|
|
برى افغانپور
زما د شونډو چوپه سندره
لكه څنګه چې ټولو ته معلومه ده افغاني ادبياتو تل په
افغانستان او له هېواد نه بهر په نورو بهرنيو هېوادونو كې بې شمېره مينه
وال درلودل او د يو شمېر افغاني ليكوالو او شاعرانو ليكلي اثار د بهرنيو
څېړونكو له خوا څېړل شوي او يا د نړۍ په ژونديو ژبو ژباړل شوي، د كلونو په
اوږدو كې د بدلونونو او پېښو له راتګ سره- سره دغه ادبيات، چې په ټوله نړۍ
كې د حقايقو يو ښايسته انځور بلل كېږي، نن لا تر پخوا هم ښايسته او روښانه
شوي دي. ځكه زموږ په هېواد كې چې وروستۍ پېښې منځته راغلې، د دغو ليكوالانو
په اثارو كې چې تل د ژورو مينو، اميدونو، ښايسته طبيعت، نازكو خيالونو،
ښايسته ښاپېريو او له ژوندانه سره د رښتيني محبت او مينې يو شهكار و، خپله
اغېزه پرېښودله.
هغه ژورې مينې په ډېرو ژورو كركو بدلې شوې، اميدونه، په نااميديو واوښتل،
ښايسته طبيعت تالا شو، د نازكو خيالونو هنداره ماته شوه او ښايسته ښاپېرۍ د
كډوالو له اوږدو جګړو څخه ستړي كاروانونو سره د غرونو او رغونو تر شا له
سترګو پناه شوه او له ژوندانه سره رښتينې مينه او محبت له بېرې څخه په
تېښته بدل شو. د دغو پېښو اغېزې، چې يو بربنډ حقيقت دى، زموږ د ليكوالانو
او شاعرانو په اثارو كې په يو هنري ډول د مينې او درد يو ډېر ښايسته تصوير
جوړ كړ، چې دغه تصوير تر پخوا لا هم د ډېرو مينه والو پام د افغانستان
ادبياتو ته راواړاوه. د دغې خبرې روښانه مثال: زما د شونډو چوپه سندره تر
عنوان لاندې د افغاني ليكوالو او شاعرانو مجموعه ده، چې د قادر شفيق په
نامه يو تن افغان ادب څېړونكي په هڅه د او زموزى تر نامه لاندې د ادبياتو
څېړنيز مركز په مالي مرستې د هالېنډ په هېواد كې چاپ شوې ده. دغه كتاب چې
پښتۍ يې د كوچيانو د ژوند په يوه ښكلي انځور ښايسته شوې، د دغو افغاني
ليكوالو او شاعرانو ليكنې، شعرونه او ژوندليكونه چاپ شوي دي، لكه: پروين
فيض زاده ملال، پيرمحمد كاروان، امين افغانپور، پرتو نادري، نورمحمد لاهو،
خالد نويسا، افضل ټكور، قهار عاصي، صديق كاوون طوفاني، خالده تحسين، علم ګل
سحر، فرشته مصمم، كاتب پاڅون، طارق رشاد، كمال الدين مستان، هريوا رسام،
احمد تكل، هميرا نګهت دستګيرزاده، عبدالهادي هادي، سيد فريدون ابراهيمي او
رامين انوري.
د دغو ليكوالو او شاعرانو له ليكنو او شعرونو سره د ښاغلي جان پرونك او
يو شمېر سمبوليكو انځورونو د دغه كتاب، چې يو سل و اته ويشت مخه لري، لا هم
ښايست ډېر كړى دى.
|