کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

عزت الله پېژاند، كابل
د ولسمشرۍ په ټولټاكنو كې ټوپكسالارانو ماتې وخوړه

كله چې د بُن له پرېكړو سره سم په افغانستان كې د ټولټاكنو پر لور لومړي ګامونه پورته شول، نو له دې سره سم د دې خاورې د ځورېدلي او له جګړې څخه د ستړي ولس په رګونو كې د يوه ارام، سوكاله او سوله ييز ژوند وينه وچلېده. خو د دې خلاف د هغو كسانو پر زړونو د اور لمبې بلې شوې، چې خپله ډوډۍ يې د دې ملت په كړاو، زجر او غم كې ګټله او له داسې يوې ورځې څخه ډارېدل چې د مظلومانو لاسونه به يې ګرېوان ته رسېږي او د خپلو تېرو كړنو حساب به ترې غواړي. ځكه نو نوموړي كسان له لويه سره نه يوازې په هېواد كې د ټولټاكنو له پروسې سره په پټه او ښكاره مخالف وو، بلكې د هر هغه ګام په لار كې يې اغزي شيندل، چې د ملت په ګټه او د دوى په شخصي زيان تمامېده، چې ښه بېلګه يې په هېواد كې د افغان ملت د ارادې د څرګندولو د پروسې (ټولټاكنو) سبوتاژ كول و. كه لږ ځير شو، نو ټوپكسالارانو له لومړۍ ورځې څخه د دې بهير په وړاندې خنډونه او پاټكونه جوړول، كله به يې په پټو سترګو د هېواد د نوي سياسي جمهوري نظام پر ځاى فډرالي نظام غوښت، كله به يې د هېواد د اوسني نوم بدلون غوښت او كله به يې هم د افغان پر ځاى افغانستاني (!) پر ملت ټپل غوښتل. كله چې يې دا او دې ته ورته ټولې غوښتنې د ملت په لاسونو له خاورو سره خاورې شوې، نو تر لنډې چوپتيا وروسته يې په مستقيم ډول د ټولټاكنو د پروسې د شنډولو او ګډوډولو لپاره لستوڼي رابډوهل. دوى د دې كار لپاره لومړى په خپلو منځو كې يو تش په نامه ائتلاف وكړ او د خپلو خنډونو لړۍ يې په هېواد كې د وسلې ټولولو له بهير (DDR) سره په يو نه، يو ډول له مخالفت څخه پيل كړه او ملت ته يې دا په غوږ كې وركول چې مشران (؟) او چارواكي (؟) يې د بېړنيو ځواكونو په وړاندې تش لاسي كېږي. خو د دې خبرې په اورېدو سره ملت د تېروتنو پر ځاى نور هم متوجه كېده او د دغو زياترو ښاغلو (!) د هغه واك سالارۍ شېبې ورپه زړه كېدې، چې د همدغو وسلو خولې يې د همدې ملت او همدې هېواد د وژنې او تباهۍ لپاره ګرمې ساتلې.
كله چې يې دا پلان شنډ شو، نو سمدستي يې د خپلو كرايي خبري رسنيو له لارې دا نارې سورې پورته كړې چې اوسني شرايط د ټولټاكنو لپاره مناسب نه دي او د دې بهير د ځنډ غوښتنې يې كولې. خو بيا هم له دې ټګۍ او برګۍ سره د ملت غوڅ ډېركى او نړيواله ټولنه جوړ رانه غلل.
تر دغو دوو نهيليو او ماتو وروسته د ټولټاكنو د دې سبوتاژوونكي مافيا څو سرغنه تر لږ فكر وروسته سره كښېناستل او د خپل بدلېدونكي سياست پر بڼسټ يې ځانونه د ولس ارادې ته كانديد كړل. څرنګه چې دا هم د دوى د سبوتاژي تګلارې يوه برخه وه، نو هوري او دوري يې ځينې هغه كسان چې د دوى په څېر بدنامې څېرې نه وې، د خپلې ممكنې ناكامۍ د پټولو او د ولس د رايو د وېشلو لپاره له ځان سره يو ځاى كړل او په ډېر غيرشفاف ډول يې جمهوري رياست ته د كانديداتورۍ دويم شرط او د لسو زرو، د انتخاباتو د كارټونو كاپۍ د خپلو همېشنيو عادتونو پر بنسټ په زور له خلكو څخه ټولې او ټاكلي كميسيون ته وسپارلې. خو د دې ضمانت نه نوموړي كميسيون او نه هم دوى خپله كولاى شو، چې په دغو كاپيو كې به تكرار نه وي. وروسته د دولت له لوري دغو ټولو كانديدانو ته په وار سره هره ورځ ټاكلى وخت وركول كېده، چې د خپل انتخاباتي كمپاين په ترڅ كې د افغانستان ټلوېزيون له لارې خپل فرضي جمهوري رياست پلانونه په لنډ او څرګند ډول ولس ته وړاندې كړي. كله چې به چا د دغو ښاغلو څېرې د ټلوېزيون پر پرده ليدلې، نو د خندا او افسوس تر منځ به راګير كېدل. ځكه په دې ګروپ كې داسې كسان هم وو چې همدا نژدې يوه لسيزه وړاندې يې د خلكو په ككريو كې مېخونه ټكوهل، يا د ماركسيزم د فلسفې لېوني مريدان وو، يا يې د افغان پر ځاى ځانونو ته د افغانستاني (!) خطاب غوره ګاڼه او يا يې...
په دې ډله كې خو يو شمېر داسې كسان هم وو چې خپل پلانونه يې د ټنبلو زده كوونكو په څېر ټكي په ټكي له كاغذه لوستل. ځينو خو بېخي د كمترۍ احساس كاوه او دومره جرئت يې نه درلود چې په خپله د سټيج يا دريځ تر شا ودرېږي او دوې ګوتې ژبه وخوځوي. ځكه يې نو په يوه او بله بانه خپل مرستيالان دې كار ته غوره كول. داسې كسان هم وو چې د اصلي موضوع پر ځاى يې پر ولسمشر كرزي بې بنسټه تورونه لګول او يا يې خپل ټاكلى وخت په مترادفو كليمو او شعرونو لنډاوه.
كه څه هم دوى ته دولت پوره وخت او زمينه برابره كړې وه، چې د هېواد په هر ګوټ كې خپل انتخاباتي كمپاين وچلوي، خو بيا هم دوى په ځانونو كې دومره جوهر نه ليده، چې ملت دې خپل سرنوشت ورته وسپاري. ځكه يې نو تر خپله وسه د يوازېني پياوړي كانديد د ناكامۍ لپاره له هېڅ ډول مشروع او نامشروع وسيلې څخه لاس نه لنډاوه، چې په دې برخه كې د يونس قانوني د غيرقانوني كړنو په ترڅ كې چې په مركز او ولاياتو كې پر ولس د هغو ډالرو وېش يادولاى شو. خو له دې دومره تاوان سره- سره بيا هم ده خپل ځان د ښاغلي كرزي په وړاندې كمزورى احساساوه. ځكه يې نو هغه ته په پټ ډول خپل وفاداره كسان ورولېږل او د ائتلاف غوښتنه يې ترې وكړه. خو ښاغلي كرزي، چې د هغه په وينا په تېرو دوو كلونو كې له زياتو ائتلافونو څخه تر پزې راغلى و، په ډاګه وويل چې په هېڅ توګه ائتلافي حكومت نه غواړي. كله چې قانوني دا د خطر زنګ واورېد، نو خپله ټوله غوسه يې د خپلو ملېشو په مټ په كابل ښار كې د كرزي د انتخاباتي كمپاين تر عكسونو وكښله. سهار د ښار په ټولو سيمو كې د كرزي په سلو كې اتيا عكسونه څيري شوي وو او د كابل ښاروالۍ پر مخ يې څو متره ستر عكس په تېزابي غوندې موادو ويشتل شوى او ككړ شوى و، چې څه موده وروسته د كيفيت د خرابۍ له امله كوز شو.
بله د پام وړ خبره دا ده چې د ټولټاكنو د پروسې په ترڅ كې په ټوليزه توګه ټولو كانديدانو ضد او نقيض خبرې كولې. د بېلګې په توګه دوى په لومړي سر كې د دولت د هغې پرېكړې سخته غندنه وكړه چې د ځينو ستونزو پر بنسټ يې ټولټاكنې تر لومړي ټاكل شوي وخته وځنډولې. دوى د دې عمل په غبرګون كې په خورا شور نارې سورې پيل كړې چې كرزى له دې لارې غواړي چې د خپل واك دوره وغځوي او د دوى په وينا دا له قانونه خلاف كار وبلل شو. خو د ټولټاكنو د نېټې په رانژدې كېدو سره د همدغو كانديدانو شورا، چې په سر كې يې قانوني په څو- څو ځله د دې پروسې د مودې د اوږدولو غوښتنه وكړه او ويې ويل چې خپل انتخاباتي كمپاينونه يې لا نه دي بشپړ شوي.
دا ټولې ماشومانه ناز او نخرې منځمهالي دولت او نړيوالې ټولنې په پوره زغم او تدبير سره په سړه سينه تللې. ځكه دوى پوهېدل چې دا څېرې د ملت څه چې د خپل قوم پوره ملاتړ نه لري او هر څه يوازې او يوازې د ځان د بقا او خپلو تېرو شومو كړنو د پټولو لپاره غواړي. خو له دې ټولو خنډونو، ستونزو او ګواښونو سره- سره ملت د دوى د هيلې خلاف ودرېد او د لومړي ځل لپاره يې د خپل راتلونكي پنځه كلن برخليك د ټاكنې لپاره د هغه چا سپينه خانه رنګينه كړه چې دوى ته د منلو او ډاډ وړ و، نه ماركسيستانو، جهادي ټېكه دارانو، مېخ وهونكو او افغانستانيو ته (!) او په دغه حساس تاريخي پړاو كې يې د دغو واك سالارانو تر څنګ نړيوالو ته هم وښودله چې يو واحد او پياوړى افغان ملت دى او د هغه چا تر شا درېږي، چې د مشرتابه آر جوهرونه (اهليت، ښه سابقه او ملي روحيه) ولري.