کـــــــور

لومـړی مـخ

ارشــيف ا ړيـــکي      د لوې پکتيا څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ خپلواکه ، نا پېيلې ، کلتوري  ، ادبي او ټولنيزه خپرونه  

ازاده ، ناپېيلې ، خپلواکه او کلتوري دوه مياشتنۍ مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
دافغانستان دودانۍ اسـ
په بدخشان کي ناڅرګـ
دسامرست موآم ژوند تـ
سياست او په هيواد کـ
مينه
بسپن غاړی
سوالګره
دزربين بې ځايه دفاع
دنوي ولاياتو جوړول
ولي دپښتوژبي سره تـ
پر ايران باندي دافغانانو
ځنګلونه دچاپېريال
ناوړه چال چلندښځي
افغان کډوال اوټولتاکـ
دارواښاد الفت لنډه پـ
ځپل خدمتګاران وپېـ
اه دې هيسته به په ګـ
تېرشوی وخت
په زرمت کي د توتو مـ

غلام حضرت شاکر

سوالګره

د ارباب روډ برنۍ کوڅې ته څيرمه يوه سپيره ميره سيا سره دايماً ناسته وي، له سپيرې خيرنې چادري نه يې د عامو سوالګرو په څير لاس را ايستلى وي په لارويانو يو ټيټ غوندې اواز کوي: وروره! د خداى په خاطر يو څه راکړه،
کونډه يم د بيګاه ډوډۍ په کاله کې نلرم،
ماشومان مې وږي دي.
هر څه چې دې په خداى لوريږي، اته نيزوي، روپۍ وي ......
د هغې د سوال دغه ټيټ غږ لکه د نورو سوالګرو په څير څوک نه اوري او که يې اوري هم د چا د زړه ستنې نه لړزوي او نه د چا شفقت جلبولي شي، ځکه چې زمونږ د جنګونو او زمونږ د اقتدار خواهي له برکته دغه ډول سوالګرې په درجنونو دي، د پيښور او پاکستان هر بازار پرې ډک دى!! د هېواد په داخل کې خو د سوالګرو شمير تر غير سوالګرو زيات دى !! د کابل په هره اډه کې، چې موټر ودريږي، نو سوالګر ترې خواوشا راتاوشي د موټر د بندو شيشو شاته لاس ونيسي ........ د يوې ګولې ډوډۍ سوال کوي:
يک لقمه نان
غريب هستم، کاکاجان! کومک کنيد. او ......!
غم چې غمونه شي، نو خلک هم پکې پاخه شي، نيازمند او محتاج خلک هم چې ډير شي، د خلکو شفقت پرې کم شي، ځکه چې له يوې خوا د پارسي ژبو وروڼو په خبره څوک ورته رسيدگي نه شي کولاى او له بلې خوا سوال د ځينو خلکو عادت ګرځيدلى دى، که څه لري او د کار کولو توان هم لري بيا هم سوال کوي!!، ځکه خو په مستحقو خلکو هم د چا رحم نه راځي!! د دغې سوالګرې په اړوند د خلکو احساس هم همدغسې در واخله!! شايد څوک يې د عادتي سوالګرانو په جم کې وګڼي، شايد هميشني سوال يې د خلکو نرم زړونه سخت کړيوي، او ......
دغه سوالګره چې هره ورځ زه وينم، په لسګونو بلکه په سلګونو خلکو پسې يوې او بلې خوا ته مخ اړوي، لاس ورته اوږدوي، غږ پرې کوي:
د خداى په خاطر يو څه راکړه ...
کونډه يم، يتيمان مې وږي دي ...
خو څوک پرې غوږ هم نه ګروي!! البته ددې لارې نوي لارويان به ممکن يوه- دوې روپۍ ورته نيسي، خو زما په څير ددې لارې هميشني يا هره ورځني لارويان څه نه ورکوي، پرې تيريږي او ور ګوري هم نه!!! همدغسې تور سرې نن ځاى بدل کړى، هغه نن د ارباب روډ د يولوکس ( شيرازهوټل ) مخې ته ناسته ده، نوموړى هوټل د ارباب روډ لوکس ترين هوټل دى چې د واده تالار هم لري، سرمايه دار خلک اکثراً د ودونو مراسم په همدې هوټل کې تر سره کوي، په هر واده کې ددې هوټل د يوې شپې عايد کم له کمه دوه لکه کلداې وي، چې د واده له خاوند نه يې ترلاسه کوي!!، ځيني خلک خو د رقابت په حساب په سلګونو ياران دوستان د واده ګډون لپاره راغواړي، چې طبعاً يې مصرف هم د هغوى د شمير په تناسب ورسره لوړيږي!!، دې او دې ته ورته نورو لوکسو هوټلونو کې پاکستانيان د واده مراسم نه ترسره کوي، دلته فقط افغانان د ودونو مراسم ترسره کوي، مهاجر افغانان، هغه افغانان، چې له خپل دوزخ هېوادنه يې دلته پناه راوړې ده!! دوى نو په اصطلاح دلته پدې هوټلونو کې غم غلطوي !! هغه افغان مهاجر، چې تر امريکا او اروپا پورې رسيدلي او يا يې د جهاد له اماناتو اختلاس کړى د اکثرو يې د واده پروګرام پدې هوټلونو کې وي، پدغسې لوکسو او پرمصرفه هوټلونو کې د واده مراسم په ځاى کول د افغانانو يو مود گرځيدلى، هغه څوک، چې ځانته متمدن وايي او د شهرت شوق لري نو پدې هوټلونو کې په لکونو روپيو د واده پروګرام په مخ وړي، د هنرمندانو يوه ډله به هم راغواړي، خداى خبر هغوى ته به لاڅو روپۍ د يوې شپې خرچه ورکوي، طبعاً، چې د هوټل واده دوه درې لکه کلدارې خرچه غواړي، نو هنرمندانو ته خو به هم څلويښت پنځوس زره اختصاص ورکوي!!! د حيات آباد، بورډ، تهکال، ارباب روډ او ابدرې روډ په خواوشاکې اوسيدونکو اکثرو افغانانو ته پدې هوټلونو کې واده کول عصريت، تمدن او د پوهو او علمي خلکو کار ښکاري!! لکه لوڅ سر او خريلي يا لنډۍ مونډې ږيره يا يوه توره يا خړه دريشي چې د علميت او روښانتيا نښه ګڼل کيږي دغسې د شيراز او نورو عصري هوټلونو په منځ کې د واده مراسم په ځاى کوونکي خلک هم ځانونو ته عصري خلک وايي!!!! عجيبه دا ده، چې د اسلام ځينو ټيکه دارانو هم دې هوټلونو ته مخه کړې!! دا چې دوۍ پدې هوټلونو کې زمونږ د مجاهد ولس په نوم راغلې پيسې مصرفوي او که خپلې دابيله خبره ده، خو دې خلکو ته به هم شايد همداتمدن ښکاري او عصريت!! په هر صورت خبره مې د سوالګري کوله رانه اوږده شوه، نن دغه سوالګره دلته د شيراز هوټل مخې ته د سړک په غاړه ناسته ده، په نوموړي هوټل کې زما د يوه اشنا واده دى، چې زه يې هم د بلليو په جم کې يم، زه چې د هوټل مخې ته نيږدې شوم، نو د مست ساز سره تصادفاً د هنرمند په خوله کې د همدغې سندرې بروډکاست کيده:
څوک په يوه ګوله ډوډۍ پسې حيران دى
څوک يې نه خوري د سرو زرو په قابو کې .....
څوک کرۍ ورځ په کوڅو کې ګرځي سوال کا
د چا پانګى نه ځائيږى په بانکو کې!!
دې سندرې په يو څو شيبو کې زه تر لرې لرې ځايونو پورې ورسولم، ډيرې څيرې يې زما په ذهن کې انځور کړې ..... زمونږ په لکونو سوالګران، معلولين، فقيران او بې بضاعته ګم نام مجاهدين مې ټول له نظره تير شول .... او بيا مې هغه ياران هم سترګو ته ودريدل، چې پرون يې مرکب نه لاره، خو نن يې سرمايې د دوبۍ په بانکونو کې نه ځائيږي!! هغوى په يوه ورځ په لکونو ډالر ښکته پورته کولى شي، خو زمونږ د ناداره ولس د کوم بچي د لسو روپيو ښه پرې نه کيږي!! عجيبه خودا ده، چې همدغه ياران اوس هم د عمري عدالت شعار ورکوي او ځانونه د اسلام او انقلاب اصلي وارثان ګڼي!!
په هر صورت خداى شته، چې زه دې متاثر کړم، تر لنډو شيبو مکث وروسته، چى کله د هوټل په لور روان شوم، نو سوالګري را باندې غږ وکړ
وروره! د خداى په لياظ ( لحاظ ) يو څه راکړه ....
کونډه يم، يتيمان مې وږي دي ...
دې غږ په يوه شنه خيرنه بورقه کې پټې سوالګرې ته متوجه کړم .... په هغې مې سترګې ښکته پورته واړولې، ومې پيژانده، چې همغه د ارباب روډ سوالګره ده، چې تل هلته ناسته وي، دوې روپۍ مې ورکړې او ورته ړمې ويل:
خورې! دا خو د هوټل مخه ده، عمومي خلکو تګ او راتګ نشته، دلته يوازې هغه محدود شمير خلک راځي، چې په کارت راغوښتل شويوي، لدې ځاى نه خو همغه ارباب روډ درته ښه وه هملته بيرته لاړه شه، او .......
مالاخبره نه وه پوره کړې هغې له چادري نه لاندې يو جام راويوست ويل: وروره! نوره خو د څه تمه نلرم، خو خبره شوې يم، چې دلته د افغانانو واده دى ګوندې يو څه وريجې يا نور څه راته راکړي ....
ما يوځل بيا مخاطبه کړه:
-ته! هره ورځ په ارباب روډ کې ناسته يې سوال کوې، سرپرست نلري؟
- يو سوړ اسويلى يې ويوست، ويل:
وروره! زه د ( .... ) مجاهد ښځه يم، هغه شهيد شو، زه يې له څلورو يتيمو لوڼو سره بې سرپرسته پريښودم ....!!!
ما له هغې نه د هغې د ژوند د شهيد ملګري معرفت ونه غوښت، د هغه له نامه سره آشناوم، هغه مې له نيږدې پيژاند، لاچې ډيرې شپې ورځې مو په يو سنګر کې سره تيرې کړې وې، ماته د هغه د نامه له يادونې سره د نوموړي ټولي د انقلاب د دور خاطرې راياد شوې، هلته چې هغه به هميشه د اسلام او وطن د دښمنانو په مقابل کې سنګر نيولى ړ، د دښمن داسى کاروان به نه ړ، چې هغه دې پرې عمليات نه وي کړي او هغه دې ترې څو ټانکونه او موټر نه وي ويجاړ کړي ....
هغه د انقلاب د وخت يو اتل ړ، خو شهرت يې نه غوښت، د صيبانو د شاباس تږى نه ړ، هغه پدې ګروهمن ړ، چې د عادل او مهربان خداى په نظام کى ګمنام مخلصان ډير لوړ مقام لري، ځکه خو يې ددې پروانلرله، چې په کوم اخبار کې د يواتل يه نوم ياد شي او يا يې له دښمن سره د کومې خونړۍ برحقې معرکې داستان د ډله ايزو رسنيو له لارې خپور شي .... د هغه معامله له خداى سره وه او د خداى د لارې لارويان طبعاً له شهرت نه بې نيازه وي.
بيامې د هغه د نننۍ سوالګرې ميرمنې ټول هغه خدمتونه راياد شول، چې هغې يې ارتکاب د ځان رسالت او ثواب باله، کله چې به مجاهدين په نيمه شپه کې هم د هغې کاله ته راغلل، نو هغې به ورته په ډيره دلچسپي ډوډى تياره کړه چې د کوم مجاهد کالي به خيرن ړ ورته يې مينځل ... او چې مجاهدين به د اسلام او هيواد د دښمنانو په سنګرونو ورختل، نو هغې به هغه شيبې د خپل رب په بلاکيفه پښوکې سرايښىړ، اوښکې بۀ يې څڅولې او د مجاهدينو د سلامتيا او موفقيت دعا به يې کوله .....
دهغه غريبه او ناداره وه، خو سوالګره نه وه، له خپلې جونګړې وتلې نه وه، هغه يوه مستوره اومهذبه ميرمن وه، چې پخپل فقيرانه ژوند يې قناعت کړى ړ او له کوره وتل يې د پښتني ښځو سره مناسب کار نه باله ......
هو! دغه د نن سوالګره زمونږ د نيږدې پرون يوه ننګيالۍاو مستوره ميرمن وه، هغې که د ملالۍ په څير ميوندنه ړ ګټلى، خو د مجاهدينو او د وطن د آزادې د ننګياليو په خدمت کې يې د خپل وس په تناسب ډير خدمتونه کړيوو، خو دغه ننګيالۍ نن موږ د انقلاب د نورو خوارو زارو سوالګرو په څير د ارباب روډ يوه دايمې سپيره ميره سوالګره ده، چې کاذب نياو غوښتونکي يې خوا ته ورګوري هم نه.!
 

چايې پلوليدلى نه ړ
اوس د تهکال په سړک ناسته سوال کوينه!!