|
|
افضل شوق / اسلام اّباد
پښتو ادبي سترګور
څوك چي ژبه لري، هغه ږغېدلاى شي، خو هر ږغېدونكى ښكاره
خبره ده چي د ږغېدو دپاره توري د بل ږغېدونكي د خولې څخه د غوږو لـه لاري
تر ټولو د مخه په ماغزو كي خوندي كوي. بيا يې په معنا سر خلاصوي او په ژبه
باندي يې بيا د موقعې او ضرورت په سمه په وار وار تكراروي هم. نو همدغه
رنګه تر خپلو د بېلا بېلو اغراضو په نيت د انسانانو تر منځ لاري هوارېږي او
د زدكړي عمل د انتها په لور واټنونه لنډوي او انسانان د ظاهري ښايست سره
سره په عمل او خوى هم د ځناورو څخه كه يوې خواته نور نور بېلېږي، نو بلي
خواته د انسانيت مثالي بڼه هم خپلوي لګيا دي.
يو انسان د ارتقايي عمل لـه لاري خپل وروستني معراج ته ځان رسوي او حقه
خبره ده، چي په داسي حال كي به هر هغه څوك، نسل، قام يا قبيله ژوند ته اوږې
وركوي، چي عصري تقاضې په نره پوره كوي. ګني د ډايناسور په رنګه به لـه
سترګو ورك، خو د تاريخ په پاڼو كي فقط ذكر كېږي. لكه نن چي پښتانه كه څه هم
په ژبو باندي زيات شمېر خلـك پښتو ويلو ته چمتو كوي، خو په لوى سر يې
لوستونكي وار په وار كمېږي هم، دا بېله خبره ده، چي نومونه ورځ په ورځ د
ليكونكو لـه بده يا لـه ښه مرغه بركتمن كېږي هم. ګوا څومره چي هم لوستونكي
دي، هغوى په يوه نا يوه معنا ادبي بڼه حتمًا لري. ځيني ليكوال يادېږي او
ځيني بيا دغه شاعران، چي خپل تر خپلو لاس او ګرېوان ښكاري، ځكه چي هر يو
لـه خپلو تېروتنو زده كړه څه كوي، چي د نومونو تر حده په غرضي خول كي داسي
ورګېر شوى هم دى، چي بې لـه ځانه بل په جهان نه ويني او ظلم لا دا چي
برسېره ددې هر ليكوال يا شاعر نقاد هم دى، كره او كوټه هم رابرسېره كوي.
بخښنه غواړم! په پښتو كي ځانته \" فُل ټايم\" نقادان اول خو نه شته، او كه
يو نيم چرته ياد شوى هم وي، نو هغه به يا خو د بل په هره ليكنه كي ښه يا
بيا تش په توره بد ځكه لټوي، چي د ماغزو په ځاى زړه ږغوي يا بيا لـه نيته
كار اخلي. ګوا \"څنګه نيت هغسي انصاف\"، يا بيا \" څومره بوره، هغومره
خواږه\" كه يه، نو ترخه دي هر څه ترخه. پرته لـه خپلـو، چي هم يې ګـوړي
ګڼـي هم شكري. هغـه
څنګه...؟ د ځواب دپاره دا لاندينۍ يو دوې كيسې چي په ما پوري اړه لري ځكه
وړاندي كوم، چي زما د ادبي قبيلې هغه غښتلي بلكې نالوستي هم په خپل قدر و
قيمت پوه شي، چي د ظاهري واه واه په نشه كي كه نور نه وي، په زړونو كي زما
په رنګه ځان ته تُورم خانان وايي. خو حقيقت دا، چي موږ ددې هر كوشش په پرته
هم د سيالانو د سيالۍ لا نه يو پاتي. د نومونو جګړې خو لا د بيا خبري دي،
ځكه چي موږ پښتو ژبي ته هغه څه لا نه دي وركړي، كوم څه چي په كار وو. زما
مطلب دلته د ليكنځو لـه شمېر يا د شاعرانو او ليكوالانو د كتارو څخه ګرسره
نه، بلكې د عصري او مهالنيو تقاضو په سمه د نوو رجحاناتو او د جديديت د هغه
معيار څخه دى، چي موږ د يو بل په مقابله كي نه، بلكې د سيالانو د سيالۍ وړ
ګرځوي. ګوا زه كه په هر يو نظم كي تر ستر ايوب صابر لويېږم هم، او په هر
غزل كي حمزه بابا ته هم ماته وركوم، نو ځان به لا ډېر وړوكى ګڼم. هو! كه
چېرته زه د يو هم عصره فرانسوي يا انګليسي يا اُردو شاعر د معيار نظم يا
غزل نه شم ليكلاى. ولي چي دلته معامله د پښتو د سرلوړۍ ده، نه چي د پښتنو
تر منځه د تربورګلوۍ او پښتو د هغه قام ژبه ده، چي د خپل مثالي تاريخ په
سمه نن د زړو تاريخي ژبو سره اوږه په اوږه مخته د تلو حاجت لري او دا ذمه
واري د نن د قلم د خاوندانو په سر ده. كوم چي ځان ته د پښتو خواخوږي وايي
او دي هم. ګني د وخت دا گ \" سپېشل لاكن پيدل برانډ \" نقادان به لـه هر
پښتو خواخوږي سره داسي په ړندو سترګو انصاف كوي، لكه دا كيسه، چي د مثال په
توګه يې وړاندي كوم.
\" د يو خواخوږي لـه قوله..، په پيښور كي د عالمي پښتو كانفرنس په يو غير
رسمي ملاقات يا موقعه كي د پښين يو غښتلي ملګري خپل نمبر جوړولو په توده
جذبه چي څنګه د مشر او بې ساري ليكوال قدرمن سعدالدين شپون په وړاندي زما د
سفرنامې \" اووه ګامه مزل\" په باب د خپلي خواشينۍ او د ناخوښۍ اظهار په
بېخي سختو تورو كولو په وخت څنګه دا وويل چي \" شوق صاحب ته داسي په اّزادۍ
ليكل نه وو پـه كار\" نو شپـون صـاحب د راوي لــه قولـه ووړ
غوندي و موسېدو او په ډېره پسته لـهجه كي يې ورته وويل: \" پلانكيه ! شوق
به نو نور څه ليكل، خو سنګاپور او ... ملكونو ته تللى و، پښين ته نه و
درغلى\".
دا زما يا د يو بل كس كيسه نه، بلكې زما د شېريني ژبي پښتو د بې شمېره
ليكوالو او په خاص توګه د زياترو نقادانو هغه دوديزه فارمولا ده، چي د ژبي
او ادب پولي پراخېدو ته نه پرېږدي او نه يې د عالمګېريت په لور مزل كه خوښ
شي. نن يې لا هم هغسي د پخوا په شاني د دېبانو يا ښاپېريانو نكلونه خوښېږي،
څه چي د ځانۍ ، خوښۍ ، ناخوښۍ په معيار باندي انصاف كولو ته جوګه هم ښكاري
او د خوند خبره دا لا بېله ده، چي دليل هم هر يو نقاد ځان ځانته كه څه هم
لـه جهاني حقايقو وتى، خو ښه تكړه او خېټور لري. ماته نه مني. څوك چي هم
ژبه لري هغه ږغېږي، خامخا لكه څنګه چي ما مخكي وويل او بلكې بل يې هم د ځان
په رنـګ كي خوښ وي. نه چي دى د چا په رنـګ كي و رنګېدو ته تيار، نو حقه
خبره ده چي په داسي حال كي به ژبه تر خپلو د دښمنۍ تر حده د سيالۍ په نتيجه
كي فقط د افرادو د سرونو د شمېر په حساب سوكه سوكه خورېږي او بس. كه څه هم
بلي خواته د وخت تقاضې په بين المللي سطح باندي د سيالۍ او د وخت سره سره د
تلو دي. نو وبه وايم چي خر كه هر څومره په منډه كي تېز وي، نو هم د اّس سره
سيالي نه شي كولاى. خامخا به ماته خوري. هو لكه دا خورو چي يې او دغه رنګه
يو بل نوموړى ليكوال په پېښور كي د لومړي ملاقات په موقعه زما د يوې پېښور
رېډيو د مركې حواله وركولو وروسته راته داسي وويل :
\" شوقه! ستا \" اووه ګامه مزل\" نامي كتاب زما ډېر زيات خوښ دى او بلكي
ستاسو هغه ورېندار نه ده، هغې خو بيا بيا په خوند لوستى دى. هم يې د ځان
سره خوندي ساتلى دى\".
او د خوند خبره دا، چي هم په دغه ورځ دغه نوموړى ليكوال د خپلو ادبي
كارنامو ډهول په خپله خوله تر ډېره پوري وهلو وروسته زما د زړه ساتلو او
نور نور د ځان د ستايلو را اورولو په نيت راته د ځينو لباسي او غوړو خبرو
سره سره داسي هم وويل :
\" شوق وروره! ستا مختصر نظم زما ډير خوښ دى\" او ظلم دا، چي بيا يې سم
دستي پوښتنه هم راڅخه وكړه. ګوا \" په اووه ګامه مزل كي خو ټول نظمونه دي
كه نه ؟\".
او دا هم حقيقت دى چي چرته او لـه هم زما سترګي چي لـه چا ليكوال يا شاعر
سره څلور شوي دي، نو هغه كه لـه ما د پښتو تر ټولو لوى شاعر او يونليكونكى
( سفرنامه نګار ) نه هم دى جوړ كړى نو داسي يې خامخا راته ويلي دي چي :
# \" شوقه! په پښتو كي كه سفرنامه نه شته نو هغه بس فقط ستا سفرنامه ده\"
# \" نظم خو هم دغه دى چي ته او پلانكى پلانكى يې ليكي.. پوهېږم نه چي دا
نور بيا څه ليكي ؟ \".
اوس ددې هر څه په پرته كه هم زه و غولېږم، نو به كټ مټ داسي وي لكه ماته چي
هغه خلـك هنداره راښيي، څوك چي خپله هم نه ويني او په دواړو سترګو ټپ ړانده
وي او دا ړانده خلـك نور هيڅوك نه، بلكې هغه \" ادبي سترګور\" دى چي تر
ليكنځو زيات د ليكوال په هكله ليكي او هغه هم داسي په پټو سترګو چي وايم
خره خندوي. لاكن لا خو موږ يوو چي بيا بيا د سادګۍ مظاهرې كوو او په نه څه
ځانونو ته ډېر څه ګوره چي څله وايو ؟
ادب كه په رښتيا د يو قام د ژوند ژواك عكاس بلل كېږي او دغه په كاغذونو
باندي كښلي كرښي به د سبا تاريخ غوره كوي نو اّيا موږ د قلم خاوندان هغه څه
ليكو، كوم چي زموږ په حقيقي ژوند كي وجود لري ؟
كه هو، موږ خپلو ضميرونو ته پوروړي نه يو، نو بيا تر خپلو دا د نومونو جنـګ
څله ؟ او څله د پښتو د ودي دپاره د سيالو ژبو سره سيالي نه كوو ؟
كه يه ، موږ چي څه كوو هغه ښه كوو، نو اّيا موږ په داسي كولو خپل راتلونكى
تاريخ نه مسخ كوو ؟ او دغه رنګه نوري نوري پوښتني، چي لـه دغو پورتنيو څو
سوالونو څخه د هر لوستونكي په ماغزو كي كېداى شي چي زېږوني كوي، خو الميه
دا چي بيا هم زياتره ادبي سترګور ګوره چي څله ځانونه د څاه چونګښي خوښوي،
په مقابله كي د پراخ سمندر د ماهيانو .... نه پوهېږم چي څله ؟
كېداى شي چي زه غلط يم...لاكن چي و دې بېلا بېلو اخباري كالمونو، مضمونونو
كه څه هغه لـه كوټي خپرېږي، لـه پېښور او كه لـه كراچۍ ته پام وكړو، نو
كېداى شي چي د پښتو ژبي او ليكوالو په هكله د انصاف په نامه خرڅلاوي او
بازاري رويې ما په خپل مسلك كي د حق په وړاندي سهي و ګرځوي او زما د خوب په
سمه \" ادب لپاره د ژوند\" رواج و مومي او د قلم خاوندان د يو بل د جامو
څيرلو په چپه د يو مثالي طبقې په توګه يو ځل بېرته په پښتني ټولنه كي د
اجتماعي ضمير په وړاندي د راهبر كردار لوبولو ته ملا وتړي او په خپلو
ليكنځو كي مقصديت پيدا كړي. ښه د ښو تر وروستي ټاكه رسولو او بدو ته بد
بېخي بد ويلو حوصله ولري. ولي چي هر يو شاعر يا اديب كه څه هم په ظاهره
ځانته يوازي ښكاري. خو د قام سترګه بلل كېږي. نو بايد چي دغه قامي سترګي هم
د مهذبه ټولنو د سترګورو ليكوالو په رنګه درون بينې او دوربينې وي او داسي
ليكل وكړي چي د نامه سره سره يې قامي مفادات هم د ادبي زيار په كومك تر خپل
مطلبه پوري لاري ورسوي. بيا به نو څه وي ؟ حقه خبره ده، چي قام به په هغوى
او هغوى په قام داسي ښايسته وي، لكه سيال قامونه او د هغو قامي سرمايه. ګوا
قلمكاران، چي مرګ لري، خو مړه ورته نه ويل كېږي. لوى خداى دي همدغسي وكړي.
اّمين |