کـــــــــور

لومــــــړۍ مخ

ارشـــــــــيف اړيـــــــکي   ای دګلو څانګي ستا ځواني دي تل رنګينه وي                   زما غوندي زړه ستړي به دي سيوري ته دمه کوي                        
څانکه : دهمېشه بهار ننګرهار څخه خپريدونکې سياسي، ټولنيزه او فرهنګي مجله ده

ددې ګڼي لړ ليك

سرليکنه :
شپاړس کلن اسرائيلي افـ.
پرمختللي هېوادونه په کمـ.
اسامه دايتونو،سات اولبـ...
دکلينټن او مونيکاليونسـ.
کرزي دکونډي دلورسـ..
کانديدان رايه ورکونکوته
امريکاليبياڅنګه ايل کړه 
هلکان له هلکانوسره واد...
خواري چا وکړه او نوم...
ايااحمدشامسعوداوکرزی ..
پښتون عمران خان ښځه ..
باليووډ (کره کتنه )
ښايي دويديويي صالونونو..
پاکستان به طالبان په څو..
دجلال اباد اوکابل سړک..

 ساغر مومند

آيا احمدشاه مسعود او حامد كرزى
له احمد شا بابا او غازي امان الله خان سره برا بر دي؟
 

د هند يو ډاكو (غل) پرشن لال داس، چې د تامل ناډو د قبيلې څخه دى او په ټوله سيمه كې يې د دهشت او وېرې اوازې خورې دې. په اړه يې ويل كېږي، چې كله مېندې ماشومان غلي كوي؛ نو د پرشن لال نوم ورته اخلي، چې ((هغه دى راغى... غلى شه كه نه وړي دې)).
نوموړى په 1999ع كې د 22 وژنو او 200 كورونو د لوټ كولو په تور په داسې حال كې ونيول شو، چې دولت يې په نيولو لكونه هندي روپۍ (انعام) اعلان كړې وې. كله، چې هغه په ډهلي كې يوه زندان ته يوړل شول؛ نو هلته يې په هيجاني ډول خپل تصوير، چې په مخامخ دېوال باندې د هند د ستر مشر مهاتما ګاندي سره پيوسته لګېدلى وو او پرې لېكلي يې وو ((پوليسو ته يې په اړه خبر وركړئ او پينځه لكه روپۍ واخلئ)). راوشلولو او ټوټه ټوټه يې كړ. هغه ځايي پوليسو ته مخ راواړاوه او ويې ويل: ((شرمېږئ نه، چې د يو سپېڅلي شخص سره مو زما په څېر د ناولي تصوير لګولى)).
دا ټوله كيسه مې په دې پورې وكړه، چې نن سبا د دولت او ځينو افغاني تجارانو له خوا داسې كليزې او تصويرونه چاپ شوي، چې د ولس مشر كرزي او پخواني قوماندان احمدشاه مسعود تصويرونه د غازي امان الله خان او احمدشاه بابا د تصويرونو سره څنګ په څنګ خپاره شوي په ځينو ځايونو (غازي سټېدېم او...) كې خو د ملي مشاهرو احمدشاه بابا، ميروېس نيكه، محمود غزنوي، غازي امان الله خان او د نورو تصويرانو څخه د جنګ سالارانو او لاس پوڅو تصويرانو ته ارزښت وركړل شوى. او په لوى لاس د هغوى تصويران واړه كښل شوي كوم، چې عامو خلكو ته د تاثر وركوي، چې خداى مه كړه هغوى هېڅ نه وو او دا اوسني هر څه دي (!!).
په اوسينو كليزونو كې د نوي افغانستان د بنسټ اېښودونكي احمدشاه بابا د تصوير تر څنګ د شمالي ټلوالې د قوماندان احمدشاه مسعود او د انګرېزانو څخه د خپلواكۍ ګټونكي غازي امان الله خان سره د ولس مشر كرزي تصويران لګېدلي دي. دا خو لا څه كړې يوه ورځ مې په يوه كليزې د كونړ ولايت د يوه جنګي قوماندان حاجي جانداد تصوير وليده، چې د احمدشاه بابا، ميروېس نيكه، سلطان محمود غزنوي او غازي امان الله خان د تصوير نه څو چنده غټ چاپ شوى و (!!؟).
ځينې ساده خلك ښايي دا خبره ساده او عادي وګڼي؛ خو كه سړى لږ شان فكر وكړي؛ نو ورته معلومه به شي، چې ددې سره زموږ د راروانو نسلونو ذهنونه خرابېدلى شي. هغوى ښايي د هغو پخوانيو ملي مشاهيرو پر ځاى د اوسنيو كليشه يي او د بل په اوږو راغليو مشرانو نومونه په خپلو ذهنونو كې كښېنوي او داسې فكر وكړي، چې وطن ګوندې دوى شړشم كړى دى، چې په حقيقت كې داسې نه ده د افسوس ځاى دادى، چې زموږ چارواكي او افغاني تجاران، چې دغه شيان چاپوي د هغه هندي غلهْ هومره فكر هم نه لري.
په نورو هېوادونو كې د هغه ځاى اوسېدونكي د خپلو ازاديو د اخستلو د تاريخي نېټو د لمانځلو په خاطر څو ورځې مخكې د جشنونو او خوښيو تابيه نيسي؛ خو زموږ په هېواد كې خلكو ته آن د خپلې آزادۍ د اخستنې نېټه هم نه ده ياده.
دولت دې هم خېر يوسي په اتم ثور، چې د مجاهدينو د كاميابۍ ورځ ده ښه خواږه جشنونه جوړوي؛ خو د 29 اسد نه څوك خبرېږي هم نه.
پخوا ښه وو. د پښتونستان ورځ به د جشنونو او سندرو په ترڅ كې لمانځل كېدله. د اسد 29مه به د اختر ورځې ته ورته وه؛ خو اوس دا هېڅ هم نشته. د مجاهدينو د كاميابۍ ورځ، چې د هغې وروسته نه يوازې كابل؛ بلكې ټول هېواد مو په كورنيو جنګونو كې وسوځېده او لوټې لوټې شو. بې شمېره خوېندې مو سرتورې او بې پته شوې... بوډۍ مېندې مو لا تر اوسه د ځوانو بچو د راتګ لارې څاري ښه په درز لمانځل كېږي.
مطلب مې دادى، چې د ثور اتمه د لمانځنې نه؛ بلكې د غندنې وړ ده؛ خو ځه خېر! د ړندو كټو په وطن كې دا شيان وي پروا نه كوي؛ خو كه په څنګ كې ورسره د زمري 29مه هم په همدغې ولولو لمانځل كېدلى بده به نه واى.
هيله ده، چې دولت نه يوازې دغه ملي ورځې په شاندارو مراسمو ولمانځي؛ بلكې د كوچنيانو په لومړني تعليمي نصاب كې هم دغه شيان شامل كړي تر څو هغوى خپل مشاهير وپېژني او په ذهن كې يې د هغوى پر ځاى د غلو او لاس پوڅو څېرې ځاى ونه نيسي.