|
|
سرليكنه:
پسرلنۍ خبري
دافغانستان شمال ختيځ ولايتونونظرنورو سيموته په مطبوعاتي
چاروكې دومره پرمختګ نه دى كړى خوبيا هم پكې دګوتو په شمار خپرونې وخت
ناوخت خپريږي. چې دكندوزاوبغلان ولايتونه پكې ديادولو وړدي ، تر دې دمه
پكې،كوهن دوز ،كندوز، بصيرت،تيراژه نګين ، سوغات ،وطن غږ ،طلايه ، كاروان
بيان اونورې خپرونې دخپرنيزكاروان سره ملګرې شوي دي
سر بيره چْْْْْْْْې ديادولووړپښتانه پكې استوګن دي ، پرته له سوغات
مياشتنۍخپرونې،چې د كندوز څخه خپريږي، زياته برخه يې پښتو ليكنو ته ځانګړې
كړې ده دشمال ختيځوولايتونونورو ټولو خپرونوكې پښتو ليكنې دهيڅ برابر دي .
خير! دغه ناندرۍله چاسره نه كووخو ،هو! په قطغن كې دپښتوادب دلاپياوړتيا
هيلې په زړه كې لرواودهمدې هيلودپوره كيدولپاره د بغلان فرهنګي
ځوانانووپتيله ترڅوپه قطغن كې په لومړي ځل سره دپسرلي په نوم ځانګړې
پښتوناپيلې دوه مياشتينۍخپرونه خپره كړي .
دبغلان فرهنګي ځوانان غواړي ترڅو د(پسرلي)په خپرولو سره بغلان له پښتوادبي
بهيرسره ملګرى كړي.
دځوانانوادبي استعداد ته وده وركړي ،او هـڅې كوي ترڅو دافغنستان په شمال
ختيځوولايتونو كې دپښتو ادب دلاپياوړتيا لپاره زيار و باسي .
ديادولووړده چې پوره يو الله (ج)دى خوستاسوترلا سونو رسيدلې دپسرلي ناپيلې
دوه مياشتينۍ خپرونې لومړۍ ګڼه به ترډيرځايه نيمګړ تياوې ولري خو ډير به
خوښ شو ترڅوپه دې ادبي هڅوكې له موږ سره ملګرتيا وكړئ اود پسرلي دلومړۍګڼې
تيروتنې راته په زغرده راپه ګوته كړئ . وعده دركوچې په ورين تندي به يې
ومنو، مننه به در څخه وكړو او ډاډه به شو چې موږ يواځې نه يو تاسو هم راسره
ياست .پردې سربېره تل ستاسو نظرونواو ليكنوته سترګې په لاريو
ترڅومو پسرلى له دې هم ښكلي ګلان و ټكوي.
په شمال ختيځوولايتوكې دپښتو ادب د لاپياوړتياپه هيله
اداره
|