|
|
هوسۍ، كابل
پښتو
او سينما
د اوو هنرونو د نړۍ تر ټولو ښكلى هنر، سينما ګڼل كېږي، چي
نن ورځ په نړۍ كي له بل هر هنره زيات مينه وال او پالوال لري. د سينما هنر
نه يوازي دا چي د يوې ژبي په ادبي پرمختګ كي ونډه اخلي او د يوې ټولني
كلتوري او فرهنګي ځانګړني نوري نړۍ ته ورښايي، بلكي د ټولني په اخلاقي
روزنه كي هم رغنده رول لوبولاى شي. هنري، مستند او روز نيز فلمونه د يوه
لوړ روزنيز ښوونځي په كچه د ارزښت وړ دي. كه څه هم اوس، اوس په نړۍ كي د
سينما چلوونكي له سينما څخه د يوه غوره هنر پر ځاى، د يوه پراخ او ګټور
بزنيس په توګه ګټه اخلي او د سينما هنري او روزنيز اړخ ته دومره پام نه كوي
او همدا وجه ده، چي غوره هنري فلمونه اوس دومره مينه وال نه لري. خو بيا هم
سينما د يوه ښكلي او غوره هنر په توګه خپل دريځ ساتلى او ټينګ كړى دى.
سينما چي د نوي مهال، ياني شلمي پېړۍ زېږنده ده، خو پيل يې ډېره اوږده
مخيته لري، دا ځكه چي د سينما د هنر بنسټ تمثيل دى او د تمثيل د پيل پېښليك
خو لا تر اوسه نه دى تثبيت شوى. ښايي د تمثيل پيل، د انسانانو له پيدايښت
سره تړاو ولري او پايله خو يې د سينما هنر ګڼلاى شو.
د سينما هنر د خپل زېږون، په هماغه نژدې لسيزو كي د پښتو ژبي لمن هم ونيوله،
چي اوس د پښتو سينما مخي ته له نيمي پېړۍ څخه اوړي.
لومړني سينمايي پښتو فلمونه چي په پېښور كي پيل شول، نه يوازي د خپل لوړ
هنر له له مخي، بلكي د خپل روزنيز اړخ له پلوه هم د خورا ارزښت درلودونكي
دي؛ ليلا مجنون، خيبر دره، د يوې شپې ناوې، عجيب خان اپرېدى، د ګودر غاړه،
ادم خان او درخانۍ، شېربانو او فتح خان، دهقان، دا يې ګز او دا يې ميدان،
سوره او داسي نور چي په خپل وخت كي يې زښت ډېر مينه وال وموندل او داسي
هيلي راپيدا شوې، چي پښتو ژبه به په راتلونكي كي يوه پياوړې او هنري سينما
ولري.
د يوه غوره سينمايي فلم، د نورو ځانګړنو تر څنګ يوه ځانګړنه دا ده، چي
كلتوري ا ړخ يې ځواكمن، جوت او رښتينى وي، چي له بده مرغه په اوس مهال كي
پښتو پېښوري فلمونه، نه يوازي دا چي د غوره هنري فلمونو ځانګړتياوي نه لري،
بلكي د پښتو د كلتور او فرهنګ سپكاوى او يوه كچه ننداره ګڼلاى شو.
دلته ما ته د پښتو د فلمونو، د پياوړي لوبغاړي، اصف خان د P.T.V پر مخ د
ننداره په خپرونو كي د خبرو يوه برخه راپر زړه شوه، هغه د پخوانيو او
اوسنيو پښتو پېښوري فلمونو توپير په څه ښكلي انداز وكړ، هغه د مركې په ترڅ
كي وويل:
پخوا به چي د خلكو منځته ورغلو، نو په لوړ سر به ګرځېدو او خلكو به هم ځان
نه موند، چي زموږ وړ وي او حيران به وو، چي څرنګه زموږ عزت وكړي، خو اوس د
خلكو منځته له دې ډاره نه ورځو، چي ومو نه كنځي او كه ورځو هم، نو خپل
مخونه په كادرونو پټوو.
كه څه هم د پښتو پېښوري فلمونو جوړوونكي دا دليل راوړي چي ګوا كي خلك دغه
رنګه فلمونه غواړي، خو څرنګه داسي كېداى شي، كله چي د پېښوريو پښتو فلمونو
ليدونكي ورځ په ورځ په لږېدو دي او يوازي يې د چرسو او پوډرو معتادين ګوري،
نو ايا خلك يوازي همدا معتادين دي؟
كه دا خبره رالنډه كړم، نو ويلاى شم، چي په پېښور كي نور فلمونه د نشت
ګڼلاى شو.
كه افغانستان ته راواوړو، نو دلته هم سينما ډېر پخوا خپلي څانګي خورې كړي
دي، خو پښتو ژبه ډېر وروسته د دغو څانګو سيوري ته كښېناسته، چي د ډېرو دغه
لنډ او تنګ سيوري هم نه وو پر پېرزو. خو په دغه لنډ او تنګ سيوري كي بيا هم
پښتو ژبي غوره لاسته راوړني درلودې، چي د كونډي زوى سريال يې ښه بېلګه ده.
په افغانستان كي پښتو سينما د ځينو جوتو لاملونو پر بنسټ لا په خاړپوسو ده،
زما په اند ښايي په لاندي ډول وي:
۱. د سينما په برخه كي د اړتيا وړ شتمنۍ نشتوالى.
۲. په پښتنو كي د هنرمند نه درنښت.
۳. د دولتي چارواكو نه پاملرنه.
۴. كله ناكله يا ډېر وخت د دولتي چارواكو له خوا خنډونه او مزاحمتونه. ښايي
ډېر نور لاملونه هم ولري، خو زما په اند، د وخت د دولتي چارواكو نه پاملرنه
خپله په افغاني ټولنه كي د پښتو فلمونو په ټپه درېدو تر ټولو غټ لامل ګڼلاى
شو، دا ځكه چي په افغانستان كي د سينما هنر لا هغو پوړيو ته نه دى رسېدلى،
چي دوې افغانۍ وګټي. البته زما موخه افغاني سينما نه، بلكي په افغانستان كي
د هند يا غرب سينما ده. نو پر دې بنسټ د چارواكو پاملرنه ځانګړى ارزښت لري.
يوه بله خبره هم كېداى شي، هغه دا چي خپله د پښتنو پانګه والو نه پاملرنه
ده. نن ورځ پښتانه په مجلو او كتابونو زښته ډېري پيسې مصرفوي. د دوى دا كار
د كړو وړ دى، خو كه چېري دغه پانګه په ښو او د ارزښت وړ كتابونو او مجلو
مصرف شي او پاتې پانګه نورو هنرونو، لكه سينما، تياتر، د سندرو هنر او داسي
نورو ته ځانګړې شي، نو دا به ډېره ښه وي، ډېره به پر ځاى وي او موږ به په
رښتيا د پښتو ژبي د پرمختګ لپاره يو غوره كار ته لاس اچولى وي.
خو داسي ښكاري چي د ننګرهاريو فرهنګپالو دغي سكالو ته پام اوښتى او دا دى
په دې برخه كي يې واړه، واړه ګامونه اوچت كړي دي. د بېلګي په ډول، د هېواد
د فلم نوې انجيو چي د روان كال، د وري د مياشتي پر يوولسمه نېټه يې
پرانيستونكي غونډي د پښتنو په زړونو كي د هيلو غوټۍ وغوړولې. همدغه راز
تېره مياشت په ننګرهار كي د شايق فلم له خوا د تور زهر په نوم، پښتو فلم
دغه غوټۍ ګل كړې. تر كومه ځايه چي معلومات شته، دغو دواړو ټولنو: هېواد فلم،
چي مشري يې د عبدالوكيل وقار او شايق فلم، چي مشري يې د انجينېر شفيق الله
شايق پر غاړه ده، پښتو ژبي ته د سينما په برخه كي د ډېرو كارونو سينه ډبولې
او ملا يې ورته تړلې ده. خو كشكي د پښتنو د نورو سيمو سيمه وال هم د شايق
او ښاغلي وقار صيب پر پله قدم كښېږدي او دې لړۍ ته پراختيا وركړي. |