|
|
سرليكنه:
د ګوندونو بازار ګرم دى
دا مهال د يو شمېر هېوادوالو او بهرنيانو لپاره افغانستان
داسې لنګه غوا ګرځېدلې چې د زور خاوندان يې شېده او پېروى خوري، انګرېزۍ
والا يې كوچ او مستو ته ناست دي خو عام ولس يې اوس هم د شومړو په ارمان دى.
لـه بده مرغه هغه مسلكي كدرونه چې لـه پرمختللې نړۍ څخه د هېواد د ودانولو
په نوم راغلي او خلكو ترې د خدمت هيله درلوده اوس معلوم شول چې سوداګر دي،
هغوى په اسانۍ سره دلته د نړيوالې جېبونه شكوي او ډالر ترې د بهرنيو
هېوادونو بانكونو ته وړي. د ټاكنو د قانون تر توشيح وروسته د ګوندونو
جوړېدل ښه په درز كې روان دي، بس نر هغه دى چې څو تنه سپين ږيري او ځوانان
راټول كړي،چرګان مرګان پرې وخوري او د خپل ګوند پرانسته وكړي.
كه څه هم په قانون كې د ګوند جوړولو لپاره (هېواد ته وفا داري، د مالي
سرچينو په ګوته كول، لـه بهرنيو هېوادونوسره نه اړيكې، قومي او ژبنيو
تعصبونو ته لمن نه وهل او...) شرايط شته خو ګورو چې دا هسې د كاغذ پر مخ
خبرې دي او د بن د پرېكړو په څېر عملي بڼه نه غوره كوي.
د ګوندونو په اساسنامو او كړنلارو كې پخوانۍ كليشه يي خبرې ښكته پورته كېږي
چې څو تنو د لمانځه غوندې په يادو زده كړي، چې ورسره كېنې په يوه ساه به
درته وطن شړشم كړي او خپل راتلونكي پروګرامونه به درته ووايي.
د يو شمېر جهادي تنظيمونو هغه مشران چې يو وخت يې ملي كليمه كفر ګڼله او چا
يې په وړاندې ياده هم نه شوه كولى اوس تر هر چا زيات په دې كليمه ټينګار
كوي او په هڅه كې دي چې د انجوګانو د خاوندوانو په څېر لـه ګوندونو جوړولو
خوند واخلي.
موږ په دې نظر يو چې د ګوندونو زياتوالى د نېكمرغۍ لامل كېدى نه شي او دا
وېره هم راسره ده چې خداى مه كړه لا به انارشۍ رامنځ ته كېدو ته لاره هواره
كړي ځكه، چې تر څلوېښتو زياتو ډلو ټپلو خپلې عرضپاڼې عدليې وزارت ته سپارلي،
په دې كې نږدې دېرشو يې د فعاليت اجازه تر لاسه كړې او دا لړۍ لا روانه ده.
پالونكى دې د ګوندونو خاوندانو ته په ويناوو د عمل توفيق وركړي
.
د مينې اداره |