کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

ژباړه: فاطمه مقدس اتلواله
كمپيوټري كور

الكټرونيكي سامان الاتو او كمپيوټري ټكنالوژۍ، د خلكو ډېر خوبونه رښتيا كړل، چې له دغو اوږدو او پرله پسې خوبونو څخه يو هم په داسې يو كور كې اوسېدل دي، چې د سړي پر ځاى په خپله كور فكر وكړي.
دا دى دا خوب هم رښتيا سو، د شمالي سكانديناوي په يوه سړه رودخانه كې څو كورونه جوړ سوي، چې يو پخوانى خوب يې په عيني واقعيت بدل كړى دى. په دغه ښارګوټي كې خلك په يوه هوښيار كور كې اوسېږي، چې ټولې برخې يې د يوه كمپيوټري مغز په وسيله كنټرولېږي. دغه مركز د كور ډېرې كوچنۍ برخې هم كنټرولوي، كور ته له ننوتو څخه نيولې، بيا تر وتو پورې ټولې چارې د يوه ځانګړي كمپيوټري سيسټم له لارې تنظيم او څارل كېږي. د دې لپاره چې كور ته طبيعي رڼا او تودوخه ننوزي، له اړتيا سره سم ښيښې او كړكۍ خلاصې او تړل كېږي. كله چې طبيعي رڼا او تودوخه لږ، يا زياته سي، نو د يوه ځانګړي سيسټم له لارې په عادي ډول ساتل كېږي او دغه سيسټم په مصنوعي ډول د كور رڼا كټ مټ داسې تنظيموي، لكه په طبيعي ډول چې وي.
كه سړى په كور كې شا و خوا وګوري، نو ظاهراً هېڅ يو سويچ نه تر سترګو كېږي، خو كله چې سړى يوې خونې ته ورننوزي، نو څراغونه يې په خپله روښانه او د لاس په لږ حركت او غږ كولو سره د سويچونو كار وركوي.
بل دا پرته له دې چې څوك يوې خونې ته ورسي، د خپل موبايل له لارې كولاى سي هغه څه ترسره كړي، چې په خپل لاس او غږ سره يې كولاى سي. د پخلنځي ټولې اجزاوې، له چايجوش څخه نيولې، بيا د پخلي تر چولې او سټوف پورې د يوه ځانګړي كمپيوټري ميكانيزم په وسيله كنټرولېږي.
دا هم كفايت كوي، چې كله سړى كور ته ننوزي، نو مركزي كمپيوټر ته هدايت وركړي او يا د خپل موبايل له لارې چايجوش ته ټيليفون وكړي، چې دى ورروان دى، چاى، يا قهوه دې ورته جوش كړي. د كور رڼا او د ټلوېزيون خپرونې هم همدغسې درواخله. كله چې سړى په كور كې نه وي، نو ځانګړى برقي جارو په اتوماتيك ډول د كور په جارو كولو پيل كوي، ان دا چې كه سړى له كوره دباندې وي، نو دغه جارو ته د خپل لپ ټاپ كمپيوټر او يا موبايل له لارې هدايت كولاى سي چې د كور فلانۍ برخه جارو كړي
ګه د همدغه لپ ټاپ له لارې جارو رهنمايي كولاى سي. ځكه چې دى د ځانګړو نصب سويو دوربينونو له لارې، چې د ده له كمپيوټر سره وصل سوي، ويني چې اوس جارو د كور كومه برخه جارو كوي او يا بايد كومه برخه جارو كړي؟
د تود، يا سوړ ساتلو سيسټم د دې كور په زړه پورې برخه ګڼل كېږي. په دې باب ډېره هڅه سوې، چې له طبيعي انرژۍ څخه كار واخيستل سي. ځكه يې نو پر شا و خوا د لمر څو صفحې نصب سوي، چې د اړتيا وړ انرژي جذب كړي.
د دې كور بله ښېګڼه ډاډمن امنيت دى، چې غل په هېڅ ډول نه سي ورننوتلاى. ځكه چې د كور ټول وسايل، ان دا چې د دروازو كلپونه هم د كمپيوټر د پاسورډ غوندې د كور د خاوند د ګوتو نقشونه پېژني او د هماغه يوه فرد په هدايت عمل كوي.
يوه ښېګڼه يې لا دا ده چې كه د كور خاوند په كور كې نه وي او كوم مېلمه راسي، نو د كور څښتن كولاى سي د كور مركزي كمپيوټر ته هدايت وكړي، چې د مېلمه لپاره چاى، خواړه، كټ، بستر او نور څه چمتو كړي. همدغه ډول په كور كې د څښتن د نه موجوديت معذرت په صوتي او تصويري بڼه ليدل كېږي. د دې كار ګټه دا ده چې مېلمه پوه سي د كور خاوند څومره ځنډېږي، ايا دى انتظار ورته كولاى سي، كنه؟ او يا كولاى سي د هغه تر راتګ پورې په كوم شي ځان بوخت وساتي.
د دې تر څنګ مېلمه دا هم كولاى سي چې د تصويري ټيليفون له لارې د كور له خاوند سره خبرې وكړي. له دې لارې به د كور خاوند د خبرو تر څنګ خپل مېلمه وويني، چې څنګه دى او څه كوي؟
له دغه ډول كورونو څخه د لومړي ځل لپاره كار اخيستل سوى، چې اوس يو شمېر ښاريان په كښې اوسېږي. خو دغه مجهز كورونه په يوه پلا نه دي جوړ سوي، بلكې د كور له بېلابېلو برخو پرمختللي ټكنالوژۍ سره وصل سوي او بيا دغه كور ځنې جوړ سوى دى.
د كورونو بېلابېلې برخې، لكه: دروازې، ټلوېزيون، ايركنډېشن، څراغونه او داسې نور د ريموټ په وسيله كنټرولېږي. خو دا لومړى ځل دى، چې دغه ټول وسايل سره يو ځاى سوي او اوس دا دى يو بشپړ كور د كمپيوټر د يوې حافظې تر قوماندې لاندې كار كوي.