|
|
وفا سمندر
د چوپتيا غږ
دا ده ځمكه، هستي، انسانان، اړيكې، ګرځېدل راګرځېدل، ګټې
وټې، تشه فضا، ښاري ودانۍ، ليرې غرونه، حتى د اسمان شين ډنډ د شپې په تورو
دوړو كې پټ او ورك شوى، هر څه شپې وخوړل. شپه هر ځل ځمكه، هستي او انسانان
خپلې ګېډې ته ننباسي.
شپه د شته والي تور مخ دى، شپه يوه بې غږه خبره ده، چې پرله پسې ما ته كاته،
هغه ته، انسانانو ته، واقعيت ته اورول كېږي. شپه غږېږي، شپه په خبرو ده،
شپه بې غږه غږېږي. د شپې غږ دغه ګازي څراغ خوړلى، چې دغه كاغذ يې رڼا كړى.
نه، هغه دى پاس پر دېوال ساعت ټك- ټك كوي او شپه خوري... اه، دا خو د جومات
د ملا غږ و، وايي لمونځ قضا كېږي.
شپه څوك خبرو كولو ته نه پرېږدي، شپه غږېږي، د شپې غږ د څراغ، د ساعت، د
ملا، د بامونو پر سر د كورنيو ګڼه ګوڼو... پوښلې. د هر څه غږ راځي او د شپې
غږ پر ما راكښېكاږي. د شپې غږ يو ويده، يو بې اوازه، بې اهنګه او بې
اهتزازه غږ دى، چې يوازې پټ حواس ورباندې خبر دي.
شپه د چوپتيا غږ دى، شپه يو چوپ غږ دى، چوپ غږ خامخا د ابديت نښه له ځانه
سره لري. چوپ غږ به ښايي ابديت له ځانه سره راوړي. ښايي ابديت په دغه
غيرعادي غږ زموږ هډ- هډ لمس كوي.
موږ يوازې راپېژندل شوي غږونه پېژنو؛ د پلار غږ، د مور غږ، د ورور، خور،
ترور، تربور، خلكو، ولس، هېواد، نژاد، بشري نسل، حيواني كټه ګوريو، تخنيكي،
ماشيني جوړښتونو، د طبيعت د قهرېدلو قواوو، سېل، زلزلې، اورغورځونې، توپان
او بالاخره د واده او د مړي د مراسمو د تودو- تودو ژړاګانو غږونه پېژنو او
منو. موږ يوازې په زړو ماناګانو كې ځايېدونكي غږونه پېژنو او منو. موږ
يوازې پېژندلي او مانا شوي شيان منو او اورو. ځكه د خداى غږ راڅخه ورك دى،
هغه غږ چې په ډبره، ګياه، مرغه، حيوان او انسان كې پټ، خو له موږ څخه ورك
دى.
موږ په خپله د عادت له مخې له ابديت سره خپل مزي او اړيكې شلولي، موږ غواړو
ابديت په خپلو عادتونو كې راايسار كړو، غواړو ابديت د ځانونو په شان محدود،
پر ځان مين، خود بين، خود پرست، بې حركته او ځمكنى ووينو. ځكه نو ځمكه
بُتانو پوښلې. ښايي هر بُت به پر موږ باندې خاندي. ښايي بُت هم يو پټ غږ،
يو چوپ غږ ولري. ښايي زموږ به د بُتانو خندا نه خوښېږي. ښايي زموږ او د
بُتانو ګټې وټې سره بېلې وي او موږ خو يوازې ګټور چاپېريال، ګټور دوستان،
ګټورې راشې درشې، ګټور غږونه، حتى موسيقي ګټوره موسيقي غواړو او اورو.
ځكه زموږ او ابديت، زموږ او طبيعت اړيكې سره شلېدلي. دا به ومنو چې هر څه
غږ لري، دا به ومنو چې يوازې زموږ وړوكى چاپېريال مليارډونو توكو جوړ كړى،
خو موږ يوازې د انسانانو ژبه (د يو شمېر افغانانو، لكه قوم، سيمې او محدودې
جغرافيې) ژبه پېژنو او ورباندې پوهېږو. موږ مانا ته مخه كړې، مانا مو د ګټي
په خاطر پر ځان باداره كړې، زموږ تعريف، حيثيت او دريځ هغه وخت غټه مانا
وركوي، چې ګټه مو اوچته وي، ګټه مو تر نورو بېله او غټه وي.
خو اوس شپه ده، نژدې پوخ ماسخوتن دى، راځه! غوږ به شم، ګوندي د شپې د ابديت
د چوپتيا غږ واورم، كيسه يې بيا بل ځل كوم.
|