کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

معلم ذبېح الله كريمزى
افغانستان د معاصر تاريخ په نوي پړاو كې


دا لومړى ځل دى چې په افغانستان كې د ولسمشرۍ انتخابات كېږي او زموږ هېواد د ډيموكراسۍ په درشل كې نوى قدم ږدي، نو مخكې له دې چې د انتخاباتو پر څرنګوالي او نورو اړخونو وغږېږو، ښه به دا وي چې لومړى خپله د ډيموكراسۍ پس منظر ته يوه لنډه كتنه وكړو.
انسان له ډېر پخوا څخه هاند او هڅه كړې، چې په سوله، عدالت او خپلواكۍ كې ژوند وكړي. د دې هدف لپاره يې خورا اوږده لاره ووهل او تر بېلابېلو تجربو وروسته پر دې بريالى شو چې حكومت منځته راوړي. د حكومتونو تر جوړولو وروسته د خلكو ځينې ستونزې حل شوې. خو ځينې داسې نورې ستونزې منځته راغلې، چې مخكې نه وې. مخكې به د افرادو، قبيلو او قومونو په سطح شخړې او لانجې وې او په همدغه سطح به د خلكو حقوق تر پښو لاندې كېدل. خو تر دې وروسته د حكومتونو، د غلطو سياستونو او اشتباګانو په نتيجه كې نه يوازې دا چې په ملي، بلكې په نړيواله سطح يو شمېر ستونزې منځته راغلې. له همدې امله انسان په دې فكر كې شو، چې يو داسې حكومت ولري، چې د دوى په خوښه منځته راغلى وي، د دوى لپاره كار وكړي او د دوى په خوښه تغير ومومي. د دې هدف لاسته راوړلو لپاره د نړۍ بېلابېلو عالمانو كار وكړ، چې بالاخره يې د ډيموكراټيك سيسټم تيوري منځته راوړه، چې د خلكو له خوا يې خورا تود هركلى وشو او په ډېرو هېوادونو كې پلې او ومنل شوه، په تېره بيا په شلمه پېړۍ كې دغه كلتور د نړۍ ګوټ- ګوټ ته ورسېد.
ډيموكراسي(Democracy) د يوناني ژبې كليمه ده چې ډيمو د خلكو او كراسي د حكومت مانا لري. د زاړه يونان په ښاري دولتونو كې لږو خلكو ته سياسي حقوق وركول كېدل، خو په اوسنيو ډيموكراټيكو حكومتونو كې د يو هېواد ټول اتباع برابر، مدني او سياسي حقوق لري. ډيموكراټيك حكومتونه د ازادو او منصفانه انتخاباتو له لارې ټاكل كېږي.
د ډيموكراټيك حكومت خصوصيتونه:
1. مدني حقوق:
په اوسنيو ډيموكراسيو كې ټول اتباع برابر او يو شان مدني او سياسي حقوق لري او خلك په سياست كې د برخې اخيستلو حق لري.
2. په حكومت كې بدلون:
په حكومت كې بدلون، د ډيموكراټيك حكومت يو غوره اصل دى. حكومتونه د ازاد، منصفانه او منظمو انتخاباتو له لارې بدلېږي. د حكومت د كار موده معلومه وي او د وخت تر پاى ته رسېدو وروسته بايد استازي خلكو ته د يوه نوي حكومت لپاره مراجعه وكړي.
3. سياسي مسووليت او حساب وركول:
د خلكو استازي سياسي واك لري، خو دوى بايد انتخابوونكو، يا رايه وركوونكو ته حساب هم وركړي. په هر سيسټم كې ټولې وړ لارې او طرحې له اساسي قانون څخه راوځي، چې حكومت خلكو ته مسوول او هغوى ته حساب وركړي.
4. د اكثريت اصل:
په يوه ډيموكراټيك سيسټم كې ټولې پرېكړې د اكثريت د اصل له مخې كېږي او دا پرېكړه د خلكو اراده او جمعي پوهې د جوتېدلو ښكارندويي كوي.
5. د بيان ازادي:
د بيان ازادي، د اوسني ډيموكراټيك سيسټم د ملا تير ګڼل كېږي. دغه راز د دې مانا د سالم انتقاد حق هم دى، چې د ډيموكراسۍ د بريالي كار لپاره اساسي او غوره بلل كېږي.
6. سياسي ګوندونه:
اوسنۍ ډيموكراسي پر سياسي ګوندونو راڅرخي. د خلكو اراده او هيلې په اغېزمنه توګه د سياسي ګوندونو له لارې تحقق مومي، ځكه چې ګوندونه سياسي جلب او جذب كوي او داسې پرله پسې پروګرام برابروي، چې د ملت ګټې په كې نغښتې او په انتخاباتو كې له خلكو څخه واك ترلاسه او ورپسې دغه پروګرام د سياسي واكمنۍ له لارې عملي كوي.
د ډيموكراټيك حكومت درې ارګانونه:
په حكومت كې درې ارګانونه دي، چې له اجرائيه، مقننه او قضائيه قواوو څخه عبارت دي. دغه درې واړه ارګانونه جلا- جلا دندې ترسره كوي. مقننه ارګان، قوانين تصويبوي، اجرائيه ارګان، دغه قوانين عملي كوي او قضائيه ارګان، دغه قوانين تفسير او لانجې اواروي. په اوسنيو ډيموكراسيو كې د درې ګونو قواوو بېلوالى، له همدغو ارګانونو څخه عبارت دى. كه چېرې دغه وېش په سمه توګه په پام كې ونيول شي، نو هېڅ يو ارګان نه شي كولاى دا واك پيدا كړي، چې پر ملت، يا نورو ارګانونو مطلقه واكمني وچلوي.
د اجرائيه او مقننه څانګې تر منځ نننۍ اړيكې د يوه حكومت د ولسمشري (رياستي)، نيمه ولسمشري او پارلماني بڼې تعينوي. كه چېرې اجرائيوي ارګان (صدراعظم او كابينه) د مقننه ارګان له خوا انتخاب او دغه ارګان ته مسوول وي، دې سيسټم ته پارلماني وايي. په دې حالت كې د دولت مشر په جلا توګه د مقننه قوې له خوا انتخابېږي او كه چېرې مشر اجرائيه واك سره راونغاړي، دې حكومت ته ولسمشري (رياستي) نظام وايي. كه چېرې د ولسمشر او صدراعظم حكومت سره ګډ وي، دې سيسټم ته نيمه رياستي نظام ويل كېږي.
د ولسمشرۍ ټاكنې:
تر دې ځايه مو د ډيموكراټيك حكومت ډولونه او خصوصيتونه وڅېړل، اوس به زموږ په هېواد كې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه رڼا واچوو.
د افغانستان په تاريخ كې د 1383ل كال، د مېزان 18نېټه يوه ځانګړې او ځلانده ورځ ده چې د ډيموكراسۍ پر لور يو غوره ګام بلل كېږي. له دغه بهير سره د ملګرتيا په مقصد لسم نيم مليونو افغانانو، چې په سلو كې 58.7 يې نارينه او 41.3 ښځې وې، خپل نومونه ثبت كړل. دغه ډول د ايران او پاكستان په هېوادونو كې هم يو مليون كډوالو خپل نومونه ثبت كړل.
په دې ورځ افغانانو له واورې، باران او سختو بادونو سره- سره بيا هم د ورځې له پيل څخه د رايې اچولو صندوقونو ته ولاړل او خپلې رايې يې په كې واچولې. بايد ياده كړو، چې په هېواد كې او له هېواده بهر تر اته نيمو مليونو زياتو افغانانو رايې وركړې.
د رايو دغه صندوقونه كابل، كندهار، هرات، مزار شريف، كندز، جلال اباد، باميانو او ګردېز ولايتونو ته واستول شول او هلته د كانديدانو د استازو، ملي او بين المللي څارونكو په وړاندې خلاص او رايې يې وشمېرل شوې، چې نتيجه يې په لاندې ډول ده

د قانوني رايو شمېر 8024536
د ناقانوني رايو شمېر 104404
د ټولو رايو شمېر 8128940


څرنګه چې د افغانستان د حكومت طرز رياستي دى او نوموړي انتخابات هم د ولسمشر د ټاكنو لپاره وو، نو بېځايه به نه وي، كه د افغانستان د اوسني اساسي قانون له مخې د ولسمشر صلاحيتونه په ګوته كړو. نوموړي صلاحيتونه او دندې په لاندې ډول دي:
1. د اساسي قانون د اجرا څارل.
2. د ملي شورا په تصويب د هېواد د سياست، د اساسي كرښو ټاكل.
3. د افغانستان د وسله والو ځواكونو ستر مشرتوب.
4. د ملي شورا او لويې جرګې د غونډو پرانيستل.
5. د ولسي جرګې په تائيد، د وزيرانو، لويې څارنوالۍ، مركزي بانك، ملي امنيت، سرې مياشتې، د رئيسانو او دغه ډول د سترې محكمې د رئيس او غړو ټاكل.
6. د قوانينو او تقنينه فرمانونو لاسليك.
بايد ياده كړو چې د افغانانو د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د فعالې ونډې په اخيستلو سره د دوى دا هيله ښكاره كېږي چې غواړي په افغانستان كې د ټوپك پر ځاى، قانون حاكم شي. موږ افغان ملت ته د دغه ستر برياليتوب مباركي وايو. دغه ډول د افغانستان لومړني منتخب ولسمشر، ښاغلي حامد كرزي ته هم د زړه له كومې مباركي وايو. څرنګه چې ملت پر ده باور وكړ او دى يې د ولسمشرۍ وړ وګاڼه، نو هيله ده چې دى هم افغان ملت، چې خورا ډېر كړاوونه يې ګاللي دي، هېر نه كړي.

كانديد

سياسي ګوند

د رايو شمېر

فيصدي

ښاغلى كرزى

خپلواك

4443029

55.4

ښاغلى قانوني

د افغانستان ملي نهضت

1306503

16.3

ښاغلى محقق

خپلواك

935325

11.7

ښاغلى دوستم

خپلواك

804861

10.0

ښاغلى پدرام

د افغانستان ملي كنګره

110160

1.4

اغلې مسعوده جلال

خپلواكه

91415

1.1

ښاغلى ګيلاني

د افغانستان د ملي همبستګۍ نهضت

80081

1.0

ښاغلى احمدزى

خپلواك

60199

0.8

ښاغلى سيرت

خپلواك

30201

0.4

ښاغلى اصفي

خپلواك

26224

0.3

ښاغلى نجرابي

حزب استقلال افغانستان

24232

0.3

ښاغلى دبير

خپلواك

24057

0.3

ښاغلى منصور

خپلواك

19728

0.2

ښاغلى خليلزى

خپلواك

18082

0.2

ښاغلى ندايي

خپلواك

16054

0.2

ښاغلى ابراهيم رشيد

خپلواك

14242

0.2

ښاغلى منګل

خپلواك

11770

0.1

ښاغلى ارين

خپلواك

8373

0.1