|
|
غــلام نبــي ګل
تورې نوري دي لاس دې په ما ولګېده
هغه اثر او تاثير چې ښاېسته سترګې او ښاېسته صورت يې
د انسانانو په زړونو كې پرېښودلى شي، په همدي ترتيب ښاېسته او موزون
اواز هم دا توانايي لري، چې په زړونو كې ننوزي. ښه شعر، ښه غزل، ښه
داستان، ښه رباعي، ښه لنډۍ او پسته خبره هر يو پخپل وار د نښې منځ ولي،
خو كه چېرته د صورت ښكلا د اواز ښكلا د شعر يا لنډۍ ښكلا په اړه په خاص
ورځنې ژوند او پرځاى محل كې سره ګډ شي، نو بيا به د چا پلار ورته ټينګ
شي. ښايي چې ډېر ښاېسته پېغلې سندرغاړې په تلويزيون او يا ودونو كې په
سلګونو سندرې ووايي، خو دومره اثر به ونه لري لكه د ملالۍ په يوه لنډۍ
كې چې پروت و. دا ځكه چې د ملالۍ د لنډۍ جوړښت د همغه وخت، ځاى او محل
غوښتنه وه. همدا وجه وه، چې ټول په شاه ستانه شوي مجاهدين يې بېرته د
ګولۍ په تېزوالي د غليم مقابلې ته ستانه كړه.
كله كله داسې هم كېږي، چې د يو چا پرځاى او د موضوع سره په ارتباط خبره
يا سندره د يو چا ډېره خوښه شي او تاثير پرې وكړي او دعمر تر پايه يې د
ذهن په كږلېچو ټوپونه ووهي. زه يوه همداسې خاطره د مينې مينه والو ته
مخې ته ږدم، خداى ج دې وكړي، چې خوښه مو شي.
كله چې مې ځواني وه، د جلال آباد سپين غر هوټل ته د خپلې مور د ترور د
زوى واده ته تللى وم. د شهيد داود خان د حكومت دارۍ كلونه وو. لكه د
اوس په شان ديموكراسي وه، په هوټل كې ښځې او نر پېغلې او ځوانان په ګډه
ناست وو. د پېغلو د لوستوڼو مټو او سرونو كمى نه و او په دې واده كې
ډېرې ښځې او پېغلې داسې هم وې، چې په حيا او پرده كې ناستې وې. د رقص
او پاى كوبۍ بازار ګرم و، خلص دا چې هرڅه ډېر وو. زه د خپلې ځوانۍ په
نېشه او غرور كې ډوب وم، په هوټل كې ډېرې ښاېسته ښاېسته پېغلې مې تر
نظر نه راتلې، پام مې نه و د خاله لمسۍ مې چې هغه هم دې واده ته راغلې
وه او په هغه وخت كې د پوهنتون محصله وه، په اوږه د سوك كلك ګوزار راكړ
او راته وې ويل: ته د همدې لپاره واده ته راغلى يې، چې جينكيو سره دانې
واچوې. والله چې كور كې حال ونه وايم. ما ورته زارۍ وكړې، چې په خداى
كه ما چاته كتلي وي او همداسې هم وه، ځكه ماته د واده ټول خلك خپلوان
ښكارېدل او په دومره حرامي توب نه پوهېدم او نه راته خپلې كليوالې
ټولنې او فاميلي تربيت دا اجازه راكوله، چې خپلو خپلوانو ته خو لا څه،
چې حتى بل چاته په بدنظر وګورم. د خاله لمسي مې زما زارۍ نه منلې او
ويل ېي هغې توره كۍ جلۍ له ډېر وخته په تا سترګې خښې كړي دي، حتماً تا
ورته كتلي او يا دې څه ورته ويلي دي، كه نه بل چاته ولې نه ګوري. په
خولو كې ډوب وم، لكه درې شپېنۍ مياشت چې مې ليدلې په ناحقه تور واوښتم.
د واده په مزه پوه نشوم، يو وخت ګورم چې د ناوې او شاه د اهسته برو
بدله ويل كېږي، خو زه لا هماغسې په په يخ ژمي په خولو كې ډوب يم.
د شپې درې بجې وې، چې د واده مراسم ختم شول. د جلال آباد مېلمانه چې
اكثره ښځو والا وو، خپلو كورونو ته لاړه. زه او زما د خاله دوه لمسيانې
چې د هلك والا په ډله كې وو، بايد كابل ته د ناوې او شاه سره تللي واى.
د سپين غر مخه كې اوه اته واړه موټر او يو 302 اوږد موټر ولاړ وو. ټول
خلك موټرو ته پورته شوه، ما غوښتل چې په كوم واړه موټر كې ځانته ځاى
پيدا كړم، خو متاسفانه چې پيدا نشو او له ناچارۍ 302 موټر ته پورته
شوم. د موټر د وروستني سېټ نه دوه درې چوكۍ مخكې په دوه نفري چوكۍ كې
كېناستم. دې موټر ته زياتې پېغلې او څو د متوسط او زاړه عمر نر او ښځې
راپورته شوي وو. يو وخت ګورم، چې همغې توركۍ جلۍ په اوږه ټېله كړم، چې
په هوټل كې يې ماته جنجال پېښ كړى و. توره كۍ جلۍ وويلې ماته هم ځاى
راكړه. دا دوه نفري چوكۍ ده. ما ورته وويل وه توركۍ ما پرېږده، ماته
جنجال مه جوړوه، نورې چوكۍ ډېرې دي، پكې كېنه. په دې وخت كې د يوې پخې
ښځې ورته پام شو، ورته وې ويل: وه جلۍ خو رښتيا وايي، يو بل ځاى كې
كېنه. توركۍ نااميده شاته سيټونو چې ټولې پېغلي پكې ناستې وې او
دايراګانې يې وهلې، كېناسته. موټرو يو په بل پسې حركت وكړ واړه موټر
مخكې او زموږ 302 ورپسې وو. په شين اسمان كې ستورو د سپوږمۍ رڼا ته نڅا
كوله، د موټر په شاه سيټونو كې سر لوڅو ښاېسته پېغلو په ډله ييزه توګه
دا سندره په لوړ اواز د دايراګانو سره ويله:
دره به دره هوا پغمان به دره
دستمال نګار شوم كه بادم ببره
بادم ببره به سوى يارم ببره
سر در بغلش مانده و خوابم ببره.
تر ډېره دا سندره د موټر د ناستو نرو او ښځو له خوا استقبال شوه او له
پېغلو نه يې د بيا بيا ويلو غوښتنه وشوه، خو توره كۍ غلې ناسته وه او
له قهر نه يې خپلې شونډې چيچلې. يو وخت مې ورته پام شو، چې د صبر كاسه
يې نسكوره شوه او د خپل د شاه سيټ كې ناستې د يو بلې پېغلې څخه يې
دايرا واخيسته او په لوړ او راښكوني اواز يې دا سندره چې ما مخكې نه وه
اورېدلې، پيل كړه:
تورې نورې دي لاس دې په ما ولګېده
يارې د نورې دي توره مې مه بوله جانانه
كه توره يم تا به رنځور كړم
توري نورې دي لاس دې په ما لوګېده
د يارانې تاثير په سترګو كې لرمه
تورې نورې دي لاس دې په ما ولګېده
ياري دې نورې دي توره مې مه بوله جانانه. |