کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :  
کابل او ياغستان ليدني... 
ژوندی دايره المعارف  ..
په کابل پوهنتون کي او...
زه يو انسان يم
دخوشحال خان د عصراو..
کوچيان څنګه خپل ژوند.
دپښتوشفاهي ادبياتود..
په هنري فلمونو کي ..
دسمندراوبه ولي ما ..
يوه پښتو کره پښتو
دانسان اوزمري تر منځ..
کمپيوټري کور
زمادشونډو چوپه سندره

افغانستان د نوي نړۍ ..
دولسمشرۍ په ټاکنو..
دحافظې تقويه روحي ...
افغانستان دمعاصر تار..
موږ نشو کولای په خپلو ..
دملالۍ غازي کورنۍ ..
دچوپتيا ړغ

ليكوال : موسى رادمنش
ژباړن : نصيراحمد احمدي
په هنري فلمونو كې سمبوليزم بهير

په اوسني عصر كې سينما د اړيكو د ټينګولو لپاره يو غوره او له ارزښته ډك هنر دى. خو په سينما (اووم هنر) كې د سمبوليزم تګلورى، د يوه هنري فلم اساسي ركن ګڼلاى شو. دا ټكى يوه تكړه او مسووليت پېژندونكي فلم جوړوونكي ته دا وخت وركوي، چې د تصويرونو له منځ څخه واقعيتونه راوباسي او له دې لارې ليدونكو ته د فلم د هنري او علمي اړخونو څېړنه ورپه ګوته كړي.
د 1363ل كال د هنر په مجله كې د رشيد رشيد له قوله لولو چې: په هنري فلمونو كې د سمبوليزم تګلورى، چې په ډېره پاملرنه او پوخوالي كې راغلى دى، د هنر غوره بڼه او پرمختګ له هر ډول ابتذال څخه پاك او رښتينى ګڼي. ليدونكي د خپلې ټولنې د سمبولونو په څېريو كې د خپل وخت واقعيتونه او عناصر ويني. همدارنګه ليدونكي د خپلې ټولنې اقتصادي او ټولنيز جالات د سمبولونو او تصويرونو په هنداره كې ليدلاى شي.
نو په دې توګه ويلاى شو چې هنري او مسووليت پېژندونكې سينما كولاى شي چې په پوره ژوروالي سره په ټولنه كې نفوذ وكړي. سينما (اووم هنر) د دې توان لري چې د يوې ټولنې رنځونه، خوښۍ، نېكمرغۍ، بدمرغۍ او د خلكو د ورځني ژوند ټول اړخونه په ځان كې راونغاړي او انعكاس وركړي. په دې مانا چې په ريالسټيكه سينما كې د لوبغاړو او ليدونكو نقش (رول) د ټولنې د يوه فعاله او ژوندي عنصر په توګه ښكاره او بيان كړي. د بېلګې په توګه: كه د خاك فلم ته چې كارګردان يې يو ايرانى: مسعود كيمياوي دى وګورو، نو وبه وينو چې په دې هنري فلم كې د فيوډاليزم ظلم او تېرى ډېر روښانه او بريالى تمثيل شوى او سمبولونه هم په پوره وړتيا او مهارت سره په كې راغلي دي. همدارنګه كه د رستم او سهراب هنري فلم ته يو ځغلنده نظر واچوو، نو وينو چې د سمبولونو له اړخه د فلم تصويرونه، د يوه هنري فلم اساسي ركن جوړولاى شي. دې فلم د پرمختلليو تخنيكونو، غوره او طبيعي رنګ امېزۍ په بركت د خلكو زړونو ته لاره موندلې ده. همدارنګه په فلم كې لوبغاړي هم په ډېر مهارت سره ځلېدلي او لوبېدلي دي. د فلم چاپېريال او هغه عناصر، چې په فلم كې راغلي، د يوه تاريخي پوځي فلم واقعيتونه ښيي، چې په ټولو برخو كې د تاريخي اتلانو نقش په سمبوليكه توګه انځور شوى دى.
د باليوډ (هند) په سينما كې هم د باغبان هنري فلم سمبوليك اړخ لري. په دې فلم كې داسې كركټرونه او تصاوير راغلي، چې ليدونكي اخلاقي لارو، ژور تخيل او فكر كولو ته وركاږي. د باغبان په هنري فلم كې لوبغاړي په پوره وړتيا او مهارت سره ځلېدلي او همدا لامل دى چې د فلم محتوا ته يې رنګيني او ښكلا وربخښلې ده. دغه فلم ليدونكو ته ورښيي چې ځانغوښتنه او تكبر لنډ عمر لري؛ صبر، ځوانمردي، پاكوالى او رښتينوالى داسې يو څه دي، چې انسان خپل مقصود ساحل ته رسولاى شي.
نو افغاني سينما هم بايد په خپلو فلمونو كې له داسې هوښيار ذوق او تخيل څخه كار واخلي، چې ليدونكي د ځان خوا ته ورمات او هغوى د مسايلو تل ته ورننباسي.
زموږ فلم جوړوونكي بايد د سولې او يووالي پيغام خپور او په خلكو كې د مينې او ورورګلوۍ ريښې وغځوي. د يادونې وړ ده چې افغاني سينما له دوو كلونو راهيسې د فكر او اندېشې لار غوره كړې او په دې بهير كې ښاغلو: انجنير لطيف، صديق برمك، تېمور شاه حكيميار او ځينو نورو ځوانو فلم جوړوونكو او ټولنو د پام وړ ګامونه پورته كړي دي. دوى په دې توانېدلي، چْې افغاني سينما په ملي او نړيواله سطحه وځلوي او دا ثابته كړي، چې كه موقع په لاس ورشي او اسانتياوې ولري، نو كولاى شي د پام وړ هنري فلمونه جوړ او د افغاني سينما مينه والو ته يې وړاندې كړي. كه څه هم چې افغان فلم جوړوونكو د مرستې خبره د اړوندو چارواكو غوږونو ته وررسولې او هغوى يې د اسانتياوو د نه لرلو او له اقتصادي ستونزو څخه خبر كړي دي، خو دوى ډېره لږه پاملرنه ورته كړې ده. په دې مانا چې د افغاني سينما د ودې او پرمختګ لپاره يې د پام وړ ګامونه نه دي پورته كړي. خو بيا هم د افغاني سينما مسوولين او مينه وال لاس تر زنه نه دي كښېناستلي، دوى په دې وروستيو كې د افغانستان د سينما په نوم د يوې ټولنې بنسټ كېښود، چې له دې لارې د افغانستان سينما ته خدمت وكړي.
د ټولنې مشر، پخوانى او تكړه فلم جوړوونكى جان محمد جوانشېر حيدري د اكثريت رايو په انتخاب سره وټاكل شو. نوموړي په هماغه لومړيو شېبو كې د افغاني سينما له مخكښانو سره ژمنه وكړه چې دى به د افغاني سينما د پرمختګ لپاره نه ستړي كېدونكي ګامونه پورته او هڅه به وكړي چې په دې لار كې معقولو او سالمو غوښتنو ته د عمل جامه ورواغوندي.
يوه لويه خلا چې په افغاني سينما كې تر سترګو كېږي، هغه په پښتو ژبه كې د هنري فلمونو لږوالى دى. كه څه هم په دې وروستيو كې افغان فلم جوړوونكو د پام وړ ګامونه پورته كړي دي او د افغان فلم د رياست له خوا يو شمېر ليكوالانو ته د سناريو ليكلو وړانديزونه شوي دي، خو بيا هم په دې برخه كې ډېر څه كول په كار دي.
په دې وروستيو كې د رادمنش فلم جوړولو ټولنې له خوا د پښتو فلم جوړولو لپاره همداسې يوه هڅه شوې ده. نوموړې ټولنې د پښتو ژبې له تكړه شاعر او ليكوال، پيرمحمد كاروان څخه غوښتي، چې د موسى رادمنش په مرسته سناريو وليكي، چې همدې سناريو ته د شين خالۍ نوم غوره شوى دى. هڅه به وشي چې ليكل شوې سناريو په فلم واوړي او د سينما مينه والو ته يې وړاندې كړي. خو يوه لويه ستونزه چې په دغه لار كې خنډ ګرځېدلې، هغه مالي پانګه ده. ځكه نو كه د افغانستان سينمايي ټولنه او هغه ملي سوداګر، چې د خپل هېواد له فرهنګ او هنر سره مينه لري، د نورو هېوادونو او د فلم د نړيوال ماركېټ په څېر له خپلې سينما سره مرسته وكړي. په حقيقت كې به يې د خپل هېواد هنر او كلتور ته د پام وړ خدمت كړى او دغه كلتور به يې پر خپلو پښو درولى وي.
په پاى كې خپلې خبرې د شيخ فريدالدين عطار نيشابوري په دې خوږه څلوريزه پاى ته رسوم چې وايي:

ګه پيشرو نبرد، مى بايد بود
ګه پيرو اهل درد، مى بايد بود
اين قصه به سرسرى به سر مى نه شود
كارى است عظيم، مردمى بايد بود.