|
|
سرليكنه:
حكومت غل دى، كه
موْسسې!؟ كه څه هم زموږ په هېواد كې نور د حكومت او
موْسسو د كارونو او لاسته راوړنو ترمنځ توپير مخ په وركېدو دى، ځكه پخوا به
چارواكيو او عوامو دواړو انجوګانې ملامتولې او د هغوى څښتنان يې غله بلل،
خو له بده مرغه د نړيوالو له راتګ سره زموږه دولتي ادارې هم انجوګانې شوې،
د خپلو راتلونكيو پروګرامونو او كارونو ترسره كولو لپاره يې هغوى ته
پروپوزلونه وركړل.
د دولت له وړو ادارو څخه تر وزارتونو پورې بهرنيو هېوادونو په غېږ كې ونيول
او دا دى د ګوتو په شمېر داسې وزارتونه داو د هغوى اړونده رياستونه پاتې دي،
چې د انګرېزۍ له زده كړې او واسطې پرته پكې هېوادوال دنده واخلي. په
موْسساتو خو د خلكو په سترګو كې د خاورو اچولو او غلا كولو سربېره د جاسوسۍ
تورونه له پخوا راهيسې وو، خو اوس دا اوازې هم د رښتياو تر بريده ورسېدې،
چې بهرنيانو ته يې سل ډوله موردګاوۍ پيل كړي.
د نورو كارونو او رازونو سپړلو لپاره يې دا وړې ليكنې بسنه نه كوي، خو كه
سړى يې يوازې نومونو ته پام وكړي، نو فكر كوي، چې په څو مياشتو كې به ټول
وطن شړشم شي، خو موږ ورته دا وايو، چې په تشو نومونو او شعارونو ونه غولېږئ،
بيارغونه ميارغونه نه شته، ټوله سوداګري ده. كه چا ودان افغانستان نوم
وركړى او كه وران، هغه ګوره ستاسې او ستاسې د هېواد له غمه مړه نه دي، ټول
خپلې موخې لري او د ډالرو لاسته راوړلو لپاره څو پاخه غله پكې راټول شوي.
كه چېرې په هېواد كې بې شمېره موْسسې د قومندانانو په څېر غلې او خپل سرې
نه واى او پرته له څه منلو يې خلكو سره مرسته كولاى، اوس به د مينې مجلې
يوه كوټه دفتر درلوداى، ځكه ډېرې داسې موْسسې شته، چې له نړېوالو څخه د
ازادو مطبوعاتو په نوم پيسې ترلاسه كوي، خو له موږ څخه په يوه او بله بانه
ځان خلاصوي او هماغو كسانو ته يې وركوي، چې كوم خوا ته يې زړه وغواړي كش يې
كړي.
په دولت كې هم د ګوتو په شمېر كسان شته، چې د چا د وږې خېټې د مړولو غم
ورسره وي، ملګرو ملتونه (يوناما) هم د بې فكره او بې احساسه كسانو په مخكې
كولو كې پوره لاس لري او هغه د چا خبره حالات له كنټروله وتلي برېښي.
په دې وروستيو كې زياتره كانديدانو هماغه خلك خپل مرستيالان وټاكل، چې د مټ
يا پوهې په زور يې د خلكو په حقوقو خېټه اچولې او پيسې يې پيدا كړي. دا په
ځاى پرېږدو، چې ولې د كرزي اداره تر دې دمه د غلاګانو او خپل سريو په لمنځه
وړلو بريالۍ نه شوه، خو دا يادونه اړينه بولو، چې په راتلونكي كې يې هم د
خلكو دا هيله په اوبو يوړه، ځكه ډېرو كسانو كرزى په دې خاطر د رايو وركولو
وړګاڼه، چې په راتلونكي حكومت كې به د ټوپكسالارانو ونډه كمه كړي، خو دا دى
ګورو هماغه قومندانان، چې د خلكو د زياتو نيوكو له امله د كرزي په لاسليك
له دندو ګوښه شوي وو، بيا راغلل او د كرزي لپاره يې په انتخاباتي كمپاېن كې
برخه واخيسته.
په سياسي او اقتصادي ډګرونو سربېره د فرهنګيانو، ليكوالو او ژورنالېستانو
په كړنو هم پوره خبرې كېداى شي، خو هر څوك بايد په ګرېوانو كې سر ښكته كړي
او د ځانو په څېر د عام ولس ستونزو او اړتياوو په اړه فكر وكړي، ځكه دا
ژوند په دې نه ارزي، چې څوك دې د غل او خاېن لقب وګټي. كه نه نو، مينې هوډ
كړى، چې پرله پسې به ددې خلكو په څېرو پراته نقابونه ليرې كوي او ولس به
ترې خبروي.
په مينه
|