وپتېيل سوه چي زه څو ورځي نور لا هم پټه خوله واوسم.
يوه مياشت وروسته بيا مولوي محمد بشير ډېر بريالى راستون سو، هغه د ياغستان له اكثرو اسلامي عالمانو څخه د امير صاحب په نامه د بيعت ليكونه اخيستي وه.
د يادولو وړ ده چي ياغستان يې هغي سيمي ته وايه چي تر وېش دمخه د انګرېزي واكمنۍ د پولو او د افغانستان د پولو په منځ كي پرته وه. افغاني پوله د ډيورنډ له خوا وټاكل سوه او هغه مهال دغه ټوله سيمه د انګرېزي واكمنو تر واك لاندي بلل كېده، خو په حقيقت كي هلته كوم حكومت نه و، له دې امله يې دغه ځاى ته ياغستان وايه، چي مانا يې ده (د ياغستان ملك)، اما هلته يوازي د ملايانو حكومت و، بېلي- بېلي سيمي، د بېلابېلو قبايلو په لاس كي وې او د هري قبيلې د واك منځى (مركز) به يو تن ملا و. دغه ملا به نه يوازي دا چي د دغو وګړو مذهبي لارښود و، بلكي په ټولو چارو كي د هغه حكم منلى و. قبايلي ژوند پر عجبو لرغونو طريقو روان و، په رښتيا سره د دغو وګړو اخلاقي معيار ډېر لوړ و، هري قبيلې به يوه جرګه درلوده، دغو جرګو به د ملا صاحب په مشرۍ په خپلو اړوندو سيمو كي بشپړ واك درلود، تر دې چي له قبيلې څخه د يو چا ايستل او د هغه د كور سوځول، ټول د جرګې په واك كي وه او چا نه سواى كولاى چي د جرګې د پرېكړي پر ضد (چي ملا صاحب به تائيد كړې وه)، سپوڼ لا هم ووهي. لنډه دا چي د امير صاحب پر لاس د ملا بيعت د دې مانا درلوده، چي د هغه قبيله د انګرېزانو پر ځاى د امير صاحب اېل او تابع او د انګرېزانو سخته مخالفه او دښمنه وه.
مولوي محمد بشير صاحب چي دغه ليكونه راوړل، نو نايب السلطنه صاحب د اعليحضرت خدمت ته وروست. هغه چي دا ليكونه واخيستل، ډېر خوشاله سو، مولوي بشير احمد صاحب ته يې د ملا بشيړ خطاب وركړ، د ټول ياغستان لپاره يې وكيل مختار وټاكه او فرمان يې وركړ چي ملا بشير د امير صاحب له لوري د اطاعت د بيعت اخيستلو اجازه لري.
په افغانستان كي سياست د [شجر ممنوعه] (هغي وني، چي ادم، د خداى له خوا هغې ته له نژدې كېدلو، پام اړولو او د هغې د مېوې له خوړلو څخه منع سوى و)، حكم لري. د حكومت كوم مامور نه سواى كولاى چي په كوم سياسي كار كي د بل چا پر لاس، يا سيخه برخه واخلي. په خپله پر اعليحضرت باندي د انګرېزانو د حكومت دونه بېره پرته وه، چي په ښكاره يې د انګرېزانو پر خلاف په هېڅ يوه كار كي ګډون نه سواى كولاى. خو دا د ملا بشيړ كمال و چي اعليحضرت يې د بېري او ډار له دې ګومبتي څخه راايستلى و.
نايب السلطنه صاحب دمخه په هر هغه غورځنګ كي چي د انګرېزانو پر ضد به و، فعاله برخه اخيستل، پر دې بنسټ ملا بشير زه هغه ته وروپېژندلم او زما د پلانونو په هكله يې هغه ته يادونه كړې وه. نو هغه و چي دوى داسي سره جوړه كړې وه، چي محمد علي دي خپلي ليكني د قاضي القضات نايب حاجي عبدالرزاق ته وركړي او هغه به يې نايب السلطنه ته ورسوي.
دغه حاجي عبدالرزاق هم عجبه سړى و، ډېر پوه، دور اندېش او سړى پېژندونكى و، د انګرېزانو ډېر كلك دښمن و. د افغانستان مامورين ډېر لږ د اعتماد وړ وه، بلكي ډېر يې غداران او د انګرېزانو ايجنټان وه، خو حاجي صاحب له هغو نادرو سړيو څخه و چي سر تر پايه خلوص او له اسلام سره يې رښتيانۍ مينه درلوده، هغه د حاضر وخت له سياستونو څخه ښه خبر و. ملا بشير چي هغه ته زما يادونه كړې وه، نو خپله زما كور ته راغى او ما خپل هغه پلان هغه ته وړاندي كړ، چي لنډيز يې دا و: هندوستان تقريباً له وسلې او پوځونو څخه خالي سوى دى او هلته يوازي يوولس زرٍٰه پوځ او يوه توپخانه سته. له دې امله اعليحضرت ته پر هند باندي د بريد لپاره تر دې بل ښه وخت په لاس نه ورځي. حاجي صاحب چي دا خبره واورېده، نو ډېر خوشاله سو او راته ويې ويل چي ته دغه خبري وليكه، زه به اعليحضرت هرو مرو پر هغو باندي كړني ته چمتو كوم. ما خپل تجويز وليكه او حاجي صاحب ته مي وركړ او په هغه كي مي دا په ډاګه وويل چي: تاريخ د دې خبري شهادت وركوي، چي انګرېزي سياست او انګرېزى واك او اقتدار د اسلام تر ټولو ستر دښمن دى. له دې امله د انګرېزي ټولواكمنۍ مړينه، د ټولو اسلامي هېوادونو د ازادۍ پيغام راوړي، دغه راز پر برتانوي امپراتورۍ د مرګوني واري تر دې ښه موقع په لاس نه سي راتلاى. پر هندوستان باندي تر بريد دمخه دي اعليحضرت د كانګرس له ګوند سره خبري وكړي، بيا به هندوستان، د افغانستان مرستي ته ورودانګي او انګرېزى حكومت به په ډېري اسانۍ ختم سي.
حاجي صاحب دغه ليكنه نايب السلطنه ته وړاندي كړه، هغه د لومړي ځل لپاره زه پټ وروغوښتلم، زما پر پلان يې خبري وكړې، بيا يې هغه اعليحضرت ته وروړ.
څو ورځي وروسته حاجي عبدالرزاق زه وروغوښتلم او راته ويې ويل چي اعليحضرت پر هندوستان باندي بريد كولو ته چمتو دى او د دې لپاره غواړي، چي له كانګرس سره تړون لاسليك كړي، خو د دې كار لپاره بايد محمد علي (ښايي موخه يې له محمد علي جوهر څخه وي)، يا حكيم اجمل خان، يا پنډت موتي لال نهرو، يا د دغسي كچي كوم بل هندى مشر كابل ته راسي.
منځمهالى حكومت:
تر دې منځ برتانوى حكومت هم ناخبره نه و ناست او د افغانستان په هكله ټول خبرونه وررسېدل. ځكه چي هغو له يوه پلوه په 1916ع كال كي د كانګرس او مسلم ليګ د لكنوو تړون لاسليك كړ او له بل لوري يې د مسلمانانو مشرانو د نيولو يا نظر بنده كولو احكام وركړل.
حكيم اجمل خان ته چي د كابل بلنه ورسېده، نو هغه مولانا عبيدالله سندي چي د نيولو اوازې يې تودې وې، ملا بشير ته واستاوه او له ازادي علاقې څخه كابل ته راورسېده، ما ته لومړى د هغه د راتلو خبره رارسېدلې وه، ځكه نو ما هغه ته لاره اواره كړې وه.
مولانا زما كور ته راغى، اوس نو زما كور په كابل كي د سياسي خبرو اترو منځى (مركز) جوړ سو. د لاهور هغه څو تنه زده كوونكي، چي كابل ته يې هجرت كړى و او د انګرېزانو په نغوته (اشاره) په كابل كي نيول سوي وه، د مولانا سندي په راتلو سره د امير صاحب له خوا خوشي سول.
دغه مهال و چي له جرمني څخه د تهران له لاري يو پلاوى كابل ته راورسېد. د دې پلاوي مشر راجه مهندر پرتاب و او غړي يې د قيصرد وليم وكيل مختار فون هنټينګ Von Hinting، د روم وكيل مختار ناظم بي او د هند د غدر د ډلي استازى مولانا بركت الله او نور وه. د دې پلاوي په راتلو سره په كابل كي شور او زوږ جوړ سو. ځكه د هغه راتلل داسي نه وه چي پټ وساتل سي. امير صاحب ته په خپلو مامورينو كي داسي اعتمادي څوك مونده نه سو چي انګرېزي، فرانسوي او فارسي دې زده وي. ځكه نو د جرمني پلاوي د ليكونو او نورو په فارسي ژباړلو او د نايب السلطنه په واسطه اعليحضرت ته د هغو د وړاندي كولو چاره ما ته وسپارل سوه. پلاوي پر دې خبره ټينګار وكړ چي افغانستان دي سملاسي د انګرېزانو پر ضد د جنګ اعلان وكړي. لكه چي پر دې پرېكړه وسوه چي په افغانستان كي دي د هند يو منځمهالى حكومت جوړ سي، چي له افغانستان سره په اساسي توګه تړونونه لاسليك كړي او پر هندوستان باندي د بريد كولو بلنه وركړي.
په دې ډول د هند منځمهالى حكومت جوړ سو، د هغه مشر راجه مهندر پرتاب، د مشر مرستيال مولانا عبيدالله سندي، لومړى وزير مولانا بركت الله او د بهرنيو چارو وزير د دې ليكنې ليكوال وټاكل سول. ملا بشير يې د دفاع وزير او د ياغستان د لښكركښۍ مسوول وټاكه. لنډه دا چي د بريد يو بشپړ پلان جوړ سو.
پر هندوستان باندي د بريد لپاره اړتيا وه چي د امير صاحب وسلتون وكتل سي او پوځي تيارۍ پيل سي. اعليحضرت له ستر جرئته كار واخيست، ټول انګرېز كاركوونكي يې له كاره ليري كړل او كيپټن نيدر ماير ته يې چي ډېر هوښيار او د خپل فن ماهر وګړى و، ټولي چاري وسپارلې. هغه چي توپخانه وپلټل، څرګنده سوه چي انګرېزي كاركوونكو ټول توپونه بېكاره كړي وه. ځكه نو تر ټولو لومړى د هغو د سمولو كار پيل سو.
انګرېزي چلونه:
د انګرېزانو ايستلو، د امير صاحب ټولي موخي او نيتونه په ډاګه كړل او د انګرېزي حكومت يقين راغى، چي امير صاحب اوس پر هند بريد كوونكى دى.
د انګرېز قوم تر ټولو لوى او ښه صفت دا دى چي هغه له هري ستونزي څخه د راوتلو لاره موندلاى سي، بلكي هرڅونه چي له خطره ډكه موقع وي، هغونه د هغه سياست قوي او پياوړى وي. ما ته د لومړي وزير مسټر اس كوئيت خبره راياده سي چي ويلي يې دي: كه د انګرېز قوم تاريخ ولولې، نو تا ته به معلومه سي چي كه موږ كومه جګړه نه ده ګټلې، كومه جګړه مو بايللې هم نه ده.
انګرېز په دې پوهېدلى و چي د افغانستان بريد، د هغو د مړيني پيغام دى. ځكه نو هغو له چالبازۍ څخه هغه كار واخيست، چي له وسلو څخه نه سو اخيستل كېداى.
د كابل تر ټولو لوى پير، چي زه يې نوم قصداً نه اخلم، په افغانستان كي ډېر ستر روحاني لارښود ګڼل كېږي او په خپله اعليحضرت هم له هغه سره بيعت كړى دى. دغه مهال انګرېزانو هغه وروغوښت، ويې هڅاوه او دې ته يې چمتو كړ چي كابل ته ولاړ سي او امير صاحب د جنګ له ارادې څخه راوګرځوي. كله چي پير صاحب كابل ته ورسېد، اعليحضرت د هغه د پښو مچولو لپاره د هغه استوګنځي ته ورغى، هغه ته يې دا ټول پلان ووايه او د دعا غوښتنه يې ځني وكړه. پير صاحب وفرمايل چي زه تر درو ورځو پوري استخاره كوم او بيا به څلورمه ورځ تا ته د هغې په هكله ځواب دركړم. موږ سمدستي تندي وټكول او سر مو خلاص سو چي كار خراب سو. دستي د سلا- مشورې غونډه جوړه سوه او پرېكړه وسوه چي كه اعليحضرت دې پلان ته بدلون هم وركړي، نو موږ به بيا هم له خپلي ارادې نه اوړو، بلكي د پلاوي ټول غړي به ياغستان ته ځو، خلك به راغونډوو او پر هندوستان به بريد كوو.
دغه مهال مولانا سندي هم د څه معمولي اختلافونو له مخي زموږ څخه ناراضه سوى و، هغه له محمود طرزي سره څه لار او ليكه جوړه كړې وه، خو تر دې منځ پير صاحب راڅرګند سو.
پير صاحب تر استخارې وروسته امير صاحب ته وويل چي پر هندوستان باندي بريد كول، د افغانستان ورانۍ ته بلنه ده. محمد علي، ياني د دې ليكني ليكوال د افغانستان دښمن دى. هغه بايد دستي له افغانستان څخه وايستل سي.
ويل كېږي چي امير صاحب ته يې د اتو كروړو روپو تمه پيدا كړې وه او پير صاحب ته د دې كار په بدل كي پنځوس لكه روپۍ وركړه سوې.
د پير صاحب له دې پرېكړي څخه نايب السلطنه او سپه سالار خداى بخښلى نادرشاه ډېر ناخوښه و. دغو دواړو په څرګنده اعليحضرت ته وويل چي كه ته جرمن پلاوى انګرېزانو ته په لاس وركړې، يا مولوي محمد علي ته څه سزا وركړې، موږ ټول به مخالفت وكړو او په هېواد كي به شور ماشور جوړ سي. ښايي له دې امله امير صاحب د روپو له اخيستلو سره- سره خپله اراده نه وي عملي كړې.
له بله لوري موږ په مشوره سره پرېكړه وكړه چي زه له افغانستان څخه ووزم، چي انګرېزانو ته د امير صاحب په خلاف د اعتراض ځاى پاته نه سي. لكه چي زه يې د افغانستان وكيل مختار وټاكلم او جرمني ته يې زما د لېږلو پرېكړه وكړه. ما له كاره استعفا وركړه او د جرمني تللو ته مي تياري ونيول.
په دې منځ كي د كابل د ځينو چارواكو په نغوته (اشاره) زما پر كور يرغل وسو او زما د وژلو كوښښ يې وكړ. مګر له ښه مرغه ځني وژغورل سوم. خو د كور سامان مي له ځينو كاغذونو سره غلا سو. د نايب السلطنه او سپه سالار نادر شاه په اند دا يرغل د انګرېزانو په اشاره ترسره سوى و او د هغه تر شا د معينه السلطنه (د حبيب الله خان د زوى، سردار عنايت الله خان) د منشي لاس و، چي د محمود بېك طرزي خاص سړى و. والله اعلم. څو ورځي وروسته په خپله د اعليحضرت په فرمان سلو تنو زما كور محاصره كړ او د اعليحضرت حكم يې راوړ چي ما ونيسي او انګرېزانو ته مي وسپاري. د وسله والو كسانو قوماندان يونس نومي ما ته په يوازيتوب كي په ډېره مؤدبانه لهجه وويل چي سپه سالار نادر خان ما ته حكم كړى دى چي تا ته څه تكليف درنه كړم، بلكي هره شونې اسانتيا درته برابره كړم. ته تر يوې اوونۍ، يا لسو ورځو دلته واوسه او له سپه سالار صاحب سره ووينه، ټول پروګرام به جوړ سي.
بيا يې زما څخه پر فرمان باندي لاسليك واخيست چي زه په خپله ځان انګرېزانو ته سپارم. تر لاسليك وروسته هغه ټول پوځيان رخصت كړل.
زه پاڅېدم، برابر د سپه سالار استوګنځي ته ورغلم، زه هلته له ټولي دوسي (توطيې) څخه خبر سوم. سپه سالار صاحب او د هغه محترم پلار خورا خوابدي وه او راته ويې ويل: مولوي صاحب دا د اسلام او افغانستان بدمرغي ده چي ته له افغانستان څخه دغسي وزې، خو موږ تا د انګرېزانو منګولو ته نه سپارو!.
تر دې وروسته له سپه سالار صاحب سره د نايب السلطنه صاحب استوګنځي ته ورغلم. نايب السلطنه صاحب وويل چي ما ياغستان ته ستا د تلو ترتيبات نيولي دي. بيا له فون هينټينګ، راجه مهندر پرتاب او مولانا بركت الله سره تر اوږدو سلا- مشورو وروسته پرېكړه وسوه چي له ملا بشير سره ياغستان ته ولاړ سم، قبايل منظم كړم، پر انګرېزانو يرغلونه وكړم. نايب السلطنه صاحب ژمنه وكړه چي دى به د جرمني د پلاوي ځيني غړي هلته ولېږي، چي د قبايلو د تنظيم كار بشپړ كړاى سي. د سامان او وسلې برابرولو ژمنه يې هم وكړه. خو د ځينو لاملونو له امله چي وروسته به وويل سي، د جرمني د پلاوو غړو خپله ژمنه ترسره نه كړاى سوه.
زما لپاره دا د سختي ازمويني مهال و، ځكه دغه اوښتونيز (انقلابي) غورځنګ ته په وردانګلو سره د بېرته راوتلو امكان نه و.
مولانا سندي، چي زما له تلو څخه خبر سو، ډېر خپه سو، ډېر يې وژړل او د زړه له كومي يې زه په غېږ كي ونيولم، په راتلونكې كي يې د مرستي ډاډ راكړ. ما خپل نيم لوښي او سامانونه پر راتلونكي اوښتونيز پروګرام باندي د لګښت لپاره هغه ته وړاندي كړل او خپله مي يوازي درې پونډه واخيستل، نور ټول سامان مي په كابل كي پرېښود. د ملا بشير په ملګرتيا د 1916ع كال په جون كي په پټه له كابله ووتلم او تر يوې اوونۍ ستونزمن واټن وهلو وروسته په ياغستان كي د ملا بشير استوګنځي ته ورسېدلم.


درين درياى بى پايان، درين طوفان موج افزا
دل افګنديم، بسم الله مجريها و مرساها