|
سرمقاله :
د ولس مشر كرزي كابينه!...
څوك د څه شي وزير دى؟؟
ټاكنې پيل هم شوې او خلاصې هم، پايلې يې هم ښكاره شوې چې
پخوانى، اوسنى او راتلونكى ولس مشر حامد كرزي پكې له ټولو مخكې و. د هغه
سيالانو كه څه هم پخوا ډېرې لاپې كولې، چې "كرزي ته به غاښ ماتونكى ځواب
ووايو". خو لكه څرنګه چې له پخوا نه څرګنده وه، د هغوى خبرې د هغه افغان
كوچني هيلو ته ورته وې، چې په سپوږمۍ كې د خوبونو د كولو خوبونه ويني.
حامد كرزي د 55% رايو په ګټلو سره خپل سيال كانديدان شاته پرېښودل او يو ځل
بيا يې هغوى ته وښودله، چې د ولس په زړه كې ځاى لري، خو په هغه باندې د
ټاكنو په دوران كې ډېرې نيوكې هم وشوې او ډېرو دا وويل چې دولتي مامورينو
يې په پلوۍ كمپاېن چلولى او په خلكو يې زور راوړى، چې رايې ورته وركړي. دا
تر ډېره دروغ هم نه وه. ډېرو چارواكو نه يوازې د كرزي لپاره، بلكې د يونس
قانوني لپاره هم كار كاوه.
خير! هرڅنګه چې وو، ټولټاكنې په اصطلاح كاميابې شوې او ولس مشر كرزى ورسره
سم بريالى شو. اوس هغه د چا خبره "تېرې چپې پرېږدو او نوې شمارو". يانې د
ولس مشر آينده كابينې ته ګورو چې كوم كوم شخصيتونه!؟ به پكې برخه ولري.
كتونكيو له لومړي سره په كرزي شك درلود، چې د كانديدانو په ودرولو كې يې
لاس درلود او دا كار يې ځكه وكړ، چې د هغه مخالفې رايې ووېشل شي. څرنګه چې
دا كار يو دستوري كار و، نو خامخا كرزي د نوموړو سره څه معامله كړې ده.
داسې ويل كېږي، چې په راروانه كابينه كې به مارشال فهيم وجود ونه لري او د
هغه چوكۍ به جنرال عبدالرحيم وردګ ته وركړ شي. همدارنګه سيد اسحق ګيلاني به
د ښوونې او روزنې او يا هم د بهرنيو چارو وزير وي.
جنرال دوستم ته د لوى درستيز وال چوكۍ په پام كې نيول شوې ده. همدارنګه
اشرف غني او احدي به په خپل ځاى پاتې وي.
همدارنګه په واليانو كې به هم خاصه تبديلي رانه شي، خو كه همدا حال وي او
دا خبرې رښتيا وي، نو بيا نو دا 200 ميليونو ډالرو لګولو ته څه حاجت وو؟؟
كرزي به يو تش په نامه ريفرنډم كړى وى او ځان به يې بيا ټاكلى واى.
خو ولس مشر بايد له دې طلايي چانس نه ګټه پورته كړي او بايد چې جنګ سالاران
او لوفر سالان له منځه يوسي او كار اهل كار ته وسپاري، ځكه كه اوس دا كار
ترسره نه شي، نو بيا ښايي داسې موقعه رانه شي
د ودان افغانستان په هيله
اداره
|