|
|
محمد غني فاروقي
د پنجاب له ګودرونو د ملايانو قوارې
كه د افغانستان د جګړې ځپلي او خوږمن هېواد تېر تاريخ
ته سړى پاملرنه وكړي، نو د تاريخ هر باب يې د غيرت او مېړانې خاطرې
ژوندۍ كوي او په هره پاڼه يې د اتلولۍ انځورونه په سرو وينو كښلي
ښكاري، خو كه په پرتليز ډول د وروستيو نزدې درېو لسيزو ته پاملرنه وشي،
نو توپير يې د پام وړ په معيار برابر شوى دى.
په دې لړۍ كې څه ناخوالې او خواشيني مو كورنيو وصيبانو راوپنځولې، چې
پايله كې يې شورويانو د افغانستان د غيور ملت ټاټوبي ته لاسونه رااوږده
كړل. دا د صيبانو د بلنې او د هغوى د كركې او وحشت تراخه دي چې تر دې
دمه مو وطنوال د ظلم او تېري په دار ځړول كېږي. د هغې راوروسته د
سپېڅلو جهادي ګوندونو واك ته رسېدل بيا د هغوى ترمنځ شخړې، د طالبانو
منځ ته راتلل او بيا يې د واكمنۍ ټغر غونډېدل او داسې نور د ګاونډيو
هېوادونو د فكرونو او د استخباراتي كړيو د لاسونو او تړونونو لاسته
راوړنه او محصول دي. ګاونډيان تل په دې هڅه كې دي، چې د وياړلي
افغانستان شمله مو ټيټه او پرځاى يې ايراني او پنجابئ منګ راډالۍ كړي.
په حقيقت كې دوى افغانستان ته د غلې دانې يا د مېوو د ماركېټ په بڼه
ګوري. ترڅو دوى پكې خپلې خامې مېوې په لوړه بيه وپلوري. په اصطلاح زهر
په شاتو كې ګډ او افغانانو ته د پاكو شاتو په نوم راولېږي. كله كله دوى
او د دوى باداران(!) افغانستان د ترهګرو د ځالې په نوم هم يادوي. كه
دوى په رښتيا هم د هېوادونو وداني غواړي، نو د نړۍ يو داسې هېواد ته دې
پنجې وروغزوي، چې مفكوره يې ناآرامي د هېواد وګړي يې ډېرې نامسلمانان
وي د زور او ځواك له پلوه بشپړ ځواكمن وي. هغه مهال به دا جوته شي، چې
د نړۍ د هېوادونو يو شمېر ښاغلي ولس مشران د بشر شرافت، كرامت او درنښت
ته ژمن دي. دا مهال په بېلابېلو هېوادونو كې اتوم بم جوړېږي، ډول ډول
وسلې څه خپلې او څه له بادرانو څخه په پور اخلي، په نړېواله كچه د
ترهګرۍ سرګرمۍ ژوندۍ ساتي. پر هغوى كله هم نړېوالې محكمې يا ادارې څخه
كوم انتقاد او نيوكه ونشوه، خو يوازيني هېوادونو افغانستان او عراق دي،
چې اوس لا هم پكې د وينو ويالې ډكې روانې دي. د طالبانو واكمني خو په
دې او هاغو پلمو نسكوره شوه، حامد كرزي په وينو رنګ بنګ ارګ ته مخه
كړه، د سياست او قدرت مقاومت پيل شو، د لنډ مهالې او منځمهالې واكمنۍ
شېبې څه پاى ته ورسېدې او څه اوس رسېږي. د كرزي كله ګرمې او كله نرمې
ژمنې دا ښايي چې هېڅ هم نشته خو يوازې د هاغو او دغو لپاره د چوپړ وياړ
ترلاسه كول و. د ولس مشر كرزي روښانه ټنډي او د نوموړي په شونډو خورا
مسكا خوږې ژبې په اوږدو ژمنو كې دا ګټه راورسوله، چې ګاونډيانو او په
ځانګړي ډول دوه مخي پاكستان په شاتو كې د زهرو راكول پيل كړل. د نوموړي
د ورانكاريو څو بېلګې به وروسته ولولئ، خو پيل به د ګاونډي ايران جان د
اداكارۍ په يوه بېلګه وكړو.
د ايران هېواد تل زيار ويستلى، چې په هېواد كې مو دري، فارسي ژبې فرهنګ
او كلتور ته د چوپړ د لارې خپله هيله واكمنۍ ته ورسوي. نوموړي مو يو
وخت ديني عالمان د يوسف او زلېخا په مينه مثنوي، جوړه جوړه د ايرانۍ
فارسي ژبې بوستان او ګلستان ته د پنج كتاب سره ورننوېستل. د اسماني،
قرآني او ملي علومو، زده كړو يې لرې وساتل. آره موخه يې دا وه، چې په
افغانستان كې ايرانى كلتور او ژبه دود او د واكمنۍ په بام وروخېژوي.
ايران تر ډېرې كچې په دغو هلو ځلو كې برياليتوب هم ترلاسه كړ، خو په دې
وروستيو ورځو شپو كې يې د فرهنګي او ژبني استعمار بېرغ په ټيټېدو شو او
له خپل پخواني ځايه تر ډېرې كچې د ځمكې په لور سلامي شو. دا ځكه چې اوس
افغانان په حقيقت پوهېدلي، هغه هم پېژني څوك چې د كاسې لاندې نيم كاسه
لري. له بده مرغه اوس يې بيا يو ځل د فرهنګي او كلتوري مرستو په پلمه
پښې رااوږدې كړي. دا ځكه چې د پلازمېنې كابل دننه يې ډېرې روزل شوې
مخدومان په كار لګيا كړي دي. ترڅو د دوى په مرسته پښتو ژبه تشه پيكه او
ناروښانه كړي او پرځاى يې شيعه ډولي دري واكمني پيل كړي. همدغه فرهنګي
او ژبني استعمارګرو ته د چوپړ پاېله ده، چې د بي بي سي راډيو د
2/5/1383 نېټه ماښامنۍ خپرونه كې خبر خپور كړ، چې :(په فرانسه كې د
فرهنګ او هنر عالي دولتي ټولنې د افغانستان د كلتور او فرهنګ وزير سيد
مخدوم رهين ته يو مډال وركړى، چې داسې په افغانستان او په ځانګړې توګه
په كابل كې د مطبوعاتو او فرهنګ په ډګر كې د هغه د رول او هڅو درناوى
وكړي).
دا اوس افغانانو پورې اړه لري، چې دا ډول فرماېشي او سوالي مډالونه د
كومو سياسي او فرهنګي ليدلورو ارزوي، ترڅو څرګنده شي چې مډال د چا له
خوا نه چا له ددې كه د هاغې استعمار د خړوبولو او ژوندي ساتلو په وياړ
وركړل شوى؟؟!
هاخوا كه غلام جان پاكستان ته سر ورښكاره كړو، نو د حكومت سربېره يې يو
شمېر ملايان او مفتيان تل د افغانستان د ورانۍ په هيله د كتابونو په
حاشيو كې پلټنې كوي، ترڅو په دغې جګړه ځپلي هېواد كې خپل منځي شخړې روا
او د وينو بهير جاري وساتي. ښاغلي كرزي ددغې ستونزې په اړه بيا بيا
وړانديزونه وكړه. له ډول ډول سياسي او سيمه ييزو خوږو لهجو يې كار
واخيست، خو له بده مرغه چې د لستوڼي مار په هېڅ ډول دم دوا د خپلې
طبيعې او ژبې ځانګړني منع نشو. د 25/4/1383 نېټه د بي بي سي راډيو د
ښاغلي كرزي صيب سره يوه اوږده مركه درلوده. زه له دغې مركې څخه د خپلې
موضوع په اړه څو برخې كټ مټ دلته رانقلوم.
ولس مشر كرزي صيب د بي بي سي راډيو د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب كې
وويل:
_ دا زما وظيفه ده، چې له هر افغان سره خبرې وكړم. مجاهدين ددې وطن
بچيان دي، په دې وطن كې يې قرباني وركړې ده، خداى دې راولي خبري ورسره
كوم او زه ډېر پرې خوشاله كېږم، چې پر قانون او د افغانستان په جوړښت
كې څوك راسره ولاړ شي، زه په مجاهد ډېر خوشال يم، چې راسره ملګرى يې د
نورو افغانانو سره هم ډېر خوشال يم. ټول ددې وطن بچيان دي، خداى دې
راولي، چې راشي په دې خاوره كې ګډون وكړي او په دې كې دا هم بايد اضافه
كړم، نن چې طالبان دې هم خداى راولي.
خبريال ترې وپوښتل، چې تاسې مخكې هم طالبانو ته بلنه وركړې وه، بيا مو
ويلې چې ستاسې خبرې ورسره روانې دي، پټې خبرې دا تر كوم ځايه حقيقت
لري؟.
ښاغلي كرزي په ځواب كې طالبان په څو برخو ووېشل. عامو طالبانو له يې يو
ځل بيا په هېواد كې د استوګنې او كار كولو بلنه وركړه او يوازې د
پنځوسو څخه تر سلو پورې محدود شمېر طالبان يې د افغانستان د ورانۍ
عاملين وګڼل. ښاغلي كرزي د خبريال د پوښتنې په ځواب كې خورا اوږدې خبرې
وكړې، نوموړي وويل طالبان دې راشي، د ثبت نام كارت دې واخلي، رايه دې
وركړي، كه زه يې خوښ نه يم، بل چاته دې رايه وركړي. هر چاته چې رايه
وركوي، مقصد رادې شي، دا خپل وطن دې جوړ كړي.
كرزي وويل: په پاكستان كې علماء په شوراى كې ناست دي، تعليم يافته ګان
يې په شوراى كې ناست دي. علماء يې د سياسي احزابو مشران دي، مشرتوب
كوي، يو د بله سره كېني ژوند كوي، ږيرخريلي او صوفي يې يوځاى سره ناست
دي، مذاكره سره كوي، خبرې سره كوي، بحث كوي.
ددې خبرو وروسته كرزي يو خواشينوونكى اسويلى د خولې ووېست او په ډېره
ژوبله لهجه يې په خبرو داسې پيل وكړ:
(زما ملا به هم بېچاره در په دره هم به غريب يې، هم به ټكوروي هم به له
وطنه فرار يې، پر څه؟؟؟ زما طالب به در په دره يې هم به غريب وي هم به
د وطنه فرار وي پرڅه؟ زما تعليم يافته به هم ، خوار و ګدا وي، احتياج
به وي پرڅه؟؟ او د نورو هېوادونو به يو د بله هم سره كېني، هم به
شوراګانو ته ورځي، هم به انتخابات كئ، هم به د شورا رياستونه كئ، هم به
د مخالفو احزابو مشرتوب كئ، په شورا كې. اما زما هغې به دا حق نه لري،
زما هغې به در په دره يې او بم به يې په لاس كې يې او راځي خپل وطن به
پرې خرابوي دا ولې؟؟).
له ولس مشر كرزي څخه خبريال بيا وپوښتل، چې تراوسه ستاسې دا بلنه چا
منلې؟
كرزي بيا د تېرو خبرو په څېر خبره راغبرګه كړه ويې ويل: رادې شي دا
حقيقت ته دې وګوري، چې دا څنګه خبره ده، چې پاكستان كې عالمان او
طالبان په ټولټاكنو كې ګډون كوي، سياسي چارو كې برخه اخلي، زما طالب ته
دا ورزده كېژي، چې ورشه ته په افغانستان كې بم كېژده، ورشه ته په خپل
وطن خپل كلي خپل كور خراب كړه، ورشه ځان مړ كړه، د بل طالب به روزل
كېژي. د همسايه هېوادو طالبان به روزل كېژي او علماء به ځينې جوړېژي او
شوراګانو ته به ورځي او مساجد به يې سمېژي او زموږ هغې به در په دره
كېژي او خوارېژي به.
ولس مشر په دغې مركه كې خورا خواشينى برېښېده او ګوتنيونه يې هم نېغ په
نېغه د پاكستان حكومت او درباري ملايانو ته وه. ښاغلي كرزي د پاكستان
حكومت ته وريادوله، چې پاكستان كې ډېرې نامذهبي نااخلاقي كړنې ترسره
كېږي، غدر، زنا او ناروا وژني، ډېرې تر سترګو كېږي، خو دغه ملايان چې
افغانستان لپاره ځوانان روژي، بمونه په لاسونو كې وركوي، د جهاد او ځان
وژنې له ګټو يې خبروي. دوى ولې د پاكستان دننه د نامسلمو په هكله د
جهاد فتوا نه صادروي؟ ناروا ته ولې روا جامه اغوندي، پخپله يې د جهاد
سنګر ته نه وړاندې كېږي. دوى چې د سرحد نه دې غاړې ته د نړېوالو
ځواكونو د وژلو پسې غازيان رااستوي، په تشو ويناوو د جهاد سنګر ګرم
ساتي، نو هغه مهال دا نارينه پنجاب چاپي ملايان چېرې ګودر ته تللي وو،
چې د افغانستان د ورانۍ او د طالبانو د نسكورېدو لپاره د پاكستان حكومت
د امريكا هوايي ځواكونو ته دزړه په كور كې اډې وركړې وې. هغه مهال جهاد
نه و فرض كه پاكستان ورانېده او افغانستان روغ پاتې كېده؟؟
دا د پاكستان د حكومت پالېسي ده، چې "يو شمېر ملايان او مفتيان يې ددې
لپاره په دندو ګمارلي، چې د افغانستان وګړي مو د مسلمان، كافر او باغي
په نومونو ووېشي، يو له مو د غازي، شهيد او د بل د وينو بهولو ته مو د
روا "مباح" نوم وركړي. دوى تل په شاتو كې زهر راكړي. د بېلګې په توګه د
نصير الله بابر پلان شوې طرحه بيا د امريكا حكومت ته وړاندې كول... د
بېنظير بوټو د متحد او د پاكستان د پارلمان د خارجي روابطو رئيس مولوى
فضل الرحمن فرمان، چې له مخې يې د افغاني طالبانو پرمخ تر پېنځو كلونو
پورې د مدرسو دروازې تړل كېدې، د جمعيت العلماء پاكستان د ملايانو فتوا
صادرول، چې پكې جهاد فرض عين او د علم زده كړه فرض كفايي ياده شوې وه
او داسې نور...
كه دغه درانه ملايان په رښتينې توګه ځانونه د اسلام د دين پتنګان بولي،
مهرباني دې وكړي، لومړى دې د پاكستان د اساسي قانون د غاړې د استعمار
او غلامۍ زنار وغورزوي. د بادار په لاسونو جوړه شوې مسوده دې دغه
سپېڅلي ملايان د قرانكريم په بنسټ عياره كړي.
د لويو ښارونو دننه دې د زنا بربنډې او خپلواكې اډې ختمې كړي. د لوڅو
او بې حيا فلمونو د ليدلو مركزونه، بې شمېره سينماكانې دې ورانې كړي.
نورې ناوړې كړنې دې كنټرول او ترسره كونكي دې يې په سزا محكوم كړي. د
ناروا وژنې حد قصاص، غلا حد، د شراب حد، د زنا حد او داسې نور اسلامي
حدود دې په پاكستاني او پنجابي ټولنو كې نافذ كړي. وروسته له هغې دې
تاريخي ازاد خپلواك مسلمان افغانستان ته د اسلام د رالېږدولو پرېكړه
وكړي.
كه دوى د مجاهدينو او غازيانو په نوم وياړ كوي، د ساري په ډول دې د
منكراتو او ناوړو اخلاقي جرمونو سره په جګړه كې د يو شهيد نوم او مزار
وښايي، چې د دوى ژبنۍ مسلماني څرګنده او جوته شي.
|