کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

په راتلونکو ټول تاکنو
افغانستان اومحمددين  
دافغاني ملکې ثريا له نظر
هراړ خيزه ازادي
د جيږونو وخت ټاکنه
پښتو او سينما
د خوشحال خان د عصر
د کابل او ياغستان ليدني
ښاغلی کرزي اوټوپک
يو په زړه پوري خبر
په ايران کي د جنسي بدلـ
په راتلونکوټول ټاکنو
ملا عبدالسلام اشېزی
په ټول ټاکنوکي ستونـ

عبدالاحمد محمديار، كندهار

ښاغلى كرزى، ټوپكسالاران او مصلحتونه

كله چي د نړيوال مټ په زور، د طالبانو رژيم دړي، وړي شو، نو په ُبن كي ملي او ناملي څېرې راټولي شوې، بلكي راټولي كړل شوې. پرېكړي وشوې، د لنډمهالي ادارې مشر وټاكل شو او...
له پرېكړو څخه يوه دا هم وه، چي د كابل ښار ته به ټوپكيان نه ورننوزي او دا ښار به ناپوځي پاتېږي، خو دغه لومړنى ارزښت و، چي د شمال، د تښتېدلو ملېشو د ټوپك شومه شو. د كابل تر دروازو پوري د B52 ډوله پوځي الوتكو تر سيوري لاندي رارسول شوي ملېشې، د كابل ښار ته ننوتلې. په لومړيو شپو، ورځو كي يې ښه په خلاص مټ وژني، چور او چپاول وكړ او كله چي ښاغلي حامد كرزي له پوهاند رباني څخه واك واخيست، نو دى د همدغو ټوپكسالارانو په منګولو كي راښكېل پاته شو. ځكه دى بېچاره خو يوې جوړي، روغي پوځي پلازمېني ته نه و راغلى؛ ده ته خو د دوو لسيزو يوه ګډه وډه اداره سپارل شوې وه. تر ټولو لويه ستونزه خو يې دا وه، چې د ده لپاره رسمي ذهنيت هم نه و برابر او دا په داسي حال كي وه، چي د هېواد او ملت ډېرو غليمانو دا ذهنيت لا پسي ګډوډاوه. ځكه نو ښاغلى كرزى اړ و، چي په يو شمېر ملي ضد پرېكړو لاس پوري كړي. د ساري په توګه، په هماغه ورځ چي له استاد رباني څخه يې واك تسليماوه، نو هغه ته يې د اكاډمېسين افتخاري رتبه وركړه. بيا چي كله ده پر هماغه مهال خپله بيانيه وركوله، نو د خبرو په منځ كي يو دم وقفه راغله او نوري خبري يې پيل كړې: سلام بكنيد! سلام بكنيد! امير صاحب اسماعيل خان امد، سلام، بخير امدى، خوش امدى!.
قوماندان احمد شاه مسعود ته د ملي اتل، سردار شهداء، سپه سالار شهداء او داسي نور لقبونه وركول او همدا ډول د قوماندان مسعود ځايناستي، فهيم ته د مارشالۍ پوځي رتبه وركول او ځيني نور فرمانونه ښكاره اشتباګاني او د ملت پر ټپونو، د مالګي دوړول وو. خو زه فكر كوم، چي بالاخره بله لار نه وه پاته، يا به يې جنګ كولاى، ويني به يې تويولاى او يا به يې دغه ټوپكسالاران په خبرو، بېځايه لقبونو او رتبو نازولاى او خولې به يې ورپټولاى، كه څه هم د افغان ملت يوه زياته برخه د ښاغلي كرزي له دغه دريځ څخه ناخوښه وه، خو ده نه شواى كولاى، چي پر يوه مهال هم نړۍ، هم ملت او هم د ملت غليم له ځانه خوښ وساتي، په تېره بيا له كرزي صاحب څخه د ملت ناخوښي هغه مهال لا زياته شوه، چي تر لنډمهالي ادارې وروسته نوموړي په بېړنۍ لويه جرګه كي د غوڅ ډېركي له خوا، د افغان ملت مشر وټاكل شو.
ملت دې ته سترګي نيولې وې، چي ښاغلى كرزى به يوه داسي معقوله، ملي، د ملت او هېواد په خير كابينه اعلان كړي، چي په پايله كي به يې ملت د هوسايۍ او ارام ساه واخلي. دې اعلان ته جرګه څو ورځي وځنډول شوه، خو په پاى كي يې ښاغلي كرزي داسي يو تركيب اعلان كړ، چي ټول ملت يې د نهيلۍ پر ټغر كښېناوه؛ هماغه پخوانۍ كابينه وه، ان تر پخوانۍ يې لا تېره كړه، ځكه هماغه پخواني ټوپكيان چي يې په تېره كابينه كي ځاى پر ځاى كړي وو، دلته يې لا پښې او ريښې پسي ورټينګي كړې.
خو نن چي افغانستان، د ډيموكراسۍ و آر او خورا موړ پړاو ته د ورننوتو په درشل كي دى، نو كېداى شي چي ملت د ښاغلي كرزي، د تېر غوندي ملي ضد كړني ونه شي زغملاى، ملت به دا ومني چي ښاغلي كرزي مخكينۍ او دغه ډول كړني، د وچي ناكامۍ او اړتيا له مخي كولې، خو څو تر څو به كرزى اړ او ملت به يې د اړتيا په اور كي سوځول كېږي.
ښاغلى كرزى هم پوه او ځيرك سياستپوه دى، ده هم كېداى شي، د ارادې او غوښتنو لورى موندلى وي، ځكه نو كېداى شي په خپلو راتلونكو ملي كړنو او د ملت غوښتنو او اړتياوو ته په غوږ نيولو او پام كولو سره د خپلو تېرو اشتباګانو جبران وكړي.
دا دى ښاغلي كرزي لومړى ګام پورته كړ، د نړۍ او ډېرو خلكو، د هيلو خلاف يې فهيم، چي پرون يې د مارشال په لقب نازولى و، د راتلونكي كابينې لپاره د ځان، د مرستيال په توګه ونه ټاكه. په دې توګه ښاغلي كرزي دا وښووله چي نن رښتيا د ولس له ارادې سره مخ يم، نو دلته نور زما اړتيا ته څوك نه ګوري او نه نور دې اړتيا ته معقوليت ورپاته دى.
كله چي ښاغلي كرزي خپل راتلونكي مرستيالان: احمدضياء، مسعود او كريم خليلي اعلان كړل، نو فهيم وويل چي كرزي په دې كړو سره يوه لويه اشتبا وكړه، ځكه چي ده د مجاهدينو ملاتړ له لاسه وركړ. ده همدارنګه وويل چي نور به زه پوځي مبارزه ونه كړم او سياسي مبارزه به پيل كړم او همدارنګه يې د شمالي ټلوالي او د كرزي سيال كانديد، يونس قانوني ملاتړ اعلان كړ.
لومړى خو به دا ووايم، چي ښاغلي كرزي نه يوازي دا چي اشتبا يې ونه كړه، بلكي كېداى شي، چي د تېرو اشتباګانو كفارې ته يې لار اواره كړې وي. دا چي ده د مجاهدينو ملاتړ له لاسه وركړ، نو نور دي د مارشال صاحب زړه ته تېره وي، چي دا د پرون مجاهدين نه دي، چي له ارزښت او ونډي څخه يې چا سترګي نه شواى پټولاى. پرون يوازي د مجاهدينو اراده چلېده، خو نن د ملت ارادې ته پام اوښتى، نن كه هر كانديد، د خپل برياليتوب خوبونه ويني، نو تعبير يې بايد د ولس په اراده كي ولټوي، نه د كومي ډلي او ځواك په هغه كي.
دا چي مارشال صاحب نوره پوځي مبارزه نه كوي او سياسي هغې ته ترجېح وركوي، نو دا يو ډېر معقول، منطقي او عملي دريځ دى، چي هر څوك بايد دغه ډول يو دريځ ولري. خو د ده دا دريځ نيول دا مانا نه لري، چي ده په رښتيا هم معقوله لار موندلې او د ده د فطرت غوښتنه ده، بلكي د ده په لاس كي وسله نور د ملت، د ارادې مقابله نه شي كولاى، كه نه دى او د ده انډيوالان له وسله والي مقابلې څخه پر يوه بل ايمان هم نه لري. ځكه نو د ده دغه دريځ د ده معقوليت نه، بلكي مجبوريت ګڼلاى شو. دا چي د يونس قانوني ملاتړ يې كړى، نو لويه اشتبا يې كړې، ده بايد د كرزي له تجربې څخه كار اخيستى واى، هغه دا چي پرون كرزي ده له ناكامه څخه نه شواى ويلاى، نو نن ده هم بايد له مجبورۍ څخه د ښاغلي كرزي ملاتړ كړى واى. د قانوني او ده غوندي نورو ټوپكيانو ملاتړ، د ځان شرمولو او بېواكه كولو پرته بله هېڅ پايله نه شي لرلاى.
زه داسي فكر كوم، چي دغه د كانديدانو لويه ډله به يو مخ ماته خوري، ان ډېر خو به يې يو مخ له سياسي ډګر څخه ووزي، ځكه د دوى په منځ كي ځيني دا ډول څېرې دي، چي يو يې پر مسلمانۍ ډاډ نشته او بل پېژندل شوي جنګي جنايتكاران دي. د دغه ډول ځانګړنو لرونكي كانديدان به نن وي، كه سبا، په لومړي پړاو كي وي، كه په دويم، دريم او... كي ماته به خوري، داسي ماته چي بيا به يې هېڅكله د ملت له ارادې سره پيوند په برخه نه شي.
پايله:
ښاغلى كرزى بايد دې ټكي ته سخت پام واړوي، چي نور نو بايد د خپلي اړتيا بار، د ولس پر اوږو بار نه كړي، نوره بايد د مصلحتونو لار پرېږدي، د پاتو شونو او ائتلافونو دريځ مات كړي، هغه ټوپكيان چي د خپل واك له لومړۍ درجې څخه يې د هغوى، د وركېدو ژمنه كړې وه، تر ننه يې نه يوازي د هغو د وركېدو لپاره د هېڅ اقدام لپاره وس پيدا نه كړاى شواى، بلكي تر خپل څنګ يې كښېنولي وو، نور يې نو بايد افغان ملت ته وروپېژني او ده خو نن دې پېژندني ته لاس اچولى، چي په ډېر ښه شان يې دا پېژندنه پيل كړې. نن هر هغه څوك چي د كرزي له څنګه ليري كېږي، يا يې سيالۍ ته راوزي، نو ملت پوهېږي، چي هغه يا په خپله ټوپكمار دى، يا د ټوپكمارو، د سيوري تر اغېزي لاندي پروت دى.