|
|
انجينېر سيد جان شمشاد
په ټولټاكنو كي:كه
ستونزي شته، نو د حل لاري هم لري
افغانستان ډېر لرغونى تاريخ لري، چي له پيل څخه تر نن
ورځي پوري، پر ولس د واك او اقتدار بېلابېل ډولونه لرلي دي. ډېر ځلي زموږ
هېواد د سترو امپراتوريو تر استعماري ځواك لاندي راغلى او بيا دغو
استعمارګرو يا په مستقيمه توګه پر ولس خپل غاصبانه ځواك ساتلى او يا يې د
خپل نماينده يا امير له لاري د خپل اقتدار موده اوږده ساتلې ده. كله چي
ازادي بخښونكي غورځنګونه پيل شوي او استعماري ځواكونه يې له خپله هېواده
شړلي، نو بيا هم واك ولس ته نه دى سپارل شوى او د يوه شخص له غوا غصب او
بيا كلونه، كلونه د هغه شخص په كورنۍ كي له يوه څخه بل ته ميراث پاته شوى
دى؛ په دې مانا چي پلار مړ او زوى ته پاته شوى، زوى يا ورور د اقتدار واګي
په لاس كي نيولي دي. په دغه كشمكش كي داسي هم پېښ شوي، چي ورور د ورور په
مقابل كي، تره د وراره په مقابل كي او يا برعكس سنګر نيولى، يوه د يوه پر
ضد او بل د بل پر ضد لښكري راايستلي، له چاڅخه يې سترګي ايستلي، څوك يې په
سياچاو كي اچولي، څوك يې بنديان كړي او څوك يې وژلي دي، چي د اقتدار واګي د
تل لپاره په خپل واك كي وساتي. كله خو بيا هم حكومتي واك او اقتدار د پوځي
او عسكري كودتاګانو له لاري له يوه شخص څخه بل شخص ته لېږلى، چي په دغه
ادلون بدلون كي ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
له دغو ټولو ناخوالو سره، سره موږ په خپل لرغوني تاريخ كي د حكومتي واكمنۍ
ښې بېلګي هم لرو، چي له هغې جملې څخه زموږ د هېواد لومړى پاچا، يما يا
جمشيد يادولاى شو، چي د خپلي واكمنۍ په ټوله دوره كي يې د خپل ولس د سوكالۍ
لپاره نه هېرېدونكي هلي ځلي كړي دي. همدغه راز د كوشانيانو د دورې تاريخ كه
يو څه په غور ولولو، نو بيا هم ليدل كېږي، چي يو شمېر حكومتي مشرانو د نن
ورځي، د ملي مشرانو په توګه د خپل هېواد په پرمختګ كي نه ستړي كېدونكي
ګامونه پورته كړي دي.
په اسلامي دوره كي هم وخت ناوخت ملي اتلان پيدا شوي دي او د خپل واك او
اقتدار ټوله موده يې د خپل ولس او هېواد د سوكالۍ او پرمختګ په خدمت كي
تېره كړې ده، چي له هغې جملې څخه ميرويس نيكه، احمدشاه بابا، امير شېرعلي
خان، غازي امان الله خان او داسي نور د زيات درناوي وړ مشران يادولاى شو.
خو په ټوليزه توګه په افغانستان كي د حكومتي واك او اقتدار د نيولو تاريخ
خورا خونړى او له جګړو ډك دى، په داسي حال كي چي د نړۍ په يو شمېر زياتو
هېوادو كي بيا دغه ډول كړكېچن حالات نه وو، هلته د حكومتي واك لېږدېدنه او
لاسته راوړنه د ولس په خوښه، پرته له جګړې او وينو تويېدلو تر سره كېده. په
دغو لارو كي يوه هم د ډيموكراسۍ په رڼا كي د ولسمشرۍ لپاره د ازادو
ټولټاكنو لار ده. بايد ووايو چي ډيموكراسي څه نوې نه، بلكي يوه لرغونې
يوناني كليمه ده، چي ډيمو خلكو او كراسي حكومت ته وايي، چي لغوي مانا
يې د خلكو حكومت دى، خو په اصطلاح كي د خپل هېواد د چارو د ښه تنظيم لپاره
ملي مشر او يا هم پارلمان يا ولسي جرګه ټاكي.
افغانستان د سياسي واك د لاسته راوړني له اوږده او خونړي تاريخ څخه وروسته
دا دى د لومړي ځل لپاره د ډيموكراسۍ پړاو ته داخل شوى دى او دغه ستر تمرين
يا ازموينه به د اكتوبر پر نهمه (د تلي پر اتلسمه نېټه) د هېواد د ملي مشر
يا رئيس جمهور د ټاكنو لپاره پيل كېږي.
موږ منو چي د هر كار پيل لومړى يو څه ستونزي لري، خو كه تدبير يې سم نيول
شوى وي، نو بيا خو برى خامخا وي. زموږ په هېواد كي د ولس مشرۍ لپاره
ټولټاكني هم همدغسي يوه پروسه ده، كه په وړاندي يې يو لړ ستونزي شته، نو د
حل لاري يې هم سنجول شوي دي، چي له دغو ستونزو څخه يې يو څو مهمي ستونزي په
لاندي ډول يادولاى شو:
O د ټولټاكنو په وړاندي تر ټولو لويه ستونزه په هېواد كي د امنيتي وضعي
خرابوالى ښودل كېږي. خو د دې ستونزي د حل لپاره تصميم نيول شوى، چي په
افغانستان كي دي د ناټو ځواكونه پراختيا ومومي. دغه پروسه په جريان كي ده
او هيله ده چي د تلي تر مياشتي پوري به بشپړه شي.
O دوديزه ستونزه دغه ده، چي په ځينو سيمو كي نارينه خپلو مېرمنو ته اجازه
نه وركوي، چي په ټولټاكنو كي پراخه ونډه واخلي، په داسي حال كي چي ښځي د
افغاني ټولني نيمايي برخه جوړوي. نو كه چېري نيم وجود فعال او نيم فلج وي،
نو طبعاً په ټوليزه توګه ټول وجود روغ نه وي. موږ له دغسي كسانو څخه دا
پوښتنه كوو چي ايا تاسي خپلو مېرمنو ته اجازه نه وركوئ، چي له غره څخه لرګي
راوړي؟ ايا تاسي مېرمنو ته اجازه نه وركوئ، چي په كركېله كي له تاسي سره يو
ځاى كار وكړي؟
طبيعي خبره ده چي ځواب يې مثبت دى او وايي به چي هو! موږ خپلو مېرمنو ته د
دغو كارونو اجازه وركوو. نو كله چي هره ورځ په كليو او بانډو كي ښځو ته دغه
ډول اجازه وي، نو بيا د كوم منطق له مخي دغه حق نه وركول كېږي، چي په پنځو
كلونو كي د يوې ورځي لپاره د خپل ملي مشر په ټاكنه كي برخه واخلي؟ په داسي
حال كي چي د ټولټاكنو د كميسيون له خوا د هېواد دوديز كلتور په پام كي نيول
شوى او د ښځو لپاره يې د نوم ليكني او ټولټاكنو كي د برخي اخيستني لپاره هر
ډول ځانګړي شرايط برابر كړي دي، ياني د ښځو ټول فعاليتونه به د ښځو له خوا
تر سره كېږي.
O بله لويه ستونزه دا ده، چي د هېواد په زياتو ولايتونو كي ټوپكسالاران
واكمن دي، هغوى غواړي، خلك په زور مجبوره كړي، چي د خوښي كانديدانو ته يې
رايه وركړي. د دې ستونزي د حل لاره هم اسانه ده، هغه دا چي هر افغان خپله
رايه په داسي يوه كوټه كي صندوق ته اچوي، چي له ده پرته په كي بل څوك نه وي.
نو په دغسي وختونو كي بايد له پوره رښتينولۍ او ايماندارۍ څخه كار واخيستل
شي. خپله رايه دي هغه چا ته وركړي، چي لاسونه يې د هېوادوالو په وينو سره
نه وي، د ملت شتمني يې لوټ كړې نه وي، په خبرو او اجنډا كي يې د افغاني
ټولني د يووالي او ورورولۍ روحيه پياوړې وي، نه دا چي په هېواد كي د
بېلابېلو ميشتو وروڼو قومونو تر منځ د دښمنۍ اور ته پكى وهي.
O بله ستونزه چي خلك يې په اندېښنه كي اچولي، دا ده چي يو شمېر كسانو د نوم
ليكني په وخت كي د ټولټاكنو د يوه كارټ پر ځاى څو كارټونه تر لاسه كړي دي.
د دې ستونزي د حل لاري هم سنجول شوي دي او هغه په دې ډول، چي د ولسمشرۍ
لپاره به ټولټاكني په ټول هېواد كي په يوه ورځ تر سره كېږي، د بېلګي په
توګه هغو كسانو چي يو كارټ يې په مزارشريف او بل يې په كابل كي اخيستى، په
هېڅ ډول نه شي كولاى، چي په يوه ورځ په دواړو ليري پرتو سيمو كي له خپل
كارټ څخه ګټه واخلي. كه فرض كړو، چي يو په نژدې سيمو كي دوه يا درې كارټونه
اخيستي وي، كله چي له خپل كارټ څخه په يوه سيمه كي كار واخلي، نو پر لاس يې
داسي رنګ وهل كېږي، چي په يوه ورځ له منځه نه ځي او په دې توګه د هغه بل
كارټ مخه نيسي.
O د هغو كسانو لپاره چي څو كارتونه لري، مهمه خبره دا ده چي د ټولټاكنو په
قانون كي ورته سخته سزا ټاكل شوې ده.
لنډه دا چي په هېواد كي د ټولټاكنو كميسيون د ملګرو ملتونو په مرسته د هر
ډول پيشبيني شويو ستونزو په وړاندي تر خپله وسه اقدامات كړي دي. البته
كېداى شي، نوري ستونزي هم وي، خو په هر حال موږ د مصلحتي حكومتونو پر ځاى
يو قانوني حكومت ته اړتيا لرو، داسي يو حكومت چي د دې وران او ويجاړ هېواد
د بيارغوني لپاره له داخلي او نړيوالو ظرفيتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي،
په هېواد كي ډاډمن امن راولي، مظلوم ولس د ټوپكسالارانو له يرغمل څخه ازاد
كړي، خلكو ته روزګار پيدا كړي، په هېواد كي د بې كورۍ ستونزه له منځي يوسي،
مظلوم ولس د ټوپكسالارانو له يرغمل څخه ازاد او ماشومانو ته دا زمينه
برابره كړي،چي په ډاډه زړه ښوونځي ته ولاړ شي.
زموږ دا هيلي او اميدونه هغه وخت تر سره كېږي، چي افغان ولس په پوره
ايماندارۍ، صداقت او د زړه له كومي د خپل مشر په ټاكنه كي برخه واخلي او كه
خداى Y مه كړه، سپېڅلي او د پاك وجدان افغانان د خپل ملي مشر د ټولټاكني په
وړاندي له بې پروايۍ او بې غورۍ څخه كار واخلي، نو ټوپكسالاران تيار په
كمين كي ناست او هغه ورځ ليري نه ده، چي افغانستان به يو ځل بيا د جنګي
جنايتكارانو لاسته ورشي.
د تېرو كلونو تجربو وښودله، چي ټوپكيان د هېواد له ابادۍ او سوكالۍ سره هېڅ
ډول مينه نه لري، هغوى تل په دې هڅه كي وي، چي اوبه خړي او كبان ونيسي،
هغوى د هېواد په ابادۍ او سوكالي كي خپله بربادي ويني، هغوى په لوى لاس هڅه
كوي، چي په هېواد كي د تل لپاره سوله له ګواښ سره مخامخ كړي، چي خپلي پانګي
نوري هم غښتلي كړي، چي ښه بېلګه يې په هېواد كي د سركاري او حكومتي ځمكو
غصب او نيول دي. نو په دغسي حساسو شرايطو كي دا د ټولو افغانانو دنده ده،
چي خپلي رايي په سمه توګه وكاروي او له خپل منځ څخه داسي څوك د ملي مشر په
توګه وټاكي، چي په رښتينې توګه د دې ټپي هېواد پر ټپونو د مرهم پټۍ كښېږدي. |