کــــــــور

لومـــــړی مخ

ارشيــــف اړيـــــــــــکي   ستا ياد چي مي په مينه په سودا وغوړوي      هنداره په تيارو د لمر ړنا وغوړوي      د حسن معجزې دي  يا د ميني کرامات       په کل جهان چي سيوری د هما وغوړوي  
مينه  : له جلال اباد څخه خپريدونکې ناپېيلې ،ازاده او ټولنيزه ادبي مجله 

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ننګرهاريان دموټرپه... 
په غورکي مېشت قومونه
په جاپان کي دافغاني ..
توري نوري دي لاس دي..
په پاکستان کي جهادنا..
دوه مخي مداريان
دنړۍ ترټولوډيره خـ..
موسيقي دروح غذا يا د..  
ودونه په زړه پوري بوخـ.
دبشرحقونه که دډارمارو..
دمتحده ايالتونوکنګر. .
دپنجاب دګودرونودمـ..
روسانوددوړو ډک پکو..

کابل دبدبختۍ ترسيوي...
په ننګرهار کي دفلم جوړ..
صدام حسين په محکمه ..
ملنګ د دنيا
دا ګز دا يي ميدان
سلام دي راغی ته رانه ..
ليـــــــــــــــــــک

صدام حسين په محكمه كې

ژباړن: جاويد احمد هميم
د جون په 24 نېټه د پنجشنبې په ورځ د عراق پخوانى جمهور رئيس صدام حسين د لګول شوو تورونو له امله محكمې ته حاضر كړى شو. د محاكمې ځاى په بغداد كې د صدام حسين يو له پخوانيو قصرونو څخه و. په داسې ځاى كې محاكمه كېدل د صدام حسين لپاره يو سخت ذهني فشار و، ځكه چې پخپل قصر كې محكمه كېده. د هغه محل په شاوخوا كې سخت امنيتي تدابير نيول شوي وو. په دغه وخت كې صدام حسين دخپلې واكمنۍ له وروستيو ورځو نه ډېر كمزورى ښكارېده، ږيره يې لنډه وه، (د نيول كېدو پر مهال يې ږيره اوږده شوې وه او بيا وروسته خرئيل شوې وه) صدام حسين په دغه وخت كې ډېر په جرئت او لوړې حوصلې سره د قاضي په مخكې غږېده.
په صدام حسين د فرد جرم عاېد كېدو لپاره تقريباً نيم ساعت وخت ولګېدو. دغه نيم ساعت كې د صدام حسين له خوا پر قاضي ډېرې د جملو حملې كېدې، دواړو يو پر بل د جملې حملې كولې، خو تر نيم ساعت وروسته قاضي په صدام باندې فرد جرم عائد كړ. اكثرو نړېوالو ټلويزيوني چينلونو دغه محكمه نېغ په نېغه ښودله. په لومړي سر كې د صدام حسين څېره لږه څه غوسه ناكه او د فشار لاندې ښكارېده، خو د سوال و ځواب تر پيلېدو وروسته صدام حسين عادي حالت ته راغى.
68 كلن پخوانى ديكتاتور چې د يو ملزم په توګه محكمې ته حاضر كړى شوى و، ده پخپل ځان ټول لګېدلي تورونه رد او د هغې له كولو څخه يې انكار وكړ. هغه خپله محكمه يوه امريكايي ډرامه وبلله، چې د بش له خوا جوړه شوې وه، چې بش په راتلونكيو انتخاباتو كې خلكو ته دوكه وركړي او انتخابات وګټي.
په محكمه كې قاضي له صدام حسين سوالونه پيل كړل، خو صدام ددې پرځاى چې سوالونه ځواب كړي، له قاضي څخه يې پوښتنې پيل كړې. ده هڅه كوله، چې قاضي ته د وطن مينه په زړه كې واچوي او صدام ددې ترڅنګ دا هڅه هم كوله، چې د عربي نړۍ همدردي حاصله كړي، خو دى پخپله دغه هڅه كې كومه خاصه كاميابي ترلاسه نه كړه.
په همدې وخت كې د الجزيرې ټلويزيون په ځينو عربي هېوادونو كې د صدام په پلوۍ مظاهرې هم وښودلې. داسې ويل شوې وه، چې د عربي او اروپايي هېوادونو ځينې وكيلان به له صدام څخه د دفاع لپاره محكمې ته حاضر شي، خو دوى ته د محكمې ته د داخلېدو اجازه ورنه كړى شوه. ددې وكيلانو له جملې څخه يوه د ليبيا د جمهور رئيس معمر قذافي لور عائېشه وه، چې يوه پوهه او مشهوره وكيله ده، هغې هم د صدام حسين ددفاع لپاره د مدافع وكيلانو په ټيم كې غوښتنه كړې وه.
كله چې قاضي په محكمه كې ولاړ صدام حسين څخه وپوښتل، چې ځان وروپېژني، نو صدام حسين ځان د عراق برحال جمهور رئس او عراقي اولس ته نجات وركوونكى اولس مشر وروپېژاند. كه څه هم د هغه څېره د پخوا په شان نه ښكارېده، چې د مخالفينو په زړونو كې د وېرې او غضب نښه شي، خو د هغه له خبرو څخه معلومېده، چې نوموړى يو تكړه سياستمدار دى.
يو بل تور چې مخكې د نورو تورونو په لست كې شامل شوى و، هغه په ايران باندې حمله وه، خو د ځينو ملاحظاتو او دليلونو له امله له لست څخه ووېشتل شو. ايران په دې هكله اعتراضونه هم كړي دي او كېداى شي چې ايران خپله دعوه په رسمي توګه محكمې ته وړاندې كړي، خو داسې ښكاري، چې امريكا به ددې مخالفت وكړي، ځكه چې د عراق او ايران په جنګ كې ډېرو عربي هېوادونو د عراق ملاتړ كړى و. كه په ايران باندې د حملي تور محكمه كې ثابت شي، نو كېداى شي چې په دغه جرم كې ډېر عربي هېوادونه هم له صدام سره شريك وګرځول شي ان تر دې چې امريكا هم په دغه جرم كې شريك ګډېداى شي، چې د امريكا لپاره ډېرې ستونزې زېږولاى شي.
په پښتو كې يو مشهور متل دى، چې (يو بام او دوه هوا) نو همدا لامل و، چې په كويت باندې د حملې تور په لست كې شامل كړى شو او په ايران باندې د عراق اته كاله مسلسلې حملې كول، چې ډېرې خطرناكې وسلې هم پكې كارول شوې وې، د تورونو له لست څخه ووېستل شو.
دا چې د صدام حسين محكمه كول په اوسني وخت كې له په زړه پورو خبرونو څخه دى، نو په همدې اساس د محكمې جريان كټ مټ ستاسو مخې ته ږدو:
قاضي: مهرباني وكړئ ځان معرفي كړئ؟
صدام: زه صدام حسين المجيد د عراق جمهور رئيس.
قاض د صدام خبره ونيوله او د هغه د خبرې اصلاح يې داسې وكړه:
قاضي: د عراق پخوانى جمهور رئيس!
صدام بېرته د قاضي خبره غوڅه كړه:
صدام: نه د عراق اوسنى جمهور رئيس، دا د عراق د خلكو انتخاب دى.
قاضي: ته د عراق پخوانى جمهور رئيس او د عراق د مسلحو ځواكونو پخوانى مشر ستا د مور نوم څه دى؟
صدام: زما د مور نوم صباح، زه كولاى شم يو څو خبرې وكړم.
قاضي: مهرباني وكړئ!
صدام: تاسو هم ځان معرفي كړئ.
قاضي: زه د عراق د مركزي تحقيقاتي محكمې مسوْل قاضي يم.
صدام: د كوم قانون په اساس د مركزي تحقيقاتي محكمې قاضي يې او دغه محكمه د كوم قانون لاندې ترسره كېږي؟ يعنې د ائتلافي ځواكونو په وينا نو تاسو د يو عراقي په حيث د اشغالګرو قواو په وينا عمل كوئ؟
قاضي: زه يو عراقى يم، چې د عراقي اولس په استازيتوب دا كار ترسره كوم.
صدام: نو تاسو...
قاضي: زه ستا د واكمنۍ پر مهال د جمهوري رياست د قوانينو په اساس د قاضي په توګه ټاكل شوى يم.
صدام: آيا په دې باوري يې چې ټول عراقي ولس بايد د قانون پيروي وكړي، نو قانون د خلكو د غوښتنو څخه مقدم دى؟
قاضي: هو انشاء الله.
صدام: نو تاسو به د اشغالګرو اتحادي قواو په وينا عمل ونه كړئ؟
قاضي: زه اوس قاضي شوى نه يم، زه مخكې رژيم (ستا رژيم) كې په دې دنده ګومارل شوى يم، زه د قضاء مسلك ته د قدر او احترام په نظر ګورم. اوس د ډېر ځنډ نه وروسته يو ځل بيا خپل مسلك ته راغلى يم، نو تاسو هم د يو عراقي وګړي په حيث كوم تورونه، چې په تا لګېدلي دي، د هغې ځوابونه راكړئ. د ثبوتونو وړاندې كولو په صورت كې به تاسو مجرم وګرځول شئ او د ثبوتونو د نه وړاندې كولو په صورت كې به تاسو بري شئ. ستا محكمه به اسانه او ازادانه وي، د ثبتونو او شهادتونو د وړاندې كولو نه وروسته به ستا خلاف پرېكړه كېږي او كه ثبوتونه وړاندې نه كړاى شول، نو پرېكړه به ستا په حق كې كولاى شي. ستا محاكمه به ځكه منصفانه وي، چې "دوى" ستاسو ډېر پرته له محكمې محكوم كړي دي، نو له دې امله...
صدام په دې وخت كې د قاضي خبرې غوڅې كړې او ويې ويل:
صدام: اجازه راكړئ ترڅو مسئلې ګډې وډې نشي آيا تاسو قاضي ياست؟ قاضيان د قانون احترام كوي او د قانون په اساس حكمونه صادوري، دا صحيح ده؟
دا يو نسبي حق دى، زما په نظر حق هغه دى كوم چې په قرانكريم او حديث شريف كې راغلى دى. زه دلته د خپل ځان (صدام حسين) او د خپل عراقي توب خبره نه كوم، نه د خپلې چوكۍ لپاره غږېږم، ماته د خلكو هغه رايې محترمې دي، چې زه يې د انقلاب د رهبر په توګه ټاكلى يم. كله چې زه ځان د عراق برحال جمهور رئيس يادوم، دا مطلب نه دى چې ګنې زه ددې مقام ډېر لېواله يم، زه يوه قانوني خبره كوم، هغه دا چې زه عراقي ولس د رهبر په توګه غوره كړى يم او اوس هم قانوني جمهور رئيس يم. زه يوازې د خپلو وګړيو رايو ته احترام لرم. بله خبره دا ده، چې زه مو محكمې ته ددې لپاره راغوښتى يم، چې ما باندې تورونه ولګوي او واورو ئې، خو تاسو د جرم او الزام ترمنځ توپير نه كوئ؟
قاضي: كه د تحقيق په دوران كې كومه خبره رامنځ ته شي، زه به د يو قاضي په توګه د محكمې مخې ته راوړم.
صدام: اجازه راكړئ، چې يوه خبره روښانه كړم. تورن څوك دى؟ هغه څوك چې د تحقيقاتو نه وړاندې محكمې ته حاضرولى شي او تورن ګرځولى شي. دا محكمه نه ده، بلكې دا د تحقيقاتو مركز دى. تاسو زما د تحقيق او پلټنې په حال كې ياست، تاسو به ماته متوجه وئ، ځكه چې ته يو قاضي يې او خلكو تاسو ته دا يوه ذمه واري سپارلې ده. دا ضروري نه ده، چې تاسو پرېكړه زما په خلاف كوئ او كه په حق كې، مهمه خبره دا ده، چې تاسو بايد دا هېر نه كړئ، چې تاسو يو قاضي ياست او هېڅكله د اشغالګرو قواوو په وينا دا كار مه كوئ. دا كار ستاسو په ګټه نه دى، د خلكو په نوم قضاوت وكړئ، دا د عراقيانو غوښتنه ده.
فاضي: جناب صدام دا د تحقيقاتو د لړۍ يوه كړۍ ده.
صدام: زه وكيل لرم آيا د قانون له نظره ماته دا حق نشته، چې محكمې ته د راوستو نه مخكې ما له خپلو وكيلانو سره ليدلي واى او مشورې مې ورسره كړې واى؟
قاضي: ماته لس دقيقې وخت راكړئ، ترڅو رسمي كارروايي پيل كړم. زه دې خبرې ته متوجه يم، كه لږ صبر وكړئ، نو وبه ګورئ چې ستاسو ټول قانوني حقوق تضمين شوي دي. د قانون په اساس مسوْل قاضي دا وظيفه لري، ترڅو ټول تورونه چې په تورن لګېدلي دي، هغه ته ورسوي. دغه شان د الزماتو قانون د 23،24 او 25 مه مادو پر اساس دغه كارروايي ترسره كېږي.
دا لومړى ګام دى په هغه وخت كې صدام حسين رهبر و او دغه قانون يې لاسليك كړى و اوس موږ د هغه قانون نه چې صدام پخپله لاسليك كړى و، د صدام حسين په خلاف د يو عادي وګړي په توګه ترې استفاده كوو.
صدام: زه قانون پوه نه يم، خو د قانون په كارولو او عملي كولو باندې پوهېږم. زه پخپله د قانون سړى يم، د يو قانون دان په توګه ايا زه كولاى شم د خلكو له خوا يو منتخب جمهور رئس محكمې ته راكاږم او هغه محكوم كړم؟.
قاضي: اجازه راكړئ ترڅو موضوع د قضايي قانون له مخې روښانه كړم. لومړى دا چې زه ستاسو خلاف كوم اقدام نه كوم، بلكې يوازې تحقيق كوم. دويمه دا چې جمهوري رياست يو مقام دى او رئيس جمهور د ټولنې استازيتوب كوي. په دې وخت كې دا حقيقت بايد په ګوته كړو، چې رئيس جمهور هم وګړى دى او د اساسي قانون په اساس يو وګړى هم له قانون څخه لوړ نه وي. په دغه قانون تاسو له مانه ښه پوهېږئ. اوس زه ستا خلاف لګېدلي تورونه اعلانوم:
1_ په 80 مه لسيزه كې د انفال د خلكو عامه وژنه.
2_ د (هوادار بارزاني) كردانو عامه وژنه.
3_ د خپلې واكمنۍ پر مهال د خپلو مخالفينو عامه وژنه.
4_ په 1988 كال كې په كردانو د كيمياوي وسلې استعمال.
5_په 1991 كال د شيعه ګانو او كردانو عامه وژنه.
6_ د ديني علماوء عامه وژنه.
7_په كوېټ حمله.
په تا چې كوم تورونه لګېدلي دي، له هغې څخه دفاع كولاى شئ. ستاسو حق تضمين شوى دى، اوس چې تا د خپل ځان خلاف تورونه واورېدل او خپلو قانوني حقوقو څخه هم خبر شوئ، محكمې ستا حقوق تضمين كړي او ته له خپل ځان څخه د پوره دفاع حق لرې.
اوس تاسو نور چوپ شئ او د ځواب وركولو څخه ډډه وكړئ، ځكه چې دا اقدام ستا خلاف سند كېداى نه شي، يوازې ته ددې حق لرې، چې د خپلو لګېدلو تورونو جواب وركړې.
تورن كولاى شي، چې له خپلو وكيلانو سره د مشورې غوښتنه وكړي. په دې صورت كې د تحقيقاتو كميسيون كولاى شي د تورن ملاقات خپلو وكيلانو سره تر بلې غونډې پورې وځنډوي.
قاضي: په صدام باندې اووم تور د يو جمهور رئيس او د مسلحو پوځونو د قومندان په حيث په كوېټ باندې د حملې تور دى.
صدام: دا اندېښنه چې موږ په كوېټ باندې حمله كړې ده، د ذهن نه وباسئ. قانون په دې اساس صدام محاكمه كوي، چې هغه له خپل هېواد څخه دفاع كړې ده، آيا كېداى شي چې يو دولتي مقام دې په دې محاكمه شي چې هغه په خپلو قانونو وظيفو عمل كړى دى؟ دا قانون مو له كومه ځايه راوړى دى؟ څنګه كولاى شئ چې صدام ددې لپاره محاكمه شي، چې په كوېت يې حمله كړې؟
موږ له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره په كوېټ حمله كړې وه او دا مو ځكه وكړل، چې كويټيانو عراقي ښځو ته په لسو دينارونو بي عزتي وركوله يانې له هغوى څخه يې عزتونه اخيستل. موږ د خپلو عراقي ښځو عزتونه وساتل. صدام حسين ددغو سپو په خلاف د عراق له تاريخي حقوقو څخه دفاع وكړه. زه د خپلو حرفونو مسوْليت لرم. تاسو پوهېږي، چې دغه محكمه يوه ډرامه ده، چې د بش جنايتكار له خوا په لاره اچول شوې، ترڅو په انتخاباتو كې كامياب شي.
قاضي: تاسو په يوه رسمي محكمه كې د خپل ځان خلاف لګېدلو تورونو اورېدو لپاره حاضر شوي ياست، تاسو دا حق نه لرئ، چې تاسو داسې توري وكاروئ، چې د محكمې د بې عزتۍ لامل وګرځي. ته صدام حسين د جمهور رئيس او د مسلحو قوتونو د مشر په توګه په كوېټ باندې د حملې مسول يې.
صدام: دا تور په هغه وخت كې ثابتېداى شي، چې صدام حسين د جمهور رئيس په شراېطو كې تصميم ونيسي، چې د جمهور رئيس قانوني حقوق نه وي تثبيت شوي.
قاضي: اوس دا رسمي اسناد لاسليك كړئ، ترڅو ستا په دوسيه (كيس) كې داخل شي. د تحقيقاتو د پوره كېدو لپاره ددغه تورونو ځوابونه وركړئ.
صدام: بښنه غواړم ترڅو چې مې له خپلو وكيلانو سره مشوره نه وي كړې، لاسليك نه كوم.
قاضي: خو دغه اسناد ستا د دوسيې پورې اړه لري.
صدام: زه د امريكايانو په قول د سويس په بانكونو كې ميليونونه ډالر لرم، نو زه كولاى شم چې لږ تر لږه يو وكيل ولرم.
قاضي: بيخي صحيح ده، د يو وګړي په توګه دا حق لرې، خو څنګه چې اوس له خپلو لګېدلو تورونو خبر شوې، نو بايد دغه اسناد لاسليك كړې.
"په دې وخت كې صدام قاضي ته څه خبرې وكړې، خو واضح نه وې".
قاضي: نه دا قانوني خبرې نه دي؟
صدام: هو دا قانوني دي.
قاضي: نه دا قانوني نه دي.
صدام: تاسو ولې ددې اجازه نه راكوئ، چې زه له خپلو وكيلانو سره مشوره وكړم؟ زه اوس دستي مشوره كوم او بېرته راځم او اسناد لاسليك كوم. ولې وارخطايي كوې، په وارخطايۍ كې غلطي كېږي.
قاضي: موږ اوس ددې تصميم نه شو نيولى، موږ يوازې تحقيق كوو، موږ بايد له وخت څخه ګټه واخلو.
صدام: زه هغه وخت اسناد لاسليكوم، چې خپلو وكيلانو سره مشوره وكړم.
قاضي: ته كولاى شې چې لاړ شې.
صدام: ښه ده.
قاضي: ښه ده.
په دغه ورځ د صدام د رژيم نور يوولس لوړ پوړي مامورين هم محكمې ته حاضر شول، دوى د صدام پر خلاف له محكمې سره پوره پوره همكاري وكړه او اسناد يې لاسليك كړل.