کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   پرخه د سبا شوم ګل د ناز په غيږ کي واخستم               وږم د سپرلي ته ئې د راز په غيږ کي واخستم     
پرخـــه : د مزارشريف څخه خپريدونکې ادبي، ټولنيزه او تاريخي ناپېليې مجله

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه . . .
شعر او شاعر د قران په
امريکا  د اسلام منوکې
بلخ د اسلامي علومو د
ايا د ټولټاکنو خپلواک
پيسته . . .
دسمال ېې راوړ . . .  
ښکلي که دا غواړې. .
د شمال لومړنۍ پښتو . .
ستا به پياد يمه : کرکتنه
کلودسيمون د اوسنۍ . .
زه هم پسي ګرځمه چي . .
اوس وخت ايله د سترګو
دنيمي شپې سندري . .   
پرخه په ګلپانو کښي

سرليكنه:

په توګه وي ،چې په بلېدو او بل ساتلو يې تيارو ته د خپرېدو وخت نه پيدا كيږي. همدغه راز د پښتو ژبې او ادب پنځو ځلانده ستورو علامه عبدالحى حبيبي، استاد ګل پاچا الفت ،پوهاند صديق الله رښتين ، استاد عبدالروف بېنوا ، استاد قيام الدين خادم په دغه اړه نه هېرېدونكي او تلپاتې خدمتونه كړي دي .
كه د تورې او قلم نوميالي ،خوشحال خټك بابا دا بيت :
چې پخپله مېړه نه يې په جهان كې            نو به فخر په بابا كوې تر كومه
را په زړه كړو نو پوه به شو چې په رښتيا د نيكونو د نومونو او كارنامو يادول ،د هغوئ ستايل او د هغوئ له اثارو څخه ګټه پورته كول يو پر ځاى دود دى، خو هر څوك بايد پخپله تر خپلې وسې يو څه وكړي او د خپلې ژبې ، كولتور او ادب د بډاينې او پراختيا لپاره ملا وتړي.كه نه نو هره هغه ژبه چې ورته كار نه كيږي او د نورو ژبو او اثارو تر ولكې لاندې وي، بې له شكه مري . ويونكي يې خپل هويت له لاسه وركوي او په نورو ګډيږي .همدا لامل دى چې په پښتو مين ادب پوهان ،ليكوالان او شاعران د هېواد په ګوټ، ګوټ كې لاس تر زنې نه دي ناست ، بلكې پخپلو راز راز ليكنو د خپلې ژبې د غوړېدا او بډاينې لپاره هڅې كوي .
خو د هېواد په شمالي سيمو كې حالات بل ډول دي.دلته پښتو ژبې ته هېڅ كار نه دى شوى ، تردې چې يو شمېر پښتنو كورنيو ، كومې چې په ښارونو كې اوسيږي خپله ژبه بيخي هېره كړې ده او يو زيات شمېر يې په پښتو ژبه خبرې نه شي كولاى. د هېواد په ټول اداري سيستم كې پښتو هېڅ نه كارول كيږي او تردې چې هغه ښوونځي چې د ثور كودتا څخه وړاندې په كې په پښتو ليك او لوست كېده ،اوس په كې د پښتو ښوونه نه كيږي او كه كيږي نو دداسې ښوونكو له خوا چې يا خو مسلكي زده كړې نه لري او ياخو هېڅ په پښتو نه پوهيږي ، چې داسې حالات د پښتو ژبې او په تېره د هغوپښتنو كورنيو لپاره چې د هېواد په شمال كې اوسيږي ستونزې منځ ته راوړاى شي. ددې وضيعت په ليدلو ،د خپل ملي احساس دغرورد ژوندي ساتلو په خاطر او د هېواد دنورو ليكوالانو د هڅو په لړ كې د هېواد د شمالي ولايتونو يو شمېر روڼ اندو ځوانانووپتيله چې ارام به نه كيني او ددغه ملي رسالت په تر سره كولو كې به نه ستړې كېدونكې هلې ځلې كوي.
همدا وه چې له يوڅه هڅو او زيار څخه وروسته يې په ۱۳۸۳لمريز د پرخې په نوم مياشتنۍ ،ناپيېلې، ټولنيزه او كولتوري خپرونه ،چې په شمال كې لومړۍ پښتو خپرونه ده ،راوويسته اوسربېره په يو لړ مالي او تخنيكي ستونزو يې يو كلنه كړه . په دې ډول يې تر خپلې وسې خپله ملي دنده دولس په وړاندې تر سره كړه.پرخه نه يواځې په شمال كې، بلكې نورو ولايتونو كې هم خپره شوه او خپل ځاى يې دادب او كولتور په كاروان كې وموند .
دا دى اوس پرخه د مجلې په بڼه د پښتو ژبې د مينه والو په لاسونو كې ښكاري، چې په اسلامي، ټولنيزو ، علمي،ادبي او كولتوري ليكنو باندې ښكلې شوې ده .بې له شكه چې نيمګړتياوې به لري، خو هره مېوه په لومړي سر كې امه وي او ورو ،وروپخيږي،نو موږ هم هيله مند يو چې زموږ ښاغلي ادب پوهان ،ليكوالان او شاعران كوم چې د هېواد په نورو سيمو كې او له هېواده بهر اوسيږي، په پرخه خپلې وړانګې وشيندي تر څو ترې سيندونه جوړ شي او دشمال پراخې سيمې خړوب كړي. د مالي مرستو غوښتنه نه كوو خو لږ تر لږه د ليكنو د رااستولو په تمه يو، تر څو پرخه د پښتو ژبې ګلپاڼو ته دومره ښكلا وركړي چې ټول پښتون ولس ته په زړه پورې وي.د يادولو وړ ده كه چېرې ليكنې د شمال د خلكو دژوندانه ،كولتور،ژبنيو لهجو ،ثقافت او نورو څېړنوپه هكله وي نو موږ سره به مو لا مرسته كړې وي.

په شمال كې د پښتوژبې او ادب د لا پياوړتيا په هيله
اداره