کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

لنډيز او ژباړه: نور محمدلاهو
 

د سامرست موآم ژوند او آثار
(William Somerset Maugam)
ويليام سامرست موام يو پياوړى انګريز ليکوال او کيسه ليکونکى دى.
 

دى ډېر ووړ وو چې پلاريې مړسو او سرپرستي يې د خپل تره چې د کلي يو کشيش و په غاړه سوه، او تره يې دى د يوه راهب په توګه د کليسا په چاپيريال کې ترروزنې لاندې ونيوه، ده له څه وخت تېرېدو نه وروسته خپلې زده کړې په سلطنتي مدرسه کې پيل کړې او له هغه وروسته يې د کليسا له چاپيريال نه خپله لاره بېله کړه او آلمان ته لاړو او هلته د هايدلبرګ په پوهنتون کې شامل شو او دوه کاله يې زده کړې وکړې.
د ده په زړه کې د انديشو او افکارو د تنظيمولو او د قلم په ژبې د هغو د بيانولو تمايل زياتېده خو د تحصيلي او د ژوند چاپيريال مقرراتو ده ته اجازه نه ورکوله چې خپل احساسات او غوښتنې د کاغذ پر مخ انځور کړي .
کشيش چې دده سرپرستي يې په غاړه وه په ده زور آچواه چې د خپلې خوښې پرخلاف د طبابت علم زده کړي نو له همدې وجې سامرست موام د طب پوهنځي کې شامل سو.
سامرست موام چې له آلمان راستون سو د طب په پوهنځي او د سن توماس په روغتون کې په خدمت او تحصيل بوخت سو بې وزله او فقيرو ناروغانو سره د نزديکت په وجې د غريبو او خوارو کارګرو له رازونو خبر سو او په زړه کې يې له غريبو او فقيرو خلکو سره د مينې او د هغوى د دردونو د ليرې کولو احساس غزونې وکړې او دغه ځوان محصل به چې کله د خلکو نيستي، فقر، ناروغي، رنځ، لوږې او د ژوند سختې ليدلې او د ناروغانو ليدو ته به ته سخت خواشينى کېده او په خپګان کې به ورځې شپې تيرولى.
په دغه ښوونځي کې چې سامرست موام له ترخو حقيقتونو سره مخامخ وو خپلو آثارو ته يې ډير ګران بيه مطلبونه ترلاسه کړل او دغه تاثرات دده په لومړنيو آثارو او ليکنو کې څرګندسول.
سامرست موام چې کله د طب پوهنځى سرته ورساوه نو له ادبياتو سره يې د مينې د درلودو په وجې د نمايشنامو او داستانونو په ليکلو پيل وکړ په ١٩٠٤ کال کې يې امريکا، اروپائي هيوادونو ته لاړو او په سيراو سياحت بوخت شو.
کله چې نړيواله جګړه پيل سوه ده له سفرونو لاس واخيست او د سره صليب په کميټه کې د کارکوونکي په توګه په کار وګمارل سو او ده ته يې د امبولانس موټر ورکړ چې هغه وچلوي دى د ډېر کار له وجې ناروغه سو او په روغتون کې تر ډېره وخته بستر سو کله چې روغ سو نو نړيواله جګړه هم پائيته رسېدلې وه نو ده وکولى شول چې خپل سياحت او ادبي کارونه بېرته پيل کړي، داځل دى د چين، اندونيزيا، هند او ماليزيا هيوادونو ته لاړو او هلته يې د زياتو ياداشتونو په برابرولو سره وکولى سول چې داستانونه وليکي.
دغه ليکوال د زياتو ادبي ليکنو په وجې نړيوال شهرت وګاټه او د خپلو آثارو په خپرولو سره يې دومره پيسې پيدا کړې چې د ليکوالۍ په نړۍ کې ښايي دده په شان به ډېر کمو ليکوالانو دوره پيسې موندلې وي.
ده د څلويښتو کلونو ليکوالي په ترڅ کې کابو يوسلو پنځوس ميليونه فرانکه لاس ته راوړل. دده ادبي او هنري شخصيت دې حد ته رسېدلى چې اوس په انګريزي ادبياتو کې د داستان او نمايشنامو ليکلو تر ټولو لوړ او څرګند مظهر شمېرل کېږې. دغه ليکوال د بر ناردشاو په شان اجتماعي مسايل او مقررات د طنز په بڼې بيانوي د سامرست موان آثار د زياتو سفرونو په وجې زياتره يې داستاني اړخ لري او له تکنيکي پلوه د انګلستان له ټولو اوس مهالو ليکوالونه قوي او ځواکمن دى. سامرست موام په خپلو زياترو داستانونو کې جنسي مسايلو ته اشاره کوي او څرنګه چې ددغه شان مسايلو څېړل د انګليسي په محافظه کارو او ادبياتو کي د قومي آدابو او سنتونو خلاف عمل ګنل کېږي ده وکولى شول دغه ديوال ړنګ کړي او په دې لاره کې بي پروايى وکړه چې غالباً دا کار د ادبي نزاکت او قلمي عفت له حدودونه تقريباً ليرې خبروه.
دى لطيف جنس ته په ډيره سپکه او نفرت ګوري او په ځينو داستانونو کې يې د بدبيني دغه حس دومره زورور او سخت دى چې کيداى شي دى دښځو يو دښمن ليکوال وبلل شي ( دى په دې عقيده دى چې ښځه مفت خوره او د ټولنې په اوږو بار موجود ده خو له دې سره سره بيا هم دغه ليکوال په ښځو ګران دى.
سامرست موام يو بشر دوسته او حساس ليکوال دى او يوه داسې عاطفه او وجدان لري چې په يوې ډيرې وړې خبرې خواشينى کېږي او د خلکو په دردونو او کړاوونو ځورېږي.
دى شخصاً د رومانستيم او له هغو موضوع ګانو سره مخالف دى چې د ليکوال د خيال او انديشې زېږنده وي ) دى په دې عقيده دى چې بهرنۍ پېښې او ټولنيزه سوانح له هغې زياتي دي، چې ليکوال د ليکلو د موضوع د موندلو له پاره معطل پاتې شي او له ناچارۍ له حقايقو تېر شي او خيالي او مجازي شيان وليکي.
دده په عقيده ليکوال هغه څه چې ويني هغه بايد وليکي دا ځکه چې نننى ټولنيز چاپيريال د نندارې له ډګر او د خيال له عالم نه زيات د ليکلو موضوع ګانې لري.
سامرست موام پخپلو سفرونو کې دومره موضوع ګانې ياداشت کړي چې د داستان ليکل ورته د اوبو له څښلو هم آسانه او ساده ښکاري.
دى د موضوع، طرحې، نقشې او د داستان د پېښو د انځورولو له انتخاب نه وروسته او د مطلوب هدف اود ژور تاثر احساس په پام کې نيولو سره قلم په لاس کې نيسي، او کله چې د داستان قهرمان رامخته شو ته به وايې چې د ليکوال زړه، روح او فکر په هغه کې ننوتى او دا دى څرګندېږي او د ليکلو په وخت کې له بيړې پرته په ډېرې پاملرنې سره د خپل کار ټول اړخونه په پام کې نيسي او په عين حال کې له طيعت، شوق او خپلې قريحې تابعداري کوي او ديته نه حاضريږي هغه څه چې د ژوند د ناموس له امله او د فطرت د حکم له مخې دده د قلم په ژبې انځوريږي هغه په بله واړوي ځکه دى په دې عقيده دى چې تر هر څه پاک او له مينې ډک څه هغه څه دي چې په بربنډه توګه او له زياتونو پرته د ليکوال فکر ته راګرزي.
د سامرست موام قهر مانان حيرانوونکي او خارق العاده دي او زياتره يې دوه جلد شخصتونه (Double Personality) لري. او په عين خشونت او بې رحمۍ کې دردمند زړونه اوله عاطفې ډکې ارواح او د بشر دوستۍ حسن لري چې ددغه شان متضادو شخصيتونو روزل د سامرست موام تر ټولو لويه ځانګړنه ګڼل کيږي.
د ده آثار دا دي:
١. دليزا آف لاميت ( دده لومړنى داستان دى چې د کارګرو تريخ ژوند بيانوي ).
٢. د ميسيز کرادوک داستان ( دايې په ٢٦ کلنۍ کې ليکلى چې په هغې کې د جنسي يا Sexuality مسايلو په باب خبرې شويدي ).
٣. بشر اسارت ( دا يو لوى رومان دى چې په ١٩١٥ کال کې يې ليکلى چې د ليکوال د حال شرح ده او دده د شاهکارونو په جملې کې شمېرل کېږي ).
٤. سپوږمۍ او شس نپى ( دغه داستان يې هغه وخت ليکلى چې دى په روغتون کې بستر و او د ګوګن چې يو انځورګر و د مينې ژونديې بيان کړى چې د دغه داستان په ليکلو سره يې ډېر زيات شهرت پيدا کړ ).
٥. د انځور ګري پرده ( دغه داستان يې په چين کې د سفر په وخت کې ليکلى چې کله په دغه هيواد کې خپور شو د خلکو له سخت مخالفت او کرکې سره مخامخ سو او دى ناچاره سو څو د قهرمانانو نومونو ته تغير ورکړي ).
٦. د يوې پاڼې لړزا ( دغه داستان يې کله چې د آسيا د جنوب له سيندونو په بيړۍ کې تېرېده ليکلى دى ).
٧. دايره ( دغه داستان د بيان د لطف او د ښو انځورونو له پلوه يو بې مثاله داستان ګڼل کېږي ).
٨. له موږه ښه ( په دغه داستان کې له ښځو سره په غوسې خبرې کړي ).
٩. د سويز ختيځ ( په خپل جادوګر قلم يې ډېرې خوږې پېښې انځور کړي دي ).
١٠. د مينې ټاپو ( دا د جنوبي ټاپوګانو د يوې ښځې مينه له يوه اروپايي ځوان سره ښيي ).
١١. لبه تيغ ( دغه داستان ليکوال ته نړيوال شهرت وباښه او هغه قلم چې له دغه داستان نه جوړ شو د نړۍ په زياترو ګوټونو کې وښودل سو دغه اثر په ١٩٤٦ کې ليکل سوى چې د سامرست موام د شهکارونو په جمله کې راځي او په دې اثرکې د ليکوال هنري او ادبي اړخ خپلې وروستۍ لوړتيا ته رسيدلى ښکاري ).
د سامرست موام آثار ډېر زيات دي او په ميلونونو لوستونکي لري او نن سبا دده کتابونه د امريکا او اروپا په اکثرو کتاب پلورنځيو کې شته او دده نندار ليکونه يا نمايشنامې په زياترو ځايو کې نندارې ته وړاندې کېږي.