کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

علي احمد جلالي
په تېر پسې
د خوشحال خان د عصر او چاپېريال عسكري څېړنه

2. د دښمنو طاقتونو د پوځي قدرت بنسټ او د هغه د جوړښت، تشكيلاتو، وسلو او تجهيزاتو لنډه پېژندنه، د هغوى ستراتيژيك او تكتيك اغېزې:
له دې كبله چې بابريان هند ته د يوه پردي طاقت په توگه ننوتل او هلته يې د خپل حكومت بنسټ كښېښود، په اول سر كې د هغوى حكومت يو لښكري تسلط و، چې وروسته يې بيا په هند كې د زيات نفوذ په وجه د يوه فيوډالي اردو زړى تشكيل كړ. خو گورگانيان هند ته د خپل مركز په لېږدولو په تدريج سره د هندي ټولنې عمق ته ننوتل او د خپل حكومت د ټينګتيا لپاره يې د سياسي قدرت له ټولو اړخونو څخه گټه واخيسته. په هند كې د ګورگانيانو دولت د هند له داخلي قدرتونو او خارجي واكمنيو سره د دوامداره جگړو په جريان كې ټينګ شو او په دې وجه يې د عسكري تشكيلاتو د كميت او كيفيت له مخې په هماغه تناسب پراختيا وموندله او كله چې د جلال الدين اكبر د واكمنۍ ستنې په هند كې ټينګې شوې، د ګورگاني حكومت په واك كې داسې يو ستر لښكري طاقت پروت و چې په سيمه كې يې سارى نه درلود. دغه اردو، چې له مغلو (تركانو)، افغانانو، تاجكو، پارسيانو او راجپوتانو څخه جوړ شوى و، په اصل كې يو فيوډالي لښكر و چې د هغه د تشكيلاتو اساس په منصبداري سيستم ولاړ و. دغه جوړښت د هند د ټولنيزو شرايطو محصول و چې گورگاني فيوډالي حكومت په كې حكم چلاوه او دا هم يوه طبيعي خبره ده، ځكه نه شو كولاى، د هرې زمانې او ټولنې د عسكري موسساتو جوړښت د هغې زمانې او ټولنې له عمومي ټولنيز جوړښت څخه جلا كړو.
كله چې د يوې ټولنې اقتصادي، ټولنيز جوړښت بدلون ومومي، نو د عسكري موسساتو په ماهيت او جوړښت كې هم بدلون منځته راځي.
په اروپا كې د منځنيو پېړيو خاصو لښكري موسساتو، چې د شواليه گانو پر طاقت متكي يو فيوډالي عسكري جوړښت و، په ټولنه كې د پولې اقتصاد د ودې په وجه بدلون وموند او په نتيجه كې يې د يوې اوږدې پروسې په ترڅ كې فيوډالي لښكر په حرفه وي اجير لښكر بدل شو.(5)
همدارنگه د فرانس له انقلاب (1789) وروسته حرفوي اجير لښكر د ټولنيز جوړښت په حول سره په بورژورازي ملي لښكر بدلون وموند.(16)
په هند كې چې بابريانو د يوه استعماري لښكر په وسيله خپل لومړنى تسلط ټينګ كړ، وروسته بيا يې د هندي ټولنې د شرايطو په اساس فيوډالي لښكري جوړښت ته مخه كړه. دا خبره له ګورگانيانو څخه دمخه په هند كې د افغاني حكومتونو د واكمنۍ په دوره كې هم احساس شوې ده، ځكه افغاني سلطنت چې په ابتدا كې د داسې يوه لښكر له خوا، چې اكثريت يې مسلمانان وو، په شمالي هند كې ټينګ شو (17) او د ټينګېدو په جريان كې يې د مسلمانانو له مذهبي جذباتو څخه د هنديانو په مقابل كې د يوه ايډيالوژيك قدرت په حيث كار اخيستل كېده. وروسته بيا چې همدا حكومت په هند كې پښې وځغلولې، لښكري جوړښت يې فيوډالي بڼه ونيوله او په دې توگه په داسې حال كې چې د څوارلسمې پېړۍ تر نيمايي پورې د افغاني حكومتونو لښكري تشكيلاتو ثابت شكل درلود او علاوالدين خلجي د ديارلسمې پېړۍ په پاى كې د مركزي دايمي اردو د سپاهيانو شمېره، چې تر خپلې مستقيمې پاملرنې لاندې يې په لښكر كې نيول، تقريباً نيم مليونو تنو ته ورساوه.(18)
د راتلونكي سدۍ له نيمايي وروسته د فيرزشاه تعلق د واكمنۍ په دوره كې چې په هند كې د افغاني حكومت نفوذ ژور شوى و، نو د ټولنيز چاپېريال تر اغېزې لاندې د اردو جوړښت يوه بشپړه فيوډالي بڼه ومونده.
په لښكري جوړښت باندې د ټولنې د داخلي جوړښت اغېزه په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ كې د پښتنو د هغو لښكرو په بنسټ كې هم ليدل كېږي، چې له ګورگاني واكمنۍ سره د جگړې ډگرونو ته راوتلي دي. په دې پرله پسې جگړو كې د پښتنو پوځي طاقت د هغوى د ټولنې د خاص جوړښت له مخې قبيلوي شكل درلود او بې له دې چې كوم مركزي دايمي موسسات او يا ځانته مشخص هويت ولري، د قبايلو له جنگياليانو څخه راغونډېده او اكثره له خپلو شخصي وسلو سره د خپلو ولسي مشرانو تر لارښود لاندې يې په ميدان كې توره وهله. دغه ډول عسكري قدرت د قبيلوي نظام د ټولنيز جوړښت تيپيك محصول گڼل كېږي، چې د هرې لښكري مقدمې لپاره بايد د خلكو له منځه راټول شوي واى. خوشحال خان دې موضوع ته په ډېرو مواردو كې اشاره كړې ده:
ما په ننګ د پښتانه ځوانان قربان كړه
بيا مې غوره غوره جمع ښه ځوانان كړه.(19)

البته هېڅ ترديد نشته چې د خوشحال دغه شل زره ځوانان په ثابتو عسكري تشكيلاتو كې نه وو منظم شوي، بلكې د هغه د قبيلې او ولس خلك وو چې د ضرورت په وخت كې د لښكرو د جوړولو لپاره اصلي منبع وه. د دې ولسي لښكرو خرڅ هم يا په خپله و او يا به د خانانو او قبايلو مشرانو له خوا وركول كېده.
واړه دېرش زره خټك دي
درست زما وو په فرمان
په لښكر به زما خرڅ و
يا مې خرڅ و په مهمان.(20)

د فيوډالي لښكرو داخلي جوړښت، كه د جگړه ييزې هم اهنگۍ او مركزي كنټرول له پلوه ځانته خاصې كمزورتياوې ولري، نو شك نشته چې د قبيلوي لښكرو تر جوړښت د ستراتيژيكي او تكتيك اغېزه د استمراري لوژستيكي ملاتړ، وسلو، تجهيزاتو، سوق او ادارې له مخې بهتر او اغېزمن دى او دا موضوع په خپله د پښتنو او ګورگانيانو د جنگي تقابل په فضا كې يو ډېر موثر عامل گڼل كېداى شي.
د فيوډالي لښكري جوړښت پر بنا باندې د ګورگانيانو عسكري قدرت په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ كې د تشكيلاتو مسلكي پياوړتيا، وسلو او تجهيزاتو له مخې پرله پسې پراختيا وموندله او د كلونو په تېرېدو سره يې د هند د بېلو- بېلو قومونو لښكري، مادي او كيفي ښه اړخونه په ځان كې منحل كړل. منصبداري سيسټم په خپله د فيوډالي مميزاتو په ساتلو سره د مراتبو د سلسلې يو منظم جوړښت و.
كه څه هم تكتيكي واحدونو يې د هند، د افغاني دولتونو او د ګورگانيانو په وخت كې د مرهټه وو د اردوگانو په شان تشكيلات يې ثبات نه درلود، بلكې د منصبدارو منصب له مخې يو غيرثابت عسكري يونټ و. په دې سيسټم كې دوه اساسي عنصره ليدل كېدل: يو د پاچا مركزي لښكر، چې زياتره يو حرفوي قشر و او د اردو مركز زړى ترې جوړېده. په دې قشر كې اجير سپاهيان، د نظامي اشرافو او قوماندانانو نوكران او ازاد شوي مريان شامل وو، چې د چيله (Chila) په نامه يادېدل او د بې كورۍ او بې جايداد په اثر يې يوازې تعلق له خپلو بادارانو سره و. دا هغه كسان وو چې په وړكتوب كې يې د جگړو له ميدانونو او قحطۍ وهلو سيمو څخه له خپلو كورنيو جلا كول او سپاهيگري به يې ورزده كوله او زياتره يې هندو ځلميان وو، چې د اسلام دين ته به يې راوستي وو. چيله يوازېنى قشر و چې د اجيرو سپاهيانو او د فيوډالانو د لښكرو په پرتله زياتره اعتماد پرې كېداى شو. هغوى په هر ډول شرايطو كې د خپلو بادارانو په سرنوشت كې شريك او ورسره يو ځاى وو. دغه دود نه يوازې په مركزي لښكرو، بلكې د فيوډالي لښكري تشكيلاتو په زړي كې هم ليدل كېدل.
خو بايد څرگنده شي چې د ګورگاني حكومت دايمي مركزي پوځ د يوه روزل شوي مسلكي او تخنيكي عسكري طاقت په توگه د هغه ټول لښكري طاقت يوه وړه برخه وه، چې د منصبداري سيسټم يو بنا يې د دولت مجموعي فيوډالي پوځونه منځته راوړل. مثلاً د جلال الدين اكبر حضري مركزي اردو له 35 زرو سپرو، پنځه زرو پيلانو او څو زرو پليو څخه جوړ شوى و.(21) په داسې حال كې چې ټول سفري قوت يې له تقريباً 384758 سپرو، 1000 توپچيانو او 557، 877، 3 پليو څخه جوړېده. همدارنگه شاه جهان 200000سپاره، 1000توپچيان، 40 زره پلي او اورنگزېب 300000سپاره، 1200 توپچيان او600000پلي په واك كې درلودل.(22)
په دې توگه پر مركزي دايمي پوځونو برسېره د ګورگانياني واكمن د لښكرو زياته برخه د منصبدارانو له خوا او د هغوى تر ادارې لاندې برابرېده، چې د خپلو منصبونو د واك او امتيازونو په تناسب يې د ضرورت په وخت كې ټاكلې ډله سپاهيان د واكمن خدمت ته حاضرول او د دې خدمت په بدل كې د حكومت له خوا ورته نقدي حقوق، ځمكې او يا د ځمكو د مالياتو ټاكلې برخه وركول كېده. د منصبونو د درجو شمېر، لكه څرنگه چې ابوالفضل يې په ايين اكبري كې په مفصل ډول ليكي 66 وو،(23) چې په هغو كې تر ټولو لوړه درجه (رتبه) د ده هزاري منصب او تر ټولو ټيټه درجه ده باشي منصب وه. له لوړې درجې پنجصدۍ منصب پورې دا توپير سل- سل تنه سپاهيان ټاكل شوي وو او له پنج هزار څخه تر صد و پنجاهي پورې د درجو په منځ كې توپير پنځوس- پنځوس سپاهيان وو او له هغو نه ټيټ منصبونه په دې ډول وو:
صد و بيست و پنجاه، صد و بيستي، يوزباشي وو (د سلو په سر مشر)، چهار بيستي، سه بيستي، پنجاهي، دو يستي، تركش بند، بيستي او ده باشي.
د منصبدارانو شمېر د جلال الدين اكبر په وخت كې 1500 تنه او د جهانگير په وخت كې 3000 تنه وو. د همدې منصبونو د واك په تناسب چې د هر منصب له نامه څخه څرگندېږي، منصبداران مكلف وو چې ټاكلي شمېر سپاهيان برابر كړي، ويې روزي او په حضر او سفر كې يې اداره په لاس كې واخلي. دغه موضوع د بېلو- بېلو جگړو په شرايطو كې څرگنده ښكاري.(24)
په دې ډول په منصبداري سيسټم كې د هر منصب مربوط سپاره او پلي پوځونه د تكتيكي واحدونو ښكارندوى وو چې د مراتبو د سلسلې له مخې د عمل په ساحه كې يو په بل مربوط كېدل.
په منصبداري سيسټم كې چې سپاهيان مستقيماً د منصبدارانو له خوا خدمت ته نيول كېدل، د سپاهيانو اساسي ارتباط له منصبدارانو سره و چې هغوى ته يې د خدمت نقدې يا غيرنقدي مجرايي وركوله، قومانده يې پرې چلوله او اكثره هم په سيمه كې ورسره اوسېدل. په دې وجه د سپاهيانو تعلق تر هر څه دمخه له خپل منصبدار سره و، چې په حضر او سفر كې ورسره تړلى و. له حكومت سره د دې راز پوځونو ارتباط او منصبدارانو په واسطه ټينګېده، چې د خپل خدمت په مجرايي كې يې نقدي حقوق او جاگيرونه له حكومت څخه اخيستل. معمولاً هغو منصبدارانو او سپاهيانو ته چې د ګورگاني واكمن په مركزي لښكر كې شامل وو او مستقيماً يې د پاچا تر امر لاندې خدمت كاوه، نقدي تنخواوې وركول كېدې. خو اكثراً د منصبدارانو حقوق د جاگير په ډول وركول كېدل. دغه موضوع په خپله د يوې فيوډالي واكمنۍ د داخلي جوړښت پر خصوصياتو باندې ولاړه وه. ګورگاني دولت په مركز كې ډېر غښتلي او متمركز او په لمنو كې ډېرښت و چې په هغو كې د حكومت نفوذ تر زياتې اندازې له مركز سره د خانانو او فيوډالانو د يووالي په شرط متكي و. په همدې وجه د مركزي حكومت لپاره دا يوه په زړه پورې خبره وه چې د ليرو سيمو ماليې په خپله د محلي جاگيردارانو په لاس راټولې كړي او ټاكلې برخه يې د هغوى د خدمت په قيمت كې ادا كړي. دا معامله هم د حكومت او هم د جاگيردارانو په گټه وه چې د مالياتو په حصول كې يې څه ناڅه ازادي درلوده او له دې لارې يې په سيمه كې نفوذ او حاكميت لا پياوړى كېده.
خو د دې راز لښكري جوړښت كمزورتيا په دې كې وه چې د يوه دولت په مخ كې د قدرت ثانوي مركزونه منځته راتلل، چې همېشنۍ وفاداري يې له شك او ترديد څخه تشه نه وه او كوم وخت چې به دغو ثانوي مركزونو د مركزي دولت له اطاعت څخه سر وغړاوه او د هغې سيمې ټول لښكري طاقت به هم له ياغي مركز سره د مستقيمو تعلقاتو د لرلو په وجه د مركزي حكومت له واك څخه ووت. په دې هكله د مركزي حكومت معموله پاليسي دا وه چې يو سيمه ييز طاقت د بل رقيب سيمه ييز طاقت په واسطه د تهديد له لارې په توازن كې وساتي او دا فيوډالي واكمن يوه څرګنده مشخصه ده.
كه څه هم په لښكري تشكيلاتو كې د دې ډول مشخصې نفوذ په بېلو- بېلو سيمو او زمانو كې يو شانې نه و، خو سره له دې يې هم په دولتي- لښكري جوړښت كې خپله عمومي اغېزه خوندي ساتله.
په ختيځ كې غزنويانو په يوولسمه پېړۍ كې او په اروپا كې دوهم فريدريك (لوى فريدريك) په اتلسمه پېړۍ كې په خپل دولتي- لښكري سيسټم كې د فيوډالي سيمه ييزو قوتونو اغېزې په خپلو عسكري تشكيلاتو كې په دې وجه كمزورى كړى و چې په يوه ستر مركزي لښكري قشر باندې يې اتكا موندلې وه، چې په نتيجه كې يې د بوسورت په سوينا په يوه اردو كې يو دولت منځته راغى.(25)
په دې ډول لښكري جوړښت كې د سپاهيانو خدمت د واكمن د زور په واسطه پلورل كېده او له دې لارې د پوځونو تعلقات له مركز سره د منځنيو كړيو له څه ناڅه نفوذ سره- سره نسبتاً ټينګ وو.
په لښكري جوړښت كې د مركزي كنټرول د پياوړتيا لپاره په 16پېړۍ كې ګورگاني واكمن، جلال الدين اكبر تر يوې اندازې پورې او پښتون واكمن، شېرشاه سوري په پراخه توگه جاگيرداري سيسټم لغو كړ او منصبدارانو ته يې د مركزي دولت له خوا نقدي حقوق وركول.(26)
خو سره له دې هم د هند د شپاړسمې او اوولسمې پېړۍ د ټولنيزو شرايطو په چاپېريال كې د جاگيرداري سيسټم او پر هند باندې متكي لښكري جوړښت يو طبيعي سياسي- ستراتيژيك ميلان و.
د ګورگاني حكومت دغه فيوډالي لښكري ساختمان بېل- بېل سيمه ييز عسكري قابليتونه منځته راوستل، ځكه سيمه ييز پوځونه اكثراً د خپلې سيمې له خلكو جوړېدل. هماغلته يې لښكري تمرينونه كول او زياتره يې هم په خپلو سيمو، يا ورته نژدې منطقو كې په عسكري عملياتو كې برخه اخيسته. هغه جنگي قابليت، چې پښتنو په غرنيو او سړو سيمو كې درلودل، د بنگال په سيمه ييزو سپاهيانو كې موجود نه وو. راجپوتانو د راجستان د بياباني طبعيت تر اغېزې لاندې تكړه او چټك سپاره روزل او مرهټه وو د خپلو غرونو او سردرو په جغرافيايي چاپېريال كې په لوېديزو برخو كې د لوړو كلاوو يو پراخ دفاعي سيسټم او پلي سپاهيان او په ختيزو لمنو كې سپك ضربوي سپاره پوځونه روزلي وو.
ګورگاني حكومت د هغو داخلي پرله پسې جگړو په دوران كې داسې پاليسي په مخ كې نيولې وه چې د سيمه ييز لښكري طاقت په مقابل كې ورسره متناسب د بلې سيمې جنگي قابليت ميدان ته د دوى په سيمه كې د نفاق اچولو له لارې د هرې منطقې قوت په خپله د هماغه سيمې د طاقتونو ذريعه وټكوي.
ګورګانيانو راجپوتان، چې هغه هم د خپلې جغرافيې سخت محيط او تاريخي جگړو په وجه تكړه جنگياليان وو، د پښتنو د مېړنو او جنگياليو سپاهيانو په مقابل كې استعمالول او همدارنگه يې راجپوتان په پښتنو ټكول. برسېره پر دې هغوى له قبيلوي تربگنيو، دښمنيو او رقابتونو څخه په گټه اخيستو سره پښتانه په خپل منځ او راجپوتان په خپل منځ كې سره واچول.
كه هغوى يوسفزي په خټكو او خټك په بنگښو ټكول، نو د ميوار راجپوتان يې د جيپور، جودهپور او بيكانيو په راجپوتانو وهل. په نيتجه كې د ګورگانيانو پر فيوډالي او سيمه ييز جوړښت باندې د متكي اردو د داخلي بېلوالي كمزورتيا، لښكري عملياتو د ستراتيژيكي يووالي او د مركزي دولت له سياسي، اقتصادي او عسكري موسساتو څخه په گټه اخيستلو سره تلافي كېده.
د ګورگاني حكومت په مقابل كې پښتنو د راجپوتانو په شان دايمي لښكري تشكيلات نه درلودل او د ملي ضرورت په وخت كې به هغه ځوانان، چې په كروندو كې يې كار كاوه او يا په خپلو غرونو او سردرو كې به د ژوندانه په نورو چارو بوخت وو، د خپلو مشرانو تر بيرغ لاندې اكثراً له خپلو راز- راز غيرسټنډرډ زړو او نوو وسلو سره راغونډېدل. د هغوى د عملياتو خرڅ څه د محلي خانانو له خوا، څه د قبيلو د گډو شتمنيو له منابعو او يو څه هم د دښمن د لښكرو او لوژستيكي كاروانونو د ولجه شوو مالونو له دركه برابرېده. دا ډول لوژستيكي حمايه د لنډې مودې عسكري عملياتو لپاره مساعده وه او په همدې وجه به اكثراً وروسته تر يوه عملياته د لښكرو موقتي مجموعه بېرته خوره وره شوه.
هغه قبايلي لښكرې، چې د ضرورت په وخت كې به د قومي مشرانو تر لارښوونې لاندې راغونډې شوې، كه څه هم د غښتلو، مېړنو او سرسخته جنگياليو سپاهيانو موقتي جبهه وه، خو د جگړه ييز تكتيك هم اهنگي يې د ثابتو لښكري تشكيلاتو او مراتبو د مشخصې سلسلې د نشتوالي په وجه او همدارنگه د تشكيلاتي موسسې واك او مكلفيت د ابهام او د لوژستيكي كمزورتيا له كبله او د ستراتيژيكي عمل هم اهنگي يې د واحدې جبهې د نشتوالي په وجه ډېره ضعيفه وه. هغوى پر خپل وطن او ننګ مين ښه مېړني، زړور او جنگيالي سپاهيان وو، چې د سېلاب په شان به پر غليم راكوز شول او د جگړې ډګر به يې وگاټه. مگر وروسته له هغه به يې د تشكيلاتي او داخلي بېلوالي په وجه د هرې تكتيكي اغېزې له بلې تكتيكي اغېزې سره د هم اهنگۍ او په پاى كې په ستراتيژيكي اغېزې باندې د هغوى د پراختيا توان له لاسه وركړ او هغه سېلاب ترې جوړېده. نو دښمنانو به د تېر سېلاب په اثر خپلې منځته راغلې ماتې گوډې بيرته جوړې كړې وې او بيا به په ميدان كې تازه نفسي ولاړ وو.
خوشحال خان د خيبر جگړه (1672)، د كړپې د غاښي توپاني يرغل (1674)، د نوښار كوټ ماتونكى گوزار (1673) او همدارنگه په باجوړ كې د خاپښ د غاښي جگړه او د جنگ لك عسكري برى هر يو ځانته د پښتنو ستر تكتيكي برياليتوبونه منځته راوستل. خو د دې ځانګړو برياليتوبونو اغېزې د ستراتيژيك عمل په يوه واحده مجموعه كې سره مرتبط نه شول او په هر يوه كې يې قومي لښكرې د ميدان له گټلو وروسته د تشكيلاتو او ګډې رهبرۍ د نشتوالي په وجه بېرته خپاره شول او يا يې يووالى ضروري شو.
په داسې حال كې چې ګورگانيانو تل دې ته ميلان درلود، چې نه يوازې بېل- بېل تكتيكي جگړه ييز فعاليتونه د منځنيو هدفونو د ترلاسه كولو او پراتيفي اغېزو د متناسب او پرله پسې پراختيا په مقصد په يوه واحد ستراتيژيك پلان كې توحيد كړي، بلكې په عين وخت كې يې د عسكري ستراتيژۍ په موازاتو د سياسي ستراتيژۍ ماشينري هم ورسره هم اهنگه په كار واچوله.
د عسكري، منفي مسلكونو له مخې د ګورگاني اردو د اساس د سپارلو نظام له پوځونو څخه جوړ شوى و. دا موضوع د هغه عنعنوي تمايل په وجه وه چې د منځنۍ ايشيا له خاص لښكري تاريخ سره يې تعلق ساته.
په ليريو سيمو كې د پوځي عملياتو ترسره كول او يا له مركزي اردو سره د بېلو- بېلو سيمو د فيوډالي لښكرو يو ځاى كېدل، چې د سفري اردو تر ټولېدو پورې يې يو لړ اوږده رفتارونه ايجابول، هم د هغې تمايل لا هڅوكې و. ګورگانيانو له سپرو نظامونو سره عنعنوي اشنايي درلوده، پليو سپاهيانو ته يې په كمه سترگه كتل او په توپخانه (توپچي) كې له يو لړ تخنيكي پرمختگونو سره- سره هېڅكله پاخه استادان نه شول. د دې تمايل په اساس سپاره په حقيقت كې جنگي سپاهيان وو او په سپاره نظام كې خدمت خاص امتياز او وياړ گڼل كېده، په داسې حال كې چې په پليو كې تر جگړه ييزو پوځونو د خدمتگارانو او نوكرانو شمېر څو ځلې زيات و.
هغه پلي، چې د دربار د ساتونكو، د اميرانو او لښكري قوماندانانو د محافظينو او خدمتگارانو او غلامانو په ډله كې شامل وو، يا هغه پلي چې د استخباراتي چارو عاملين (مېوړه) وو، يا يې بارونه وړل (كهار) او د بار وړونكو څارويو ساتنه او څارنه يې كوله. همدارنگه هغه كسبگران، بېلداران او د لوژستيكي خدمتونو ټول هغه عسكري پرسونل، چې د پلي صنف په تركيب كې شامل گڼل كېدل او شمېر يې هم تر محاربوي پليو زيات و، تر دې چې سپاهيان يې زياتره خدمتگاران وو او د پليو د جگړه ييزې وړتيا او محاربوي رول د معيارونو له مخې يو نامتناسب عنوان وركړ شوى و، همدې موضوع د جگړه ييزو غوښتنو په اساس د پليو مقام ډېر ټيټاوه.
د پليو د مقام دغه راز ټيټول په اروپا كې هم د منځنيو پېړيو د هغه لښكري سيسټم يو څرگند خصلت و چې د زغره لرونكو او سپكو سپرو پوځونو پر اساس منځته راغلى و. په ګورگاني اردو كې د پليو واقعي سپاهيان هغه وو چې بندوق چيان يې بلل او په ټوپكو مسلح وو، يا هغه پلي چې پراخ سپرونه او ډالونه يې درلودل او سپكې، يا درندې تورې يې چلولې او هغه پلي چې د جگړې په ډگر كې به يې ليندۍ او غشي چلول او ابوالفضل په ايين اكبري كې د ائين پيادگان تر عنوان لاندې د هغوى په هكله په تفصيل خبرې كوي.(26)
هغه وسله وال جوړښت، چې د توپخانې په نامه د ګورگاني اردو يو تركيبي جز گڼل كېده، ډېره ښه او په زړه پورې ظاهري بڼه يې درلوده. خو په تكتيكي عملياتو كې يې اغېزې او تخريبي قابليت د نورو اردولرونكو وسلو په شان چندان قاطع او د توجه وړ نه ښكارېده. اصلاً په دې عصر كې اورلرونكې وسلې د خپل هغه تكاملي مسير په جريان كې وې، چې په اروپا كې له څوارلسمې پېړۍ او په ختيځ كې لږ څه دمخه پيل شوى و. مگر تر نهمې پېړۍ پورې د دې وسلو تخريبي قدرت دې حد ته نه و رسېدلى، چې د جگړې لرغونې جارحه وسلې استعمال له ډگر څخه وباسي.
په ګورگاني توپخانې كې د توپونو د جوړولو كارخانه، تورخانه، سارايي او كوټ ساتونكي توپونه موجود وو. خو په تكتيكي ډگرونو كې يوازې سارايي سپارتوپونو او د بان توغنديو د خپل اور د اغېزې په محدود واټن كې موثريت درلود.
درانده توپونه، چې ګورگاني واكمنانو يې جوړولو ا و نمايش ته زياته مينه درلوده، فقط سترې جوړې شوې اوسپنې وې، چې د خپلو عجبو او جالبو نومونو له مخې د واكمن د شهرت جز گڼل كېدل، غازي خان، شېردهان، هفده نال او داسې نور هغه ستر او درانده توپونه وو چې له ليرې ښه ښكارېدل، خو د جگړه ييز استعمال لپاره يې له ځايه ښورول او په اوږدو واټنونو كې له اردو سره لېږدول گران او حتى ناممكن و.
ګورگانيانو د خپلې توپخانې د پراختيا او پياوړي كولو لپاره يو شمېر بهرنيان، لكه: انگرېزان، پرتگاليان او نور فراري مانگوگان استخدام كړل. خو حتى د اورنگزېب په زمانه كې د توپچيانو شمېر له 1200 تنو څخه زيات نه و چې د ګورگاني اردو د عمومي شمېر په تناسب يو ډېر كوچنى رقم ښكاري.
هغه توغندۍ، چې د (بان كي) په نامه په ګورگاني اردو كې د سپكو اورلرونكو وسلو په ډله كې په پراخ ډول استعمالېدل، تر مادي اغېزې يې روحي اغېزه زياته وه. دغه وسله له يوه فلزي نل څخه چې يو فوټ اوږدوالى او يو انچ قطر يې درلود، له منفجره موادو څخه ډكېده، جوړه شوې وه او بيا دغه نل د باڼس په يوه لرگي، چې لس دوولس فوټه اوږد و، ټينګېده. د نل په لگولو به دغه وسله د رياكتيف عامل په پرنسيپ تر زرو، يا دوو پورې د غشي په شان الوتنه كوله او ځينې ډولونه به يې په نښه باندې له لگېدو سره سم وچاودېدل، روحي اغېزه او سوځوونكي تاوانونه به يې رسول.(27)
شېرشاه سوري د همدې وسلې د اتفاقي چاودنې په اثر په كالنجر كې مړ شو(28) او په اتلسمه پېړۍ كې د همدې وسلې روحي اغېزې د مانوپور په جگړه كې د احمد شاه ابدالي په لښكرو كې يو څه تزلزل منځته راوست.(29)
د ګورگاني واكمنۍ دښمنانو لښكري صنفي تركيب د هغوى د چاپېريال له شرايطو او عنعنوي جنگي قابليتونو سره سم منځته راغلى و، لكه راجپوتان چې په خپلو چټكو سپرو جنگېدل او مرهټه، چې لښكري نظام يې د پليو او سپرو يو متناسب تركيب و.
پښتنو خو د اّس له سپرلۍ سره ښه اشنايي درلوده او په جگړو كې يې هم ډېر ځغلولي وو. خو په غرنيو سيمو كې د پښتنو پلي په داسې شرايطو كې جنگېدل چې ګورگاني سپاره نظام له خپل مانوري قابليت څخه بشپړه گټه نه شواى اخيستى او پښتانه په غرونو كې د دښمن پر پليو يو څه زورور وو، خو د ميدان په جگړو كې يې قابليت د دښمن د سترو سپرو پوځونو په مقابل كې كمزورى ښكارېده. د عصر ميلان په پښتنو كې هم سپاره جنگياليان وتلي او وياړلي سپاهيان گرځولي وو. خوشحال خان په دستارنامه كې ليكي: په جهان كې چې څه دي، خو ښه ځوانان، ښه اسونه او ښه غشي دي.(3) بيا د خپل بندي كېدو په وخت كې خپلې كورنۍ ته د يوې وصيت نامې په ترڅ كې سپارښتنه كوي چې له سعادت خېلو سره په مناسباتو كې دې د هغوى پلي وشمېرل شي او سپور ته دې د دوو سپرو امتياز وركړل شي.(31)
د پښتنو د سپرو او پليو د تناسب په هكله دقيق معلومات نشته، خو د هغې يادونې له مخې، چې ابوالفضل په ايين اكبري كې د پښتنو د بېلو- بېلو قامونو د لښكرو په هكله كړې دي، څرګندېږي چې د هغوى پلي سپاهيان ډېر ځلې تر سپرو زيات وو. په دې يادونې كې د بېلو- بېلو قامونو د سپرو او پليو شمېر په لاندې ډول ښودل شوى دى:
بنگښ: سپاره7000، پلي 87800.
خليل: سپاره 500، پلي 6500.
داودزي: سپاره3000، پلي 27000.
محمدزي: سپاره 400، پلي 4000.
خټك: سپاره 200، پلي7000.
صافي: سپاره 100، پلي 1400.
افريدي: سپاره 500، پلي 10500 او داسې نور.(2)
په تاريخ مرصع كې هم د افضل خان خټك د ليكنو له مخې څرگندېږي چې د خوشحال خان په جگړو كې د پښتنو د سپرو شمېره د پليو په پرتله ډېره وه. مثلاً له يوسفزيو سره د خوشحال خان په يوه جگړه كې د هغه د سپرو شمېر 700، يا 800 او د پليو شمېر يې 5000، يا 6000 ښودل شوى دى(33) او له بهرام سره د خوشحال په جنگونو كې په يوه مورد كې خان 200، سپاره او 700 پلي او په بل مورد كې 500 سپاره او 350 پلي درلودل.(34)
په دې عصر كې د سپرو او پليو د جگړييزې وړتيا او حرفوي قابليت په هكله هم ډېر دقيق نظر نه شي څرګندېداى او يوازې د هغوى د وسلو د اغېزې او په جگړه كې د تكتيكي عمل د څرنگوالي له مخې په دې باره كې يو عمومي فكر منځته راتلاى شي.
په دغه زمانه كې د پوځيانو مسلكي ښوونه او روزنه په هغه سيه ناتيك رول، چې ځينو اروپايي اردوگانو كې جاري و، نه ترسره كېده. خو له هغه هم د سپاهيانو انفرادي روزنه، په تېره بيا د ځانګړو وسلو په استعمال كې او د پوځي مانور (جنگي ترددگ) ډله ييز تمرين د ښكار په وخت كې د محاربوي چمتووالي په مقصد، رواج درلود.
مگر د پوځيانو د زده كړې اصلي ښوونځى د جگړې ډګرونه شمېرل كېدل، چې په دغه زمانه كې لږ نه وو. د ګورگانيانو په پوځونو كې كه څه هم د جزو تامونو په بڼه تمريني مانورونه اجرا كېدل، خو د سپاهيانو د روزنې انفرادي تمرينونه ترسره كېدل او په دې برخه كې يو لړ تمريني حركتونه موجود وو چې د (كثرت) په نامه يادېده.(35)
په (كثرت) كې د سپرو لپاره ساندې، په بوتلي هدفونو باندې ويشتل، د غشي ويشتلو لپاره په خاورينو هدفونو باندې (خاك توده)، د ليندۍ چلول او د تورې وهلو لپاره د گام په مخ، گام په شا، ناڅاپي ټوپونه، څنګني حركتونه، د تورې د گوزار او د دښمن د غولولو فني تمرينونه شامل وو. همدارنگه په شاهي ښكارونو كې د پوځيانو گډون او د وسلې استعمال د پوځونو د محاربوي وړتيا د لوړولو لپاره گټور ليدل كېږي.
خوشحال خان په دستارنامه كې د جگړه ييز چمتووالي او عسكري وړتيا د پراختيا لپاره د اسونو ځغلول، د اس په سپرلۍ د غشو ويشتلو مشق، چې هره ورځ سل غشي په كې وويشتلى شي او همدارنگه د ښكار له لارې د (جنگي تردد) د زده كړې سپارښتنه كوي.(36)
خو داسې ښكاري چې خوشحال خان په دغو سپارښتنو كې د ګورگاني اردو د منظمو پوځونو د روزنې دودونه تر سيموي، ځكه په خپله پښتنو خپل جنگي هنر او د وسلو د چلولو فن زياتره په جگړو او كله- كله هـم په ملي مراسمو، ودونو او مېلو كې پخاوه. برسېره پر دې د دايمي لښكري تشكيلاتو د نشتوالي له كبله هغوى د ځانگړي پوځي تمرين وخت او امكانات نه درلودل او كوم منظم تعليمي سيسټم په كې مروج نه و. خو دا خبره هم بايد څرګنده شي، چې پښتنو د جگړې او وسلو چلولو هنر په خپلو غرنيو سيمو كې زده كړى و او د دې سيمه ييزې محاربوي وړتيا په وجه يې په خپل وطن كې د ګورگاني اردو تر سپاهيانو خپلې وسلې بهتره چلولې او اغېزې يې هم په ډېرو مواردو كې په زړه پورې وې.
په 1674 كال كې كوم وخت چې د شجاعت خان په مشرۍ د ګورگاني لښكرو او پښتنو تر منځ دكړپۍ په غاښي كې جگړه وشوه، په غره كې د پښتنو ټوپكوالو او ليندۍ چلوونكو د نښې د ويشتلو برتري د گورگانيانو پر (بندوق چيانوگ) او (تيراندازانو) ډېره روښانه او څرگنده وه او دغه كار د ګورگاني لښكرو د سترې ماتې سبب شو.(37) لوژستيكي تشكيلات او لوژستيكي اكمالات د پوځي عملياتو په تكتيك او ستراتيژيكي ساحه كې د جنگي عمل او جنگي هنر له پيل څخه د يوه مهم او ټاكونكي عامل په توگه پېژندل شوى دى. په عسكري جوړښت كې لوژستيكي عامل يوې خوا د پوځونو او حجم او تركيب له مخې او له بله پلوه د هغو ستراتيژيكي او تكتيكي عملياتو د مقصد له مخې خپل روش تثبيتوي، چې جگړه ييز پوځونه د هغو د ترسره كولو لپاره په كار لوېږي. هرڅومره چې اردو لويه او په وسلو او جگړه ييز تخنيك كې يې تنوع موجوده وي، هرڅومره چې د وسله والو پوځونو وسلې او تخنيك مغلق او پېچلى شي، هرڅومره چې د عملياتو ساحه پراخه او ستراتيژيك هدفونه د واټن له لحاظه ليرې وي او په پاى كې هرڅومره چې د ستراتيژيكو عملياتو په ترڅ كې د ارتباط كرښې اوږدې شي، په هماغه تناسب يوه پراخ، مغلق او درانده لوژستيكي بنسټ ته اړتيا زياتېږي او په همدې توگه د جنگي عمل په ساحه كې د پوځونو د لوژستيكي بنيادونو محدوديت منځته راولي.
د هند په نيمه وچه كې له سيمه ييزو طاقتونو سره پرله پسې جگړې او له هند نه بهر له خارجي رقيبو واكمنيو سره دايمي لښكري تقابل، ګورگاني حكومت ته د پوځي عملياتو ساحه ډېره پراخه كړې وه. ګورگاني لښكرې له يوې خوا په دكن كې جنگېدې او له بله پلوه يې په بدخشان او كندهار كې تاوده ميدانونه وهل. په داسې شرايطو كې له مركز (شمالي هند) څخه د جگړې تر ډګرونو پورې د ارتباط او لوژستيكي اكمال كرښې ډېرې اوږدې وې. د دې كرښو په امتداد كې د لوژستيكي اكمال او ملاتړ سيمه ييز منابع هم اكثره ناخوندي او د ګورگانيانو په همېشني واك كې نه وو. ځكه ګورگاني اردو زياتره په پرديو سيمو كې عمليات ترسره كول. په داسې حال كې چې اكثرو دښمنانو يې په خپله خاوره كې ورسره مقابله كوله. دې وضعيت د ګورگاني اردو لوژستيكي بنسټ ډېر دروند او پراخ گرځولى و او دا ضرورت يې منځته راوستلى و چې د عملياتو په سيمه كې تل د مادي او تخنيكي اكمالاتو، لوژستيكي نقلياتو او د اذوقې د گرځنده ډيپوگانو او زېرمه ځايونو ستر قطارونه او كاروانونه له محاربوي پوځونو سره يو ځاى حركت او ملگرتيا وكړي.
گورگانيانو، كه څه هم منځنۍ ايشيا يو شمېر تاريخي عسكري دود او دستورونه له ځانه سره ساتلي وو، خو په هند كې يې د واكمنۍ استعماري امتياز گڼل كېده، د هند ګورگانيانو د چنگېز او تېمور د لښكرو په شان نسبي لوژستيكي سپكتيا او بې تكلفي نه درلوده. د ديارلسمې پېړۍ مغولانو په هغه بڼه، چې ماركوپولو ليدلي وو او په خپلو ياداښتونو كې ترې يادونه كوي،(38) خپل جگړه ييز پوځونه تر زياتې اندازې له درانده لوژستيكي پېټي څخه خلاص كړي وو. د هغوى سپاهيانو چې به د وچو پنېرو او كرتو يوه منۍ كڅوړه تر ملا كړه، بيا به يې په ورځو- ورځو د اس په شا بيابانونه وهل. خو د هند ګورگانى اردو داسې نه و او په درانده لوژستيك باندې يې د نژدې تړنې په اثر عمليات بطي او پوځونه خورا درانده شول او په زرهاوو اوښانو، پيلانو، سنډاگانو، ټټوانو، نقليه كراچيو او پليو باروړونكو به لښكرو ته اوږد پايڅوړ جوړ كړى و چې په خپله د هغوى د بدرگې او ساتنې لپاره زيات قوت په كار و.
كه څه هم د خيبر د لويې لارې په اوږدو كې ګورگاني حكومت د خپلو لښكرو او لوژستيكي ارتباط د كرښو ساتنه د خاصو امتيازاتو په بدل كې په خپله په پښتنو كوله او ملك اكوړى خټك په 1581 كال كې د همدې راز خدمت په مجرايي كې د خيراباد نه تر نوښهره پورې علاقه په جاگير اخيستې وه او د لارې په محصول كې هم برخه وركړل شوې وه،(39) سره له دې هم په دې سيمو كې د لويو لوژستيكي قطارونو حركت د خاصو او مفصلو ترتيباتو يجاب منځته راوستلى و. لوژستيك د بنجاره وو، توپونو او پيلانو د پورې ايستلو او په خوندي ډول د هغو د پرمختگ لپاره په ډېرو مواردو كې وظيفه واخيسته او زوى يې: اشرف خان هجري هم داسې وظيفې ترسره كړې. (49) په ګورگاني اردو كې شاهي پخلنځى يوازې د دربار كاركوونكو، ساتونكو، مركزي لښكرو ته ډوډۍ وركوله او شاهي لنگر خانې هم په محدوده اندازه خواړه وېشل. همدارنگه پوځي اميرانو او مشرانو هم يوازې خپل نوكران اعاشه كول. له دې محدودې كړۍ نه بهر هر څوك مجبور و چې په خپله د ځان اړتياوې ترسره كړي او له اردو بازار څخه يې په لاس راوړي. اردو بازار د زرگونو خيمو لاندې د لښكرو په اردوگاه كې جوړېده او له اردو سره يې د عملياتو تر وروستي پړاوه پورې ملگرتيا كوله. په دې بازار كې د خوراكي موادو په گډون د پوځونو ټولې اړتياوې په دوامداره توگه د گرځنده بنجاره سوداگرانو له خوا عرضه كېدل او حتى په اردو بازار كې يو زيات شمېر كسبگرو هم خپلې هټۍ درولې. په دې توگه په سفر كې ګورگاني اردو د عربو او روميانو د كمپونو په شان د يوه خوځنده او خيمه ييز ښار بڼه درلوده. په داسې يوه ښار كې د تعجب خبره نه ده چې زيات شمېر غيرپوځي كسانو د واكمنانو، اميرانو، لويو او وړو منصبدارو حرم كورنيو او شخصي نوكرانو هم له لښكرو سره يو ځاى سفر كاوه. دغه موضوع د ګورگاني اردو د تكتيكي او ستراتيژيك مانور له مخې د ګورگاني واكمن د دښمنانو په تناسب يوه ستره كمزورتيا وه، كه څه هم د لوژستيك ملاتړ د استمرار په وجه يو امتياز گڼل كېده.
ميرزا حيدر، د بابر تربور چې په قنوح كې له شېرشاه سوري سره د جگړې په ډګر كې له همايون سره يو ځاى او د همايون د لښكرو د مركزونو قومانده ورپه غاړه وه، په مفصل ډول څرگندوي چې په ګورگاني اردو كې د غيرپوځي كسانو موجوديت، چې منصبدارانو خپلوان، غلامان او خدمتگاران په كې شامل وو، د جگړې په وخت كې د ګډوډۍ د پېښولو په اثر د محاربوي نظامونو نظم مختل كاوه او دا كار په خپله په قنوح كې د همايون د ماتې يو علت و.(41)
د ګورگانيانو په مقابل كې پښتانه د مرهټه وو او راجپوتانو په شان په خپله سيمه كې جنگېدل او د لښكري عملياتو لوژستيكي ملاتړ يې مستقيماً له خپلې سيمې څخه ترسره كېده. دې وضعيت هغوى د اكمال له درندو قطارونو څخه تر زياتې اندازې بې نيازه كړي وو. خو داسې محدود لوژستيكي بنسټ يوازې د ځانګړو تكتيكي عملياتو د ترسره كولو لپاره، هغه هم په خپله سيمه كې مساعد و او د ستراتيژيك عملياتو د تامين لپاره يې بشپړ كفايت نه درلود.
د تخنيكي كيفيت او تنوع له مخې په ګورگاني اردو كې د تعرض او دفاع وسلو يو پراخ سيسټم موجود و چې د جگړه ييزو فعاليتونو په بېلو- بېلو شرايطو كې ترې كار اخيستل كېده.
د ګورگاني اردو جگړه ييز تمايل، چې د يوه تاريخي دستور په توگه يې د امير تيمور ګورگاني له زمانې څخه پوخوالي ته رسولى و، د ميدان، يا د صف جگړه وه او دغه تمايل د راجپوتانو، مرهټه وو او پښتنو له خاصو تكتيكي دودونو سره توپير درلود، چې د غير منظمو، يا قزاقي جگړې پر اساس باندې ولاړ و. په دې وجه د ګورگاني اردو وسلو زياتره د منظمو او ميداني جگړو د غوښتنو پر اساس پراختيا موندلې وه.
16. Edward mead Earle (Ed). Makers of modern strategy, princr to n, (D) 1973 p- 6.
17. Walter millis, Arms and men, new yark, 196, p- 48.
18. Prasad 1, history of mediaeval India, pp 527- 530.
19. Maha Jan, the Delhi sultanate, p- 236.
20. كليات : 12 مخ.
21. كليات : 569 مخ.
22. كليات : 582 مخ.
23. Beni peasad, History of Jahangir, p- 104.
24. Alfred David, Indian Art of war, Delhi, 1953/p- 9.
25. ابو الفضل علامي، ايين اكبري- لومړى ټوك.
26. Beni prasad, History of Jahangir, P-103.
27. خواجه نظام الدين احمد هروي: طبقات اكبري- دوهم ټوك، 426- 445 مخونه.
28. Bosworth C. E, the Ghaznavids, Edinburgh, 1963, p- 98.
29. Jaffer s. M, Mughal Empire, pp 160- 161.
30. ابوالفضل، ايين اكبري- د نوول كشور چاپ، 1310هـ كال، لومړى ټوك، 133-134 مخونه.
31. Sarkar, History of Aurangzib, p-260.
32. Walker C.C, Jenghiz Khan pp 17- 18.
33. مرصع: 265مخ مرصع: 278-282- 299 مخونه.
34. Ishwari Prasad, the Life and Times of Humajun, Culcutta.