|
ژباړه: زينب سليم- پېښور
د انټرنټ له لارې د فلسطينۍ پېغلې وژنې
شپاړس كلن اسرائيلى افير راهوم څنګه
د فلسطينۍ مونا په جال كې ونښته؟
هغه وايي د فلسطينيانو د حالت څخه د خبرونې لپاره يې د اسرائيلي ځوانانو
وژنه پيل كړې د انټرنټ د خبرو اترو (Chating) له لارې د هغوى عشق پيل شوى وو. داسې ورځ
نه وه، چې هغوى به يو بل ته تصويران او خوږې خبرې نه لېږلې. د هغوى ورځنۍ
خبرې اترې به په همدې جمله پيل او ختمېدلې، چې "I Love You".
كله، چې افير راهوم د مونا سره د عشق په جال كې دومره ونښت، چې وتل ترې
ګران وو؛ نو هغه د يو بل د كتلو نظر وړاندې كړ. كه څه هم مونا له ډېر وخت
راهيسې ددغسې يوه پيغام منتظره وه؛ خو هغې افير يو څو ورځې نور هم په
انتظار كې وساته او بيا يې ورته د ملاقات لپاره د چارشنبې ورځ وركړه.
هغې د شنبې په ورځ افير ته وليكل: كه څه هم تر چارشنبې پورې مرګونى انتظار
به ما ووژني؛ خو انتظار داسې مجبوري ده، چې بايد ويې كړو. افير هم د مونا
ځواب په همدغسې جملو وركړو.
د ملاقات لپاره د غربي تړانګې (West Bank) يوه برخه، چې د فلسطينيانو
جنګيالي پكې له بل هر ځايه ډېر فعال دي وټاكل شو، كه څه هم افير هغلته له
تګ څخه وېرېده او مونا ته يې وويل، چې مور پلار به يې هلته د تګ لپاره
پرېنږدي؛ خو مونا، چې هغه ته يې ځان د سالې په نامه يوه اسرائيلۍ جينۍ
ورپېژندلى وه هغه د خپلو خوږو خبرو له لارې مجبوره كړ، چې د هغې د غوښتنې
مطابق همغه ځاى ته ورشي.
د سه شنبې په ورځ افير په ښوونځي كې ملګرو ته وويل: "كه سبا رانغلم زما
لپاره خوښ اوسئ". د پوليسو او وروستيو څېړنو له مخې دغه وخت مونا، چې د
ياسرعرفات د غورځنګ PLO يوه تكړه غړې وه. د الفتح د جنګياليو سره اړيكې
نيولې وې... او د القادي په نامه يو كس ته (چې د فلسطين د آزادۍ د الفتح
غورځنګ يو ډېر قوي او هوښيار جنګيالى شمېرل كېږي) يې ويلي وو، چې: "د ښكار
لپاره مې مرغۍ راغوښتې هيله ده، چې ښكار يې كړې".
د چارشنبې په ورځ شپاړس كلن افير راهوم مور پلار ته له رښتيا ويلو پرته د
ښوونځي پر نامه له كوره ووته هغه په داسې حال كې، چې وېښته يې د نورو ورځو
په پرتله ډېر ښكلي جوړ كړي وو او په مخ كې يې هم ښه ډېره سرخي ښكارېده د
پينځه ويشت كلنې مونا جال (ملاقات) ته روان و.
كله، چې غرمه مهال هغه په غربي تړانګه (West Bank) كې د بس نه ښكته شو او
مونا، چې له مخكې يې د هغه انتظار كاوه وليده له خوشالۍ نه په جامو كې نه
ځايېده، هغه د تورو وېښتو، تورو غټو سترګو، سپين مخ او دنګ قد دغسې جلۍ تر
اوسه نه وه ليدلې.
دواړو د يو بل سره په مينه ستړې مه شې وكړه او بيا دوى د يو نژدې پارك طرف
ته، چې زيات وخت له خلكو نه خالي وي وخوځېدل. چېرته، چې د الفتح جنګالى
القادي هم منتظر و.
پارك ته رسېدل او د القادي له خوا اخري عمل كول دواړه سره سم وو. القادي د
افير راهوم په سر تمانچه كېښوده هغه لږ مزاحمت وكړ موناته يې وكتل څوك، چې
هغه ته لګيا وه: "تاسې ته بايد پته ولګېږي، چې مرګ څومره بدرنګه دى تاسې
بايد خپل پوځيان د فلسطيني وګړو د وژنې نه منع كړئ".
او بيا نو په پارك كې د شپاړس كلن راهوم په وينو كې لت پت مړى پروت و.
اسرائيلي پوليسو او د موساد څارګرې ادارې د راهوم د وژنې دوسيه پرانسته او
څو اونۍ وروسته يې مونا ونيوله.
د مونا په نيولو كې د هغه انټرنټ كلب خاوند، چې هغې به كاراوه ډېر رول ادا
كړ. هغه پوليسو ته وويل، چې يوه نجلۍ هر وخت داسې ويب پاڼې ګوري، چې د وژل
شويو فلسطينيانو تصويرونه پكې وي.
مونا په بند كې وويل، چې په خپل كار پښېمانه، نه ده؛ خو په دې خپه ده، چې
ډېره زر ونيول شوه د نوموړې په وينا دغه كار يې ددې په خاطر كاوه، چې
اسرائيلي وګړي د فلسطينيانو له حالت خبر او هغوى خپل پوځ له داسې كړنو منع
كړي.
اسرائيلو خپلو وګړو ته خبر وركړى، چې ډېر هوښيار واوسي او نه يوازې له ځان
وژونكو ځان وساتي؛ بلكې د انټرنټ د كارونې هم ډېر كار وانخلي او هغه څوك،
چې نه يې پېژني ورسره خبرې ونه كړي. |