کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

نورولى خان تورولوال متحده عرب امارات

مينه

انسان ته ښائي لکه چې د ځآن سره مينه لري بايد په همدې ډول د نورو خلکو سره مينه ولري. هوکې مينه د خپل وطن سره، مينه د خپلې مينې سره، مينه د انسانانو سره، مينه د خپل کار او دندې سره، او بيا د ټولو انسانانو او بشريت سره.
مينه انسان ته دومره قوت ورښيي چې حتى د مرګ نه پس هم د هغه نوم په ټولنه او نړۍ کې ژوندى وي. بې مينې زړه خو داسې خالي وي لکه د صحراء کاڼى، يوه ورځ يو تن د وخت يوه پوه ته ورغلى ړ ورنه يې پوښتلي وو چې ډېر ښه او د هر چانه ښه انسان به څوک وي؟
هغه ځواب ورکړ ى وو هغه چې د نورو سره مينه کوي د انسان مينه او بيا د انسان سره د انسان مينه پاکه او مقدسه ده بې مينې ژوند خو په ژوند حساب ندئ په هغه زړه کې چې مينه نه وي نو هغه جسم ښکاره ده چې د فعاليت څخه لويږى. په هغه رګونو کې چې د مينې احساس موجود نه وي نو هغه رګونه به څنګه انسان د کمال درجې ته ورسوي. مثلاً کچيرې څوک د خپل اولاد سره مينه نلري او مينه ورسره ونه کاندي نو هغه به څنګه سم لوى شي او څنګه به په سمه توګه سره وروزل شي. نو ځکه خو انسان ته ښايي چې خپل ماشوم د زيږيدو له ورځې څخه سړي ته ګرانښت لري او بيا تر هغې چې ورسره ضروري ده چې ورسره مينه وکاندي تر څو چې په مينه کې وروزل شي.
دا چې ماشوم د خپل پلار او مور مينى ته اړ دى او هغوى ته نياز لري نو لازمه ده په هر پلار او هره مور د خپل زوى سره مينه وکاندي تر څو چې ماشوم پخپلې پاکې مينې سره سم وروزل شي او د مينى مفهوم د آينده لپاره ورته حل شي. او تر دې هم چې تير شو نو هر انسان د بل انسان مينې ته ضرورت لري. دا چې مونږ د نورو سره مينه په زړه کې ولرو او هغه ښکاره کړو نو دا په حقيقت کې ددې معنى لري چې مونږ د خپل ځان سره مينه لرو. دا پدې مانا چې زمونږ د مينې په مقابل کې نور هم مونږ سره مينه کوي. کچيرى مونږ د خپل ژوند او چاپيريال سره مينه ونلرو او بيا خاصتاً د خپل کار او دندې سره مينه ونلرو نو پدې صورت کې زمونږ ژوند بې خونده او ګډوډ کيږي کاملاً ښکاره خبره ده چې کار ته مو زړه نه کيږى او په دې هم ښه پوهيږو چې بيکاري خو د ټولو ناروغيو زيږنده ده هر کله چې انسان د خپل ځان سره مينه نلري نو دا ددې مثال لري چې د خپلو هيلو سره مينه نلري. هر کله چې انسان د خپلو هيلو سره مينه ونلري نو په حقيقت کې د هيڅ شي سره مينه نلري.
کچېرې مونږ او تاسو خپل چاپيريال ته متوجه شو او پاملرنه وکړو مينه په هر څۀ کې څرګنديږي. مثلاً مور او پلار په خپلې پاکې مينې سره اولاد روزي او د مينې په کولو ئې د کمال درجى ته رسوي. دا ماشوم چې کله را لوى شو او په پښو باندې روان شو که پدې وخت کې څوک څه ورته ووائي او يا ئې داسې يو څه ته مجبور کړي چې خلاف دده د مرضي وي چې دا کار وکړه نو ماشوم د خپګان په حال کې د کلي لوبو ځاى ته يا د سيند غاړې ته ځي نو هلته په ډيره مينه سره د کاڼو او شګو څخه واړه واړه کورونه جوړوي چې دا پخپله د ماشوم مينه د خپل کور او کلي سره ښکاره کوي چې مونږ په کليواله اصطلاح هغه ته مامۍ وايو لکه چې ماشومان په کوچنيوالي کې وائي.
مامۍ مامۍ پخه شه ژيړه زرغونه شه
او که څوک هغه ورته خراب کاندي نو ماشوم به د ليونتوب ترحده پسې خپه کيږي چې د جنون او ليونتوب څخه توحيد يانى دومره به وژاړي دومره به خپلې پښې او لاسونه په خاورو کې ووهي چې هغه شخص به دې ته مجبور کاندي چې هغه بيرته ورته ودانې کړي. دا ولې؟
دا ځکه چې د ماشوم سره په ماشوموالي کې مينه شويده او د هغه وجود د مينې څخه اوس معمور دى او دغې مينې همدغې ته اړ ايستى دى چې دغه خپله مينه چې په وجود کې يې څپې وهي د خپلو شګو کور او خپلې مامۍ په ترڅ کې ښکاره کاندي وبس.