کـــــــور

لومړی مــخ

ارشيــف اړيـــــــکي   مېنه ستا کي موږ مېشته يو      بل د چا په مله تله نه يو      هسک او ځمکه نغښته ستاده      د مړو وده له تا ده       دا پالنه ستا ده خدايه!       لويه خدايه ، لويه خدايه !  

دصحاف خپرندويه ټولني دوه مياشتنۍ ناپېيلې کلتوري او ادبي خپرونه

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
ملي ژبه د ملي ټولني بـ
د هنر مند کوټه
ارايي سکون غواړي؟
پښتو ادبي سترګور
ستا ملاتړ څوک دی ؟
د کورني ژوند اداب
 

ځينې پورتنۍ ليکنې د اداري او مطبوعاتي چارو پر بنسټ په انټرنټ کې بشپړ ندې پرتې

صالح محمد صالح

ارايي سكون غواړئ؟

څه شى په بشر كې ژور فكرونه روزي؟
كار، پوهه، عواطف او هيجان؟ نه!
دا يوازې رنځ او كړاوونه دي چې د انسان په فكر كې ژوروالى پيدا كوي او كېدى شي همدا لامل وي چې په نړ‌‌‌ۍ كې غمونه او رنځونه زيات شوي دي. هيز
اروايي سكون په څه كې دى؟
د اروايي سكون په هكله پوهانو او كارپوهانو بېلابېلې نظريې او تيور‌ۍ وړاندې كړي او دا د هر يوه پوه او روڼاندي كس د پوهې او نړۍ ليد (جهانبينۍ) په زاويې پورې تړلې خبره ده، چې په هكله يې څه ويلي دي.
كه څه هم د هر پوه او برلاسي كس نظريه بېل مفهوم او مانا لري، خو پايله يې يوه ده او كه يې نچوړ او لنډيز سره راغونډ كړو، يوازې به يو څو جملې شي، خو دغه لنډې او مانا لرونكې جملې هم شننه غواړي، چې په كار ده هېرې نه شي او شننې ته يې ژور سوچ وشي.
\"موريس مترلينګ\" په دې برخه كې وايي: څوك چې لـه خپل برخليك (سرنوشت) څخه سر ټكوي، هغه د خپلې كمزورې او كوچنۍ اروا په هكله خبرې كوي.
ښايي د نړۍ ملتونه او وګړي په هر لحاظ سره برابر نه وي، د شرق مفكوره تر غرب ډېره متفاوته او بېله ده. د دې تر څنګ د خلكو اړتياوې او غوښتنې هم توپير لري، په يوه ټولنه كې به عام وګړي يوازې په وچې ډوډۍ پسې خورا زياتې خوارۍ ګالي، خو په بله ټولنه كې به عمومي مفكوره يا فكري تمركز، يوازې د دنګو ماڼيو او لويو جايدادونو پر چورليځ (محور) راڅرخي.
لكه څنګه چې انسانان په فزيكي برخه كې سره توپير لري، همداسې په اروايي لحاظ ډېر سره بېل دي او ان چې هيلې او اندېښنې يې هم سره ورته نه دي. خو پر دومره توپير او ليرېوالي سربېره يوه عمومي قاعده ژوندۍ ده او كه تاسې هم يو ژور سوچ وكړئ، نو بيا به هم يو عمومي واكمن حالت ووينئ، داسې حالت چې په هر انسان كې شته او دا يې د ژوندانه نه بېلېدونكى اړخ ګڼل كېږي: ټول انسانان وږي كېږي او بايد چې خواړه وخوري، همدغسې تنده، نورې غريزې او غوښتنې هم درواخله، چې يو تسلسل لري.
د نړۍ د هر انسان په ژوند كې ستونزې او ربړې راځي، هېڅ داسې انسان نه شته، چې هغه دې كوم غم يا درد، ونه لري او لـه يوې ورپېښې ستونزې دې ونه ځورېږي.
زيات كسان به ګومان كوي، چې انسان كه شته او ډېره ستره مالي پانګه ولري، نو بيا به غم نه لري، خو داسې نه ده؛ اوس دا نظريه ګردسره ردېږي او دا په زبات رسېدلې خبره ده، چې د شتمنو يا هم په ټوليز (عمومي) ډول د سترو خلكو غمونه لوى وي.
د چا لپاره به لوى غم دا وي، چې د دروازې كولپ يې مات شوى او دى يې د جوړولو وس نه لري. خو بل كس ته به بيا د وير او ماتم وړ خبره دا وي چې پر كوم نړيوال بانك بريد شوى او د بانك په اسنادو كې لاسوهنه شوې او د ده د پانګې اسناد بېځايه شوي دي.
يو كس به دا د بدمرغۍ نخښه ګڼي، چې لاس يې تش دى او د غريبۍ لـه كبله يې په كور كې بړستنې نه شته او د ماشومانو يې يخ كېږي. خو بل تن به بيا داسې ومومو، چې نه پوهېږي، خپله پانګه چېرې په كار واچوي او څه وكړي، چې پانګه يې زياته ګټه وكړي.
د يادونې وړ خبره دا ده چې طبقاتي جوړښت او نظام په هره ټولنه كې شته، هره ټولنه لـه بېلابېلو طبقو، پوړونو يا حدودو جوړه شوې، چې په ټوليز ډول به په يوه ټولنه كې ځينې خلك شتمن، ځينې نېستمن او ځينې به بيا په منځني حالت كې ژوند كوي؛ يانې نه به دومره شتمن، نه ډېر نېستمن.
خو؛ انسان كه څه هم مادي او بنياد او په اصطلاح شته ونه لري، بيا هم كولاى شي چې د ټولنې تر ټولو نېكمرغه شخص واوسي. هغه په دې مانا چې هر انسان په ځان كې د ستونزو او كړاوونو په وړاندې د مجادلې او مقابلې يو پټ ځواك لري، خو دا په خلكو پورې تړلې ده، چې لـه دغه ځواك څخه څه وړ ګټه اخلي او څنګه مقابله كوي. ناپليون هم وايي: د انسان لپاره رښتينى زړورتوب د ژوندانه پر ستونزو برياليتوب دى.
نو هغه كس چې دغه مېړانه او زړورتيا ولري، هېڅكله هم د ستونزو په وړاندې سر نه ټيټوي او نه يې هم اروايي روغتيا ته زيان رسېږي، بلكې دغه ډول خلك به تل خوښ او هوسا وي.
همدغه انسان دى چې پېښې زېږوي، همدغه انسان يې بايد لـه منځه يوسي. زياتره خلك د ټولنيزو فسادونو، يا د خلكو د اروايي فشارونو پړه پر ټولنې اچوي او خپله ټولنه د ملامت په كاڼو ولي، خو بايد وويل شي چې نيمګړتيا په ټولنه كې نه، بلكې د ټولنې په اوسېدونكو كې ده. دا انسانان دي، چې د فساد بدرنګې څپې خپروي او د خپل هوس لپاره ناوړو كارونو ته لاس غزوي. همدغه انسان چې اشرف المخلوقات دى، د بل انسان د وژنې او ځورونې لپاره وسيلې جوړوي. همدغه راز دا انسانان دي چې د سراښتوب (حرص) په اور، نور بېګناه خلك سوځي او همدغه ځينې عقده يي خلك دي، چې لـه نورو كسانو څخه د غچ اخيستنې په نيت جنايتونه او خيانتونه كوي. همدغه وړ نورې چارې سره يو كېږي او په يوه ټولنه كې ژوند ستونزمنوي.
زيات لږ كسان به ومومو، چې خپله نيمګړتيا دې ومني او د ځان د سمونې (اصلاح) لپاره دې يو اقدام وكړي. همدغه وركاوى او د نيمګړتياوو نه منل، د دې لامل شي چې پر ماشومانو هم دغه اغېز پرېوځي او دوى داسې روزل كېږي، چې په ټولنه كې خپل مقام او مسوْليت نه پېژني. همدغه لامل دى چې ځوان نسل زياتې روزنې او څارنې ته اړتيا پيدا كوي، چې په دې توګه زيات فكري او ذهني ځواك بېځايه لګول كېږي. زموږ زيات ځوانان په كورنۍ او بيا ټولنه كې ځان يو بېل موجود ګڼي او ګومان كوي چې دوستان نه لري.
يوه كورنۍ په حقيقت كې يوه وړه ټولنه ده او ټولنه يوه لويه كورنۍ ده. كه چېرې په كورنۍ كې ټولو غړو ته په درنه سترګه وكتل شي او هرې خبرې او نظريې ته يې اهميت وركړل شي، د هر يوه غړي سمه پالنه او روزنه وشي. د ماشومانو په وړاندې لـه لفظي شخړو او لانجو څخه ډډه وشي، بيا به هېڅكله هم د پرديتوب احساس په چا كې نه پاتېږي. ټول به لـه يو بله قربانېږي. په زياتو كورنيو كې د تنكيو ځوانانو د ژوند په باب لويې- لويې پرېكړې كېږي، خو لـه دوى څخه لږ تر لږه يوه پوښتنه هم نه كېږي، نه يې هم د رضايت او رايې پروا ساتل كېږي. نو همدغه بې پروايي او ځوانانو ته نه پاملرنه، يا هغوى كم ګڼل د اروايي فشارونو، ذهني لا لهانديو، كركې، يوازېتوب او بالاّخره فساد لامل ګرځي، چې مخنيوى يې ستونزمن دى.
يو پر بل ظلم، زياتى، درواغ، ناروا او بد عملونه لـه عقدې څخه سرچينه اخلي. نو په كار دا ده چې د عقدې د پيدايښت مخنيوى وشي او هڅه دې وشي چې د ماشومانو اروايي سلامتيا ته زياته پاملرنه وشي او داسې زمينه دې برابره نه شي چې د ښو كارونو پر ځاى، تشدد، ظلم او زور زياتى زده كړي. مېندې او پلرونه دا مسوْليت لري، چې د خپلو ماشومانو په وړاندې يوه ترخه خبره هم لاندې باندې نه كړي، ګنې د دغو لانجو او كورنيو شخړو پايله به هماغه شي، چې هېڅ تمه يې هم نه كېږي. ماشوم به زيات وخت په همـدې
سوچ كې وي، چې زما مور و پلار ولې ټول عمر لانجې كوي او زما روزنې ته پام نه كوي؟
دغه ماشوم بيا د هغو نورو ماشومانو په وړاندې ژوره عقده اخلي، چې هوسا ژوند لري، يا يې مور و پلار ښه دي.
عقده يي ماشوم هېڅ وخت هم سمه وده نه شي كولاى او راروان ژوند به يې همدغه شان تريخ او زهرجن وي، چې يوه شېبه به هم د نېكمرغيو لمر پرې خپلې وړانګې خورې نه كړي.
هېڅ وخت هم، بايد وړو څيزونو ته په سپك نظر ونه ګورو، يوه كوچنۍ خاشه هم د انسان سترګه ړندولاى شي، ماشوم كه هر څومره هم جسمًا خلكو ته واړه ښكاري، خو دوى ډېر حساس وي او ذهن يې يوې سپينې تختې ته ورته دى، چې د وخت په تېرېدو سره په كې ليكنې خوندي كېږي. نو مشران بايد هڅه وكړي، پر دې سپينه تخته داسې څه وليكي، چې سبا ورځ دغه ماشوم ته يوه غوره تګلار او كړنلار شي. بيا هم دا مسوْليت اوس د مشرانو او په تېره د كورنيو مشرانو د غړو دى، چې د ماشومانو او د كورنۍ د نورو غړو اروايي حالت ته زيات خيال و ساتي او هغه كسان كولاى شي ښه روزونكي او پالندوى وي، چې د ژوند په هر پړاو كې لـه خپلو لاسته راوړنو او تجربو څخه ګټه اوچته كړي. ځكه وايي: نننۍ نړۍ هغه چا ته د ژوند حق وركوي، چې په خپلو پښو ودرېږي او يو- بل ته سر ټيټ نه كړي.
گژوند هغه لوى نعمت او خدايي وركړه ده، چې بېرته يې څوك نه شي ګټلاى. ژوند كوم كتاب نه دى، چې لوستل يې خلاص شول، بيا يې پاڼې واړوې. ژوند د باد، يا رود په شان روان دى او هره ورځ د انسان د عمر لـه ماڼۍ څخه يوه- يوه خښته لوېږي او كله چې دغه ټولې خښتې بېځايه شوې، مرګ سر راښكاره كوي او زموږ لمن نيسي. ځكه: عمر د ژمي مازيګر دى، تېر به شينه.
خو دغه لنډكى ژوند زموږ ميني ته هم كم دى او موږ يې بايد پوره- پوره قدر وكړو، يوه شاعر څه ښه ويلي دي:

دا ژونــد زموږه كم د محبت لپاره هم دى
حيرانېږم چې نفرت ته وزګارېږي خلك څنګه

هر څوك چې د ژوند لـه ناخوالو سر ټكوي او په دې توګه يې خپل كورنى ژوند هم په زهرو لړلى د ژوند په ارزښت او قدر پوه شي، همدغه راز د بدبينۍ تورې سترګۍ (عينكې) لـه خپلو سترګو څخه ليرې كړي، نو وبه ويني، چې دا كاينات څومره ښايسته دى، دا لمر، سپوږمۍ، ستوري او سيندونه څومره ستره ښكلا لري. نو انسان ته په كار نه ده چې لـه دغې ښكلا څخه خوند واخلي او دغه ښايسته كاينات دې په خپل ژوند كې دخيل كړي؟
ماتې خوړلي كسان چې د نهيلۍ په سيند كې لاهو دي او د ځان د خلاصون كومه لار نه ويني او تر اروايي ځور او فشار لاندې ژوند كوي، بايد سوچ وكړي، چې تر دوى اړ او مانده كسان هم شته.
يو ړوند دكاندار و، چې نه يې سترګې لرلې، نه يې يو لاس او يوه پښه، خو دغه ړانده دكانداري كوله او لـه خپل ژوند څخه زيات راضي و. نو تاسې چې روغ- رمټ ياست او يا هم خداى مه كړه كومه
فزيكي نيمګړتيا لرئ، نه شئ كولاى په خوښۍ سره ژوند وكړئ؟! تاسې كولاى شئ. خو هوډ او تمرين ته اړتيا لرئ.
زموږ په ټولنه كې يو بل ناوړه كار دا دى چې ړانده ته ړوند، ګوډ ته ګوډ او بل معيوب ته په يوه بل نامه خطاب كېږي. كه څه هم زيات معيوبين به لـه دغو نومونو سره بلدتيا لري او ډېر به يې اورېدلي وي، خو بيا يې هم په ذهن كې يو تَت تصور او انګېزه پټه وي او همدغه انګېزه ورو- ورو د عقدو او بدبينۍ لامل شي، چې بيا وروسته همدغه اړ خلك د اروايي ستونزو او ناروغيو ښكار شي. كه چېرې موږ د نوم ايښوولو پرځاى لـه هغوى سره مرسته غوره وګڼو، نو په حقيقت كې به د ټولنې د يوې برخې د فلجېدو مخنيوى وكړو. ځكه دغه اړ كسان به ځانونه نيمګړي، يا لږ نه ګڼي. بلكې په ټولنه كې به د عملي كار لپاره راوړاندې شي او مټې به رابډوهي، چې د عملي كار او زيار استعداد هم لري. په دې توګه به دوى او نور شا و خوا نژدې دوستان يې د هوسايۍ پر لوري ګامونه اوچتوي. ځكه اروايي سكون د ښه ژوند لپاره لومړنى شرط دى. كه موږ دغه نعمت نورو ته وروبخښو، دا به يو نېك اقدام نه وي؟
د بېځايه جرئت زيانونه:
يو پلار درې زامن درلودل، تر ټولو كشر زوى ورته ډېر زړور او باجرئته ښكارېده. په هره ناسته كې به يې د خپلو دوو نورو زامنو په وړاندې د هغه ستاينه كوله، چې دى دومره زړور او نر هلك دى، د چا پروا نه ساتي او...
يوه ورځ دغه پلار په بازار كې روان و. د ازمېښت لپاره يې خپل زوى ته وويل: زويه! ته ورشه د هغه سوالګر لـه ځولۍ څخه يو څو روپۍ راواخله.
دغه ماشوم هم ورغى او د سوالګر لـه لاسه يې څو روپۍ راواخيستې او خپل پلار ته راستون شو. دغه پلار خپل دوه نور زامن ډېر سپك كړل، هغه هم په دې ګناه چې دوى ولې دومره زړور نه دي او دغه ډول كارونه نه شي كولاى. د وخت په تېرېدو سره دغه ماشوم لويېده او همدغه ډول به يې لـه خپلې زړورتيا څخه كار اخيست او خپل پلار ته به يې كيسې كولې، چې هغه به هم ترې من- من غوښه اخيسته او انعامونه به يې وركول.
يو وخت دغه ماشوم لوى او د سيمي لوى غل شو، ان چې يوه شپه په ټلويزيون كې وښودل شو، چې د پلاني زوى، پلانى، يو ستر غل دى، چې هڅه يې كوله د يوه شخص كور ووهي، خو د پوليسو لـه خوا ونيول شو!
دغه پلار په يوه وخت كې دوه زيانونه وكړل: يو دا چې خپل ماشوم او كشر زوى يې تر حد زياتې زړورتيا ته وهڅاوه او په دې توګه يې د افراط او زياتي پولې ته وركش كړ، چې ناوړه پايله يې وليده.
بله دا چې د خپلو دوو مشرانو زامنو استعدادونه يې هم وځپل او دغه دوه وروڼه لـه تحصيل او پوهې څخه ليرې ځكه پاتې شول، چې چا يې استعداد او ذهني ځواك د غوړونې او هڅونې كوښښ ونه كړ، ګنې دوى هم ښه استعداد درلود.
دوى به لـه ښوونځي څخه تښتېدل او په نورو پټو ځايونو كې به پټېدل.
اخر نه كشر زوى د دغه پلار ارمانونه ورپوره كړل، نه هم دوو مشرانو.
ځكه چې وايي: كه چاړه د سرو زرو هم شي، څوك يې په خېټه نه وهي. غوره دا وه چې دغه پلار د خپلو ماشومانو طبيعي روزنې ته زياته پاملرنه كړې واى او هيڅ وخت يې هم د دوى تر منځ توپير نه كولاى.
يوه بل پلار په دې وياړ كاوه چې كشر زوى يې په ډېر كوچنيوالي كې نصوار اچوي او چلم څكوي. ده به هم په هره ناسته كې خپل زوى راغوښت او نصوار به يې خولې ته وراچول. بيا به يې د ده غښتلتوب ته حيران- حيران كتل او نورو خلكو به هم دغه ماشوم ته پيسې او سل افرينونه وركول. وروسته دغه ماشوم لوى شو او يو وخت دومره لوى نشه يي ترې جوړ شو، چې بيا به يې د نشې پېچكارۍ لګولې او دومره په بد نوم مشهور شو، چې چا به د دغه كس د كور دروازې ته هم په نېغو سترګو نه كتل او وېره يې لرله، چې بدنامه نه شي. اوس دغه ماشوم په ډېره ځوانۍ كې سپين ږيرى شوى او د سړك پر غاړه پروت وي، تر څنګ يې يوه ټوټه وچه ډوډۍ پرته وي او د كاڼو انبار ترې شا و خوا راتاو وي، ځكه چې ټوله ورځ يې د كلي ماشومان په كاڼو ولي او همغه پلار ترې بېزاره دى، چې ورباندې وياړ يې كاوه او خپل كور ته يې نه پرېږدي.
نو پلرونو ته ښايي چې ماشومانو ته دا وخت او موقع ورنه كړي، چې اصلاً د نشه يي توكو كارولو ته لاس وغزوي. لـه اره د نشې زيان ډېر ژور او هراړخيز دى. تاسو به ليدلي وي چې د پاكستان په ټلويزيون كې لومړى د سګرېټو اعلان خپرېږي، وروسته بيا وايي: د تمباكو څكول، روغتيا ته ډېر زيان لري. كه څه هم ډېره هڅه روانه ده چې نشه يي توكي لـه منځه يووړل شي، خو نړيوالې كمپنۍ او نور كارځايونه د پيسو او اقتصادي قوت په مرسته دغه خنډ او بريد لـه منځه وړي او نړۍ لا بريالۍ شوې نه ده، چې د نشه يي توكو د توليد كارځايونه بند كړي. خو كه هرڅومره هم د نشه يي سېلاو راروان دى. خلكو ته په كار ده چې ترې ځان وساتي او كه نور څه نه وي، پر خپلو وړو ماشومانو خو دې زړونه وسوځي، د هغوى راتلونكى دې نه بربادوي. ځكه دا ډول عملونه يوازې په جسمي لحاظ ځپي، بلكې په اروايي لحاظ يې هم لـه منځه وړي او تدريجي مړينې ته يې وربرابروي، ځكه چې لويي او غښتلتوب دا نه دى، چې يو كوچنى، يا ځوان دې ډېره زوروه نشه وكړي، بلكې لويي دا ده چې ځان لـه نشو څخه وساتي!
جرئت دا نه دى چې يو ماشوم دې د يوه مشر شخص په كچه كار ترسره كړاى شي، ځكه كه يو ماشوم يا تنكى ځوان هڅه كوي، چې د مشرانو پېښې وكړي، نو دغه كار د يوه بېځايه جرئت انګېزه ده چې لـه حقيقت څخه ليرې ښكاري. تاسو د بېځايه جرئت پايله وليده، چې يو زوى غل جوړېږي، دوه نور وروڼه يې لـه پوهې او ښه ژوند څخه محرومه كېږي او بل ځوان دومره لوى نشه يي او پوډري كېږي، چې پر لاره پروت وي او ماشومان يې په كاڼو ولي. ايا دغو پلرونو د دغو ماشومانو د بربادۍ زمينه برابره نه كړه؟
په ماشومانو كې د افراطي جرئت روزنه او پالنه تر ډېره بريده زيانمنه تمامېږي، كه چېرې د ماشوم سن او استعداد ته په پام سره هغه ته د كار واګې وسپارل شي، غوره به وي. د دې تر څنګ دې د هغه ذهني ودې ته زياتـه پامـلرنـه وشي، د سـاري پـه توګـه د لوبـې
سامانونه لـه ماشومانو سره دا مرسته كوي چې ذهن يې پراخ او وده وكړي.
قناعت انسان ته نېكمرغي ورپه برخه كوي:
په زياتو كتابونو او اكثره د لويو ليكوالو، په تېره ارواپوهانو په ليكنو كې لارښوونه شوې چې انسان كه غواړي چې نېكمرغه وي، نو قناعت دې خپل كړي او هېڅكله دې هم هڅه نه كوي چې نورو ته زيان او ځان ته ګټه ورسوي، ځكه اّر (اصلي) ګټه دا ده چې انسان دې د ځان تر څنګ مقابل لوري ته ګټه ورسوي، همدغه د ځان ګټه او هوسايي دي د نورو په هوسايۍ او نېكمرغۍ كې ولټوي.
يوه ځوان په يوه اداره كې كار كاوه، د ده كار ټوله ورځ غيبت، يا د نورو د معاش په باب پوښتنې او په نورو پسې بد ويل وو. كه څه هم ټول پوهېدل چې په دې اداره كې مساوات او د كار په كچه برابر معاش يو واكمن قانون و. خو دغه ځوان به نورو ته په درواغو ويل چې زه تر ټولو زيات معاش لرم، خو په اداره كې به يې د ځان د قدر لپاره ويل، چې ما ته په لسګونو ادارو د كار وړانديز كړى او كه زه وغواړم، همدا اوس هر ځاى تلاى شم، داسې ځاى ته چې هم يې معاش زيات وي، هم امكانات.
دغه شكايتونو د دفتر تر مشرتابه پورې ورسېدل، يو وخت داسې زمينه برابره شوه، چې دغه ځوان لـه دفتره ليرې او لـه كاره بې برخې پاتې شو! خو ده به بيا هم ويل: زه ډېر خوشحاله يم، چې لـه دې كاره بې برخې شوم، زه تر يو ډول اروايي فشار لاندې وم، خو اوس ترې ژغورل شوى يم.
ده به د شرم يا رخې لـه مخې هر چا ته درواغ ويل. په دې توګه يې خپل زيات نژدې ملګري هم لـه لاسه وركړل، ځكه هغو ته به يې هم بې لـه ناغې درواغ ويل. يوه ورځ به راغى او ويل به يې:
ماته مباركي راكړئ. په پلاني ځاى كې راته كار پيدا شوى او په لوړ معاش يې منلى يم. خو بله ورځ به بيا راغى او ويل به يې:
زه لـه پلانۍ ادارې سره كار كوم، مګر پرېكړه ليك (قرارداد) مې لا تر اوسه پورې لاسليك كړى نه دى.
د ده دوستان به هم حيران وو، چې د ده كومه خبره ومني. دغه ځوان هېڅ وخت هم د كار خاوند نه شو. خو په دې بهير كې يې ځان يوازې او لـه ټولو ليرې احساساوه. ګومان يې كاوه چې ملګرو يې ورسره اړيكې غوڅې كړې دي او اوس چې دى كومه ښه دنده نه لري، نو ځكه يې لـه ځانه شړي. داسې وخت هم راغى چې لـه دې ځوان سره به يوه افغانۍ هم نه وه، دى هغو كسانو ته اړ او محتاج شو، چې يو مهال به يې تر ځان ټيټ بلل.
ده ته كومه ورځ كومه روغتيايي ستونزه ورپېښه شوه، نو څرګنده شوه چې د اروايي فشارونو لـه كبله يوه لويه روغتيايي ستونزه ورپېښه ده. نو ځكه اړوندو ډاكټرانو د غوره كتنې (معاينې) او درملنې لپاره ورته لارښوونه (توصيه) وكړه، چې بل هېواد ته لاړ شي.
قناعت او پر ځان ډاډ، د هر چا لپاره ستر غنيمت او د نېكمرغۍ باب دى. كه انسان د حالاتو ترخه او خواږه د تقدير لـه اړخه وګڼي او په دې باور ولري، چې انسان، د تقدير كرښې نه شي بدلولاى. نو لـه شك پرته چې نه به په خوښۍ كې ځان وبايلي، نه به هم د غم په
وخت كې وايي چې: زما سره د تقدير او قسمت جبر روان دى! بلكې په هر پړاو كې به قانع او زغم لرونكى وي.
زياتو خلكو د نه قناعت او بسياينې لـه كبله خپلې ډېرې لاسته راوړنې او شته لـه لاسه وركړي، خو بيا يې نه دي ترلاسه كړي. لكه په پورتنۍ بېلګه كې كه هغه ځوان هرڅه لـه لاسه وركړل، ايا بيا به يې لاسته راوړي؟ دى به بيا هم د دندې خاوند شي، بيا به د ښه معاش امكانات ترلاسه كړي او ځان به اصلاح كړي، خو هغه خواږه ياران او دوستان يې چې په وړيا لـه لاسه وركړل، بيا نه شي خپلولاى.
په نه قناعت كې د سراښتوب (حرص) تنده او حس زيات رول لري. د ساري په توګه زيات داسې ګاونډيان ليدل شوي، چې د يوه او بل خوښي نه شي زغملاى. كه چېرې يوه ته ښه ورځ ورپه برخه شي، پر دې بل اورونه بل شي او په دې هڅه كې وي، چې دغه خوښي څنګه په غم بدله، يا هم ځان لـه دغه ډول نېكمرغۍ څخه برخمن كړي.
ځان ته د خوښۍ او يا هم نېكمرغۍ زمينه برابرول، كومه ګناه نه ده. خو بايد ډېر پام وشي چې په دې كار كې بل چا ته زيان ونه رسېږي. كه چېرې موږ يوه مړه شمع، لـه يوې بلې لګېدلې شمعې ولګوو. كله چې مو خپله شمع ولګوله، په كار نه ده چې پخوانۍ شمع ووژنو يا كه موږ تږي يو او بل څوك لـه خپل لوښي څخه زموږ تش جام ته څو غوړپه اوبه راتويوي، كله چې مو اوبه ترلاسه كړې، بيا ښه نه ده چې د هغه لوښى مات او اوبه يې تويې كړو!
# د اسلام قانون او نظام زښت زيات غښتلى او ټينګ دى. تاسې وګورئ د خوښيو: (اخترونو او ....) په ورځو كې نېستمن او شتمن خلك، يا بدمرغه او نېكمرغه خلك په يوه كچه خوښي كوي. داسې كسان هم ليدل شوي، چې اختر ته د اغوستلو جامې نه لري، خو په دغو نېكمرغو ورځو كې دومره خوشحالي او سرور كوي، چې يو ښه بډاى كس به هم دومره خوند نه ځنې اخلي.
غريب او شتمن، يو ډول خوښي لري، اوس جوته شوې او څېړنو په ډاګه كړې ده، چې د انسان نېكمرغي په شتو پورې تړلې نه ده، بلكې انساني سعادت او نېكمرغي د زړه په شتو پورې تړلې ده، چې هغه قناعت او زغم دى. كه په چا كې دغه سرمايه ژوندۍ وه او ده ترې كار واخيست، نو د ژوندانه ګرد اړخونه به يې روښانه وي، كه چېرې يې دغه خزانه په خپل لاس برباد او نابود كړه، نو خپل اروايي سكون او هوساينه يې هم لـه لاسه وركړه.
په اروايي ستونزو او ذهني ناروغيو باندې اخته كس، په اسانه نه رغېږي، بلكې دوى اروايي تمرينونو او داسې جادويي خبرو ته اړتيا لري، چې دوى ژوند ته هيله من او ډاډمن كړي، چې هغه بيا د ارواپوهانو په كار پورې تړاو نيسي او هغوى په كې ښه لاسبري دي. خو موږ لـه دغو كسانو سره يوازې دومره مرسته كولاى شو، چې د ژوند متضاد حالات او ستونزې ور يادې كړو او په دې يې پوه كړو، چې پر انسان هر ډول حالات راتـلونـكي دي، خو پـه كار نـه ده چې دى
دې ځان وبايلي، يا دې هم په دغسې ستونزمنو حالاتو كې لاس تر زنې كښېني، بلكې بايد قانع يې كړو چې دى كولاى شي، په خپل مټ ځان لـه دغو ډوبوونكو څپو څخه وساتي او نور خلك هم ترې وژغوري.
په اسلام كې هم پر مسلمانانو ټينګار شوى، چې قناعت خپل كړي او لـه سراښتوب څخه ځانونه وساتي او په وار- وار ويل شوي چې انسان بايد لـه حرص څخه ځان ليرې وساتي. ځكه دغه حس او تنده هغه اور دى چې د انسان په دننه كې بلېږي او د وخت په تېرېدو سره يې ټوله هستي تروړي. نيچه هم په دې برخه كې لارښوونه كوي، چې: كه بتان مات كړې، كوم لوى كار دې نه دى كړى، بلكې رښتينې زړورتيا دا ده چې په ځان كې د بتپالنې خوى ورك كړې.
عقدې څه زيان لري؟:
زيات خلك به مو ليدلي وي، يا به مو ناستې ورسره لرلې وي، چې خبرې يې پر سړي بوج شي.
ګڼ شمېر كسان شته چې په هره برخه كې غچ اخيستنې او كسات ته اشاره كوي، ته به وايې چې ټولو خلكو لاسونه سره وركړي او د ده پر ضد يې د كومې لويې جګړې اعلان كړى دى.
دغه ډول عقده يي خبرې او كركجن حركات ټول د عقدو لـه مخې كېږي، كله چې په انسان كې عقدې سره راغونډې شوي، په زياتېدو سره يې په انسان كې يوه پټه غوغا ګډه شي، پر سترګو يې د بدبينۍ او كركې يوه توره پرده وغوړېږي، هر څوك د ځان دښمن ګڼي او داسې انګېري چې دى، تر ټولو بدمرغه يا شاته پاتى كس دى. همدغه د عقدو غوټه پر ده باندې واكمني كوي، دوى نه د شپې ارام خوب كولاى شي، نه هم په ورځني ژوند كې چا ته داسې خبره كولاى شي، چې په هغې كې دې د ډاډ او باور كوم څرك پټ وي، بلكې هره خبره يې زهرجنه او لـه ډول- ډول كنايو، ترخو تشبېهاتو او بدويلو ډكه وي.
كه چېرې څوك د دوى تر واك لاندې، يا هم د دوى لـه مقام څخه په ټيټ مقام كې وي، پر هغو ظلم او زياتى كوي. په وړه خبره پرې په غوسه كېږي او ډېر يې ځپي.
د ارواپوهانو څېړنو جوته كړې: د انسان هره خبره چې پر بل چا بده ولګېږي، يا هم ناسمه او يا ترخه وي، نو ارو مرو په دغو دوو كسانو كې كوم يو ذهني تشويش لري. د دوى درملنه په كار ده.
يوه سړي تل په مجلسو كې ويل: زموږ كور دومره ستر دى، چې كه په يوه سر كې يې ږغ وكړې، په بل كونج كې يې نه اورېدل كېږي. زما هر ورور بېل كور لري، پلار مې زياتې پيسې او زه اوس هڅه كوم د ښار په يوه لوكس ځاى كې ځان ته كور ونيسم.
خو وروسته يې چې دوستانو پلټنه وكړه او د ده وضعه يې وڅارله، هېڅ هم نه وو. د ده پلار د بل چا مزدور او كـور يې هم يـوه وروستـه
پاتې حويلي وه، نه يې وروڼه هغسې وو او نه هم ده دومره پيسې لرلې، چې ان يو كوچنوټى يخچال رانيسي. يوه پوه دوست يې زياته كړه:
\"ده هېڅ هم نه لرل، دا ټولې خبرې يې هسې د عقدې لـه مخې كولې، هغه څه يې چې نه لرل، ويل يې لرو يې. خو موږ به يې مرسته كوو. كه نور څه نه وي، نصيحت خو به ورته وكړو، چې لـه دې ډول بېځايه ځانښودنو لاس واخلي\".
دغه دوست يې په يوه داسې مجلس كې دا خبره وكړه، چې د هغه سړي زيات نژدې دوستان هم ناست وو، هغوى په دې خبرو زيات خړ شول.
نو عقدې كه لـه يوې خوا انسان درواغ ويلو ته هڅوي، لـه بله پلوه د انسان د سپكاوي او كم راتلنې اسباب هم برابروي. هغه څه چې حقيقت لري، هېڅ وخت هم پټ نه پاتېږي. د پردې تر شا ټول شيان څرګندېږي، كه څوك د حقيقت پټولو هڅه كوي، يا هم غواړي ځان تر نورو لوړ وشمېري. خو هغسې نه وي، نو ارو مرو به حقيقت څرګند او رښتيا به ټولو ته جوته شي. نو څه په كار چې انسان دې لـه واورو څخه ماڼۍ جوړه كړي او ځان دې د نړۍ ستر پاچا معرفي كړي، ايا دغه ماڼۍ به د (تاج محل) په كچه ارزښت ولري؟
د خلاصون لار:
د عقدې حس لـه انسان څخه په بېلابېلو بڼو څرګندېږي، چې يو يې هم د وړاندېنۍ بېلګې په ډول درواغ ويل دي، بل تر لاس لاندې خلكو باندې زيات فشار اچول، بد ويل، ښكنځل او داسې نور... چې هر يو يې پر خپل وار زيان رسوونكى دى او هغو پرازېټونو يا ميكروبونو ته ورته دي، چې نورو خلكو ته هم زيات زيان لري. بيا په ځانګړي ډول ماشومانو ته چې وروسته دوى هم همدغه ډول شخصيت خپلوي.
كه چېرې انسان يو لړ تمرينونه پلي كړي، نو كولاى شي، خپل عيبونه وپېژني او تر څه مودې وروسته يو خوږ او ښكلى انسان ترې جوړ شي.
د ساري په توګه بايد هوډ وكړي چې: د درواغ ويلو كچه دې ټيټه كړي، نورو ته دې د درناوي حس پياوړى كړي، هڅه دې وكړي چې قناعت خپل كړي، چا ته دې د ترخې خبرې پرځاى غوره لارښوونه وكړي، لـه ځانښوونې څخه دې لاس واخلي، ماښام مهال دې د خوب پر وخت لـه ځان سره حساب وكړي چې نن يې څومره هڅه كړې، ځان كنټرول كړي.
كه چېرې دغه وړ تمرينونه يې يوازې يو څو اوونۍ وكړې، بيا يې عادت ګرځي او هېڅكله به هم هغه پخوانى عقده يي شخص نه وي، چې خلكو ترېنه كركه لرله. بلكې د هرې اوونۍ په تېرېدو سره به يې رښتيني دوستان زيات او د ده د ستونزو په اوارولو كې به يې مرستندوى شي.