کـــــــــــور

لومـــړی مـــخ

ارشـــيف اړيـــکي   که په ميوند کي شهيد نه شوې        خدايږو لاليه ! بې ننګي ته دي ساتينه           

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

په راتلونکو ټول تاکنو
افغانستان اومحمددين  
دافغاني ملکې ثريا له نظر
هراړ خيزه ازادي
د جيږونو وخت ټاکنه
پښتو او سينما
د خوشحال خان د عصر
د کابل او ياغستان ليدني
ښاغلی کرزي اوټوپک
يو په زړه پوري خبر
په ايران کي د جنسي بدلـ
په راتلونکوټول ټاکنو
ملا عبدالسلام اشېزی
په ټول ټاکنوکي ستونـ

فرهاد زهير

په راتلونكو ټولټاكنو كي د سياسي ګوندونو ونډه

زموږ په هېواد كي د سياسي ګوندونو تاريخ لنډ دى، خو دغه لنډ تاريخ بيا په بېلابېلو پړاوونو كي د بېلابېلو ستونزو او مشكلاتو څخه هم ډك دى. په عمومي ډول موږ په افغانستان كي د سياسي ګوندونو تاريخ په څلورو پړاوونو كي مطالعه كولاى شو:
۱. په لومړي پړاو كي هغه سياسي ګوندونه راځي، چي د 1343ل كال، د اساسي قانون تر تصويب دمخه يې په هېواد كي سياسي فعاليت كاوه. په دې پړاو كي ټولو سياسي ګوندونو په پټه فعاليت كاوه. د غړو شمېر يې كم او د سياسي فعاليت ساحه يې هم محدوده وه، چي تر ډېره حده په كابل پوري تړلې وه. په دې ګوندونو كي د ويښو زلميانو سياسي ګوند تر ټولو دمخه و.
۲. په دويم پړاو كي هغه سياسي ګوندونه راځي، چي د 1343ل كال، د اساسي قانون د تصويب څخه وروسته رامنځته شول. دغو سياسي ګوندونو تقريباً نيم علني فعاليت كاوه، ځكه د دولت له خوا ورته رسمي اجازه نه وه وركړل شوې. خو دا حق يې درلود، چي په ازادانه ډول خپل ګوند ته جلب و جذب وكړي، د حكومت پر ضد خپل غږ پورته او د خپلو مرامنامو او اساسنامو د تطبيق په لاره كي په ښكاره ډول فعاليت وكړي. په دې ګوندونو كي د خلق، پرچم، شعلۀ جاويد، افغان ملت، مساوات، صداى عوام، جوانان مسلمان افغانستان او داسي نور د يادوني وړ دي. دغو ګوندونو به خپل سياسي فعاليت د يوه سياسي جريان تر نامه لاندي مخته بېوه.
د ګوند يا حزب تر نامه لاندي يې ځكه فعاليت نه شواى كولاى، چي د دولت له خوا يې رسمي اجازه نه لرله.
۳. په درېيم پړاو كي هغه سياسي ګوندونه يادولاى شو، چي د 1357ل كال څخه وروسته په ګاونډيو هېوادونو كي منځته راغلي دي. د دغو ګوندونو په جوړښت كي د سياسي عنصر پر ځاى نظامي عنصر ډېر قوي و، ځكه نېغ په نېغه له پخواني شوروي اتحاد سره په جګړه اخته وو. په دې ګوندونو كي محاذ ملي، حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، حركت انقلاب اسلامي، جبهه متحد ملي اسلامي، اتحاد اسلامي، حزب وحدت اسلامي او داسي نور د يادوني وړ دي. دغو سياسي ګوندونو ځانته د تنظيم كليمه كاروله.
۴. په څلورم پړاو كي هغه سياسي ګوندونه راځي، چي د 1382ل كال په بهير كي د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت له خوا د فعاليت رسمي اجازه وركړل شوې ده. د دغو ګوندونو شمېر د دې ليكني تر وخته پوري څه ناڅه دېرشو ته رسېږي، خو په مجموع كي تر اوسه پوري تر ۶۰ ګوندونو خپلي عريضې عدليې وزارت ته وركړي دي.
كه موږ د سياسي ګوندونو تاريخ ته په لومړيو درېيو پړاوونو كي ځغلنده نظر واچوو، نو دې پايلي ته رسېږو، چي د دغو ګوندونو سياسي فعاليتونو، كه له يوې خوا د ولس د سياسي شعور په بيدارۍ كي ونډه لرلې، نو بيا يې ورسره سم په هېواد كي د بې نظمۍ، ويني تويېدو او ګډوډۍ په منځته راوړلو كي هم لويه ونډه لرلې ده. دا چي دغه سياسي ګوندونه ولي په هېواد كي د بى نظمۍ او ويني تويېدو سبب شول، ځواب يې ډېر لاملونه لري، چي زما په نظر څو غوره لاملونه يې دا دي:
په هېواد كي په لويه كچه بېسوادي، د سياسي فعاليتونو له كلتور سره نااشنايي له بهر څخه د پرديو ايډيالوژيو يرغل، د دولت له خوا په رسميت نه پېژندل او د جګړې په شرايطو كي د نظامي عنصر څرګندي اغېزي. دغه ډول ورته ډېر نور لاملونه هم شته، چي تر اغېزو لاندي يې سياسي ګوندونو ونه شو كړاى، د ډيموكراسۍ په چوكاټ كي د نورو هېوادونو په څېر سياسي پوخوالى تر لاسه كړي او نتيجه يې دا شوه، چي افغانستان يې له يو ستر ناورين او بحران سره مخامخ كړ.
خو له نېكه مرغه د نړيوالي ټولني په مرسته، دا دى د لومړي ځل لپاره موږ د ډيموكراسۍ، د لومړي ازمون په درشل كي يو او دغه ازمون په ټول هېواد كي د عمومي ټولټاكنو له لاري د هېواد، د مشرتابه ټاكنه ده.
پوښتنه دا ده چي ايا په دغو ټولټاكنو كي به ولس په لوړه كچه ونډه واخلي، كه نه؟ ځواب يې هم ساده او هم ګران دى.
ګران په دې دى، چي زموږ ولس د تاريخ په اوږدو كي له خپلو سياسي مشرانو څخه ښه ورځ نه د ه ليدلې، بل هغوى د واك پر ګدۍ له يو بل سره جنګېدلي او په منځ كي يې بېګناه ولس په وينو كي لمبېدلى دى. هر يو چي د واك پر ګدۍ كېناستلى، ولس ته د خدمت پر ځاى يې، د خپل واك د اوږدوني او ساتني لپاره د ولس پر خوله مهرونه لګولي او هغوى يې تر بېلابېلو ځورونو او شكنجو لاندي نيولي دي.
نو د دغسي بدو خاطرو په لرلو سره، زموږ ولس اوس هم خپل راتلونكي ته په شك ګوري او د ډېرو له خوا خو دا خبره په تكرار اورېدل كېږي، چي پخوانيو راته څه كړي، چي نوى مشر به يې وكړي؟
نو د دغه ډول بې تفاوتيو او بې پراويو د مخنيوي لپاره بايد څه وشي، چي ټول ولس په پوره مينه او شوق د خپل راتلونكي جمهور رئيس په ټاكنه كي فعاله ونډه واخلي؟
زما په نظر، په دغسي لنډه موده كي د ولس د عامه پوهاوي لپاره تر ټولو ښه او اسانه لار دا ده، چي ټول سياسي ګوندونه په پوره صداقت د دغسي پروسې د تحقق لپاره كار وكړي او هغوى ته د خپل مسووليت احساس وركړي. موږ پوهېږو چي نوي تشكيل شوي ګوندونه به په اوسنيو شرايطو كي ښايي دومره توان ونه لري، چي په ځانګړي ډول په ټولټاكنو كي بريالي شي. خو د راتلونكي هدف لپاره ولس ته عامه پوهاوى به دا ګټه ورته ولري، چي لږ تر لږه هغوى د ډيموكراسۍ په چوكاټ كي د سياسي مبارزې له كلتور سره اشنا كړي.
موږ وليدل چي د پارلماني ټاكنو په اړه د سياسي ګوندونو مشورو ا و نظرونو ښه پايله وركړه او مسوول چارواكي يې دې ته اړ كړل، چي په اوسنيو شرايطو كي، چي د ټوپك راج چلېږي او جنګسالارانو ولس يرغمل نيولى، له پارلماني ټاكنو څخه تېر شي.
په دغو حساسو شرايطو كي د ولس د پوهاوي ستر مسووليت ځكه د سياسي ګوندونو غاړي ته اچول كېږي، چي سياسي ګوندونه د ټولني له مخكښو او روڼ آندو استازو څخه جوړ شوي دي. كه موږ د هر ګوند غړي لږ تر لږه زر تنه وګڼو، نو د دېرشو ګوندونو ټول غړي به دېرش زره تنه شي. نو په يوه داسي هېواد كي چي ټول نفوس يې څه ناڅه شل پنځه ويشت مليونو ته رسېږي، د دېرشو زرو تنو مخكښو استازو سياسي فعاليتونه به د ډيموكراسۍ د تحقق لپاره په زړه پوري زمينه برابره كړي. خو شرط يې دا دى، چي هر سياسي ګوند، له هر ډول ملاحظاتو پرته يوازي د دې مقصد لپاره مبارزه وكړي، چي هغوى غواړي لږ تر لږه خپل ولس، د ډيموكراسۍ له مزاياوو سره اشنا كړي او دا برى هغه وخت تر لاسه كېداى شي، چي موږ په خپل لومړي ازمون كي، چي هغه په ټول هېواد كي د ټولټاكني پروسه ده، بريالي راووزو او د دې ستر بري په نتيجه كي به زموږ ولس په دې ډاډه شي، چي نور پر دې مظلوم ولس د ټوپك او زورواكۍ دور ختم شوى او ځاى يې د ټول ملت، د اكثريت خوښي ته سپارل شوى دى.