|
|
څارنوال فاروق داور
په بدخشان كې ناڅرګندې
ولسوالۍ
څه موده وړاندى د بشر د حقوقو خپلواک کميسون لخوا، خپور
شوى کتاب ( لويه جرګه اضطرارى ) په نوم لاس ته راغى، د دغه کتاب په لوستلو
سره ما ځينې حقايق وموندل چې هغه د ولاياتو دا داراي واحدونو د غير واقعي
جوړښت، جرګې ته د وکيلانو او نماينده گانو شمېر، استاد رباني ځينې اعترافات،
او ځينې هغه ولسوالۍ چې په بدخشان ولايت کې د هغو جغرافيايي موقعيت نه
څرګنديږي. د اوسنيو عيني اداري جوړښت سره په تضاد کې واقع ده، دغه کتاب له
٦١ تر ٧١ پاڼې پورې جدوال نشر شوي دي په لومړي جدول کې د بدخشان ولايت
ولسوالي ترسيم شوې ده. چې ولسواليو شمېر ٢٨ او نفوس ئې ( ٧٠١٠٠ ) تنه ښودل
شوى دى په داسى حال کې چې د ډاکټر نجيب رژيم کې د ولسواليو شمېر ئې د دولسو
څخه زيات نه ړ.
د دغه کتاب ٣٣١ پاڼه کې ( هغه پروفيسر برهان الدين رباني ) عنوان لاندې
ځينې حقايق څرګندوي چې هغه به هېوادوالو ته ور وړاندى کړم .... مرحله دوم
راى گيري ميان معرفى شده هاى شهر فيض اباد در شهر مذکور آغاز شد اين عمل
استثنائى به اساس تقاضاى پروفيسر برهان الدين ربانى از اخضر ابراهيمى و
حامد کرزى که خود شامل انتخاب شونده ها بود، پرده افتاد. مسړليت اجراى آن
را خانم برليکا و آقاى سرگى به عهده داشتند. در آغاز پروفيسر ربانى شرکت
زنان در انتخابات اعتراض کرده و پروسه راى دهى را منحل ساخت. دا پورتنى ټکى
د رباني زورواکي څرګندوي په داسې حال کې چې شمال شرق حوزې ته د انتخاباتو
مرکز کندز ټاکل شوى ړ. دا چې ولې برهان الدين رباني د ټاکنو لپاره فيض آباد
ښار ټاکلى ړ او د ښځو څخه دې مخالفت کړى راځئ دا حقيقت هم ښکاره کړو.
.... در همين جريان پروفيسر ربانى وارد معرکه گرديد، ضمن غير عادلانه
خواندن اشتراک زنان در انتخابات از کار کرد هاى مثبت خود به نفع مردم شمال
در جريان حاکميت خويش ياد اورشد.
د کتاب ليکوال چې ښاغلى اسدالله ولواجي دى ليکي:.... اين ساله زمينه خوبى
براى من بود تا به استفاده از ان در برابر وى قرار مى گرفتم بنا بر آن، حرف
هاى را که اظهار آن در برابر او دعاى استاد ضرورى پنداشته مى شدايڼونه بيان
داشتم: ببيند قرارى که من ميدانم انچه را که استاد در دورۀ رياست جمهورى
خود انجام داده اند، در اينجاد يک پل و ٢٨ ولسوالى در ولايت بدخشان خلاصه
مېردد من به صفت مسول برگزارى انتخابات در حوزه شمال شرق تا الحال موفق به
دريافت تعدادى از اين ولسوالى ها نه شده ام. خوب، همين حالا با استفاده
هليکوپتر هاى خود استاد را زحمت ميدهيم تا يکجا با ما پرواز کرده و
جغرافياى اين واحدهاى اوارى را که وثيقه خدمت شان است، در روى نقشه تثبيت
کنند .... شما خوب ميدانيد که در گذشته ها انتخابات پارلمان در افغانستان
با در نظر داشت تعين يک نفر نماينده از يک واحد ادارى صورت مى گرفت چون طبق
قانون انتخاب هر ولسوالى به صفت يک حوزه انتخاباتى تثبيت شده بودند در اين
صورت ولسوالى هاى که در صفحات شمال ايجاد شده بودند داراى نفوس زياد و
ولسوالى هاى جنوب کشور اکثراً با داشتن نفوس کم از حق مساوى بر خوردار مى
شوند. اين يک حق تلفى اشکار بود که از جانب حاکميت وقت برمردم تعميل مى
گرديد. امروز که انتخابات به اساس تعداد نفوس صورت مى پذيرد، نتيجه تلاش من
و دوستان همفکرم در کميسيون است.
دغه پورتني حقايق څو ټکي په واضحه توګه څرګندوي راځئ چې د بدخشان او پکتيا
ولايتونو اداري واحدونه پرتله کړو.
په اضطراري لويه جرګه کې پکتيا ته دولس ولسوالي په لاندې ډول منل شوې وي:
ګرديز، آزره، څمکني، ډنډ پټان، ورخى ځدراڼ، ځاځى، جاني خېل، لجه منګل،
سيدکرم، شمس، شواک، زرمت په داسې حال کې چې له دغو لاندېنيو ولسواليو څخه
سترګې پټې کړې دي.
احمد خېل، احمدآبا، ميرزکه، ګرده څيړى، ارمه او شاهي کوټ زما منظور دا دى
چې بدخشان کې کلي چې حتى د ولسوالۍ په بيان جغرافيايي موقيعت يې نه دى
معلوم په بدخشان کې ولسوالۍ ثبت شوي.
د پکتيا ولايت، ولسوالي او علاقداري ولې د ولسواليو واحد په حيث په رسميت
نه منل کيږي. په لومړي سر کې دغه نقص او توپير د بيړنۍ لوې جرګې د
انتخاباتو کميسيون متعصبانه سلوک څرګندوي چې تر کيب يې په لاندې ډول دى.
محبوبه حقوق مل، د کابل اوسيدونکې، پوهاند عبدالعزيز د کابل د ميربچه کوټ
اوسيدونکى، محمدطاهر بورګى د لوګر د محمدآغې اوسيدونکى، دوکتور سيدمحمدموسى
د تخار رستاق اوسيدونکى، راشد سلجوقي د هرات څخه، حمير نعمتي د بلخ د
دهرادى، فريح حميري د ننګرهار ولايت، عنايت الله کمال د فارياب د ميمنې،
ميرمحمدمحفوظ ندائي د کابل، سيدامين مجاهد د ننګرهار، محمدعيسى د باميان،
نجيب الله صادق مدبر د ميدان د بهسود، ثريا پرليکا د کابل بګرامي، بورمحمد
قرقين د جوزجان، محمدکاظم اهنګ د کابل ميربچه کوټ، اسدالله ولوالجي د تخار،
سيدمسعود د غزني، عبدالسلام رحيمي د فراه، عبدالظاهر جبارخيل د ننګرهار،
صبغت الله سنجر د هرات اوسيدنکى په دغه يو غير متعادل ترکيب بايد حتمي طرز
العمل د بدخشان د ولسواليو منلو په ګټه ترتيب شي، او انتخابات د والواجي په
خبره د نفوس په پام کې نيولو سره ترسره شى.
دلته پوښتنه پيداکيږي چې ښاغلى کرزى آيا د لوى پکتيا او لوى کندهار حقوقو
پوهانو، کارپوهانو، قانون پوهانو او سياست پوهانو څخه خبر نه دي او که خبر
دي د هغوى په موجوديت او په کميسيون کې د هغوى په ګډون باندى سترګې پټې کړي
دي چې د هغه نتيجه د بدخشان ولايت ٢٨ ولسوالي منل کيږي او د پکتيا ولايت
شپږ ولسوالي حذف کيږي. دا بله ادعا چې ښاغلى ولوالجي د شمال د نفوس د زيات
والي په هکله کړې ده دغه ارقام په لاندې ډوى دى.
د بېړنۍ لويې جرګې د کميسيون غړيو د پکتيا ولايت نفوس ٦٠٠ ، ٣٩٦ تنه ښودلى
دى په داسې حال کې چې په ١٣٤١ هـ ش کال د احصائيې په اساس پکتيا نفوس ٧٦٣،
٧٢٩ په همدغه کال د بدخشان نفوس ٥٧٤، ٣١٦ ثبت شوى ړ. همدا رنګه په ١٣٣٣ هـ
ش کال د پکتيا نفوس ٨٣٣، ٧٩٨ او د بدخشان نفوس ٥٣٧، ٣٢٨ د احصائې لخوا ثبت
شوى ړ.
بيا له هغه وخت څخه را په دې خوا کومه دقيقه احصائيه شوې نه ده بلکه د
کميسيون لخوا تقريبي او تخميني احصائيه غلط کار دى چې دا هم د ولوالجي غلط
رول څرګندوي.
د يو حقوقي او سياسي څيړونکي په حيث د ښاغلي الحاج اسدالله وفا د پکتيا
والي څخه دا غوښتنه کوم چې د پکتيا ولايت اوسنۍ تشکيلاتى واحدونه د ښاغلي
حامد کرزي د افغانستان د انتقالي اسلامي دولت رئيس لخوا رسماُ منظور کړي او
دغه شپږ ولسوالي چې وړاندې ذکر شوې او حذف شوي دي په هغه کې شاملې کړي چې
جمعاُ د پکتيا ولايت اتلس ولسوالي دي.
تر څو په راتلونکي کې د ملي شورا په انتخاباتو کې د دغه ولايت هر يو اداري
واحد خپله ونډه په حقيقي توګه لاس ته راوړي. |