|
|
ليكنه: اوشوگرورجنيش
ژباړه: باركوال مياخېل، كندهار
هر اړخيزه ازادي
موږ د مرغانو او څلوربولو په كچه هم نه يو ازاد، ايا تاسي
كله كوم مرغه د پاسپورټ جوړولو لپاره سركاري دفترونو ته پر ټ راټ ليدلى دى؟
هغه چي هم كله وغواړي، پرته له كومي پوښتني پاكستان ته تلاى شي، هغه ته
هلته د ننوتو لپاره د هېڅ وېزې اړتيا نه شته. حيرانوونكې دا ده، چي په ټولو
ژونديو موجوداتو كي يوازي انسان يو داسي ژوندى دى، چي د داسي ټولو بنديزونو
په ځنځيرونو كي راښكېل دى او پر دې سربېره هم د ازادۍ جشنونه لمانځي،.ښايي
يو چا ښه ويلي دي چي:
نڅا كېـږي په پښو كي، له ځنځيره سره هم.
هندوستان يو پراخ او ارت هېواد دى، له دې امله له تاسي هېر شي، چي تاسي په
يو بنديخانه كي ساتل شوي ياست، گنې حقيقت خو دا دى، چي تاسي په خپله خوښه
په ازادانه توگه له هندوستانه دباندي تلاى شئ او نه هم څوك ستاسي د ليدلو
لپاره په اسانۍ سره هندوستان ته راننوتلاى شي. تاسي هندوستان ته يوازي د دې
لپاره زندان نه شئ ويلاى، چي هغه په پراخوالي (مساحت) كي ډېر لوى دى، يوازي
پر هندوستان باندي هم اډاڼه نه لري، بلكي ټوله مځكه له داسي زندانونو څخه
ډكه ده، چي هغه ته په عامه توگه هېواد يا وطن ويل كېږي. هر اړخيزه ازادي په
غوره انساني حقونو كي شمېرل كېږي او د دې له مخي د نړۍ، د هر ټاټوبي هر
انسان د بشپړ انسانيت يوه برخه ده.
د واكمنيو له ختمولو سره، سره بايد د مذهب پولي هم د تل لپاره وټاكل شي،
ځكه چي دا دواړه د مرييتوب، د پايښت او ټيڼښت سبب گرځي. د انسانانو
هراړخيزه ازادي، نه د مذهب په گټه او نه د واكمنۍ لپاره د منلو وړ ده. د
ټولنيزو، مذهبي او سياسي مبارزانو د ټولو هڅو مركز همدغه موخه وي، چي
انسانان بايد د وېشلو راوېشلو په عمل اخته او له يوه بل سره په جړه بوخت
وساتل شي، چي هغوى په يو كېدو سره د خپلي ازادۍ لپاره په جڼ او مبارزه لاس
پوري نه كړي.كم و زيات په ټولو هېوادو كي د بېلابېلو فكرونو سياسي گوندونه
او په هر مذهب كي موجودي بې جوازه ډلبندۍ د همدې سازش كړۍ دي.
د مذهبي ډلو په اړه به زه دلته يوه په زړه پوري واقعه درته تېره كړم، چي په
هغه كي ستاسي لپاره د نصيحت او عبرت ډېر اړخونه موجود دي:
زه ستاسي د هېواد، هندوستان كوچني ښار، ديواس ته لاړم، نو څرگنده شوه چي د
هغه ځاى د جين مندر (عبادتځاى) منځنۍ دروازه له شلو كلونو راهيسي تړلې ده.
تر ټولو حيرانوونكې خبره دا ده، چي درې غټ كولپونه سړى په لومړي نظر دې فكر
ته اړ كوي، چي اخر د يوې دروازې د تړلو لپاره درېيو كولپونو ته څه اړتيا وه؟
كله چي ما له هغو ځايي خلكو څخه دا وپوښتل، نو هغوى وويل چي يو كولپ د
دگنبر فرقې د حاميانو (جينيانو) دى او دويم كولپ هغو جينيانو ورلولى دى، چي
تړون يې له شويتامبر مكبت فكر سره دى، خو درېيم كولپ پوليسو ورولاوه.
بېچاره مهاوير له شلو كلونو راهيسي په خپل مندر كي دننه د يوازيتوب قيد
تېروي، نه خورك، نه لمبېدا، نه ملاقات او نه ديدار. ما بې اختياره دا فكر
وكړ، چي دننه مېشت مهاويرجي به ژوندى هم وي، كه نه؟ ځكه د هغو ځايي خلكو په
وينا له دننه څخه كله كوم ږغ هم نه و راغلى، لږ تر لږه مهاوير خو به دروازه
ټكوله، شور به يې كاوه او له دباندي خلكو به يې غوښتنه كوله چي دروازه
خلاصه كړئ او ما دباندي در پرېږدئ.
په هر حال؛ د مهاوير د شل كاله بندېدو، د جين مندر پر دروازه باندي د درېيو
كولپونو د لېدو كومه كيسه چي ما ته د بې پلوه خلكو له خولې معلومه شوه، د
هغې كيسې لنډيز دا و، چي په ديواس كي يوازي يو جين مندر و، چي اوس مهال
تړلى دى. په ښار كي د جينيانو شمېره بېخي كمه ده او پر اقليت او كمښت
سربېره، د دوى دويم جرم غربت دى. نو له دې امله هغوى په مشكل سره يو مندر
جوړ كړ. د دويم مندر د جوړېدلو خوب يې ضرور وليد، خو هغه هماغسي خوب پاته
شو. اوس دا جړه راپورته شوې، چي مندر يو او فرقې دوې دي، بايد څه وكړل شي.
سپين ږيرو جينيانو دا حل راوايست، چي د عبادت وخت بايد د دواړو ډلو (فرقو)
بېل وي، چي بيا د هېڅ ډول جړې او اختلاف نوبت رانه شي. د سپين ږيرو خبرې
اثر وكړ او خلك پر دې سره قانع شول. وخت داسي سره ووېشل شو، چي له سهاره
بيا د ورځي تر دوولسو بجو پوري به د دگنبر فرقې جينيان عبادت كوي او له
دوولسو بجو وروسته تر ماښامه پوري د شويتامبر مكبت پلويان خپل ورځني رسومات
ترسره كولاى شي. دا مهالوېش جوړ شو او پر هغه باندي د عمل كولو هڅه هم وشوه،
خو هره ورځ به د دواړو فرقو تر منځ يوه نيمه جړه بيا هم وشوه. د جين مت د
دگنبر او شويتامبر نومي فرقو تر منځ چي څه اختلافات دي، د هغوى ځاڼړتيا
بېخي عمومي او غيرمنطقي ده. دا اختلافات تر دې حده ماشومانه دي، چي ټول له
يوه پلوه احمقانه گڼل كېداى شي. د دگنبر فرقې جينيان د مهاوير د هغه بُت
عبادت كوي، چي په پټو سترگو دوى ته ورښكاره كړاى شوى وي، خو د شويتامبر
فرقې خلك د خلاصو سترگو د مهاوير (بُت) عبادت كول سم گڼي. د همدغه دواړو
فرقو تر منځ د اختلاف بنسټيز توكى دى.
په اصل كي د مرمر له ډبري څخه د مهاوير د مقدسو بُتانو له توږونكو زموږ له
غريبو هنرمندانو سره يوازې دوې لاري ممكني وي، هغوى د بُت سترگي خلاصي
ليدلاى شي يا پټي. له ارزانه ډبرو څخه گران بگوان جوړوونكو سره هېڅ درېيمه
لاره نه وي. په هندوستان كي د بگوان جوړوني هنر په بنسټيزه توگه په كورنيو
(هندوستاني) هنرونو كي شمېرل كېده او د دې شا ته پاته كورني هنر نېستمن
هنرمندان لا تر اوسه دومره ځيرك نه شو، چي د دوى جوړه كړل شوې مجسمه په يوه
ځاڼړې تڼۍ (بټن) وهلو سره سترگي خلاصي كړي او د هماغي تڼۍ پر دويم ځل وهلو
سره هغه بُت سترگي پټي كړي او په فكر كي ورك شي. داسي خو كېدلاى شي، خو په
هندوستان كي د` بُت جوړوني هنر د پرمختللي جوړښت (تيكنيك) له اصولو څخه بې
برخي دى، گني نو د ټولو فرقو له غوښتنو سره سم بُت جوړول كوم گران او سخت
كار نه دى. كله، كله زه په داسي صورتحال باندي ډېر اندېښمن شم، چي بې چارې
بگوانان له هغه ساينسي جوړښت څخه هم ليري دي، چي په لوېديزو هېوادونو كي
جوړېدونكې د كوچنيانو دوختېري لوبتې هم برخمني دي. ستاسي كوچنيان چي د څو
روپيو په بدل كي اخيستل شوې لوبته راوړي، نو د هغې سترگي داسي پټي شي، لكه
په ژور خوب چي ويده وي، خو څڼه چي هغه ولاړه يا كښېنول شي، نو سمدستي سترگي
خلاصي كړي. داسي بدلونونه ديوه عادي ساينسي جوړښت په مقابل كي رامنځته كېږي،
چي دكوچنيانو د وختېري په لوبتو كي خو كارول شوى دى، خو د كروړونو خلكو د
زړو د غوښتنو په ترسره كولو كي د بوختو هندوستاني دېوي دېوتاگانو په برخه
نه شته.
د ديواس په يوازيني جين مندر كي لېدلې د مهاويرجي مجسمه د دوو داسي فرقو د
عقيدت مركز و، چي په گډو اختلافاتوكي راښكېل وو، نو ځكه دوى تر ډېر غور او
فكر وروسته د يوې منځنۍ لاري په غوره كولو كي برياليتوب تر لاسه كړ او
رښتيا خبره خو دا ده، چي كومه زړه او بې خونده لاره د ديواس خلكو خپله كړه،
د ټول هندوستان جينيان د اړتيا پر وخت هغه تعقيبوي. داسي به كېدل، چي كله
به له شويتامبر فرقې سره تړلي جيني عقيدتمندان، د خپل ورځني عبادت د ترسره
كولو لپاره مندر ته تلل، هغوى خو به د خلاصو سترگو د مهاوير عبادت كاوه، نو
هغوى به دوې خلاصي مصنوعي سترگي د مجسمې پر پټو سترگو ورونښلولې. تر عبادت
كولو وروسته به دغو خلكو نقلي سترگي راوكښلې او رخصت به شول. دا د دوى د
مذهبي جړې يو غيرتيكنيكي او ساده غوندي حل و، چي په مقابل كي به يې د دواړو
فرقو مذهبي اړتياوې په يوه مندر او يوه بُت سره پوره شوې.
خو اوس يوه بله جړه راپورته شوې ده؛ هره ورځ پر دوولس بجې، پـر پوره دوولس
بجې تـر مندر دبـاندي موجود د شويتامبر جينيان (حاميان) دننه تلل غواړي، چي
د مهاوير سترگي بينا او خپل عبادت پيل كړي. خو د دگنبر فرقې خلك دي، چي د
ټاكل شوي وخت تر ختمېدو وروسته هم دباندي نه راوزي. هغوى هم د مهاوير غوندي
پټي سترگي په بېخي فرياد او زارۍ سره د بېلابېلو منترونو وظيفه كوله. دغه
صورتحال د شويتانبر د جينيانو لپاره د زغملو نه و، هغوى به مصنوعي سترگي په
لاس كي مندر ته ننوتل او پر مخالفي فرقې باندي به يې د دانسته ځنډېدني
الزام لاوه، په دغه شېبه كي به كوم جذباتي جيني مصنوعي سترگي د مهاوير پر
پټو سترگو عين سربېره نښلولې او بيا به جړه پيل شوه. كله چي عبادت كم او
جړه زياته شوه، نو له ناچارۍ نه د پوليسو د برخي اخيستني او لاسوهني اړتيا
رامنځته شوه. د ځايي سوله ساتونكو عسكرو له خوا د مندر دروازې ته غټ كولپ
ورولېد او دواړو فرقو ته د عدالت په وسيله د خپلو جړو د حل امر وشو، د
دواړو ډلو مشرانو له دولتي كولپانو سره يو، يو كولپ له خپله اړخه هم
ورولاوه، چي پر مندر باندي په حق گټلو كي اساني جوړه شي او د مقدمې كولو
تيارۍ وشوې. محكمه جوړه او مقدمه پيل شوه او اوس تر څو كلونو تېرېدو وروسته
هم صورتحال هماغسې و. د عدالت لوړ تعليم يافته قاضي د شلو كلونو تر اوږدې
مودې تېرېدو وروسته هم كومي فيصلې اورولو ته غاړه نه ږدي. پر دغو ټولو خبرو
پوهېدلو سره ما فكر وكړ، چي عدالت به دا خبره څڼه حل كړي، چي مهاويرجي په
خلاصو سترگو رياضت كاوه كه په پټو سترگو ؟ كېداى شي چي هغه خپلي سترگي نيمي
خلاصي ساتي! ارمان چي د علم غوندي د جهالت او ناپوهۍ هم هېڅ حد نه شته.
هو! نو ما ويل چي مور او پلار پر خپلو اولادونو باندي د هېڅ ډول دروغجني
عقيدې، د منلو هڅه ونه كړي. هغوى ته دا مه ورښاياست، چي ژوند څه شى دى او
مذهب څه شي ته وايي. هېڅ ډول كومه فلسفه يا سياسي نظام بايد په تنكيو
ذهنونو كي په زوركي سره ځاى نه كړل شي. ياد ولرئ د نوي پُښت (نسل) روزنه او
لارښوونه ستاسي نه، بلكي د زمانې فرض دى، د كوچنيانو په زياته توگه د
ذهينېدلو په لړ كي مرسته وكړئ او دا هلته ممكنېداى شي، چي تاسي خپله په
پوهي لرلو سره هغوى ته ذهني خوداعتمادي ورزده كړئ. ذهانت له يوه ذهن څخه بل
ته نه شي لېږدېداى،كه داسي كېداى شواى، نو د مهاتما بُت زوى به هم مهاتما
بُت واى. ذهانت په خپله هڅه او زيار سره تر لاسه كېداى شي، ځكه زه وايم چي
د زده كړي په چارو كي د كوچنيانو په ذهني علاقمندۍ او ميلان كي لاسوهنه مه
كوئ، د دې لپاره چي هغوى ځوانان شي او د رښتيا په لټولو پسې هڅه وكړي. دا
لټون او څېړنه داسي ده چي ټول عمر دوام كولاى شي. دلته خو دا حال دى، چي په
دوديزه توگه له زوكړي سره سم تاسي ته د عقيدې سوغات وړاندي كړل شي، حال دا
چي حقيقت خو دا دى، چي د ټول عمر تر لټون وروسته كه د مرگ پر وخت هم درته
څرگنده شي، چي عقيده څه شى ده؟ نو داسي وگڼه چي تاسي ډېر ژر خبر شوي ياست.
تر لټون وروسته د رښتينتوب غوندي د ارزښتناكي شتمنۍ لاسته راوړنه هم په
بشپړې ازادۍ كي ممكنه ده او له بشپړې ازادۍ څخه زما موخه هراړخيزه ازادي ده.
زه يوازې د مذهبي ازادۍ خبره نه كوم، ولي چي دا خو د هراړخيزي ازادۍ تش يو
كوچنى غوندي اړخ دى.
اوس هغه وخت راغلى دى، چي تاسي انسان، د انسان په ډول قبول كړئ. زه د
لوېديځ له انسانيت خوښوونكو څخه دا پوښتنه كوم چي تاسي انسان د ژبې، رڼ،
پُښت (نسل)، مذهب او هېواد په كوچنيو، كوچنيو بنديخانو كي ولي بند ساتلى دى.
نن زه هراړخيزه ازادي ځكه د انسان لپاره بنسټيز حق گڼم، چي هغه په يوه اړخ
كي هم ازاد نه دى.
زه په امريكا كي په ناجايزه توگه ونيول شوم او په يوه دولتي زندان كي يې
بندي كړم. هلته يو امريكايي پوځي د زندنان له ليكلو سندونو سره راغى او
راته ويې ويل: پر دې فارم به ته خپل نوم ډېوډ واشڼټن ليكې!.
ما ورته وويل: دا لومړى ځل دى، چي كوم امريكايي نابلده كس ما ته زما اصل
نوم راوښود!، دا چي تاسي د نورو د خيالاتو په ويلو كي ځاڼړې سليقه لرئ، نو
زه له تاسي سره په ليدلو ډېر خوشاله شوم.
د دې خبرې په اورېدلو سره پوځي وارخطا شو او ويې ويل: ايا په رښتيا سره دا
ستا اصل نوم دى؟
ما ورته وويل: هو! دا زما اصل نوم دى!.
هغه وويل: بيا خو به ته دغه نوم بدلوې، خير ځه! هېڅ خبره نه ده، په كوم بل
نوم سره به هم كار ترسره شي.
ما ځواب وركړ: تاسي ما ښه پېژنئ او دا هم درته څرگنده ده، چي ډيوډ واشڼټن
زما حقيقي نوم نه دى. ايا زه له تاسي څخه پوښتلاى شم، چي تاسي له راټ سره
سم دا ولي وويل، چي زه بايد خپل نوم ډيوډ واشڼټن وليكم؟
تاسي د امريكا خلك په ډېر وياړ سره خپل هېواد د جمهوريت (ډيموكراسۍ) او
انساني ازادۍ سرلارى گڼئ، ما ته راوښاياست، دا څه ډول جمهوريت او انساني
ازادي ده، چي چا خپل سم نوم هم په كي ونه ليكه. ما خو خبر كړئ، چي ستاسي په
ستر هېواد كي كومي، كومي انساني ازادۍ عامي دي؟ ستاسي په كوټ باندي په
غټو، غټو تورو سره د قانون او انصاف محكمه، د امريكا گډ رياستونه ليكلي
دي، كه نور نه وي، دا كوټ خو وكاږه. ياد ولره، نه خو زما نوم ډيوډ واشڼټن
دى او نه به زه له خپل حقيقي نامه پرته كوم بل نوم وليكم.
هغه حيران ولاړ و او ما ورته وويل: په ژوند كي لومړى ځل وينم، چي جمهوري
هېواد څڼه وي او له انساني ازادۍ څخه ستاسي موخه څه ده؟
ما ته د خپل حقيقي نوم د ليكلو اجازه نه راكول كېږي، اخر د دې مطلب څه دى
؟
هغه د پښېمانۍ په ډول وويل: ستا د يوه سوال ځواب هم زه نه شم دركولاى، خو
دومره به ضرور ووايم، چي ما هر څه وويل، هغه زما د ذمه وارۍ او مسووليت
برخه وه. د لوړپوړو حاكمانو له خوا چي كوم فرمانونه چي ما تر لاسه كړي دي،
له هغو سره سم به ستاسي نوم ډيوډ واشڼټن ليكل كېږي او په زندان كي به هم
تاسي په همدغه نوم سره نومول كېږئ.
ما ورته وويل: كه دا صورتحال دى، نو بيا زه هېڅ يو فارم هم په خپل لاس نه
ډكوم، هو! كه دا فريضه ته خپله په مرستندويه توگه ترسره كوې، نو زما هېڅ
اعتراض نه شته او وروسته د خپل لاسليك كولو ژمنه زه درسره كولاى شم.
په دې بې خونده بحث كي زيات وخت ضايع شو، اوس شپه تر نيمي زياته تېره شوې
وه او د پوځي كور ته د تللو بيړه وه. ما د سندونو په خپل لاس له ډكولو څخه
په څرگنده توگه انكار وكړ، نو هغه مجبوراً په خپله په بېلابېلو تشو ځايونو
كي مهم شيان وليكل. وروسته له ژمني سره سم چېري چي ده وويل، ما خپل
لاسليكونه وكړل. هغه لاسليكونو ته زيات په غور وكتل او ويې ويل : دا خو د
ډيوډ واشڼټن غوندي نه معلومېږي.
ما ورته وويل: ته سم وايې، زما لاسليكونه رښتيا هم د ډيوډ واشڼټن \"
غوندي نه معلومېږي، زما خوا ته په غور سره وگوره، هيله ده چي زه به هم تا
ته د ډيوډ واشڼټن غوندي نه شم ښكاره.
پوځي وويل: ته ډېر عجيب سړى يې، معلومېږي چي تا زه تېرايستلم.
ما ځواب وركړ: ته خپل ځان په خپله تېرباسې. تا ته ښه څرگنده ده، چي زما
نوم څه دى. اوس به نو سبا ټولي نړۍ ته دا څرگنده شي، چي تش په نوم جمهوري
او ازاده امريكا، چي د كومي انساني ازادۍ بيرغ په لاس هسك نيولى دى، پرته
له كوم لامل څخه بنديانو ته د خپل اصلي لاسليك كولو ازادي هم نه وركوي. زه
به دا ترخه حقايق ستاسي د خپل ابلاغ د وسيلې پر يو گز اوږده ژبه باندي
كښېږدم.
زما په دې اخطار اورېدلو سره د هغه ستونى وچ شو، نو د هغه د رحم وړ حالت په
ليدلو سره ما ورته وويل:ايا ته پوهېږې، چي لوړو مامورينو تا ته ولي دا ډول
كارونه در سپارلي دي.
_ نه، زه نه پوهېږم. پوځي لنډ ځواب ووايه.
ما ورته وويل: ستا په ناخبرۍ زه ډېر حيران يم، ځكه په يوه محكمه كي پر
اوسېدلو سربېره، چي تا ته يوه خبره نه ده معلومه، زه چي له هغې محكمې سره
تړاو هم نه لرم، ترې خبر يم. دا يوه ساده او منطقي خبره ده چي ستاسي
لوړرتبه چارواكي غواړي، چي كه زه په زندان كي هم ووژل شم، نو هېڅوك به خبر
هم نه وي، چي زه چېري ورك يم، ولي چي ستاسي اسناد خو به دا ښيي، چي زه كله
بندي شوى هم نه يم، بندي خو ډيوډ واشڼټن و.
زما په دغو خبرو اورېدلو سره پوځي د حيرانۍ په ټال كي وځڼېد. ما هغه ته
وويل: تا چي هر څه اورېدلي، رښتيا دي، كه دا رښتيا نه دي، نو بيا زما د
نامه بدلولو اړتيا ولي رامنځته شوه. چا ته څه حق دى، چي زما د نامه بدلولو
هڅه وكړي؟.
دغه دى د شخصي ازادۍ ډول وهونكې امريكا اصل حالت.
زه ځكه د هراړخيزي ازادۍ خبره كوم، چي انسان په يوه اړخ كي هم ازاد نه دى.
دا د هغو ورځو خبره ده، چي زه په ليسه كي د داخلې اخيستلو لپاره چمتو شوى
وم. مور او پلار مي غوښتل، چي زه د مذهبي يا طبي علومو زده كړه وكړم. ما له
هغوى څخه وپوښتل:
زده كړه زه كوم، كه تاسي؟
هغوى وويل: ښكاره خبره ده، چي ته زده كړه كوې، موږ يې نه كوو.
ما ورته وويل: نو بيا دا خبره هم ما ته پرېږدئ، چي زه څه شى لولم.
_ موږ تا ته دا حق دركولاى شو، خو پوه شه چي د خپلي خوښي د مضامينو په
ټاكلو سره دا خيال له زړه وباسه، چي موږ به تل ستا مادي مرسته كوو.
د مور او پلار په دې اخطار اورېدلو سره ما ورته وويل: هو! دا خو ما ته
مخكي لا څرگنده وه.
پر خپله خبره باندي تر ټيڼار كولو وروسته چي زه له كوره لاړم، نو هېڅ پيسې
راسره نه وې او دغه د پيسو د نشتوالي خبره ما هسي ونه كړه، بلكي واقعاً زه
په تش لاس وم. په هر حال؛ د سفر بستره مي وتړله او تر ليسې پوري سفر مي له
ټكټه پرته وكړ. په موټر كي تر كښېناستلو وروسته زه خپله د ټكټ كتونكي خوا
ته ورغلم او خپل ټول حال مي هغه ته روښانه كړ، وروسته مي ترې وپوښتل :
ايا ته ما ته پرته له ټكټه د سفر كولو اجازه راكولاى شې؟
هغه وويل: په ژوند كي لومړى ځل، يو چا په ايماندارۍ سره دا پوښتنه راڅخه
وكړه، گنې د مفت سفر كولو روږدي خلك خو زما په ليدلو سره هلته دلته پټ شي،
هغه خلك هم سفر كوي او هم موږ تېرباسي. ته بې غمه اوسه او ارام خپل سفر
وكړه
همداسي زه تر ليسې پوري په رسېدلو كي بريالى شوم.
ليسې ته له رسېدلو سره سم بې له ځنډه د ليسې مرستيال سرښوونكي ته ورغلم او
هغه ته مي هم خپله ټوله اوږده كيسه تېره كړه. ما ورته وويل:
زه د فلسفې كتابونه (درشن شاستر) لوستل غواړم، خو د كورنۍ له خوا زه د زده
كړي لپاره د خپلي خوښي، د موضوع د ټاكلو ازادي هم نه لرم. اوس به ته ما ته
هغه ټولي اسانتياوې برابروې، چي د يوه زده كوونكي لپاره اړينې (ضروري) دي،
ځكه زما د اړتياوو لپاره مي كورنۍ هېڅ مرسته نه راسره كوي، كه ستاسي ځواب
هو! دى، نو ښه تر ښه، په يو بل ډول زه به په وږي تږي ځان هم د فلسفې زده
كړه كوم، هر څو كه له لوږي او شومتيا څخه مړ هم شم.
مرستيال سرښوونكي وويل: ته داسي مه كوه، گنې انتظاميه او اداره به بدنامه
شي، زه درته ژمن يم، چي ستا هر د اړتيا وړ غوښتنه به ترسره كېږي.
ما دغه كيسه ځكه تا ته واوروله چي مور او پلار له پيل څخه لا د نوي نسل د
ازادۍ د ختمولو په هڅو كي بوخت شي. هغوى خپل بچيان په پنجره كي د بندو
مرغانو په ډول بنديانول غواړي، د هغوى لومړۍ هڅه همدا وي، چي ددغو بندو
مرغانو وزر پرې كړي، چي بيا كه دوى له پنجرې څخه وهم وځي، خو چي الوتنه ونه
كړي، كه موږ خپل بچيان د خپلو ځاني غوښتنو مرييتوب ته اړ كړو او تر خپله
وسه هڅه كوو چي نړۍ ته هر نوى راتلونكى انسان زموږ له شخصي گټو سره بدل كړو.
ايا دا كار د ازادۍ غوندي مثبت شي له ورانولو سره سم كار دى؟ د ځان غوښتنې
احساس د بېخي ارزښتناكه احساس درجه لري او دا هم د هر چا حق دى، چي هغه ته
د خپل ذات د ځاڼړي او ازادانه وجود احساس وي.
په يوه د ستاينې وړ انساني ټولنه كي بايد هر څوك په ازاده توگه \" د ځان
جوړېدنې \" حق ولري. كه هغه شپېلۍ ږغوونكى هم جوړېدل وغواړي، نو هېڅوك حق
نه لري چي د هغه مخنيوى وكړي. كه يو څوك د نړۍ تر ټولو شتمن سړى جوړېدلو پر
ځاى سوالر جوړېدل غواړي، نو هېڅوك د هغه د شخصي ارادې د بدلون هڅه نه شي
كولاى.
زه بيا وايم چي هراړخيزه ازادي ستاسي ارزښتناكه پاڼه ده، تاسي د خپل هېواد
ولسمشر مه جوړېږئ، د لاري پر څنډه تلونكى شپېلۍ ږغوونكى له ځانه جوړ كړئ، د
كوڅو سوداگر له ځانه جوړ كړئ، خو پر دې خبره هېڅ له چا سره پرېكړه مه كوئ،
چي ته \"ته \" يې. په هر حيثيت كي چي وي، خو د خپلسرۍ احساس دومره ژور ډاډ
سړي ته وربخښي او دومره هوسايي لري، چي كه تاسي دا احساس نه كړاى شئ نو پوه
شئ چي نور له تاسي څخه د خپلسرۍ احساس هېرېږي. |