کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

په راتلونکو ټول تاکنو
افغانستان اومحمددين  
دافغاني ملکې ثريا له نظر
هراړ خيزه ازادي
د جيږونو وخت ټاکنه
پښتو او سينما
د خوشحال خان د عصر
د کابل او ياغستان ليدني
ښاغلی کرزي اوټوپک
يو په زړه پوري خبر
په ايران کي د جنسي بدلـ
په راتلونکوټول ټاکنو
ملا عبدالسلام اشېزی
په ټول ټاکنوکي ستونـ

كوچۍ، لغمان

په راتلونكو ټولټاكنو كي د ښځو ونډه

د ملي ډيموكراسۍ يا د خلكو د واكمنۍ له ارونو څخه يو د ټولټاكنو له لاري، د يوه هېواد د مشرتابه ټاكنه ده.
كه چېري د افغانستان پېښليك ته يو تت نظر واچوو، نو ان د افغانانو د اريايي پېر په هاغو لومړنيو واكمنيو كي هم د خلكو د واكمنۍ يا ډيموكراسۍ څرك ليدل كېږي، دا ځكه چي هغه مهال هم اريايانو د خپلو وړو او غټو ستونزو د حلولو لپاره دوې جرګې درلودې، چي يوه يې د وړو ستونزو او بله يې د غټو ستونزو د حل لپاره وه.
كه همداسي وړاندي راشو، نو پښتنو ډېر وخت د خپل هېواد مشرتابه ټاكنه د اوس مهالي ډيموكراسۍ د ارونو پر بنسټ كړې ده. د جرګو له لاري د سيمي او هېواد مشرتابه ټاكنه د پښتونولۍ له ارونو څخه ګڼل كېږي. د افغانستان يو شمېر مشران د جرګو له لاري د خپل هېواد واكمنۍ ته رسېدلي دي.
د ميرويس نيكه د مشرۍ پير په نړۍ كي د اوس مهالي ډيموكراسۍ پيل ګڼلاى شو، ځكه چي ميرويس نيكه نه يوازي دا چي د جرګې له لاري د هېواد مشري پر غاړه واخيسته، بلكي د پاچايۍ پر ځاى يې ولسمشري غوره وګڼله او دا كار تر هغه مهاله په ټوله نړۍ كي سارى نه درلود. له هغه وروسته احمدشاه بابا د هېواد واكمنۍ ته ورسېد.
خو د اوس مهال ټولټاكنو او د پښتنو د مشرتابه ټاكنو لويو جرګو تر منځ توپير دا دى، چي د هغه مهال په جرګو كي يوازي د خلكو نارينه وو استازو، ګډون كاوه. خو په اوس مهالو ټولټاكنو كي ټول بالغ وګړي؛ نر او ښځي يو شان ګډون كوي.
د دغه ډول ټولټاكنو يوه ښېګڼه دا ده، چي نه يوازي ټاكل شوى مشر د خلكو په وړاندي پازوالۍ احساس كوي او ځان پازوال ګڼي، بلكي ورسره د هماغه هېواد فرد، فرد د رايي وركولو پر مهال د خپل هېواد او خلكو په وړاندي ځان پازواله او ځواب وركوونكى احساسوي. په دې ډول هغه چا ته رايه وركوي، چي د دوى په اند، د خپل هېواد او خلكو د چوپړ جوګه وي. همدا لامل دى، چي په هغو هېوادونو كي چي ملي ډيموكراسي وجود ولري، ګوندونه او مشران په خپلو تګلارو كي په اقتصادي تګلارو او پلانونو ډېر زيار كاږي، هڅه كوي، چي داسي اقتصادي تګلورى ولري، چي خلكو ته د منلووړ وي، چي دغه كار د يوه هېواد د وړاندي تللو لپاره يوه سيخه او بې زيانه لار ده.
دا دى افغانستان هم د يوويشتمي پېړۍ په پيل كي د لومړي ځل لپاره د ملي ډيموكراسۍ پر لور ګام پورته او ټولټاكنو ته ځان چمتو كوي.
اوس په افغانستان كي د مشرتابه د راتلونكو ټولټاكنو لپاره نوم ليكنه روانه ده، كه څه هم دا بهير لږ ورو دى، خو ناكام نه برېښي او د دغه بهير د ورو خوځښت يو لامل هم له ټولټاكنو سره د ډېرو افغانانو، په تېره بيا پښتنو ښځمنو نه يو ځاى كېدل دي.
وړاندي دا دليل راوړل كېده، چي د نوم ليكني پر مهال د ښځمنو تصويرونه اخيستل كېږي او دا د منلو وړ خبره نه ده، چي دا ستونزه هم حل شوه، اوس د تصوير اخيسته ضروري نه ده، خو لا ډېري ښځمني د نوم ليكني له بهرير سره نه دي يو ځاى شوي.
دا ښكاره ده، چي په دغه كار كي د كور د مشرانو، په تېره بيا سړيانو ډېر زورور لاس دى، خو ډېر وخت خپله ښځمني هم د دې لپاره چي دا ستر ارونه يې پلي كړي وي، نوم ليكني ته نه حاضرېږي.
دا ستونزه نه يوازي زموږ، بلكي د ټولو هغو ټولنو ستونزه ده، چي په كي د لوست كچه ټيټه او زاړه سنتونه او دودونه په خپل بنسټيز حالت كي د واكمنۍ پر ګدۍ ناست دي.
كه څه هم د زړو دودونو له منځه وړل د خپل هويت له مخي، له منځه وړل ګڼلاى شو، خو خو بايد دغه دودونه له وخت سره سم ورغول شي. كه دودونه ورغول شي، ښېګڼه يې دا ده چي په ټولنه كي به ډېري ټولنيزي او سياسي ستونزي حل او له منځه ولاړي شي، دا ځكه چي ډېر سياسي بهيرونه د خلكو له سوچه او بنسټيزو دودونو او ګروهونو كله، كله منفي، ان خپله د خلكو ضد ګټه اخلي، د بېلګي په ډول، په افغانستان كي د ټولټاكنو له بهير سره د ښځمنو نه يو ځاى كېدل دي، چي د ځينو سياسي بهيرونو زورلاسي په كي ليدل كېږي.
په افغانستان كي ښځي د افغاني ټولني نيمه برخه جوړوي، نو پر دې بنسټ اړينه ده، چي ټولي ښځمني د ټولټاكنو په بهير ورګډي شي، دا ځكه كه چېري همداسي ښځمني په ټولټاكنو كي ونډه وانه خلي، نو نه يوازي ملي ډيموكراسي يا د خلكو ډيموكراسي به نه وي پلې شوې، بلكي د ټولټاكنو پايله به تر پوښتنو لاندي راشي او يو استازى مشرتابه به مو نه وي ټاكلى.
په ټولټاكنو كي د ښځمنو ونډه نه يوازي له ټولني او ملي ډيموكراسۍ سره يوه مرسته ده، بلكي خپله ښځمنو ته هم زښته ډېري ښېګڼي لري.
د رايي وركولو او په ارزښت پوهېدلو سره يې د خپل وجود، خپلي خوښي او ټاكني په ارزښت پوهېږي، خپل شخصيت پيدا كوي او ځان د يوې ستري ټولني يو فرد مومي، چي رايه يې د ارزښت وړ ده. د خپل هېواد او خلكو په وړاندي په ښځمنو كي د فردي مسووليت احساس پيدا كېږي او ځان پازواله ګڼي، له انزوانه راوزي او د خپل هېواد له سياسي حلاتو هم خبرېږي او هم ورګډېږي.د ښېګڼو او بدګڼو د توپير احساس يې ځواكمنېږي او تر ټولو مهمه دا چي يوه استازي او رښتيني مشرتابه په ټاكنه كي د دې يوه رايه د هېواد د برخليك په ټاكلو كي افغاني مېرمنو تل سرښندونكى رول لوبولى؛ له خپلو مېړونو سره د جګړو ډګر ته تللې، له دښمن سره جنګېدلې، افغان تورزن يې له تندي ژرغورلي، اوبه يې ورته رسولي دي، لكه ملاله، د افغان توغ يې پر ځمكه پرېوتو ته نه دى پرې ايښى او پر دښمن يې وردانګلي دي، له خپلو مېړنيو وروڼو سره يې څنګ پر څنګ د افغان برخليك ټاكلى دى.
خو اوس د توري او ډال پر ځاى د ووټ يا رايي خبره ده، كه چېري يوه پښتنه تورپېكۍ، د ريدي تر څنګ له انګرېز سره جنګېدلاى شي، نو د نن پښتنه ښځمنه ولي د هېواد د مشرتابه په ټاكنه كي ونډه نه شي اخيستلاى. پښتنه چي تل د خپل هېواد د ساتني د ډګر اتله وه، ولي د خپل هېواد د مشرتابه لپاره يوه غوره انسان او افغان په ټاكنه كي يوه رايه ورزياته نه كړي او خپل جنګ ځپلى هېواد د يوه بل شوكمار له داړي ونه ژغوري.