کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

په راتلونکو ټول تاکنو
افغانستان اومحمددين  
دافغاني ملکې ثريا له نظر
هراړ خيزه ازادي
د جيږونو وخت ټاکنه
پښتو او سينما
د خوشحال خان د عصر
د کابل او ياغستان ليدني
ښاغلی کرزي اوټوپک
يو په زړه پوري خبر
په ايران کي د جنسي بدلـ
په راتلونکوټول ټاکنو
ملا عبدالسلام اشېزی
په ټول ټاکنوکي ستونـ

نيويارك ټايمز ورځپاڼه
ژباړه: نظيفه ناصري

په ايران كې د جنسي بدلون د عملياتو ډېروالى

د نيويارك ټايمز ورځپاڼي، د دوشنبې په ورځ د اګست پر دويمه نېټه د يوې مقالې په ترڅ كي په ايران كي د جنسيت، د بدلون موضوع څېړلې او ليكلي يې دي، چي د فشارونو او تهديدونو تر كمېدو وروسته ګڼ شمېر ايرانيانو په دې كار پيل كړى دى.
دغه مقاله چې د نازيلا فتحي په قلم ليكل شوې، د داسي يوه شخص په ستاينه پيل شوې، چي خپل جنسيت يې بدل كړى دى. دغه سړى امير نومېږي. د امير هر څه، لكه پراخه سينه غښتلي مټي، ګڼه ږيره او ډډ غږ، لكه د نارينه وو په شان دي. خو په حقيقت كي يوه جراحي عمل څلور كاله دمخه د پنځه ويشت كلن امير جنسيت بدل كړ. پخوا امير يوه ښځه وه.
له هغه مهاله تر اوسه پوري د امير پر مخ، د جراحۍ شل بېلابېل عملياتونه تر سره شوي او څلور نور عملياتونه به يې په راتلونكي كي تر سره شي.
امير په خپل ښځينه ژوند كي دوه ځلي واده كړى، دوهم خاوند يې چي په دغه پېښه كي د هغه مرستندوى پاته شوى، اوس له يوې پېغلي سره كوژده كړې، چي واده به ورسره وكړي.
امير، چي نه غواړي، بشپړ نوم يې خپور شي، وايي: زه له خپل ژوند سره مينه لرم او ډېر خوشاله يم، خو نه غواړم، چي نور خلك زما د مخكيني ژوند په باب پوه شي. هېچا د هغه قاضي په اندازه، چي يو روحاني شخص و او زما د جنسيت، د بدلېدو امر يې صادر كړ، له ما سره مرسته نه ده كړې.
د ايران اسلامي حكومت، د لسګونو كلونو فشارونو او تهديدونو وروسته منلې، ځينو كسانو ته چي غواړي، خپل جنسيت بدل كړي، د جراحۍ، د عملياتو او نويو پاسپورټونو د اخيستو اجازه وركړي. د ۱۹۷۹كال، د اسلامي انقلاب څخه دمخه د جنسيت، د بدلون په باب كوم خاص سياست نه و موجود. هغو ايرانيانو، چي په دې باب يې شخصي غوښتني، مالي امكانات درلودل، كولاى شول چي له طبي معالجې او نوي پاسپورټ څخه برخمن شي.
خو نوى مذهبي حكومت، د جنسيت بدلون محكوموي او د ايران له قانون سره سم يې سزا په دُرو وهل دي.
نن سبا د ايران هغه مسلمانان او روحانيون چي په قضايي سيسټم كي لاسبري دي، د جنسيت د بدلون په باب ډېر معلومات لري، ان ځيني يې د جنسيت بدلون، د هغو كسانو لپاره چي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د حل لاره بولي او دې كار ته يې هڅوي.
دغه مسئله په هغه كنفرانس كي چي د جنسيت، د بدلون په باب د جون په مياشت كي په تهران كي جوړ شوى و او د فارس خليج، د هېوادونو لوړپوړيو چارواكو په كي ګډون كړى و، تر بحث او څېړني لاندي ونيول شوه.
د قُم د حوزې يو روحاني شخصيت چي محمدمهدي كريمي نومېږي، د جنسيت، د بدلون په باب د يوې رسالې په ليكلو لاس پوري كړى دى. دغه روحاني شخص په خپله يوه مركه كي ويلي، چي زه د دې حوزې روحانيونو او څېړونكو دې ته وهڅولم، چي پر دې مسئله باندي كار وكړم. دوى دا هيله لري، چي زما څېړني به وكولاى شي، د دغو كسانو نهيلي او شرمندګي له منځه يوسي او په دې باب به د مذهب حكم روښانه كړي.
د جنسيت، د بدلون د حق لومړۍ دفاع كوونكې، مريم ملك آرا ده، چي پخوانى ژوند يې هغه وخت چي نارينه و، د فريدون په نامه تېر كړى دى. مريمه له انقلاب څخه دمخه د شاه په زمانه كي هيله درلوده، چي ښځه شي، خو د جراحۍ، د عملياتو لپاره يې مالي امكانات نه درلودل او سربېره پر دې يې مذهبي رواياتو ته هم ارزښت وركاوه.
په ۱۹۷۸كال كي فريدون د يوه ليك په ترڅ كي د اسلامي جمهوري بنسټ ايښودونكي، ايت الله خميني ته چي په تبعيد كي و، خپل حال وليكه. ايت الله خميني د هغه په ځواب كي وليكل چي موقف يې د يوه همجنس له موقف سره توپير لري او له همدې وجي يې خپله پلوي له هغه سره څرګنده كړه. خو له اسلامي انقلاب څخه وروسته فريدون او د هغه په شان نورو نارينه وو، چي خپل جنسيت يې بدل كړى، وځورول شول، بنديخانو ته واچول شول او شكنجه شول.
مېرمن ملك آرا وايي چي اجازه به مي نه درلوده، چي ښځينه جامې واغوندم، كه څه هم ډېر كلونه مي دغه جامې اغوستي او ورسره عادت شوې وم. دغه كار ما ته د شكنجې مانا درلوده، ان زه يې مجبوره كړم، چي خپل هورمونونه بدل كړم، چي د نارينه وو په شان شم. بالاخره په ۱۹۸۶كال كي، ياني له اسلامي انقلاب څخه اته كاله وروسته مريمه په دې بريالۍ شوه، چي د ايران له حكومت څخه د جراحي عملياتو اجازه واخلي. د جراحۍ دغه عمليات بايد په بنكاك كي تر سره شوي واى، خو د دې لپاره يې مالي وس نه درلود. د دې لپاره چي د عملياتو مصرف د ايران، د حكومت له خوا وركړل شي، هغې تر ۱۹۹۷كال پوري انتظار وايست.
څلور كاله دمخه مريم ملك ارا د هغو كسانو، د مرستي لپاره چي جنسي ستونزي لري، يو سازمان جوړ كړ. د قضايي قوې لوړ پوړى چارواكى، علي رازيني او د ښځو په چارو كي د ايران، د ولسمشر مرستياله، زهرا شجاعي هم د دغه سازمان د بنسټ ايښودونكو له ډلي څخه دي.
د امام خميني مرستندويه ټولني (اسلامي خيريه مركز) هم منلې ده، چي د جنسيت، د بدلولو د جراحۍ عملياتو د مصرف په خاطر د يو زرو او دوو سوو ډالرو معادل پيسې د مرستي په توګه وركوي. هغه كسان چي غواړي، خپل جنسيت بدل كړي، بايد د جنيست، د بدلون لپاره د جراحۍ د عملياتو او د نويو پاسپورټونو د اخيستلو قانوني اجازه ولري او د خپلي جنسي پېژندګلوۍ له ستونزي څخه د خلاصېدو لپاره بايد خپل طبي اسناد وښيي. البته د داسي يوه اجازه ليك صادرېدل كېداى شي كلونه، كلونه وخت ونيسي.