|
ليك
د مثل خان شينواري له خوا!
د ننګرهار د شعر او ادب د بڼ د مينه ناكې مجلې محترم
دوست او زړه ته رانږدې ملګري عزت الله ځواب ته سلامونه او د زړه له تل
څخه خوږې پېرزوينې ډالۍ كوم. ستاسې او ستاسو د درنې كورنۍ او په پښتو
مئينو ځوانانو او دوستانو ته د روغې سټې او خپلې خوږې ژبې ته د خدمت په
لار كې د ډېرو بريو هيله كوم.
ستاسو له محبت نه ډكه مينه راورسېده او په مينه مينه مې څو وارې
ولوستله. مينه د شاتو كندو دى د اصلي شاتو چې ملاوټ پكې نه دى شوى.
باور وكړه، چې مينه يوازينۍ ګڼه ده، چې په ډېره مينه مې تر پايه
ولوستله او ډېر خوند يې راكړ، سترګې مې پرې خوږې او رڼې شوې، زه ستاسو
د مينې يو ټينګ لاروى او ملګرى يم، له ستاسو سره د مينې په دې محفل كې
ځان ډېر نېكمرغه احساسوم، تاسو د پښتو سره د مينې كلكه ملا تړلې ده، په
مټو مو بركت شه.
ستاسو مينې زما د زړه مينې ته نور ځواك هم راوبښه. موږ او تاسو به مينه
كوو، غمازان دې په خپلو دښمنيو كې ډوب وي، زموږ مينه ډېره سپېڅلې ده،
بې مطلبه او بې ريا ده، ځكه خو ډېره خوږه ده.
ګرانه وروره ډېر تند مه ځه، ورو ځه خو متين ګامونه پورته كوه او هدفمند
خوځښت كوه. داسې خوځښت چې قام او ولس په خوځښت راولي. خداى ناخواسته
ډېره تندروي ددې لامل نشي، چې زموږ تنكۍ مينې ته زيان ورسوي.
غوښتل مې د لنډ مهالې او منځ مهالې ادارې په اړوند يو څېړنيز مطلب درته
وليكم، خو چې سوچ مې وكړ، ستاسو مجله د دا ډول سياسي توكو سره دومره
مينه نه لري، له دې امله مې مينې ته د مينې يوه كوچنۍ ادبي ټوټه ډالۍ
كړه، خداى دې وكړي، چې ستاسو له مينې بې مينې پاتې نشي
ګرانه وروره!
اوس مې لاس ډېر خالي دى، كه نه د زړه له كومي ستاسو مالي ستونزې
احساسوم. كه خداى كول په راتلونكي كې به زه د خپلې وسې مرسته وكړم.
هيله ده مرور نشئ ته پوهېږې، چې زه مامور يم، زړه مې وړوكى نه دى، خو
وايي چې تشه لاسه ته مې دښمن يې. بله دا چې كه كابل ته مو كله په خير
پېښه راوكړه، بس دومره زحمت به وباسئ، په دې نمبر (..................
) به تليفون وكړې او په دې ډول مو له خپل ديدنه بې برخې نه كړې.
په توده او خوږه مينه
|