|
|
عبدالمالك همت
د کابل او ياغستان ليدني کتني
درنو لوستونكو!
د دې ليكني لومړنۍ برخه مو تر پورتني سرليك لاندي، د دې مجلې په مخكنۍ ګڼه
كي خپره كړه. څنګه چي د مجلې د ډېرو لوستونكو خوښه سوې وه او زموږ څخه يې
غوښتنه كړې، چي د دې ليكني نوري برخي هم خپرې كړو، نو دا دى د ښاغلو
لوستونكو له غوښتنو سره سم مو د مولانا محمد علي قصوري، د مشاهدات كابل و
ياغستان له كتاب څخه د هغه د ليدلو، اورېدلو څو پاڼي وژباړلې او په ډېر
درنښت يې ستاسو لوستو ته وړاندي كوو.
عبدالمالك همت.
اوس به راسم، هغو خبرو ته چي آري او د مطلب خبري دي. ما د ښوونځي، د ښووني
د چارو په سمون ګوتي پوري كړې، خو عملاً په هر ډګر كي له نهيليو او ستونزو
سره مخامخ سوم. ما چي يو سرسري ښوونيز نصاب جوړ او په ښوونځي كي مي پلى كړ،
نو څرګنده سوه، چي له يوه، دوو استادانو پرته هېچا هغه ونه ويلاى سواى، په
تېره په انګرېزي، حساب، ځمكپوهنه او ساينس پوهېده، خو بېخي د هغو په وسه نه
وه، ځكه له دوو تنو پرته نور ټول استادان، د هندي ښوونځيو له لسمو ټولګيو
وتلي وه. هغو ټولو د غوړماليو مړۍ خوړل، څوك به معين السطلنه صاحب ته ورتله
او د ټېنس لوبي به يې ورسره كولې، ځينو به د اعليحضرت د سيل او تفرېح پر
مهال خوږې او كتلمې ورتيارولې، ځينو به يې په بدلو ويلو بانډار توداوه او
په دې توګه به يې په افغانستان كي خپل اوسېدل اړين برېښول. ځيني استادان به
په ساعتونو، ساعتونو له ښوونځي ناسوب وه او چي پوښتنه به ځني وسوه، ويل به
يې چي پلاني سردار ته ورغلى وم. له دې امله كله چي ما د ښوونځي، د مهالوېش
او ښوونيز نصاب ټاكل پيل كړل، نو دوى راغلل او راته ويې ويل چي ته څله د
داسي هېواد لپاره چي آس او خر په يوه بيه پكښي پلورل كېږي، ځانته سرخوږى
جوړوې. ته ښايي چي د لوى څښتن Y شكر ادا كړې، چي په داسي كم عمره كي دونه
ډېره تنخواه درته ټاكل سوې ده، چي د افغانستان د سپه سالار، له تنخواه سره
برابره ده. ښه دا ده، چي ته په څو كالو كي پيسې ټولي كړې او په ارامه هند
ته ولاړ سې. څنګه چي د هغو دې چل كار ونه كړ، نو راڅخه خوابدي سول.
د حكومت نظام:
دلته مناسبه ښكاري، چي د افغانستان، د حكومت پر نظام هم رڼا واچول سي. بايد
وويل سي، چي زه د هغه نظام انځور وړاندي كوم، چي ما هغه مهال په خپلو سترګو
ليدلى دى. ښايي چي د حكومت په اوسني نظام كي سمون راغلى وي. كله چي ما
افغانستان ته د تللو اراده وكړه، نو ښه پوهېدلم، چي هلته شخصي يا استبدادي
واك چلېږي. خو ما ګڼل په بيا به هم افغانستان بشپړ او منظم سلطنت لري او
افغان حكومت به د يوه عادلانه ټولواكي نظام بېلګه وي. خو كله چي هلته
ورسېدلم، يو عجيب انځور رامخي ته سو، په افغانستان كي يوازي امير صاحب، د
يوه خپل سري (مطلق العنان) پاچا په څېر واك چلاوه او يوازي د ده خوښه قانون
او قاعده وه. په ښكاره يو قاضي القضات هم و، چي د شرعي احكامو پلى كوونكى
بلل كېده، خو د هغه آره دنده، د اعليحضرت له خوښي سره سم د اسلامي شريعت له
توجيه كولو او نافذولو پرته بل څه نه وه. د اعليحضرت شخصي بوختياوي له
شريعت سره ګردسره سم جوتول هم د قاضى القضات صاحب له دندو څخه يوه دنده وه.
د بېلګي په توګه، اعليحضرت له بده مرغه له ښځو سره ډېره مينه درلوده او هره
ورځ به يې هغه ته نجوني موندلې او په ډېره بيه به يې ورته راوستلې، لكه چي
زموږ د اعليحضرت په حرم كي به ښايي د نهو سوو او زرو تر منځ ښځي وې او ځيني
نجوني د افغانستان له لويو، لويو كورونو وې. د نورستان نجوني به يې سورتي
بللې او اعليحضرت به دوى د مېرمنو، يا مينځو په توګه ساتلې.
ما له قاضى القضات صاحب څخه د دې لفظ، د نوموني لامل وپوښت. نو هغه راته
وويل چي سورتي هغو مينځو ته وايي، چي اعليحضرت يې د ځان لپاره خوښي كړي.
(داسي نه ده، سورته نه، بلكي سٌريته سوچه پښتو لغت دى، چي په عامه توګه د
مينځي په مانا كارول كېږي. ژباړن).
ما ورته وويل چي دې ښځو ته څنګه مينځى ويل كېداى سي؟ هغه راته وويل چي
نورستان، د اعليحضرت پوځونو فتح كړى دى، له دې امله د هغه ځاى ټولي ښځي، د
مينځو په حكم كي راځي. له دې امله اعليحضرت حكم كړى دى، چي د هغه ځاى هېڅ
يوه نجلۍ واده نه سي كولاى، څو چي اعليحضرت يې د ولي په توګه د نكاح اجازه
ورنه كړي. ځكه نو هر كال د هغه ځاى ټولي نجوني اعليحضرت خدمت ته وړاندي كوي.
پر هري يوې چي د اعليحضرت د غوره كېدو سترګي ولګېدې، هغه حرم ته دننه كوي
او نوري بېرته هلته لېږي او د نكاح اجازه وركول كېږي. پاته سوې نوري نجوني،
هغه د هغو مور او پلار په خپله د امير صاحب خدمت ته لېږي. اعليحضرت په دې
خوشالېږي، هغوى مني او پلار ته يې انعام وركوي. ما عرض كړه، چي دا خو د
اسلامي شريعت په څرګنده سپكاوى دى. هغه وويل: ښاغلې! د امير صاحب كړنو ته
ګوته نيول، د ځان مړيني ته بلنه ده. ښه دا ده، چي پټه خوله سې، كه نه په
توپ به والوزې.
دا ما (د مشت نمونۀ خروار) په توګه وويل، چي لوستونكو ته معلومه سي، په دغه
حكومت كي اسلامي شريعت په څه ډول پلى كېده. لنډه دا چي د افغانستان، د هغه
پير د حكومت انځور د څوارلسم لويي په الفاظو ښه كښل كېداى سي. كله چي هغه
ته د فرانسې لومړي وزير وويل چي: عالم پنا دا حكم له قانون سره سم نه دى.
نو هغه په غوسه سو او ځواب يې وركړ چي: قانون زه په خپله يم. همدغسي په
افغانستان كي هم حكومت او قانون ټول، د امير په وجود كي راغونډ سوي و. د
هغه له خولې چي به څه وتل، هغه به قانون و. د شيخ سعدي (رح) دا مثال پر هغه
ډېر ښه رښتيا كېده چي: ګاهى به سلامى برنجد و ګاهى به دشنامى انعام دهد.
د دې لازمي پايله دا وه، چي په افغانستان كي له څو تنو پرته هر چارواكي
خپله د نده بلل، چي د خپل ژوند موخه (مقصد او مدعا)، د اعليحضرت د طبيعت
سمېده او خوښي وبولي. هېڅ داسي ناوړه عمل به نه و، چي اعليحضرت به په
خوښېده او هغه به نه تر سره كېده. لنډه دا چي په افغانستان كي د كوم قانون
حكومت نه و او نه د حكومت د چارواكو اختياراتو كومه ټاكلې پوله درلوده، چي
د هغو د ورسپارلو سوو دندو په هكله پوښتنه ځني وسي، نه كومه بودجه وه، نه د
كلنۍ ګټي وټي او لګښت سمه اندازه. هسي خو په نومونو قاضى القضات، سپه سالار،
نايب سالار، نايب الحكومه، مستوفي الممالك (د ماليې وزير)، خزانه دار او
نور ټول وه او تنخوا وي يې هم وركول كېدلې. خو هر يو د خپل واك په برخه كي
يوازي له امير صاحب څخه بېرېده، كه نه، كه يې موقع موندلې واى، چي هر څه يې
زړه غوښتل، هغه يې كول. د نايب السلطنه او معين السلطنه صاحب احكام چلېدل،
خو امير صاحب هر مهال، د هري ادارې په كار كي د مداخلې واك درلود. د دوو،
درو پېښو، چي زما په مخ كي پېښي سوي دي، يادونه په لاندي ډول كوم:
زما كور ته د عليا حضرتي جومات ډېر نژدې و. ما تل د سهار او ماخستن
لمونځونه په د غه جومات كي كول.
يوه ورځ مازيګر، د امير صاحب سورلۍ د دغه جومات له مخي څخه تېرېدل. هغه چي
وليدل، دغه جومات ته قلف لوېدلى و، (څرګنده دي وي، چي د ټولو جوماتونو اته
دولتي تنخوالرونكي دنده وال وه او دنده يې درلودل، چي پنځه وخته لمونځ په
جومات وركړي او جومات پاك او رڼا وساتي). اعليحضرت وپوښتل، چي د دغه جومات
امام، مړذن، د محلې مشر او محتسب څوك دى؟
د دغه جومات محتسب زموږ د حبيبيه لېسې، د فارسي استاد هم و. څلور سره ورته
وړاندي كړل سول. اعليحضرت له هغو څخه پوښتنه ونه كړه، خپلو ډانګيانو ته يې
حكم وركړ، چي راغوځار يې كړئ. هغوى يې پر مځكه پرې ايستل، كالي يې ځني
وايستل او د هغو وهل او ډبول يې پيل كړل او داسي بد يې ووهل، چي زما زړه يې
لا له ژونده راتور كړ. زما دا لومړى ټپال و، چي د انسانانو داسي خرپول مي
وليدل. څنګه چي يې ښه وډبول، نو اعليحضرت حكم وكړ، چي دا ټول له دندو ګوښه
كړئ او څونه تنخواوي چي يې تر اوسه اخيستي دي، ټولي دي ځني واخيستل سي، كه
دا نه سي وركولاى، نو كورونه دې ضبط سي.
بله ورځ زما پر نامه لېسې ته حكم راغى، چي محتسب د لېسې له كاره ګوښه كړئ
او هغه ټولي تنخواوي چي يې اخيستي دي، ځني وادي خيستلي سي.
ما چي دا حكم ولوست، ډېره مي خوا بده سوه، خو له صبر او شكر پرته مي بله څه
چاره درلوده؟ اما زه هغه مهال حيران سوم، چي دغه محتسب صاحب درې ورځي
وروسته په داسي حال كي چي ډېر خوشاله و، تشريف راوړ او په ډېر وياړ يې ما
ته د معين السلطنه صاحب ليك وښود، چي اعليحضرت، نه دا چي هغه يې بخښلى دى،
بلكي په يوه خلعت وركولو سره يې هم نازولى دى او ده ته دي سمدستي خپله دنده
بېرته وسپارل سي.
دغه راز، يوه بله پېښه د روژې په مياشت كي وسوه. يوه ورځ دېګچه پخېدل او
اعليحضرت هم په پخلي بوخت و، په دې منځ كي مستوفي الممالك (د ماليې وزير)
راغى. هغه د پاخه عمر او دروند سړى ښكارېده. دغه وخت، د اعليحضرت طبيعت سم
نه و، پاچا له هغه څخه پوښتنه وكړه. هغه ځواب وركړ. مګر اعليحضرت باندي په
قار سو، حكم يې وكړ، چي له درباره يې وباسي.
د دربار يو ډانګي يې پر راوغورځېده، ښه يې وخرپاوه او په ډېر سپكاوي يې له
درباره بهر وايست.
بله ورځ چي د اعليحضرت طبيعت سم و، حكم يې وكړ، چي مستوفي الممالك راولئ.
هغه راغى، سمدستي يې په خلعت او انعام وركولو سرلوړى كړ او ورته ويې ويل چي
زه له تا څخه ډېر خوشاله يم. هغه دونه ډېر خوشاله سو، چي ګواكي ډېر شته يې
موندلي وي. د لومړۍ ورځي ذلت او سپكه يې ګردسره په ياد لا نه وه.
دا سپكاوى او وهل ټكول دونه عام كار ګرځېدلى و، چي د افغانستان هېڅ يو
چارواكى په هغه نه شرمېده، بلكي هر يوه به په وياړ سره د هغه يادونه كول او
دا به يې هم ورسره ويل، چي كه څه هم اعليحضرت زه ووهلم، خو بيا يې په انعام
راكولو ونازولم.
دې خبرو په چاوراكو كي د غيرت او عزت نفس پر وركېدو سربېره په يو عجبه خپل
چاوراكي او بې اصولو ژوند تېرولو روږد كړل؛ د هېواد او ولس ښېګڼه او ملي
مسووليت ته د هېچا پام لا نه و، له څو په ګوتو شمار او استثناوو پرته هېڅوك
له دغسي ټيټ ذهنيت څخه لوړ نه و. د دې چارو كوم بد اغېز، چي د حكومت پر نظم
او نسق باندي پرېوزي، له هېچا پټ نه دى.
د بډي اخيستلو بازار زښت زيات تود و او له څو لوړو چارواكو پرته ټولو د هغو
په اخيستلو كي خورا ډېره سراښي كول. ما دغسي غټه بدديانتي په بل هېڅ هېواد
كي نه وه ليدلې. د دې يو لامل دا و چي: عسس به خانه و شاه در حرمسراه خفته
است.
له هېچا سره د دې اندېښنه نه وه، چي د هغه كار به وڅېړل سي او حساب كتاب به
ورسره وسي. بل دا چي هر څوك، د ظاهري ډب، شان او شوكت د لوړتيا په فكر كي
ډوب و، كه ته د يوه ټيټ رتبه مامو ركور ته ورغلى واى، نو د ده په كور كي به
دي ډېري ښكلي غالۍ، بخملي كورپچې، د اتلس بالښتان او د ورېښمو پردې ليدلي
واى او پر نوكر او چاكر سربېره به يې يو دوې مينځي هم درلودې. د دې حال په
ليدو به دي فكر كړى واى، چي ښايي د هغه معاش به زر، دوولس سوه روپۍ وي. خو
هغه مهال، د يوه مامور مياشتنى معاش تر سلو انګرېزيو روپيو زيات نه و او سل
روپۍ معاش به هم د پخوانيو لويو مامورينو وو. دغه ټول غټ لګښتونه له تنخوا
زياتو شتو له بركته وه.
په افغانستان كي د بډو اخيستلو دا حال و، چي بېله هغو كوم كار پر مخ نه تى
او تنخوا چا په حساب كي نه راوستل. هر چا چي به كومه دنده نيول، لومړى به
يې دې ته چورت واهه، چي ډېري بډي لري، كه نه؟ كله چي صورت حال دغسي وي، نو
حكومت به د څه ورهڼي وي. په افغانستان كي دغه مهال له لويه سره ګردسره هېڅ
سم حكومت نه و. ډېرو مامورينو ته به په مياشتو، مياشتو معاش نه رسېده او د
هغو ګزاره به په غلا او درغليو وه. د بې امنيتۍ دا حال و، چي د خلكو، د ځان
او شتو د خوندي ساتلو مسووله مرجع هېڅ نه وه. غلاوي بېخي ډېري كېدې او د
جرمونو ګراف ډېر لوړ و.
تر اعليحضرت پوري به كه د يوې معاملې رسول ناشوني نه وه، ستونزمن به ارومرو
وه. كه به كومه معامله تر امير صاحب پوري رسېدل، يا به دستي پرېكړه پر كېده
او يا به داسي ځنډېدل، چي بيا به يې امير صاحب ته د وړاندي كولو وارى نه
رسېده، ځكه چي اعليحضرت ته د كومي هېري سوي پېښي ورپه يادول د بيدې فتنې
راويښول وه. كه به د هغه طبيعت وران و، نو به يې د وريادوونكي كار سمدستي
وراناوه.
ما ته چي حكم وسو، چي د ښوونځي، د ښووني نصاب جوړ كړم، چي حضور ته وړاندي
سي، نو ما په ډېر زيار جوړ كړ او په هغه كي مي په كابل كي د يوه لومړۍ درجې
پوهنتون، د پرانيستلو خاكه وړاندي كړې وه. هغه درې نقله سو او ښايي چي هر
نقل به پر اتيا، اتيانيم تخته يي پاڼو باندي وو. هغه لومړى د معين السلطنه
حضور ته وړاندي سو. هغو ډېر خوښ كړ او خپله يې واخيست او د اعليحضرت حضور
ته يې وړاندي كړ. اعليحضرت زه د ټولواكۍ په ناز ونازولم. خپل حضور ته د
ورتللو شرف يې راوباخښه او ډوډۍ ته يې دعوت كړم. ډوډۍ ته ټول پاچازويان،
خاص مصاحبان، خداى بخښلى نادر شاه او د هغه ټول وروڼه بلل سوي و.
د ډوډۍ تر خوړلو دمخه ما د موضوع په اړه يو بشپړ پلان حضور ته وړاندي كړ.
پاچايي ليكونكي هلته ولاړ و، امير صاحب هغه ته حكم وكړ، چي حكم پر وليكه،
چي قاضي القضات صاحب هغه له مذهبي پلوه وڅېړي او زموږ حضور ته يې وړاندي
كړي.
د ډوډۍ تر خوړلو وروسته موږ ټول رخصت سوو. خو تر هغه وروسته نژدې اته
مياشتي زه په كابل كي وم. په دغونه وخت كي د اعليحضرت حضور ته د دغه پلان د
بيا وړاندي كولو موقع مونده نه سوه. بيا ما ته معلومات وسو.
زما تر بېرته راتلو وروسته اعليحضرت امان الله شاه غازي (رح) هغه راايستلى،
له هغه څخه يې ډېر څه اخيستي او د افغانستان د ښووني نظام يې ځني جوړ كړى
دى.
د دغه پلان په اړه يوه په زړه پوري كيسه ليكم. د دغي شپې، د ډوډۍ په دې بله
ورځ قاضي القضات صاحب ما ته وويل چي مولوي صاحب! دا تا څه كار كړى دى، چي د
ښووني په نصاب كي دي د قرآن شريف ژباړه هم ځاى كړې ده. كوچنيان خو په قرآن
غوندي له حكمته ډك كتاب نه سي پوهېدلاى، له دې امله به وهابيان سي. ما ورته
عرض كړه، چي قاضي صاحب! لوى څښتن Y پر موږ فرض كړې ده، چي موږ هم قرآن
ولولو او نورو ته يې هم ووايو. خو تاسو هغه ته قلف وراچولى دى.
پر دې باندي له قاضي صاحب سره تر ډېره خبري وسوې، څنګه چي قاضي صاحب ځواب
نه درلود، نو يې راته وويل چي مولوي صاحب! زما دا پرېكړه ده، چي تر څو ته
له دغه نصاب څخه د قرآن شريف ژباړه ليري نه كړې، زه د هغه د اجرا اجازه نه
وركوم.
ما ورته وويل چي قاضي صاحب! زما پرېكړه هم دغه ده، چي قرآن شريف به په هغه
نصاب كي وي. زه دعا كوم، چي دمخه تر دې چي زه پر هغې د كرښي د راكښلو په
نيامت قلم اوچتوم، خداى Y دي زما دواړه لاسونه شوټ كړي او كه ته هغه له دغه
نصابه ليري كړې، نو زه هم د يوې شېبې لپاره په افغانستان كي كار نه كوم.
هغه راته وويل چي زه قاضي القضات يم او زما په يوه فتوا ته توپ ته تړل كېږې.
ما ورته وويل: ښه دى، څه چي ته كولاى سې، ويې كړه. زه ايمان لرم، چي مړمن
دوه ټپاله نه مري او نور ځني ولاړ سوم.
د بلي ورځي په سهار معين السطنه صاحب ته ورغلم او دغه ټولي خبري مي ورته
وكړې. هغه چي زما د رايي پر سمتيا ډاډه سو، نو يې د نظارت المعارف غونډه
راوغوښتل. په دې غونډه كي سپه سالار صاحب، ياني خداى بخښلى غازي محمد نادر
خان او قاضي القضات صاحب ودرېدل او ويې ويل چي: زه د دې نصاب مخالف يم او
تر څو چي د قرآن شريف ژباړه له هغه څخه ونه وزي،، زه يې د پلي كولو اجازه
نه سم وركولاى، ځكه چي د قرآنكريم د ژباړي له لوستلو څخه د كوچنيانو عقيده
خرابېږي.
دغه مهال، د غونډي مشر ما ته حكم وكړ، چي د ده د اعتراض ځواب ووايم. ما د
هغه په ځواب كي څه د پاسه دېرش دقيقې خبري وكړې. كله چي زما خبري پاى ته
ورسېدې، نو معين السلطنه او سپه سالار په يوه پلا وويل: مولوي صاحب! ډېري
ښې خبري دي وكړې، دغسي مدللي خبري تر اوسه موږ نه وې اورېدلي. اوس نو زموږ
په اند، ستا د ښووني، د نصاب په هكله قاضي صاحب ته د مخالفت اړتيا نه پيدا
كېږي.
د غونډي، د مشر خبرو د جادو كار وركړ. قاضي صاحب دستي پاڅېد او ويې ويل:
كه د حضرت عالي مباركه خوښه دا وي، چي دغه نصاب همدغسي ومنل سي، نو زه څه
اعتراض نه پر لرم.
د غونډي مشر وويل چي: هو! زه غواړم، چي هغه ژر تر ژره پلى سي.
قاضي القضات په بشپړ ملاتړ سره وويل چي زه هم هغه تائيدوم او د اعليحضرت
حضور ته يې وړاندي كوم.
د افغانستان په اړه چي ما څه هيلي درلودې او ورته ورغلى وم، هغه ګردسره مړ
و. خداى بخښلى امير حبيب الله خان، لكه څنګه چي ما پورته وليكل، يو ډېر سخت
مستبد او خپل سرى پاچا و. له دې امله هغه هري سياسي بوختيا ته د شك په
سترګه كتل او له دې امله په افغانستان كي له كوم سياسي غورځنګ سره يو ځاى
كېدل، مړيني ته بلنه وركول وه. بدمرغي دا وه، چي د امير صاحب ټوله بوديجه،
د انګرېزانو د روپو د احسان ګرو وه. د هغه ټول شخصي لګښت د هندوستان د
مرستي له پيسو څخه كېده. پر دې سربېره، د انګرېزانو د حكومت له خوا ډېر بيي
سوغاتونه هم د اعليحضرت خدمت ته رسېدل؛ غټ، غټ افسران نژدې ټول د انګرېزانو
تنخوا خواره وه.
زه چي هلته ورسېدلم، وپوهېدلم، چي نه سم كولاى او ټولو دوستانو هم راته
وويل چي دا ډېره اغزنه لار ده، له دې امله به په خوار احتياط سره ګام اخلې.
انګرېزي دوسو (توطيو) او چلونو افغان حكومت يو بې سېكه غړي غوندي جوړ كړي
وو او پر هر چا باندي باور كول، ډېره لويه ناپوهي وه.
ما په دغه موده كي د افغانستان سياسي حالات څېړل او د بېلابېلو وګړو په
هكله مي د معلوماتو د راغونډولو كوښښ كاوه، چي په يو ډول نه، يو ډول خپله
موخه پر مخ بوزم. ما ته معلومه سوه، چي نايب السلطنه، سردار نصرالله خان او
د هغه ډله د انګرېزانو كلك دښمنان دي. خو هغه هم د خپل مشر ورور له بېري په
ښكاره له داسي خلكو سره، چي د انګرېزانو مخالف وي، ليدل كتل نه خوښول.
ستونزه دا وه، چي زه د حكومت د وليعهد معين السلطنه صاحب، سردار عنايت الله
خان تر لاس لاندي وم او نايب السلطنه، د معين السلطنه تر لاس لاندي هر چا
ته د شك په سترګه كتل، له دې امله ما ته دا هم نه وه شونې، چي په ښكاره
نايب السلطنه ته ورسم او پر سياسي ربړو خبري ورسره وكړم.
معين السلطنه ډېر هوښيار ځوان و، خو د خپل پلار له بېري له سياسي غورځنګونو
څخه ليري تښتېده. ما ته هغه اجازه راكړه، چي تاسي له نايب السلطنه سره
ملاقات كولاى سئ، خو دا يې هم راته وويل چي هغه پر تا عتماد نه كوي. د دې
لپاره هغه ته داسي يوه واسطه پيدا كړه، چي د هغه بدګوماني ليري سي.
(نور بيا) |